بې مزده یا وړیا کار
بې مزده یا تنخوا نه لرونکی کار هغه کار ته ویل کېږي، چې شخص د خپل کار په بدل کې هیڅ ډول مستقیم پاداش او ثمره نه ترلاسه کوي. دا ډول کار د «غیر بازاري کار» یو ډول ده، چې په لاندې دوه بڼو وېشل کېږي: ۱ ـ هغه بې مزده او تنخوا نه لرونکی کار چې د ملي حسابونو اړوند سیستم (SNA) په تولیدي برخه لکه د ناخالصه کورنیو تولیداتو (GDP) په ډله کې راځي. او ۲ ـ هغه بې مزده او تنخوا نه لرونکی کار چې د تولید له ساحې څخه بهر (غیر SNA) کار دی، لکه کورني کارونه چې په کورنو کې د کورنیو د مصرف لپاره ترسره کېږي. بې تنخوا او بې مزده کار په بېلابېلو بڼو لیدل کېږي او یوازې د یوې کورنۍ داخلي فعالیتونو پورې محدود نه دي. د بې مزده او تنخوا نه لرونکي کار اړوند فعالیتونو نورې بڼې او نور ډولونه د خیریه فعالیتونو په توګه رضاکارانه کار کول او دغه راز د دندې نیولو یوې بڼې په توګه د کار زده کولو په دوره کې بې مزده او وړیا کار کول دي. په زیاتره هېوادونو کې د جنسیتي نابرابرۍ او دغه راز د جنسیتي توپیرونو او نورمونو له امله زیاتره وخت په کور دننه د کورنیو بې مزده او تنخوا نه لرونکي کارونه د ښځو په وسیله ترسره کېږي، چې زیاتره وخت په هغو ښځو کې د لوړ فشار لاملېږي، چې هڅه کوي د خپل دې بې مزده او تنخوا نه لرونکي کار او تنخوا یا حقوق لرونکي مصروفیت تر منځ یې تعادل او توازن وساتي. په وروسته پاتې او بېوزله هېوادونو کې کله وخت دا کار د ماشومانو په وسیله ترسره کېږي.[۱]
د تولید ساحه یا سرحد هغه نوم دی، چې اقتصاد پوهانو هغې خیالي کرښې ته ورکړی، چې د بې مزده او تنخوا نه لرونکي کار (چې په مستقیمه توګه په ناخالصه کورني تولید کې نه محاسبه کېږي) او تنخوا لرونکو کار (چې ناخالصه کورني تولیدات بلل کېږي) تر منځ موجوده ده. د تولید ساحه یا سرحد په برخه کې هغه خدمتونه یا سوداګریز توکي او اقلام شامل دي، چې د نورو تولیدوونکو اړوندو واحدونو ته عرضه او وړاندې کېږي، لکه د هغو توکو یا خدمتونو تولید او وړاندې کول، چې د دې ټاکل شویو اقلامو یا خدمتونو د تولید او وړاندې کولو په بهیر کې مصرف یا کارول شوي دي. په ۲۰۰۱ ز کال کې د OECD نامتو اقتصاد پوه دایا کویل په وینا؛ «د کور یا استوګنیزو برخو خدمتونه د خپله مالکینو په وسیله او دغه راز کورني او شخصي خدمتونه د کورنیو مزدورکارانو په وسیله ترسره او وړاندې کېږي». هغه دا تشریح کړه چې څنګه دیجیټلي انقلاب او د COVID-19 وبا خپرېدو د تولید ساحې یا سرحد په رامنځته کېدو کې بحثونه زیات کړي دي، چې د ګټې اخیستنې «ریښتینی» محصول ارزونه او اندازه کول پکې شامل دي. په میلیونونه ساعته بې مزده او تنخوا نه لرونکی وړیا او داوطلبه کار له هغو وړیا خدمتونو سره مرسته کوي، چې نور د ټولنیزو رسنیو او ویکي پیډیا له لارې یې په نوي موازي اقتصاد کې مصرفوي. دا بې مزده او تنخوا نه لرونکی کار د ډیجیټلي پلټفارمونو اړوند مالکینو ته ریښتینی پولي ارزښت ور په برخه کوي، چې دا برخې یې په خپل ناخالصه کورني تولید کې یې شامل کړي دي، حال دا چې ټول بې مزده او تنخوا نه لرونکي کارونه د تولیدي ساحې یا سرحد په ناسم او غلط ړخ کې دي او له همدې امله د شمېر او حساب وړ نه دي.[۲][۳][۴]
