تانبه:ارواپوهنه/پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ساپوهنه یا ارواپوهنه د ذهن او چلند علمي مطالعې ته ویل کېږي. ساپوهنه کې د احساساتو او تفکر په شمول، د شعوري او پټ‌شعور ښکارندو مطالعه شامله ده. ساپوهنه، د یوه پراخ ډګر په درلودلو سره، یوه اکاډمیکه څانګه ده، چې د طبیعي او ټولنیزو علومو ترمنځ پولو څخه اوړي. ساپوهان د ماغزو د راولاړېدونکو ځانګړتیاوو په هکله د پوهاوي په لټه کې دي، چې دغه څانګه عصبي علومو ته اړوند ګرځوي. د ټولنیز ساینس په توګه، د ساپوهانو موخه د وګړو او ډلو د چلند په هکله پوهاوی دی. Ψ (پسي) یو یوناني توری دی چې په ټولیزه توګه، له ساپوهنې سره په تړاو کې ښودل کېږي نور...