تانبه:خيبر پښتونخوا/غوره ژوندلیک/1

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
خان عبدالغفار خان

خان عبد الغفار خان چې په څو ستاينومونو لکه فخرې افغان ، باچا خان ، بادشاه خان او د سرحد گاندي هم ياد شوی د پېښور په هشنغر سيمه د اتمانزو په کلي کې ، خان بهرام خان محمدزي په کور کې کال (1890 - 20 جنوري 1988)زېږېدلی. دی د عدم تشدد په موخه د خدایي خدمتگار يوه ټولنه جوړه کړه او د انگرېز په مقابل د وخت د نوموتي هندي سياستوال مهاتما گاندي سره يو ځای ېې د انگرېز اشغال پر وړاندې مبارزه پبل کړه .

عبدالغفار خان د ترنکزو دحاجی فضل واحد تارڼ کاکړ په ملگرتيا يې د استعمار په ضد د افغانانو د راويښولو او ملي حکومت د جوړولو له پاره تاريخي کارنامی په سر رسولی دی. خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۲۰ م= ۱۲۶۸ ش) کې د خلافت د تحريک په بهير کې له يو زيات شمير خلکو سره کابل ته هجرت وکړ او د بيرته تلو په وخت کې يې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنه جوړه کړه. دغه ټولنه په ( ۱۹۲۹ م= ۱۳۰۷ ش) کې د خدايی خدمتگارانو په ټولنه بدله شوه، خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۳۱ م= ۱۳۰۹ ه‍.ش) کال کې د کانگرس په ملگرتيا د هند د نيمی وچی د ازادولو له پاره زياتی مبارزی وکړی و له ۱۹۳۱ را په ديخوا د استعمار سره د مخالفت به جرم په اوه کاله بند محکوم شو.

د نړی په عمومی لومړی جنگ کې د انگرېزانو سره د عدم تعاون په جرم د کانگرس د نورو مشرانو سره دوه کاله په زندان کې و او د ( ۱۹۴۷ م) کال راپه ديخوا د پښتنو ملی خپلواکۍ د غوښتلو په جرم پاکستاني حکومتونو د استعمار د لاسه په وار، وار جيل ته لېږل شوی ؤ. بشپړه ليکنه۔۔۔۔