تاديوس سټيونس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تاديوس سټيونس
(انګلیسي: Thaddeus Stevens د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تاديوس سټيونس
تاديوس سټيونس

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ اپرېل ۱۷۹۲[۱][۲][۳]
مړینه 11 اگسټ 1868 (76 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي [۴]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
تاديوس سټيونس
تاديوس سټيونس

تاديوس ټيونس (۱۸۶۸ز، د اګسټ ۱۱مه – ۱۷۹۲ز ، د اپریل ۴مه) له پنسلوانيا نه د متحده ايالتونو د استازو مجلس غړی و. نوموړی د ۱۸۶۰ز لسيزې پر مهال د جمهوري غوښتونکي ګوند د راډيکال جمهوري غوښتونکې ډلې له مشرانو نه و. د مرييتوب او د افريقايي الاصل امريکايانو پر ضد د توپيري چلند سخت سيال يا دښمن سټيونس د بيارغونې پر مهال غوښتل ،د متحده ايالتونو د ولسمشر Andrew Johnson پر وړاندې د مخالفت يا اپوزيسيون په رهبري کولو سره خپل حقونه خوندي کړي. نوموړي د امريکا د کورنۍ جګړې پر مهال د (House Ways and Means Committee) د رئيس په توګه د مشرتابه ونډه ولوبوله، چې د يووالي (Confederacy) ته پر ماتې ورکولو يې تمرکز کاوه، په نويو ماليو او پورونو سره يې د جنګ مالي ملاتړ کاوه، د مرييانو د څښتنانو ځواک يې له منځه ووړ، مرييتوب يې پای ته رساوه او د خپلواکو نارينه وو لپاره يې برابر حقونه خوندي کول.

سټيوينس په کليوالي سيمه Vermont کې په فقر او فلج پښې سره دنيا ته راغی، چې په تل پاتې ډول معلول (ګوډ) و. هغه د يو ځوان په توګه پنسلوانيا ته لاړ او ډېر ژر د پنسلوانيا په Gettysburg کې يو بريالی وکيل شو. هغه خپل ځان په ښاري چارو او وروسته په سياست کې لېوال کړ. نوموړی د پنسلوانيا د استازو مجلس ته غوره شو، چې هغه په کې د وړيا دولتي زده کړو يو پياوړی مدافع وکيل شو. په ۱۸۴۲ز کې د اقتصادي پاتې والي له امله د پنسلوانيا Lancaster ته کډه شو، چې هملته  کار وکړي. هلته د ويګ ګوند سره يو ځای شو او په ۱۸۴۸ز کې کانګرس ته وټاکل شو. د مرئيتوب خلاف د يوه وکيل او سياستپوه په توګه د سټيوينس فعاليتونه د هغه رايې زيانمنې کړې او په ۱۸۵۲ ز کې يې د بيا ټاکنې غوښتنه ونه کړه. نوموړي د Know-Nothing ګوند سره د يو لنډ چاڼ (تصفيې) نه  وروسته نوې رامنځته شوې ډلې (جمهوري غوښتونکي ګوند) سره يو ځای شو او په ۱۸۵۸ ز کې يې يو وار بيا پارلمان ته لاره پيداکړه. هلته يې د خپلو راډيکل ملګرو، لکه: د ماساچوست سناتور Charles Sumner په ملتيا د مرئيتوب له پراختيا سویل ته د جنګ راتللو له امله د امتيازاتو مخالفت وکړ.

سټيوينس بحث کوي چې، مرئيتوب بايد جن ژوندی پرې نه ږدي. د نوموړي له دريځ نه د متحده ايالتونو د ولسمشر Abraham Lincoln نه ملاتړ يا په اړه بطي عمل يې زړه مات کړی و. هغه د Ways and Means [لارو چارو] د رئيس په توګه د مجلس له لارې د حکومت مالي قانون جوړونې ته لارښوونه وکړه. دا چې جنګ د شمالي بريا پر لور پرمختګ وکړ، سټيوينس په دې باور شو چې، يوازې جنګ بايد له منځه لاړ نه شي؛ بلکې افريقايي الاصل امريکايانو ته بايد د سويل په راتلونکي کې له کروندګرو نه د ځمکې د ضبط يا مصادرې په واسطه د اوسېدلو ځای ورکړل شي او خپلواکو (له مرئيتوب نه آزادو شويو) خلکو ته يې ووېشي. د نوموړي پلانونه، ډېر وروسته منځلارو جمهوري غوښتونکو ته ورسېدل او عملي نه شول.

