Jump to content

بیوولف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بیوولف د یو نامعلوم لیکوال لخوا لومړنئ پیژندل سوی اروپایي اثر دی. دا اثر په زړه انګلیسي کي لیکل سوی او د انګلو ساکسون ترټولو مشهوره ادبي افسانه ګڼل کیږي. تاریخپوهانو ددې افسانې منځ ته راتګ د 700 او 1000 زیږدیزو کلونو ترمنځ اټکل کړی دی. یاده افسانه چي د نولسمې پیړۍ راهیسي د بیوولف په نامه یاده سوې ده، د بیوولف د اتلولۍ او جګړو کیسه بیانوي، چي د ډنمارک یوه قبیله یې د یوه ویني څیښونکي شیطان څخه آزادول، او ورپسې ددغه شیطان د مور د وژلو لپاره سمندر ته ولاړی. په سمندر کي د شيطاني مور تر وژني وروسته بیوولف د خپلي قبیلې پاچا کیږي، خو په پای کي د ښامار سره په یوه جګړه کي وژل کیږي.

که څه هم د بیوولف افسانه په زړه انګلیسي کي لیکل سوې ده، خو خپله نوموړی د سکینډینیوینیا جنګیالئ دی. د بیولف افسانه د درې زره بندونو په تسلسل کي ترتیب او ټوله د یوه لیکوال لخوا لیکل سوې ده.

له ادبي اړخه بیوولف په 3128 بندونو کي په 8 پیړۍ کي لیکل سوی اثر دی او د لویدیځ سیکسون په ژبه کي یوازینۍ نسخه ده چې په 10 پیړۍ کي ولیکل سوه.