تماسي عدسيه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تماسي عدسيه
یوه ابتدادایی آله چی د نرمو تماسو عدسیو د جوړولو لپاره کارېده

تماسي عدسيه (په انگرېزي:contact lens) یوه عصري بصري روغتیایي عدسي ده چی د سترگې پر قرنيې باندي ورکول کېږي او د ليديز (بصري) نقصونو (لکه آسټیگماټیزم، ) د سمولو لپاره یا د سترگى رنگ د بدلولو لپاره کارېږي. په اوس وخت کی په ځانگړي ډول نرمی عدسیې کارېږي.

تاريخ

مصنوعی عدسیه د ۱۹ پېړی څخه پېژندل شوي دي خو د هغو وخت څخه تر اوسه پورې د مصنوعی عدسيې د جوړولو ټكنالوجي بدل شوي دي. لمړني سختی شيشه اي عدسیه په ۱۸۸۱ کال کی جوړه شوه او په ۱۹۳۳ د پولي مېټيل مېټاکړيلاټ د عدسیې جوړول پېل شوې. په ۱۹۵۵ کال کی د چکوسلواکيا په جمهوريت کی په پراگ کی په کیمیایی ټكنالوجي پوهنتون کی د استادانو اوتو ویختېرلې (Oto Wichterle) او دراهوسلاف ليم (Drahoslav Lím) لخوا د پليمېړونو (polymer) څخه لمړني نرمی عدسیې خوړي شوې. نوموړي عدسیه د هيډروجلونو، سیلیکون څخه جوړه شوې ده او د اکسیجن لپاره ښه دنفوذ مننه لري.