انګلو ساکسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


انګلو ساکسون يوه کلتوري ډله وه، چې د منځنيو پېړيو په لومړيو کې په انګليستان کې مېشت وه. دوی هغو اوسېدونکو ته خپل اصليتونه ولېږدول، چې په پينځمه پېړۍ کې له اصلي اروپا څخه بریتانيې ته راغلل. که څه هم د انګلو ساکسون د توکم پيدايښت په بریتانيا کې وشو او شناخت يې يوازې رالېږدول شوی نه و. د انګلوساکسون اصليت له بېلابېلو جرمني قبيلو څخه د راتلونکو ډلو (په خپله د دوی) او بومي بریتانويانو تر منځ له غبرګونونو څخه راپورته شو. زياتو اصلي وګړو د وخت په تېرېدو سره د انګلو ساکسون کلتور او ژبه خپله کړه او يو شان شول. انګلو ساکسون د انګليستان مفکوره او پاچهي رامنځته کړه، مګر بيا هم معاصره انګليسي ژبه د خپلو ويیوکو له ٪۲۶ څخه يو څه کم د دوی د ژبې پوروړی کېږي، چې په دې کې د هغو ویيوکو ډېره برخه شامل ده چې په نننۍ وينا کې کارول کېږي. [۱]

د انګلو ساکسون دوره په تاريخي ډول بریتانيا کې د نږدې ۴۵۰ او ۱۰۶۶ کلونو تر منځ؛ يعنې د دوی د لومړني هستوګن کېدنې څخه د نورمان تر بري (Norman Conquest) پورې دوره په ګوته کوي. د انګلوساکسون لومړنۍ دوره د shires او hundreds په ګډون د زياتو هغو اړخونو په لرلو سره د انګليسي ملت رامنځته کول رانغاړي، چې اوسمهال پايي يا شته. د دوې دورې پر مهال عيسويت رامنځته شو او ادبيات او ژبه په کې وغوړېدل. منشورونه او قانون هم رامنځته شول. د انګلو ساکسون اصطلاح (Anglo-Saxon) په نامتو ډول هغې ژبې ته کارول کېږي، چې لږ تر لږه د پينځمې پېړۍ له نيمايي څخه د ۱۲ پېړۍ تر نيمايي پورې په انګيستان او سويل ختيځ سکاتلېنډ کې د انګلو ساکسون قبيلې له لورې ويل او ليکل شوې ده. په پوهنيزه کارونه ورته په خورا عام ډول لرغونې يا پخوانۍ انګليسي (Old English) وايي. [۲][۳][۴]

د انګلو ساکسون وګړو تاريخ د يو کلتوري اصليت تاريخ دی. دې د خلکو له لورې د عيسويت د منلو په ملتيا سره له بېلابېلو دلو څخه وده وکړه او د بېلابېلو پاچاهيو د بنسټ ايښودنې بشپړونکې وه. د سکاندناويې د ډنمارکي غلو له پراخه بريدونو او د ختيځ انګلينډ له فوځي نيونې څخه اغېزمن شوی ياد اصليت، يو ځل بيا رامنځته شو او د نورمان تر بري (Norman Conquest) پورې يې واکمني وکړه. د انګلو ساکسون مادي کلتور اوس هم په معمارۍ، د لباس په ډولونو، روښانه متنونو، فلزکارۍ او نورو هنرونو کې ليدل کېدلی شي. د دې کلتوري نښو د نښه ايز طبيت تر شا د قبيلې او ستروالي اړيکو پياوړي عناصر دي. اشرافو ځانونه پاچاهان اعلان کړل، چې burhs يې رامنځته کړل او د انجيل په اصولو کې يې خپلې ونډې او خلک څرګند کړل. د دې هر څه سربېره لکه څرنګه چې هيلينا هميرو (Helena Hamerow) کتلي دي: «د ټبر يا خپلوانو سيمه ايزې او پراخه شوې ډلې د انګلوساکسون په ټوله دوره کې تر توليد پورې اړينې پاتې شوې». يادې اغېزې لا هم دوام لري، ځکه چې د ۲۰۱۵ ز کال يوې څېړنې وموندل چې د برتانوي وګړو جنيټيکي جوړښت د انګلوساکسون نن ورځ د لومړنۍ دورې د قبيلوي سياسي واحدونو وېشنې ښيي. [۵][۶][۷]

د انګلو ساکسون (Anglo-Saxon) اصطلاح کارونه په ۸ پېړۍ کې په لاتين او لويه وچه کې په دې موخه پيل شوه، چې برتانيه کې جرمني ډلې په لويه وچه کې له نورو ډلو (پخوانۍ ساکسوني Old Saxony ډله او شمالي جرمني کې Anglia ډله) څخه بېلې کړي. کترين هيلس (Catherine Hills) په خپله کتنه کې د زياتو معاصرو پوهانو نظريات لنډيز کړي دي، چې د انګلوساکسون پر وړاندې چلند او له دې امله د دوی د کلتور او تاريخ ژباړه «د هر ډول ثبوت په څېر، پر معاصر سياسي او مذهبي ديني پوهې په اړه خورا ځان ژغورونکي دي». [۸][۹]

