بکټریا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بکتريا اناتومي او د هغوي مارفولوژي بکتريا يو واحدالحجروي ژوندي موجود دي چي د ژوندانه صفتونه پکي ليدل کيږي. کله چي يوجسم ته ژوندي وايونو لاندي صفتونه بايد ولري. بايد د توا لد او تناسل ( Reproduction ) اوصاف ولري.

  1. د خپل ميتابوليزم ( Metabolism ) او د انرژي د پيدا کيدو لپاره د غذا د اخستلو او هضمولو قدرت ولري.
  2. د ميتابوليزم اضافي مواد د خپل بدن څخه د ايستلو قدرت ولري.
  3. په خپل محيط کي ( Enviromental ) خپل بقا لپاره د لازمو بدلونونو وړتيا ولري.
  4. د ميوتيشن ( Mutation ) د پاره مستعد وي.
  5. په مايکروبيولوژي کي ارگانيزم هغه ژوندي جسم ته ويل کيږي چي د ژوند په وروستي سرحد کي واقع شوي وي. د ويرسونو په باره کي قوي نظريات موجود دي چي ځيني علماء ورته ژوندي او ځيني ورته د ژوند ي گمان نه کوي.

د بکتريا سلول د عالي حيواناتو د سلول سره يو قسم نه دي. ستاسي د پوهيدلو لپاره د مثال په ډول د دواړو سلولونو يو، يو رسم وړاندي کوو. د ژوند د تعريف په باره کي د ساينس د رنگ انکشاف سره سم هميشه مشکلات پيدا کيږي. ځيني علماء يو ډول او ځيني يي بل ډول تعريف کوي. په عمومي صورت سره پورتني تعريف د ډيرو علماؤ په نزد مفيد نظريات ښکاري. Cell wall Developing cross wal cytoplasm ديوي بکتري حجري شکل Flagella Nuclear body Fim BRIAE Plamamembrane Capsule

» د بکتريا مورفولوژي »[سمول]

د مورفولوژي لغت معني شکل او ظاهري جوړښت دي. پدي فصل کي مونږ د شکل ، حجروي جوړښت او د بکترياو جوړښت څخه بحث کوي. بکتريا په دري لويو ډلو ويشل کيږي. ١ – کوکسئ Cocci : لرونکي د کروي شکل دي. ٢ – بسيلي Bacilli : لرونکي د استوانه يي يا ميله ډوله شکل دي. ٣ – فنري ډوله Spiral Form : لرونکي د منحني يا فنري شکل دي.

اول – کوکسئ Cocci :[سمول]

دا نوم د جمع دي او مفرد نوم يي کوکس Coccus دي. دا بکتريا په مختلفو ترتيبونو سره ليدل کيږي د مثال په ډول په واحد شکل سره ، په جوړه يي شکل او يا د اوږده زنځير په شکل هم ليدل کيږي. د دي بکتريا ځيني کوچني گروپونه په لاندي ډول شرح کوو.

  • Strepto Cocci : دا بکتريا په زنځيري شکل ليدل کيږي چي Strepto د زنځير معني لري.
  • Diplo Cocci : دا بکتريا په جوړه اي شکل سره ليدل کيږي. Diplo د دوه چند معني لري.
  • Staphyllo Cocci : دا بکتريا د يوي ټولني په شکل ليدل کيږي

او په عمومي شکل د انگورو وږي په شان شکل لرې. DiploCoccus Strepto Coccus Gaffky m Staphyllo Coccus Sarcina Vibrio Baccilli Spirilum Spirall Spiro Chete Diplo Bacilli

د بکترياو مختلف ډولونه او شکلونه :[سمول]

دوهم – بسيلي Bacilli :[سمول]

دا ډول بکتريا ميله ډوله شکل لري ځيني د سگريټ په شان او ځيني د گوگردو لرگي په شان شکل لري او ځيني بيضوي شکل لري چي دا د Cocco bacilli په نوم ياديږي. ځيني يي زنځيري شکل لري چي د Strepto bacilli په نوم ياديږي او ځيني جوړه اي شکل لري چي diplo bacilli په نوم ياديږي.

