بېګ بېنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
According to the Big Bang model, the universe expanded from an extremely dense and hot state and continues to expand.

لوی درز (Big Bang) څه ته وايي؟ (اخځ او انځورونه: ناسا)

بیګ بنګ (د بګ بنګ ټکر) په ۱۹۲۷ کې، د جارج لومیتره (Georges Lemaitre) په نامه بلجیکي ستورپوه ته یو فکر ور پیدا شو. هغه دا خبره وکړه چې زموږ کاینات ډېره موده مخکې له یوه کوشني ټکي څخه پیل شوی دی. بیا یې وویل چې کاینات د وخت په تېرېدا غځېدلی او پراخ شوی دی. دومره پراخ شوی لکه نن چې دی – او نور هم پراخېږي. د جارج لومیتره د دې خبرې مطلب دا دی چې زموږ دا لوی کاینات په پیل کې دومره لوی نه وو. خو دا خبره په یاد لرئ چې کاینات یو ډېر لوی ځای دی، او ډېره موده مخکې رامنځته شوی دی. دا دومره لوی کاینات څنگه رامنځته شوی دی؟ د دې پوښتنې لپاره د سم ځواب پیدا کول ستونزمن کار دی. دوه کاله وروسته، د اېډوین هبل (Edwin Hubble) په نامه امریکايي ستورپوه ولیدل چې نور کهکشانونه زموږ څخه لیرې کېږي. یوازې دا نه، بلکې لیرې کهکشانونه تر نږدې کهشانونو لا په گړندیتوب سره لیرې کېږي. نو د دې خبرې مطلب دا شو چې کاینات تر اوسه لا پراختیا مومي، کټ مټ لکه جارج لومیتره چې څنگه فکر کړی وو. که دا خبره ومنو چې کهکشانونه ورځ په ورځ یو له بل څخه لیرې کېږي او غځېږي، نو د دې خبرې مطلب دا دی چې دا کهکشانونه په یوه زمانه کې یو بل ته نږدې ول. موږ چې نن سبا په خپل کاینات کې هر څه لیدلای شو – لکه ستوري، سیارې، لکیورې (comets)، سیاره‌وزمې او داسې نور – دې شیانو په یو وخت کې شتون نه درلود. که یې شتون نه درلود، نو دا ټول شیان له کومه راغلل؟

د کاینات کوشنی پیل[سمول]

کله چې کاینات رامنځته شو، ډېر گرم وو، او د دې گرم کاینات ډېر کوشني توکي له رڼا او انرژي سره گډ شول. کاینات هغه مهال داسې بڼه هم نه لرله لکه نن چې یې وینو. د کاینات له پراخېدا او غځېدا سره سم دا توکي هم ساړه شول. د دې کوشني توکو له یو ځای کېدو څخه اټومونه (atoms) را منځته شول. بیا د هغو اټومونو له یو ځای کېدو څخه لومړني ستوري او کهکشانونه را منځته شول. لومړنیو ستورو ډېر نور اټومونه جوړ کړل، او د دې اټومونو ټولگې مالیکولونه (molecules) وبلل شول – او په لوی سر کې د نورو ستورو د پیدا کېدو لامل شول. هغه مهال به کهکشانونه یو له بل سره یو ځای کېدل او ټکرېدل. کله چې نوي ستوري پیدا کېدل او له منځه تلل، نو هغه مهال سیاره‌وزمې، لکیورې (comets)، سیارې، او تورغارونه (black holes) رامنځته شول! دې کار څومره وخت واخیست؟ ښه، نو اوس په دې خبره پوهېږو چې زموږ کاینات ۱۳،۸ ملیارډ کلن دی. یانې، ۱۳۸۰۰۰۰۰۰۰۰ کلونه پر تېر شوي دي. او دا بیخې اوږد عمر دی.

نوم یې څه دی؟[سمول]

موږ د کاینات د پیل په اړه خبرې اترې وکړې، خو اوس به راشو د دې نامه ته. په دې خاطر چې زموږ کاینات ډېر لوی او پراخ دی – او ډېر لوی شیان کې را منځته شول، نو ځینې خلک یې ځکه لوی درز (big bang) بولي. خو کېدای شي چې "هر لور ته غځېدنگ" یې ښه نوم وي. تاسې څه کې وایاست؟

تړلې لیکنې[سمول]

سرچینې[سمول]