بيټالکټمېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پېنيسيلين (پورته) اوسيفلوسپورين (ښکته) اصلي جوړښت. β-لکټام کړۍ په سور رنگ په نښه شوې.
ښي لور ته ايشېريشيا کولي باکټريا د دوه بيټالکټام انټيبيوتيکونو سره حساس دي، او دا باکټريا په نيم-دايروي سيمه کې چې د انټيبيوټيکو لخوا چاپېره شوي، وده نشي کولی. اې کولي باکټريا کيڼ لور ته د بيټالکټام انټيبيوتيکونو په وړاندې مقاوم دي او د يوه انتيبيوتيک تر څنگ په اسانۍ سره وده کوي (لاندې) کوم چې په لږو انتيبيوتيکو چاپېره شوی(سر کې).

بيټالکټمېز (په انگرېزي: Beta-lactamase) يا بيټالکټمېزونه هغه اېنزايمونه دي چې د ځينو باکټرياگانو لخوا جوړېږي همدا اېنزايم د بيټالکټام انتيبيوتيکونو لکه پېنيسيلين، سيفامايسين او کارباپينيم په وړاندې مقاوم دي (ايرټاپينيم) (سيفلوسپورين په نسبي ډول د بيټالکټمېز په وړاندې مقاوم دي). دا انټيبيوټيکونه په خپل ماليکيولي جوړښت کې يو عام عنصر لري: هغه د څلورو اتومونو يوه کړۍ ده چې د بيټالکټام په نامه يادېږي. د لکټمېز اېنزايم همدا کړۍ ماتوي، او په همدې توگه دا ماليکيول خپل باکټريا ضد خاصيت له لاسه بايلي.

بيټالکټام انټيبيوتيکونه د پراخې ساحې گرام-مثبت او گرام-منفي باکټرياگانو په درملنه کې کارېږي.