دريم – فنري شکله بکتريا Spiral form :[سمول]

دا بکتريا فنري ډوله مختلف شکلونه لري او په لاندي ډول توضيح کيږي. الف –Vibrio : دا بکتريا د ( ، ) کامه ډوله شکل لري چي ځيني يي د (S ) شکل هم لري. ب – Spirilla : مفرد يي Spirillum دي او حقيقي فنري شکل لري. ج – s Spirochete : دا بکتريا هم فنر ډوله شکل لري لاکن د فنري ډوله بکتريا سره د هغو د ارتجاعي بدن د لرلو له امله سره توپير لري پدي معني چي خپل بدن ته يوي خوا او بلي خوا ته حرکت ورکولاي شي.

»د بکتريا د حجرو جوړښټ »[سمول]

د بکتريا حجره د حيواني حجرو په شان جوړښت لري. چي هر يو يي ځانگړي دندي لري په عمومي ډول دا جوړښتونه په لاندي ډول تشريح کيږي

»قمچينونه Flagella »[سمول]

عبارت د يوي اوږدي رشتي څخه دي چي قطر يي 100 m M ته رسيږي. دا قمچينونه يا په حجره کي دننه او يا د حجروي جدار له پاسه قرارلري او لرونکي د M 70 – 1 اوږدوالي لري. لاکن په عادي ډول M 35 – 15 پوري اوږدوالي لري. په ژوندي حجره کي استوانه يي شکل لري، په غير حيه حجره کي په موجي شکل ليدل کيږي. د ويښتانو تار په اندازه نري دي او د حرکي عضوي په حيث استعماليږي. په مختلفو بکترياو کي د قمچينونو شمير توپير لري. همدارنگه د قمچينونو موقعيت هم د بکتريا په حجره کي توپير لري لکه هغه بکتريا چي لرونکي د يوه قمچين دي دا اعضاوي لرونکي د حجري په قطبي برخو کي قرار لري دي. هغه بکترياوي چي د دوه څخه زيات قمچينونه ولري نو د حجري په مختلفو برخو کي يې قمچينونه واقع دي. هغه بکترياوي چي په خپل يو قطب کي يو دانه قمچين ولري Mono trichous او هغه چي قمچين د حجري په يوه خوا کي دوه او يا زيات ولري Lopho ticous. او هغه چي د حجري په دواړو خواو کي د دوه څخه زيات قمچينونه ولري د amphi tricous. او هغه بکتريا چي 12 – 8 دانو پوري قمچينونه د حجري په مختلفو برخو کي ولري د Peri tricous په نوم ياديږي.

Mono trichous amphi trichous Lopho trichous

Peri trichous

کيمياوي تجزيه ښودلي ده چي د بکترياو قمچينونه د يو ډول پروتيني موادو څخه جوړ شويدي چي د Flagelline په نوم ياديږي. دا ډول پروتين د هغو پروتينونو سره چي د حيواناتو عضلاتي انساج يي جوړ کړيدي يو شان او مشابه دي. قمچينونه په عمومي ډول د بسيلي او فنري ډوله بکترياو کي موجود دي. هغه بکترياوي چي قمچين ولري حقيقي حرکت لري او هغه چي قمچين نه لري حقيقي حرکت نه لري. نو لدي امله حقيقي حرکت د هغه حرکت څخه بروني حرکت Browni an movmet په نوم ياديږي توپيرلري بروني حرکت د مايع ماليکولونو د بمبارد پواسطه د هغه ژوندي جسم له پاسه چي په هغه کي موجود دي صورت نيسي او په پاي کي داسي په نظر راځي چي ژوندي جسم لرونکي د حرکت دي پداسي حال کي ژوندي جسم حقيقي حرکت نه لري نو د مايع د اهتزازي حرکتونو سره چي د هغه په مسير کي او د ماليکولونو نور خط السير په اثر د هغه په جريان کې قرار لري.

»د بکتريا تکثر Reproduction »[سمول]