بې مزده او تنخوا نه لرونکی کار
[سمول]د پاملرنې بې مزده کار
[سمول]د «بې مزده یا تنخوا نه لرونکې پاملرنې کار» تر ډېره ورځنیو فعالیتونو لکه ځان جوړونې، خپلو وسایلو بیارغونې، د کورنې اړوندو تخنیکي وسایلو پېرلو، د رخصتیو پلان نیولو، د ماشومانو تفریح او سرګرمۍ، پخلی کولو، مینځلو، نظافت، پاکۍ د شخصي خونې لپاره د وسایلو پېرلو او دغه راز د ماشومانو، مشرانو او معلولانو څخه ساتنې او پاملرنې پورې اړوند وي. د «بې مزده یا تنخوا نه لرونکې پاملرنې کار» اړوند اصطلاحی په لومړي سر کې د کورنۍ غړو ته د پاملرنې اړوند کار ترسره کولو په توګه تعریف کېږي؛ خو دې ټکي ته پام کول ډېر اړین دي، چې د بې مزده او تنخوا نه لرونکي کار SNA یو شمېر نورې بڼې هم شته، چې «تولیدي فعالیتونه» په نښه او د کار بېلابېل ډولونه لکه «د ځان لپاره د خوړو چمتو کول» یا «د اوبو او سون توکو راټولول او مصرفول» پکې شامل دي.[۵]
بیا تولیدوونکی کار
[سمول]سره له دې چې د پاملرنې بې مزده او تنخوا نه لرونکی کار په بشپړه توګه بیولوژیکي نه دی؛ خو تر ډېره یو ډول بیا تولیدوونکی کار دی. دیبرا ساتز په دې باور دی، چې بیا تولیدوونکی کار «یو ډول ځانګړی کار دی، چې باید د بازار اړوندونو قواعدو او نورمونو سره سم چلند و نه لري». دا کار د ماشوم زېږولو، ماشوم روزنې او د ماشومانو او کورنۍ نورو غړو د ساتنې او پالنې اړوند دی. ماشوم راوړل یا د ماشوم زیږون یو داسې عمل دی، چې یوازې هغه څوک یې ترسره کولای شي، چې ښځینه تناسلي اندام لري، له همدې امله دا کار په نه بدلېدونکې توګه یو ښځینه بیولوژیکي شغل او کار جوړېږي او داسې تمه کېږي، چې واده شوې مېرمنې، یوازې یا مجردې میندې یا د کورنۍ نورې ښځینه غړي (لکه خویندې، عمه ګانې، خاله ګانې او داسې نورې...) په خپل شخصي او کورني ژوند کې تولیدي برخې ته د ننوتلو اقتصادي اړتیا سربېره د دې بې مزده او تنخوا نه لرونکي کار اصلي لوبغاړي واوسي. د ماشوم روزنې او پالنې اړوند مزد اخیستونکی کاري ځواک هم د ماشوم د زېږون اړوند کار په برخه او هم د پالنې اړوند کار په برخه کې راځي، له همدې امله د مور په وسیله له شیدو ورکولو وروسته د کورنۍ هر غړی کولای شي دا دنده ترسره کړي.[۶][۷][۸]
مخینه یا تاریخ
[سمول]په کورنیو کې د نارینه وو او ښځینه وو نقشونه د کورنۍ په جنستیي نورمونو او کلتوري ارزښتونو کې ژورې ریښې لري، چې د وخت په تېرېدو سره دا نقشونه د استعمار او امپریالیسم په وسیله تقویه او پیاوړي شوي دي. د بېلګې په توګه لکه څنګه چې په هاوايي کې د پیټریشیا ګریمشاو په څیړنه کې لیدل کېږي: د نوي انګلستان اړوندو مبلغینو د هاوایی اصلي او بومي خلکو ته د خپلو مسیحي ارزښتونو په تبلیغ کولو سره د د امپریالیستانو او استعمارګرانو رول په غاړه واخیست، چې دې خلکو د تبلیغ کوونکو ښځو تر راتلو او