تهجد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تهجد يا د شپي لمونځ يو نفل لمونځ ده چي د اسلام پيروان يې کوي.تهجد لمونځ په مسلمانانو باندي فرض نه ده،تهجد د فرضو وروسته ترټولونفلو لمنځو بهتر لمونځ ده. ستر پيغمبر محمد صلى الله عليه وسلم دا لمونځ هميشه کاوه، او خپل اصحاب يې هم دې لمانځه ته هڅول.تهجد دهجود نه اخيستل شوى چي معنا يې خوب پرېښودل دي.

د تهجد ثبوت په قران کريم کي [سمول]

د تهجدو ثبوت په حديثو کي[سمول]

د قران کريم د اياتو تر څنګ د تهجدو په باره کي زيات احاديث هم راغلي، چي د تهجدو اهميت په ګوته کوي، په مختلفو حديثو کي دې ته قيام اليل، صلاة ليل او تهجد ويل شوي 

طريقه [سمول]

هغه څوك چي غواړي تهجد لمونځ وکړي

د ويده کېدلو پر مهال بايد د تهجدو اراده وکړي.ابو درداء رض د نبي عليه سلام دا ارشاد نقل کړى،  له خوب نه تر پاڅېدلو وروسته بايد مسواک ووهي او اودس وکړي. لمړى دي دوه رکعته وکړي له هغه نه وروسته چي څومره يې زړه غواړي و د کړي.

دا هم روايت شوي دي چي يو څوک چي پاڅېږي بايد خپله بي بي هم پاڅوي

د تهجدو وخت[سمول]

تهجد د شپي په پیل کی هم کیدای شی،د شپي په مابین کی هم کیدای شی او د شپي په پای کی هم کیدای شی. خو غوره وخت د شپي اخیری برخه ده.

د رکعتونو تعداد[سمول]

د تهجدو لمونځ کوم مشخص تعداد نه لري چي حتمي بايد په همغه اندازه وشي،په مختلفو حديثونو کي  4,8 او دولس رکعته روايت شوي دي.