حقيقي بکترياوي واحدالحجروي ارگانيزمونه دي چي د ساده عمل او يا Binary Fission عمل پواسطه د يوه سلول څخه دوه سلولونه منځته راځي. د تکثر په عمليه کي د يوه بکتريا سلول حجم تقريباً دوه چنده کيږي او بيا په مساوي صورت په دوه برخو ويشل کيږي او دوه حجري منځته راځي. د يوه نوي ارگانيزم د پيدا کيدو څخه وروسته دفعتاً نوي سلول د خپل مور نه جلا کيږي او يا دا چي د زنځير او د نورو مختلفو شکلونو يو د بل سره نښلي. د ښو شرايطو لاندي ارگانيزمونه په چټکي سره تکثر کوي چي په هر يو نيمه گړي کي ځيني بکتريا يو ځل تکثر کوي پدي صورت کي لږ وخت کي ميليونونه ارگانيزمونه منځته راځي. کچيري يو بکتريا په هرو شلو دقيقو کي يو ځل تکثر وکړي. پس د ٢٤ گړيو څخه وروسته 1 x 10 چنده کيږي. دلته ځيني مهم سوالونه منځته راځي چي ولي يو سلول دوه سلوله کيږي. دا سوالونه په لنډه توگه داسي طرح کوو. ١ – څه شي سبب کيږي چي يو سلول د منځ څخه په مساوي صورت دوه ځايه کيږي؟ ٢ – کوم شي د دوه نوي حجرو پروتوپلازم کنترولوي. دا پوښتني يواځي په بکترياو کي نه پيدا کيږي بلکه په عالي حيواناتو او نباتاتو کي هم موجودې دي چي تر اوسه واضح ځواب يي معلوم نه دي. ځيني پوهان نظريه څرگندوي چي د سلول پروتوپلازم مقدار يوه اندازه لري که چيري د هغه اندازي څخه زيات شي د يوه سلول څخه دوه سلولونه جوړيږي. يعني ځيني خواص د پلار او ځيني خواص د مور نه نوي پيدا شوي حجره کي منځته راځي. تجربو ثابته کړيده چي دوه قسمه بکتريا چي ځيني اوصاف يي سره مخالف وي يو ځاي په مناسب محيط کي کلچر شي ځيني بکتري منځته راځي چي د دواړو قسمونو اوصاف په يوه ارگانيزم کي ليدل کيږي، دا عمل په بکتريا کي Conjugation نوميږي. دا موضوع په مشرح ډول د وراثت يا جنيتيک په مبحث کي توضيح شوي وي يو ډول تکثر په ځيني بکتريا لکه Actinio myeces کي ليدل کيږي. يعني په سلول کي د يو ډول تار په شان (Filament ) جوړه وي چي وروسته دا فلامنت په متعددو نورماله حجرو بدليږي. سربيره پردي ځيني بکترياو د budding پواسطه هم تکثر کوي چي پدي طريقه کي د مور حجري څخه نوي پنډک منځته راځي. کله چي د پنډک نسل په کافي اندازه غټ شي د مور حجري څخه جلا کيږي او د نوي سلول په صورت ژوندون پيل کوي.

»د بکترياو د تکثر وخت »[سمول]

مخکي مو وويل چي بکترياوي Binary Fission پواسطه د يوه سلول څخه دوه سلولونه منځته راولي يعني د يوي حجري څخه ٢ ، ٤ ، ٨ ، ١٦ او نور همداسي تکثرکوي. هغه موده کي چي دوه سلولونه منځته راځي د Generation time په نوم ياديږي. ټول بکترياوي يو ډول جنريشن وخت نه لري ځيني زيات او ځيني لنډي وي. د مثال په ډول F. Coli د 15 – 20 دقيقو پوري جنريشن وخت لري. يو شمير نوري بکترياوي شته دي چي دهغوي جنريشن وخت تر څو گړي پوري رسيږي. د جنريشن تعداد او د جنريشن وخت معلومولو لپاره دا لاندي فورمولونه استعماليږي. د جنريشن تعداد لپاره N = log b – log B فورمول او د جنريشن وخت لپاره Q = t فورمولونو څخه استفاده کيږي. د پورتني فورمولونو د پوهيدو لپاره لاندي معلوماتونه ضروري دي. B# د بکتريا اولني تعداد. b # د بکتريا اخرني تعداد. t # د وخت اندازه چي د تکثر لپاره ايښودل شويدي. G # د جنريشن وخت. n # د جنريشن تعداد. Log #- د يوه عدد لاگ د لس په اساس Ontheba 10. ستاسو د معلوماتو لپاره يو خلص جدول چي د مختلفو بکترياو د جنريشن وخت ښئيي وړاندي کيږي. کله چي په وجود کي داخل او ټول د ژوندانه شرايط ورته مساعد شي تکثر پيل کيږي. ځيني ارگانيزمونه په لنډه موده کي خپل اختصاصي مرض علامه ښيئي او ځيني يي تر ډيره مودي پوري د مرض علامه ښودلي نه شي. دا موضوع مستقيماً تر يوي اندازي پوري د جنريشن وخت سره ارتباط لري ، ځيني نور عوامل وجود لري چي د ناروغي پدي برخه کي ډير اهميت لري چي وروسته هغو څخه څيړنه کيږي. د دي جدول په لوستلوسره د يوشمير بکتريا د جنريشن وخت مونږ ته ښيئي.