راڅرګندېدو مخکې به څو څو مېرمنې لرلې (د لوړې طبقې په اساس به یې اجازه درلوده) او له یو شمېر کورنیو کارونو لکه اتو کولو سره یې هیڅ ستونزه نه درلوده. مسیحي ښځو به په ځانګړې توګه دا خپل مسؤلیت ګڼلو، چې بومي او اصلي ښځو یا مېرمنو ته د ښځینه توب اړوند مفاهیم او مفکورې ور زده کړي، چې په کور کې پاتې کیدل، د کورنۍ پالنه او د خپلو خاوندانو په وړاندې تابع پاتې کیدل په کل شامل دي. له تاریخي پلوه په کور کې د ښځې پاتې کېدل به د یوې ښې مېرمنې او ښې مور شرط او ځانګړنه بلل کېده. په دې توګه له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې د نړیوال کېدو پراختیا د ښځو لپاره ډېر نوي فرصتونه رامنځته کړي، ترڅو د بازار په کار کې برخه واخلي، چې دې مورد په لویوالی کې د هغو اصلي رول یعنې د کور او کورنۍ د پالنې رول یې له ستونزو او ننګونې سره مخ کوي.[۹][۱۰]
د نړیوالتوب یا نړیوال کېدو ودې او پراختیا د ښځو لپاره ډېر فرصتونه رامنځته کړي، ترڅو مزد لرونکو کارونو او شغلونو ته داخل شي؛ خو تر ډېره بیا دوی یې د مزده کار اړوند وخت له مصرف کېدو څخه په بشپړه توګه خلاصې کړي نه دي. هغه ښځې چې په کاري بازار کې ګډون کوي، تر ډېره هغه کارونه ترسره کوي، چې د «اضافي بار» په توګه بلل کېږي، د مزد لرونکي او بې مزده کار تر منځ د تعادل او توازن موندل، یا د ژوند او کار تر منځ تعادل او توازن موندل د ښځو لپاره یوه دایمي مبارزه ده، چې هڅه کوي، ترڅو د ماشومانو د پالنې او لویولو یا د کورنۍ د مشرانو او لویانو د پالنې سربېره د ځان لپاره یو شغل او دنده هم جوړه کړي. ښځې باید تل داسې پرېکړه وکړي، چې وخت او مالي سرچینې یې چېرته مصرف او ځانګړې کړي، چې دا مورد د هغوی د وړتیاوو په پراختیا کې د دوی په وړتیا دلالت او اغېز کوي. په دې توګه دا پرېکړه د هغوی د کورني ژوند په نسبي معیار اغېز کوي، چې د ملي عوایدو د حسابدارۍ اړوندو آمارو په وسیله اندازه ګیري کېږي.[۱۱][۱۲]
د ټولنیزو نورمونو او توقعاتو په اساس د بې مزده یا تنخوا نه لرونکي کار بار او زور په لومړۍ درجه کې د کورنیو د ښځینه غړو په اوږو دی. حتی تر دې چې له مزد یا تنخوا لرونکي کار څخه کور ته تر راستنېدو وروسته که د کورنۍ نارینه غړي په کور کې هم وي، بیا هم تر ډېره لیدل کېږي، چې د کورنۍ ښځینه غړې له کار څخه کور ته تر راستنېدو وورسته د کورنۍ د پالنې اړوند برخې کارونو لویه برخه ترسره کوي او په خپله غاړه یې اخلي.[۱۳]
د کورنیو سنتي او دودیزه لیدلوری دا دی، چې ښځې د کور په کار کې بې مزده دي او د کورنۍ ملاتړ نه لري. په دې توګه د دوه ګونو عاید لرونکو کورنیو یا واده شوي ښځې او خاوند او دغه راز هغه خلک چې په چټکۍ سره بوډا کېږي، د کورنیو مشغولتیاوو یا کارونو سوداګریز کول او د کورنیو پالنه او پاملرنه ناګزیره شوي دی. داسې استدلالونه هم شته چې د کورني بې مزده او تنخوا نه لرونکي کار ارزښت باید تل په پام کې ونیول شي، ترڅو د بې مزده استثمارګرانو مخنیوی وشي او له همدې امله د یو مشروع کار او شغل په توګه وګڼل شي. همدارنګه داسې استدلالونه هم شته، چې باید د کورنیو بې مزده کارګرانو لپاره «د پالنې اړوند لګښت» مرستې په پام کې ونیول شي، ترڅو د هغوی د کار د ارزښت ساتنه وشی.[۱۴]