د ۱۸۶۵ ز په اپريل کې د ابراهام لينکلن له وژنې نه وروسته سټيوينس له نوي ولسمشر Johnson سره په شخړه کې ښکېل شو، چې خپلواکو شويو وګړو ته له ضمانت نه پرته يې د بېلو شویو دولتونو ژر بېرته راټولېدل غوښتل. د دواړو تر منځ د نظرياتو توپير د جانسن او کانګرس تر منځ د اوږدمهاله جګړې سبب شو، چې سټيوينس په کې د راډيکال جمهوري غوښتونکو ډلې مشري کوله. د ۱۸۶۶ ز په ټاکنو کې له ګټلو نه وروسته، د راډيکل ګوند له جونسن نه د بيارغونې واک واخيست. د سټيوينس شخړه په مجلس کې د جانسن په خلاف د تور (اتهام) بندونو خوندي ساتل وو، که څه هم د مشرانو جرګې (سنا) ولسمشر محکوم نه کړ. د تادييس سټيوينس تاريخي نظرياتو په څو کلونو کې په ناڅاپي ډول بدلون وکړ. نوموړي د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د سویل سپين پوستو د کرکې له امله يو بې باکه او هڅاند شخص و، چې په ۱۹۵۰ ز کلونو کې  یې د (neoabolitionists) [د مرئيتوب له منځه وړلو د نويو پلويانو] راتلونکې راواوښت او له دې وروسته، برابرۍ ته د ژمنتيا له امله وستايل شو.

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

سټيوينس د ۱۷۹۲ ز، د اپریل په ۴ مه د Vermont په Danville کې وزېږېد. هغه د څلور نارينه بچيانو له ډلې دويم و او د پولنډ د جنرال په وياړ يې د هغه نوم (Thaddeus Kosciuszko) پرې کېښود، چې د امريکا اوښتون کې يې خدمت وکړ. د سټيوينس مور او پلار د مسيحانو د ډلې (Baptist) پيروان وو، نږدې په ۱۷۸۶ ز کې له ماساچوست نه راکډوال شوي وو. تادييس په Club foot [ناروغي ده] لرلو سره وزېږېد، چې په هغه وخت کې دې حالت ته د مور او پلار د پټې ګناه لپاره د خدای له اړخه د يوې پرېکړې [سزا] په سترګه کتل کېدل. د هغه مشر ورور همدا په دواړو پښو کې د ورته حالت سره زېږېدلی و. د دوی پلار Joshua Stevens يو بزګر او بوټ ګنډونکی و، چې په Vermont کې يې د ژوند جوړولو هڅه وکړه. د دوو نورو زامنو له پلار کېدلو نه وروسته (چې روغ يا سالم وزېږېدل)، Joshua خپل کوچنيان او مېرمن سارا (Sarah (née Morrill)) پرېښودل. د نوموړي د مړينې حالتونه او وروستی برخليک نامعلوم دی، چې کېدای شي، د ۱۸۱۲ز جنګ پر مهال د Oswego په جګړه کې مړ شوی وي. [۵]

سارا سټيوينس ان د خپلو زامنو په زياتېدونکې مرستې سره له کروندې نه د ژوند جوړولو هڅه وکړه. د هغې په اړه څرګندول کېږي، چې زامنو يې په خپله پرمختګ وکړ او په ۱۸۰۷ ز کې يې ګاونډ ښارګوټي (د ويرمونټ Peacham) ته کورنۍ ولېږدوله، چې خپل کوچنی زوی Thaddeus يې هملته د Caledonia Grammar ښوونځي کې شامل کړ (زياتره ورته Peacham Academy هم وايي). نوموړي د خپل معلوليت له امله د خپلو ټولګيوالو له پېغورونو نه خورا وکړېده. وروستي اټکلونه هغه«د زده کړې د خوندي کولو لپاره د فشار راوړونکې سوځوونکې هيلې په لرلو سره د ارادي بې پروا» په توګه تشرېح شو. [۶][۷]

