Jump to content

تانبه:درملګري/غوره ليکنه/۲

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

درمل جوړونه، د کلينيکي روغتيا علم دی چې د طب علم له کيميا سره پیوستوي او د درملو او درملنې د کشف، توليد، ترتيبونې، خوندې او ګټورې کارونې او ادارې مسؤليت لري. د درملو جوړولو تمرين د درملو، د هغوی د عمل ميکانیزم، جانبي اغېزې، غبرګونونه، فعاليت او زهريت په اړه غوره پوهې ته اړتيا لري. په عين حال کې درمل جوړونه، تداوۍ او پتالوژيکي پړاو باندې پوهېدلو ته اړتيا لري. د درمل جوړوونکو ځيني تخصصونه، لکه: کلينيکي دوا جوړوونکي نورو مهارتونو، لکه: د فزيکي او لابراتواري معلوماتو زده کړې او ارزونې په اړه پوهې ته هم اړتيا لري. د درملو جوړونې عمل په برخه کې يو څه زيات دودیز قوانين، لکه: د درملو ترکيب او وېښ شاملېږي او د کلينيکي خدمتونو، د خونديتوب او اغېزناکتوب لپاره د درملو کتنې او د درملو اړوند معلوماتو چمتو کولو په ګډون، په صحې پاملرنې پورې اړوند یو څه معاصر خدمتونه شاملوي. درمل جوړوونکي د همدې له امله، د درملو په تداوۍ کې ماهر خلک دي او د روغتيا هغه ابتدايي مسلکيان دي چې د نارغانو د ګټې لپاره د درملو کارونه ګټوري. د درمل جوړونې ويیکی، په لومړي ځل د pharmacy په توګه (دا اصطلاح په امريکا کې ډېره عامه ده) يا د کيميا پوه (chemist) په توګه (دا ويیکی په لويه بريتانيا کې زيات عام دی، که څه هم د pharmacy ويیکی هم کارول کېږي) رامنځته شو. د امريکا په متحده ايالتونو او کاناډا کې د درملتون (drugstores) په عام ډول درمل او بېلابېل توکي، لکه: شيريني يا خواړه شيان، د سينګار توکي، د دفتر توکي يا لوازم، د لوبو توکي، د وېښتانو د پاملرنې توليدات، مجلې او ځينې وختونه څښاک او خوراکه توکي هم پلوري.نور