»د جنريشن وخت په مختلفو بکترياو کي »[سمول]

د بکتري نوم محيط د حرارت درجه په سانتي گريډ د جنريشن وخت په دقيقه کي Bacillus mycoides Bacillus thermo philus Escherechia Coli Escherechia Myco bacterium tuberculose Staphylo coccus aureus Strepto coccus lactis Strepto coccus lactis Treponema palidum برات برات برات شيد و مصنوعي برات فرکتوز برات شيدو دشيوي خصي ٣٧ ٥٥ ٣٧ ٣٧ ٣٧ ٣٧ ٣٧ ٣٧ ٣٧ ٢٨ ٣ ، ١٨ ١٧ ١٢.٥ ٧٩٢ ، ٩٣٢ ٢٧ – ٣٠ ٤٨ ٢٦ ١٩٨٠

« د بکتريا د تکثر گراف »[سمول]

کله چي بکتريا په يوه مساعد محيط کي زرع شي دفعتاً په تکثر پيل نه کوي. د بکتريا تکثر او د هغه اندازه په مختلفو شرايطو کي فرق کوي. د محيط حرارت ، د غذايي موادو اندازه ، د محيط PH (پي ، ايچ) د بکتريا د تکثر اندازي ته ډير تاثير اچوي او د تکثر اندازي ته محدوديت پيښوي. د بکتريا د تکثر اندازه په عمومي ډول د گراف پواسطه ښودل کيږي چي په لاندي ډول دلته ښودل شويدي.

Broth *:دا محيط د زيمنه، ښوره ډوله محيط څخه عبارت دي (پښتوقاموس) ليگ (LAG ) مرحله : پدي مرحله کي بکتريا تکثر نه کوي declining لاکن تر يوه وخت پوري زرع حجرات ډير فعال او د خپل عادي حجم څخه ډير غټيږي. امکان لري چي پدي مرحله کي ځيني انزايمونه چي د سريع تکثر لپاره ضروري دي جوړ کاندي او ځاي د پراخه تکثر لپاره چمتو کړي. همدارنگه بکتريا د خپل محيط سره ځاي موافق کوي او د دي مرحلي په وروستي برخه کي بکتريا په غير منظم ډول په تکثر شروع کوي. د لاگ مرحله ( Log ) : پدي مرحله کي هره حجره په منظم ډول د جنريشن وخت په تناسب تکثر کوي يعني په هر معين وخت کي د يوي بکتري څخه دوه حجري منځته راځي. پدي مرحله کي دا لاندي خواصونه په بکتريا کي ليدل کيږي. ١ – بکتريا د کيموتراپي په مقابل کي ډير حساسيت لري. ٢ – ميوتيشن پدي مرحله کي ډير واقع کيږي ٣ – د بکتريا مارفولوژي پدي مرحله کي يو قسم وي.

« د بکتريا غذايي مواد »[سمول]

