بیولوژيکي تجزیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بیولوژيکي تجزیه د باکتریا او فنجي په څېر مایکرو ارګانېزمونو له‌خوا د عضوي موادو ماتولو او تجزیې ته ویل کېږي. په ټولیز ډول دا یوه طبیعي پروسه ګڼل کېږي چې له همدې امله له کمپوسټ سره توپير لري. کمپوسټ هغه پروسه ده چې انسان یې مخ ته وړي او بیولوژيکي تجزیه د ځینو خاصو شرایطو له مخې په کې رامنځته کېږي.[۱]

د بیولوژيکي تجزیې پروسه درې ډوله ده: لومړی یو جسم تر بیولوژيکي وروستوالي لاندې راځي چې په دې کې یې میخانیکي جوړښت کمزوری کېږي؛ بیا د بیولوژيکي ټوټې کېدنې پړاو راځي چې په دې کې مواد د مایکرو ارګانېزمونو له‌خوا ټوټې کېږي؛ او وروستی د جذب پړاو دی چې په دې پړاو کې زاړه مواد په نویو حجرو کې ځای پر ځای کېږي.

نږدې ټول کیمیاوي مرکبات او مواد له بیولوژيکي پلوه تجزیه کېږي او مهم عنصر یې وخت دی. د سبزیجاتو په څېر شیان ښايي په څو ورځو کې تخریب یا تجزیه شي، خو د شیشو او ځینو پلاستیکونو د تجزیې لپاره بیا زرګونه کاله وخت ته اړتیا ده. د بیولوژيکي تجزیې لپاره د اروپایی اتحادیې له‌خوا کارول شوی معیار دا دی چې څه باندې ۹۰ سلنه لومړني یا اصلي مواد باید د ۶ میاشتو په اوږدو کې د بیولوژیکي پروسو له لارې پر کاربن ډای اکسایډ، اوبو او منرالونو بدل شي.

میکانیزمونه[سمول]

د بیولوژيکي تجزیې پروسه په درېیو پړاوونو وېشل کېدای شي: بیولوژيکي وروستوالی، بیولوژيکي ټوټه کېدنه، او جذب. بیولوژيکي وروستوالی کله ناکله د سطحي کچې تخریب بلل کېږي چې د موادو میخانیکي، فزیکي او کیمیاوي خصوصیات بدلوي. دا پړاو هغه وخت پیلېږي چې مواد په بېروني چاپېریال کې له غیر ژوندیو فکټورونو سره مخ شي او د موادو د جوړښت له کمزوري کېدو سره د لا ډېر تخریب زمینه برابره شي. میخانیکي انقباض یا فشار، رڼا، تودوخه او په چاپیریال کې موجود کیمیاوي توکي ځینې هغه غیر ژوندي عوامل دي چې پر دغو لومړنيو بدلونونو اغېزه کوي. په داسې حال کې چې بیولوژيکي وروستوالی عموما د بیولوژيکي تجزیې د لومړي پړاو په توګه پېښېږي، خو کله ناکله داسې هم کېدای شي چې له بیولوژيکي ټوټه کېدنې سره په هم‌مهاله ډول پېښ شي.[۲][۳][۴][۵]

د پولیمر د بیولوژيکي ټوټه کېدنې پروسه یوه لیټیک پروسه ده. په دې پروسه کې د پولیمر د ننه رابطې ماتېږي او په خپل ځای کې اولیګومیرونه او مونویمرونه تولیدوي. د دغو موادو د ټوټې کولو پړاوونه په سیستم کې د اکسیجن د موجودیت له مخې توپیر لري. د اکسیجن په موجودیت کې د مایکرو ارګانېزمونو له‌خوا د موادو تجزیې ته هوازي هضم وايي او د اکسیجن په نه موجودیت کې دې تجزیې ته غیر هوازي هضم وايي. د دغو پروسو تر منځ اصلي توپیر دا دی چې غیر هوازي تعاملات میتان تولیدوي، په داسې حال کې چې هوازي تعاملات یې نه تولیدوي (دغه دواړه تعاملات کاربن ډای اکسایډ، اوبه، ځینې پاتې شوني او نوي نباتي مواد تولیدوي). هوازي هضم معمولاً د غیر هوازي هضم په پرتله ډېر چټک پېښېږي، په داسې حال کې چې غیر هوازي هضم په ښه ډول د موادو حجم او وزن کموي. د اضافه موادو د حجم او وزن په کمولو کې د غیر هوازي جذب یا هضم وړتیا او د طبیعي ګاز تولید ته په کتو سره د غیر هوازي هضم ټکنالوژي په پراخه کچه د کثافاتو د مدیریت د سیستمونو او د محلي او نوې کېدونکې انرژۍ د سرچینې په توګه کارول کېږي.[۶][۷][۸]

