تلاسېمیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

تلاسېمیا (په انگرېزي: Thalassemia) دجینیټيکي ناروغیو څخه یوه ناروغي ده چې ددې په اثر هیموگلوبین خپل طبیعي جوړښت له لاسه ورکوي. او په دې توگه د هیموگلوبینو یو غیر موث تولید پدیده په بدن کې زېږول کېږي چې هغه نیمگړي هیموگلوبینو له وجې اکسیجن نشي کولای د بدن ټولو غړو ته ورسېږي. دلته خبره د هیموگلوبینو د کمښت نه بلکه د غیر طبیعي هیموگلوبینو د زیاتېدنې مسئله ده.

تلاسیمیا د ارثی ناروغیو د Autosomal recessive د ډول څخه یوه ناروغۍ ده چی پکی هیموگلوبین په ناسم ډول جوړیږي. د ناسمو هیمو گلوبینو د جوړیدای په پایله کی اکسیجن په سمه توگه نه لیږدول کیږی او همدارنگه د وینی د سرو ژونکو د ویجاړتیا لامل هم گرځي. تلاسیمیا د جین د یوی نوع د نه شتون له امله منځ ته راځی چی په پایله کی د هیموگلوبینو چی په سری ژونکی کی د اکسیجن د لیږد دنده پر مخ بیایی جوړیدل اغیزمنیږي. په تلاسیمیا اخته وگړي لږ هیموگلوبین جوړوي او په دوران کی یی د وینی د سرو ژونکی شمیر لږ وي، چی په پایله کی په خفیفی یا شدیدی Microcytic وینه لږي اخته کیږي. تلاسیمیا کیدای شي د ځینو اختلاطاتو لکه د اوسپنی د ډیروالي، د هډوکو ناسموالی او د زړه او رگونو د ناروغیو لامل شي. خو د وینی همدا ارثی ناروغي د ملاریا په تیره بیا د پلازمودیم فلسیپارم چی په هغو ساحو کی چی دا ارثي ناروغي ډیره وي ډیر پیدا کیږي، په وړاندی د ناروغ د خوندیتوب سبب گرځي. تلاسېمیا عموما په هغو ماشومانو کې راڅرگندېږي چې په مور یا پلار کې یې د بیتا تلاسېمیا (کم خوني) شتون ولري، او دا بیتا تلاسېمیا نه وي تشخیص شوي. په دې ناروغۍ کې باید ناروغ ماشوم ته وخت په وخت تازه وینه ورکړ شي.

لامل[سمول]

.

ددې ناروغۍ لامل دا وي چې د نوي زوکړي ماشوم په هډوکي کې خپله د ویني تولید نه کېږي، نو هغه پخوانۍ وینه چې ماشوم لري، سره کرویات یې د وخت په تېرېدو سره خوړل کېږي او بدن نورې وینې ته اړتیا پیدا کوي، چې په دې سره د ناروغ رنگ ورځ په ورځ زيړبخن اوړي.

وړه او لویه تلاسېمیا[سمول]

تهليسيميا دوه ډوله ده; يو يې ماينر بولې او بل يې ميجر. په اسانه ټکو کې يي وړه تهيليسيميا او لويه ګڼلی شۍ. وړه تهليسيميا اصلا ناروغی نده خو که چيری والدين دوړاه د وړی تهيليسيميا والا وی نو اولاد يې لويه تهليسيميا ناروغۍ سره پيدا کيږی, چی دا يې اصلا ناروغی ده او خورا ستونځمنه ده. عوامل يې که څه هم تر اوسه پوري سل په سلو کې نه دي روښانه خو تر اويا سلنه يې موروثي دي يعنی والدينو نه اولاد ته انتقاليږي.

  1. ټولنه کې د شتون لوی لامل يې په يوه کورنۍ کې ودونه کول دی کوم ته چې کزن ميريجز کاز ويل کېږي. دا ځکه چې د تهليسيميا جينونه په يوه کورنۍ کې تر څو پښتونو انتقاليږي.

مخنیوی[سمول]

له دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اړینه ده چې مخکې له واده د (ايچ بې ايليکټروفوريسسز ) په نوم ټيسټ دواړو خواوو ته ضرور وکړو, تر څو د دي وژونکي ناروغۍ مخنيوی وکړو. مخينوی يې داسې کېږي چې مخکې له واده بايد د ښځې او خاوند ټيسټونه وکړاي شي، که چېری دواړه د وړې تلاسېميا درلودونکي وي، نو دا ناروغي خپله ناروغ ته زیانمنوونکې نه ده، مګر که داسې جوړه سره واده وکړي چې دواړه په وړې تلاسېمیا اخته وي، نو بیا یې زېږېدونکی بچی ۵۰ سلنه په لویې تلاسېمیا د اخته کېدنې چانس لري. ښه دا ده چې که چېرې نر او ښځه دواړه په دې ناروغۍ اخته وي، نو سره واده دې نه کوي. بلکی د يو نارمل انسان او وړې تهيليسيميا درلودونکی دې خپلو کې سره واده وکړي، ځکه چې وړې تلاسېمیا درلودونکي او یوه نارمل شخص ترمنځ واده د راتلونکي اولاد په روغتیا کوم اثر نلري او اولاد يې سالم پيدا کيږی.

د وینې ورکړه[سمول]

دې ناروغ ته باید هغه وخت وینه ورکړل شي چې اړتیا ورته ولیدل شي،

الفا تلاسېمیا[سمول]

بیټا تلاسېمیا[سمول]