د لرغونې[سمول]

د لرغونې انګليسي ويی “Angual-Seaxan” له لاتيني Angli-Saxones څخه اخيستل شوی دی او د هغو خلکو نوم شو، چې انګرېز راهب Bede يې نږدې ۷۳۰ کال کې Angli يادوي او برتانوي راهب Gildas يې نږدې ۵۳۰ کې Saxones بولي. انګلو ساکسون هغه اصطلاح ده، چې يوازې په نادر ډول انګلوساکسونيانو په خپله کارولې ده. شونې ده دوی ياده اصطلاح د ængli، Seaxe يا په خورا احتمال سره د يو سيمه ايز او قبيلوي نوم په توګه د Mierce، Cantie، Gewisse، Wetseaxe يا Norphanhymbre په بڼو مشخص کړې وي. له Viking دورې څخه وروسته د انګليستان او سکندناويې يو ګډ اصليت يا هويت په Danelaw کې وده وکړه. [۱۰][۱۱][۱۲]

داسې ښکاري چې د Angli Saxones اصطلاح په لومړي ځل د ۸ پېړۍ په اصلي ليکنه کې کارېدلې وي. د پادري مرستيال پاول (Paul the Deacon) دا اصطلاح له اصلي Saxons څخه (Ealdseaxe، په لفظي ډول «پخواني Saxons») د انګليسي Saxons د بېلولو په موخه کاروي. ياد نوم د همدې له امله برېښي، چې د انګليسي ساکسون “English” Saxon معنا لري. [۱۳]

همدارنګه برېښي چې عيسوي کليسا د Angli ويی کارولی دی. د بېلګې په ډول: د پاپ لومړي ګريګوري (Pope Gregory I) په قيصه او د «انګليسي نه، مګر فرښتې: Non Angli sed angeli» تر سرليک لاندې د نوموړي په يادونه کې. د ænglisc (ژبه) او Angelcynn (خلک) اصطلاحګانې هم د لويديځ سکسون د پاچا الفرد له لورې د «خلکو» په معنا کارېدلې وې، چې په دې کار کې نوموړي د ثابت عمل پېروي کوله. د تنګ نظره سرچينو په منځ کې د اصطلاح لومړۍ کارونه نږدې ۹۲۴ کې Æthelstan لپاره په Angelsaxonum Denorumque gloriosissimus rex (د انګلوساکسون او Danes تر ټولو پرتمين يا شريف پاچا) او rex Angulsexna and Norþhymbra imperator paganorum gubernator Brittanorumque propugnator (د انګلوساکسونانو پاچا او د Northumbrians سترواک، د کافرانو والي او د برتانويانو ساتندوی) عنوانونو کې ده. نوموړي په ځينو نورو وختونو کې د rex Anglorum (د انګرېز پاچا) اصطلاح کاروي، چې په اټکلي ډول د انګلوساکسون او ډېنس (Danes) دواړه معناګانې لري. الفرد Anglosazonum Rex اصطلاح وکاروله. د “Engla cyningc” (د انګرېز پاچا) اصطلاح د Æthelred له لورې کارول شوې ده. د ډنمارک، ناروې او انګليستان پاچا ستر کنيوټ (Cnut the Great) په ۱۰۲۱ ز کال کې لومړنی شخص و، چې د ealles Englalandes (د ټول انګليستان پاچا) اصطلاح په کارونې سره يې د «خلکو» پر ځای «ځمکې» ته وکاروله. دا سرليکونه هغه حس څرګندوي، چې انګلوساکسون وګړي د خدای له لورې د مسحه شوي پاچا په لرلو سره عيسوي خلک وو. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د بریتانوي عامو اصلي ژبو ويونکي د Anglo-Saxons اصطلاح ته د Saxones يا په شوني ډول د Saeson (د Season ويی د معاصرې ويلز ژبې ويی دی، چې انګليسي وګړو ته وايي) په توګه ورګرځي. په Scottish Gaelic کې يې ورته ويی Sasannach  او په ايرلنډي ژبه کې Sasanach دی. کترين هيلس (Catherine Hills) وړانديز کوي، چې دا يوه پېښه نه ده، چې انګرېزان خپل ځانونه د هغو خلکو په توګه د کليسا له لورې د سپېڅلي شوي نوم له مخې يادوي، چې د خدای له لورې غوره شوي دي، په داسې حال کې چې د دوی دښمنان ياد نوم په اصل کې داړه مار يرغلګرو لپاره کاروي. [۲۰][۲۱]

د انګلو ساکسون لومړنی تاريخ (۶۶۰ – ۴۱۰)[سمول]