د جذب په پړاو کې د بیولوژيکي ټوټه کېدنې له پروسې څخه ترلاسه شوي محصولات په میکروبي حجرو کې مدغمېږي. له ټوټه کولو څخه ترلاسه شوي ځینې محصولات په اسانۍ سره د پردې یا غشا د لېږدوونکو په مرسته د حجرو داخل ته لېږدول کېږي. نور محصولات لا هم باید د حاصلاتو لپاره د بیولوژيکي بدلون تر تعاملاتو لاندې وي تر څو هغه محصولات تولید شي چې حجرو ته لېږدول کېدای شي. حجرو ته تر ننوتو وروسته محصولات کتبولیک لارو ته ننوځي چې د اډېنوزین ټرای فاسفېټ یا د حجرو د جوړښت د عناصرو د تولید لامل کېږي.[۹]

هغه عوامل چې د بیولوژيکي تجزیې پر سرعت اغېز کوي[سمول]

نږدې ټول کیمیاوي مرکبات او مواد د بیولوژيکي تجزیې په پروسه کې ښکېل دي. له دې سره سره، د دغه ډول پروسو اهمیت په نسبي سرعتونو لکه ورځو، اونیو، کلونو او پېړیو کې دی. ځينې فکتورونه د هغو عضوي مرکباتو د تخریب سرعت معلوموي چې رامنځته کېږي. په دغو فکټورونو کې رڼا، اوبه، اکسیجن او تودوخه شامل دي. د اکثرو عضوي مرکباتو د تخریب سرعت د بیولوژيکي لاسرسي له امله محدودېږي، موخه یې هغه سرعت دی چې یوه ماده په سیستم کې جذبېږي یا د فیزیولوژيکي فعالیت ځای ته لاسرسی پیدا کوي، ځکه مخکې له دې چې ارګانېزمونه یې تخریب کړای شي، باید په محلول کې ازاده شي. د بیولوژيکي تجزیې سرعت په څو لارو اندازه کېدای شي. د هوازي میکروبونو لپاره د تنفس سنجۍ ټېسټونه یا ازمېښتونه کارولی شو. لومړی د جامدو کثافاتو یوه نمونه په یوه داسې لوښي کې ږدو چې مایکرو ارګانېزمونه او خاورې په کې وي او بیا مخلوط ته هوا ورکوو. د څو ورځو په جریان کې مایکرو ارګانېزمونه دا نمونه ذره ذره هضموي او کاربن ډای اکسایډ تولیدوي – ترلاسه شوی کاربن ډای اکسایډ د تخریب د شاخص په توګه کار کوي. د بیولوژيکي تجزیې وړتیا د غیر هوازي میکروبونو او د میتان د هغې اندازې په مرسته هم اندازه کولی شو چې دا میکروبونه یې تولیدوي.[۱۰][۱۱][۱۲]

چاپېریالي او ټولنیزې اغېزې[سمول]

د ناقانونه کثافاتو له خښولو څخه رامنځته شوې پلاستیکي ککړتیا د وحشي حیواناتو روغتیا ته ګواښونه پېښوي. حیوانات تر ډېره د پلاسیتک او خوړو تر منځ په توپیر کې تېر وځي او په پایله کې یې د کولمو د ګډوډۍ لامل کېږي. هغه کیمیاوي مواد چې تجزیه یې ټکنۍ ده، لکه پولي کلورینېټېډ بایفینایل، نونایل فینول او هغه حشره وژونکي چې په پلاستیکونو کې هم موندل کېږي، ښايي په چاپېریال کې خپاره شي او وحشي حیوانات یې وخوري.[۱۳]

دا کیمیاوي مواد د انسان په روغتیا کې هم رول لري، ځکه چې د ککړو خوراکي توکو مصرف (په هغو پروسو کې چې د بایو میګنیفیکیشن او بایو اکومولیشن په نامه یادېږي) له سرطانونو، عصبي ګډوډیو، هورموني بدلون او دې ته ورته موضوعاتو سره تړاو لري. په دې وروستیو کې د بایو میګنیفیکیشن یوه مشهوره بېلګه چې پر روغتیا اغېزه کوي، په کب کې د سیمابو د خطرناکې لوړې کچې زیاتېدل دي چې ښايي د انسانانو پر جنسي هورمونونو اغېز وکړي.[۱۴][۱۵][۱۶]