له فراغت نه وروسته د Vermont په پوهنتون کې شامل شو، مګر د ۱۸۱۲ ز جنګ پر مهال د فدرال حکومت له خوا د پوهنتون ودانيو د نيولو (ځانته کولو) له امله يې خپلې زده کړې وځنډولې. وروسته د New Hampshire په Hanover کې د Darmouth College په سوفومور (sophomore) ټولګي کې شامل شو. په Dartmouth کې د ستوريزعلمي مسلک تر څنګ Phi Beta Kappa ته غوره نه شو، چې د معلوماتو له مخې دا د هغه لپاره يو ډاروونکی ازمېښت و. [۸][۹][۱۰]

سټيوينس په ۱۸۱۴ ز کې له Dartmouth نه فارغ شو او د بريليکونو د وېشلو په مراسمو کې د وياند په توګه غوره شو. له دې نه وروسته Peacham ته بېرته لاړ او هلته يې د لنډې مودې لپاره تدريس وکړ. نوموړي له John Mattocks سره د حقوقو زده کړه پيل کړه. د ۱۸۱۵ز په لومړيو کې د خپل ملګري Samuel Merrill سره ځوب وينې، چې د Vermonter پلوی و او د York Academy د محصل کېدلو په موخه د پنسلوانيا York ته راغلی و، سټيوينس ته د اکاډمي پوهنځي سره د يو ځای کېدو وړانديز ته لاره هواره کړه. هغه د تدريس په موخه York ته لاړ او د David Cossett په دفترونو کې يې د حقوقو زده کړې ته دوام ورکړ. [۱۱]

د پنسلوانيا وکيل او سياستپوه[سمول]

وکيل Gettysburg[سمول]

سټيوينس د پنسلوانيا په York Academy کې تدريس وکړ او د bar لپاره يې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه. سيمه یيزو وکيلانو يوه پرېکړه تصويب کړه، چې د هر هغه شخص د غړيتوب مخنيوی يې کاوه، چې د داخلې لپاره د چمتووالي پر مهال يې بل کوم مسلک تعقيب کړی وي. د اټکل له مخې يادې پرېکړې سټيوينس په نښه کاوه. ناډارېدلي سټيوينس د ادعا په توګه خپل ځان او د Madeira څلور بوتله شراب د Maryland په نږدې Harford Country کې د ازموينو مديره پلاوي ته راوړل. لږې پوښتنې وپوښتل شوې، مګر زيات شراب وڅښل شول. نوموړي راتلونکی سهار د مرستې له مخې د يو تاييد ليک په لرلو سره Bel Air پرېښود، چې هغه ته يې په بل هر ځای کې د حقوقو برخه کې د کار کولو اجازه ورکوله. سټيوينس له دې وروسته د Adams Country هستوګنځي Gettysburg ته لاړ، چې د ۱۸۱۶ په سپټمبر کې يې هملته يو دفتر پرانيست. [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60z76pk — subject named as: Thaddeus Stevens — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/982 — subject named as: Thaddeus Stevens — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/stevens-thaddeus — subject named as: Thaddeus Stevens
  4. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Стивенс Таддеус — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  5. Trefousse, pp. 1–2
  6. Meltzer, pp. 3–4
  7. Brodie, pp. 26–27
  8. Franklin Ellis; Samuel Evans; Everts & Peck. (1993). History of Lancaster County, Pennsylvania, with Biographical Sketches of Many of its Pioneers and Prominent Men: Chapterکينډۍ:NbsXXI. Salem, Ma.: The Bench and Bar of Lancaster County, کينډۍ:OCLC
  9. Trefousse, pp. 4–5
  10. Brodie, pp. 27–29
  11. Trefousse, pp. 5–7
  12. Trefousse, p. 11
  13. Meltzer, p. 14
  14. Brodie, p. 32