تانبه:کندهار/News

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نن ورځ د اپرېل ۲۷, ۲۰۲۴

د کندهار امنيه قومانداني د ډنډ او دامان ولسواليو کروندګرو ته، چي د اوبو د نشتون له امله په خپلو کروندو باندي کښتونه نه کري خبر ورکوي، چي امنیه قوماندان لوئ پاسوال عبدالرازق ورته د اوبو برمې جوړوي، تر څو کروندګر سبزيجات وکري او پاليزونه جوړ کړي. هغه له خلګو غوښتي، چي په خپلو سيمو کي ميوه لرونکي نيالګي هم کښېنوي او د پاک او زرغون چاپيريال د رامنځته کولو د پاره دي هڅه وکړي. نو هغه کسان، چي غواړي سبزيجات وکري او پاليزونه جوړ کړي، د يادو ولسواليو د امنيه قوماندانانو او يا هم کندهار امنيه قومانداني سره اړيکي ونيسي.

معلومات د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۸مه د کندهار د تلویزیون څخه