په ټکني ډول د تخریبېدونکو پلاستیکونو، وینځونکو موادو، فلزاتو او د انسان له‌خوا د رامنځته شویو نورو ککړوونکو موادو د زیانونو د جبران لپاره اقتصادي لګښتونه پر یوه اندېښمنوونکې موضوع بدل شوي دي. په ځانګړې توګه د سمندري کثافاتو اندازه او کتنه ستونزمنه ده. د نړیوالې سوداګرۍ د انستېتیوت څېړونکي اټکل کوي چې د پاکولو د طرحو لګښت (په ځانګړې توګه په سمندري ایکوسیستمونو کې) په کال کې نږدې دیارلس ملیارد ډالره دی. اصلي اندېښنه له سمندري چاپېریال څخه سرچینه اخلي او تر ټولو لویې هڅې په سمندر کې د کثافاتو پر پاکولو متمرکزې دي. په ۲۰۱۷ کې په ارام سمندر کې د مکسیکو په اندازه د کثافاتو ډېران وموندل شو. اټکل کېږي چې دا ډېران تر یو میلیون مربع مایلونو لوړه اندازه لري. په داسې حال کې چې ډېران د کثافاتو ډېر څرګند مثالونه لري (پلاستیکي بوتلونه، قوطي او کڅوړې)، خو د کوچنيو مایکروپلاستیکونو پاکول یې کابو ناشوني دي. نېشنل جیوګرافیک راپور ورکوي چې حتا ډېر نه تجزیه کېدونکي توکي هم زیان‌منونکو چاپېریالونو ته لار پیدا کوي چې په کال کې نږدې دېرش میلیونه ټوټې کېږي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Focht DD. "Biodegradation". AccessScience. doi:10.1036/1097-8542.422025. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lucas N, Bienaime C, Belloy C, Queneudec M, Silvestre F, Nava-Saucedo JE (September 2008). "Polymer biodegradation: mechanisms and estimation techniques". Chemosphere. 73 (4): 429–42. Bibcode:2008Chmsp..73..429L. doi:10.1016/j.chemosphere.2008.06.064. PMID 18723204. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Muller, Rolf-Joachim (2005). "Biodegradability of Polymers: Regulations and Methods for Testing" (PDF). In Steinbüchel, Alexander (المحرر). Biopolymers. Wiley-VCH. doi:10.1002/3527600035.bpola012. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-527-30290-1. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hueck, Hans (January 1966). "The biodeterioration of materials as part of hylobiology". Material und Organismen. 1: 5–34 – عبر ISSN 00255270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Allsopp, Dennis (2004). Introduction to Biodeterioration. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780511617065. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Aerobic and Anaerobic Biodegradation" (PDF). Fundamentals of Aerobic & Anaerobic Biodegradation Process. Polimernet Plastik San. Tic. Ltd. Şti. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Van der Zee, Maarten (2011). "Analytical Methods for Monitoring Biodegradation Processes of Environmentally Degradable Polymers". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Klinkner, Blake Anthony (2014). "Anaerobic Digestion as a Renewable Energy Source and Waste Management Technology: What Must be Done for this Technology to Realize Success in the United States?". University of Massachusetts Law Review. 9: 68–96. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lucas N, Bienaime C, Belloy C, Queneudec M, Silvestre F, Nava-Saucedo JE (September 2008). "Polymer biodegradation: mechanisms and estimation techniques". Chemosphere. 73 (4): 429–42. Bibcode:2008Chmsp..73..429L. doi:10.1016/j.chemosphere.2008.06.064. PMID 18723204. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Haider T, Völker C, Kramm J, Landfester K, Wurm FR (July 2018). "Plastics of the future? The impact of biodegradable polymers on the environment and on society". Angewandte Chemie International Edition in English. 58 (1): 50–62. doi:10.1002/anie.201805766. PMID 29972726. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Definition of BIOAVAILABILITY". www.merriam-webster.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Jessop, Andy (2015-09-16). "How is biodegradability measured?". Commercial Waste. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Webb, Hayden; Arnott, Jaimys; Crawford, Russell; Ivanova, Elena; Webb, Hayden K.; Arnott, Jaimys; Crawford, Russell J.; Ivanova, Elena P. (2012-12-28). "Plastic Degradation and Its Environmental Implications with Special Reference to Poly(ethylene terephthalate)". Polymers. 5 (1): 1–18. doi:10.3390/polym5010001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kelly BC, Ikonomou MG, Blair JD, Morin AE, Gobas FA (July 2007). "Food web-specific biomagnification of persistent organic pollutants". Science. 317 (5835): 236–9. Bibcode:2007Sci...317..236K. doi:10.1126/science.1138275. PMID 17626882. S2CID 52835862. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Passos CJ, Mergler D (2008). "Human mercury exposure and adverse health effects in the Amazon: a review". Cadernos de Saude Publica. 24 Suppl 4: s503–20. doi:10.1590/s0102-311x2008001600004. PMID 18797727. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Rana SV (July 2014). "Perspectives in endocrine toxicity of heavy metals--a review". Biological Trace Element Research. 160 (1): 1–14. doi:10.1007/s12011-014-0023-7. PMID 24898714. S2CID 18562345. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Newman, Stephanie; Watkins, Emma; Farmer, Andrew; Brink, Patrick ten; Schweitzer, Jean-Pierre (2015). "The Economics of Marine Litter". Marine Anthropogenic Litter. Springer International Publishing. د کتاب پاڼي 367–394. doi:10.1007/978-3-319-16510-3_14. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-16509-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 2 July 2018 باندې). Counting the cost of plastic pollution. World Finance.
  19. Rochman CM, Cook AM, Koelmans AA (July 2016). "Plastic debris and policy: Using current scientific understanding to invoke positive change". Environmental Toxicology and Chemistry. 35 (7): 1617–26. doi:10.1002/etc.3408. PMID 27331654. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 2017-07-25 باندې). Plastic Garbage Patch Bigger Than Mexico Found in Pacific. National Geographic.