د انګلوساکسون لومړنۍ دوره د منځنۍ بریتانيې تاريخ رانغاړي، چې د روم واکمنۍ له پای ته رسېدلو څخه پيلېږي. دا هغه دوره ده چې په اروپا کې د کډوالۍ دورې او همدارنګه Volkerwanderung (المان کې «د خلکو کډوالي») په توګه په پراخه ډول پېژندل کېږي. دا له نږدې ۳۷۵ څخه تر ۸۰۰ پورې اروپا کې د ډېرې کډوالۍ موده وه. ياد کډوال له جرمني قبيلو څخه وو. لکه: Goths,  Vandals,  Angles,  Saxons,  Lombards,  Suebi,  Frisii او Franks. دوی وروسته د Huns، Avars، Slavs، Bulgars او Alans له لورې اړ شول، چې لويديځ لور ته ولاړ شي. برتانيې ته په کډوالو کې ښايي Huns او Rugini هم شامل وو. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

تر ۴۰۰ ميلادي کال پورې د روم بریتانيا او د بریتانيا ولايت د لويديځ روم د سترواکۍ يوه بشپړونکې او وده کوونکې برخه وه، چې کله کله د کورنيو سرکښيو يا باندينيو بريدونو له امله ځورېدله. يادې سرکښۍ يا بريدونه په ولايت کې د سترواکۍ د مېشت سرتېرو د لويې ډلې له لورې مات شوي يا بېرته په شا شوي دي. په ۴۱۰ کې که څه هم د سترواکۍ ځواکونو د سترواکۍ په نورو برخو کې له کړکېچونو سره د معاملې کولو په موخه شاتګ کړی دی او د روم برتانويان (Romano-Britons) په هغه ځای کې د ځان ژغورنې په موخه پرېښودل شول، چې د پينځمې پېړۍ له رومي څخه وروسته (post-Roman) يا فرعي رومي “sub-Roman” ورته وايي. [۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Williams, Joseph M. (1986). Origins of the English Language: A Social and Linguistic History. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-02-934470-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Higham, Nicholas J., and Martin J. Ryan. The Anglo-Saxon World. Yale University Press, 2013.
  3. Higham, Nicholas J., and Martin J. Ryan. The Anglo-Saxon World. Yale University Press, 2013. p. 7
  4. Richard M. Hogg, ed. The Cambridge History of the English Language: Vol 1: the Beginnings to 1066 (1992)
  5. Higham, Nicholas J., and Martin J. Ryan. The Anglo-Saxon World. Yale University Press, 2013. pp. 7–19
  6. Hamerow, Helena. Rural Settlements and Society in Anglo-Saxon England. Oxford University Press, 2012. p166
  7. Sarah Knapton (په 18 March 2015 باندې). Britons still live in Anglo-Saxon tribal kingdoms, Oxford University finds. Daily Telegraph.کينډۍ:Cbignore
  8. Hills, Catherine. Origins of the English. Duckworth Pub, 2003. p. 21
  9. کينډۍ:Harvcolnb"The Anglo-Saxon World"
  10. Richter, Michael. "Bede's Angli: Angles or English?." Peritia 3.1 (1984): 99–114.
  11. Two Lives of Gildas by a Monk of Ruys, and Caradoc of Llancarfan. تُرجم بواسطة Williams, Hugh. Felinfach: Llanerch. 1990 [1899]. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 0947992456. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Holman, Katherine (2007). The Northern Conquest: Vikings in Britain and Ireland. Signal Books. د کتاب پاڼې 187. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781904955344. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. McKitterick, Rosamond. "Paul the Deacon and the Franks." Early Medieval Europe 8.3 (1999): 319–339.
  14. Hills, Catherine. Origins of the English. Duckworth Pub, 2003: 14
  15. The complete sentence was Non Angli, sed angeli, si forent Christiani. "They are not Angles, but angels, if they were Christian", see p. 117 of Zuckermann, Ghil'ad (2003), Language Contact and Lexical Enrichment in Israeli Hebrew. Palgrave Macmillan. کينډۍ:ISBN / کينډۍ:ISBN [۱]
  16. Timofeeva, Olga. "Of ledenum bocum to engliscum gereorde." Communities of Practice in the History of English 235 (2013): 201.
  17. "The Acts and Monuments Online". www.johnfoxe.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جنوري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Gates, Jay Paul. "Ealles Englalandes Cyningc: Cnut's Territorial Kingship and Wulfstan's Paronomastic Play."
  19. Sawyer, Peter H. 1978. From Roman Britain to Norman England. New York: St. Martin's Press: 167
  20. Ellis, Steven G. A View of the Irish Language: Language and History in Ireland from the Middle Ages to the Present.
  21. Hills, Catherine. Origins of the English. Duckworth Pub, 2003: 15
  22. Bury, J. B., The Invasion of Europe by the Barbarians, Norton Library, 1967.
  23. John Hines, Karen Høilund Nielsen, Frank Siegmund, The Pace of Change: Studies in Early-Medieval Chronology, Oxbow Books, 1999, p. 93, کينډۍ:ISBN
  24. Campbell, James (1986). Essays in Anglo-Saxon history. London: Hambledon Press. OCLC 458534293. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-907628-32-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Definition of "Völkerwanderung" – Collins English Dictionary". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. P. Salway, Roman Britain (Oxford, Oxford University Press, 1981), pp. 295–311, 318, 322, 349, 356, 380, 401–405