بکتريا يو ژوندي موجود دي چي د ژونديو اجسامو سره د غذايي موادو له لحاظه ورته والي لري. که څه هم ځيني بکتريا په خپل منځ کي سره نږدي او ځيني سره توپير لري ځيني يي تر متنوع شرايطو لاندي ژوند کولي شي لاکن ځيني يي په يو خاص محيط کي ژوند کوي. او يا داچي تر اوسه پوري هيڅ يو لابراتواري محيط ورته هم پيدا شوي نه دي چي په عمومي صورت يو زيات شمير بکترياو په مناسب لابراتواري محيط کي کشف شويدي. د مثال په ډول اپي کولاي ارگانيزمونه په متنوع شرايطوکې شنه کيږي. پداسي حال کي چي گونوکاکس gono coccus په معينو شرايطو کي زرع کيږي او يا ژوندي حجرات د دي د کلچر لپاره ضرور دي. بکتريا د هغو ژونديو اجسامو څخه دي چي په خپل منځ کي د تغذيي له رويه يو د بل سره توپير لري. يو قسم ارگانيزم د يوه شرايطو لاندي ژوند کوي او بل يي مختلف د ژوندانه شرايطو ته اړه لري. دا لاندي تشريح پدي برخه کي رڼا اچوي. ١ – ټول ژوندي ارگانيزمونه د انرژي منبع ته ضرورت لري، هغه ارگانيزمونه چي د لمر رڼا د انرژي منبع په حيث د خپل استفادي لاندي راولي د Photo troph ويل کيږي. هغه ارگانيزمونه چي د کيمياوي موادو څخه ( شحم ، کاربوهايدريت ، هايدرو کاربن ) د انرژي د منبع په حيث استفاده کوي Chemo troph ويل کيږي. ٢ – بکتريا کاربن ته اړتيا لري ځيني کاربن د کاربن داي اکسايد په حالت د استفادي لاندي راولي او دا ډول بکتريا ته Auto troph ويل کيږي. هغه بکتريا چي کاربن د عضوي مرکب په حالت د استفادي لاندي راولي د Hetero troph په نوم ياديږي. ٣ – نايتروجن يو ضروري عنصر دي چي ارگانيزمونه يي په دوه ډوله اخيستلاي شي : الف – ځيني ارگانيزمونه د ازادي هوا څخه نايتروجن اخلي او بيا يي د عضوي مرکب په شکل بدلوي. د مثال په ډول رايزوبيم rhizobium ارگانيزمونه ذکرکوو ب – اکثره ارگانيزمونه نايتروجن د مرکب په صورت مخصوصاً د پروتين څخه د خپل وجود د استفادي لپاره اخلي. ځيني ارگانيزمونه دي چي نايتروجن د مالگي په ډول لکه پوتاشيم نايتريت (KNO3 ) په شکل د خپلي استفادي لاندي راولي. امينواسيد په خپل ترکيب کي نايتروجن لري چي د سلول په ترميمولو کي مهمه برخه اخلي. ژوندي سلول يوه اندازه نايتروجن د تخريب شوو موادو څخه د ضايعات په صورت د خپل ځان څخه خارجوي او بايد دا ضايعات د باندينيو منابعيو څخه ترميم شي. انسان او حيوان د پروتين او امينواسيد په صورت کي اخلي. لاکن شخوند وهونکي حيوانات او ځيني نورو حيواناتو کي استثنات وجود لري که څه هم شخوند وهونکي حيوانات بکتريا لري چي يو يا په امينواسيد بدلوي او بيا دا امينواسيد د حيوان هاضمي جهاز پواسطه په وينه کي جذبيږي.

« د بکتريا ميتابوليزم Bacterial metabolism »=[سمول]

ميتابوليزم عبارت د يو شمير کيمياوي تعامل څخه دي چي د سلول د ژودانه د فعاليتونو لپاره ضروري دي. دا ډول کيمياوي تعامل د يوه قسم مغلق سيستم پواسطه په سلول کي منځته راځي پدي عمل کي د انرژي توليدول يواساسي مقصد دي. دا انرژي د ميتابوليزم په سيستم کي استعماليږي ځيني بکتريا موجود دي چي خپله د انرژي منبع ( سبستريت ) د غير عضوي موادو څخه لاسته راوړي چي دي ډول بکترياو ته لتوتروف (lithotroph ) ارگانيزمونه ويل کيږي. همدارنگه يو بل ډول ارگانيزمونه وجود لري چي انرژي د عضوي موادو څخه اخلي. دا قسم ارگانيزمونو ته ارگانوتروف ( Organo throph ) وايي. Photosynthesis : کله چي رڼا ( د انرژي منبع ) د بکتريا د ميتابوليزم د سرته رسولو لپاره استعمال شي د فوتو سنتيسز عمل په نوم ياديږي. اکثره بکتريا ارگانوزوف دي. Chemosynthesis : کله چي د انرژي منبع د بکتريا لپاره يو کيمياوي مواد وي دا ډول عمل ته کيموسنتيسز ويل کيږي. Anabolism : کله چي انرژي د بکتريا په سلول کي د نوو موادو په جوړولو مصرف شي دا عمل ته انابوليزم وايي. Catabolism : کله چي انرژي د سلول د وجود څخه ضايع شي، يا په بل عبارت کيمياوي مواد د سلول په وجود کي تجزيه شي دي عمل ته کتابوليزم ويل کيږي. د انابوليزم او کتابوليزم مجموعي عملونو ته ميتابوليزم ويل کيږي. رڼا د بکترياو پواسطه جذبيږ انرژي کيمياوي موادو اکسيديشن د مخصوصوباندونوپواسطه ذخيره کيږي

  • تجزيه کيدل
  • کتابوليزم
  • انابوليزم