سرچينې
[سمول]- ↑ Hirway, Indira (March 2015). "Unpaid Work and the Economy: Linkages and Their Implications" (PDF). Indian Journal of Labour Economics. 58 (1): 1–21. doi:10.1007/s41027-015-0010-3. hdl:10419/146966. S2CID 154848656.
- ↑ Coyle, Diane (June 28, 2020). "Why did it take a pandemic to show how much unpaid work women do?". New York Times. بياځلي په April 5, 2022.
- ↑ کينډۍ:Cite conference
- ↑ "OECD Glossary of Statistical Terms - Production boundary Definition". September 25, 2001. بياځلي په April 5, 2022.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Folbre, Nancy (July 2006). "Measuring Care: Gender, Empowerment, and the Care Economy". Journal of Human Development. 7 (2): 183–199. doi:10.1080/14649880600768512. S2CID 17350027.
- ↑ Satz, Debra (1992). "Markets in Women's Reproductive Labor". Philosophy & Public Affairs. 21: 107–131.
- ↑ Olmsted, Jennifer C. "Development and Reproductive Rights: Placing Social Sustainability at the Center of the Agenda." 2016, pp. 1-21.
- ↑ Heilman, Madeline E.; Chen, Julie J. (2005). "Same Behavior, Different Consequences: Reactions to Men's and Women's Altruistic Citizenship Behavior". Journal of Applied Psychology. 90 (3): 431–441. CiteSeerX 10.1.1.522.5035. doi:10.1037/0021-9010.90.3.431. PMID 15910140.
- ↑ Grimshaw, Patricia (1989). New England missionary wives, Hawaiian women, and "The Cult of True Womanhood". pp. 19–44.
{{cite book}}
:|work=
ignored (help) - ↑ Sayer, Liana C. (2005). "Gender, time and inequality: Trends in women's and men's paid work, unpaid work and free time". Social Forces. 84 (1): 285–303. doi:10.1353/sof.2005.0126. S2CID 145197174.
- ↑ Pearson, Ruth (2000). "All change? Men, women and reproductive work in the global economy". The European Journal of Development Research. 12 (2): 219–237. doi:10.1080/09578810008426773. S2CID 153869428.
- ↑ Folbre, Nancy (July 2006). "Measuring Care: Gender, Empowerment, and the Care Economy". Journal of Human Development. 7 (2): 183–199. doi:10.1080/14649880600768512. S2CID 17350027.
- ↑ Hirway, Indira (March 2015). "Unpaid Work and the Economy: Linkages and Their Implications" (PDF). Indian Journal of Labour Economics. 58 (1): 1–21. doi:10.1007/s41027-015-0010-3. hdl:10419/146966. S2CID 154848656.
- ↑ UNIFEM: Progress for the World's Women 2005 (PDF), 2005, pp. 58–73