بوړاپ غیر فعال څارونکی سیستم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بوړاپ غیر فعال څارونکی سیستم

بوړاپ غیر فعال څارونکی سیستم (په چیکي:‌BORAP BO jový RA diolokační P átrač یا KRTP - 96) یو برېښنايي څارونکی غونډال دی چې د هوا، سمندر او مځکنيو ټاکونکو موخو د څارولو، تعقیبولو او پېژندلو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. نوموړي سیستم کولای شي د ویرا غیر فعال څارونکی سیستم سره همکاري وکړي. بوړاپ غیر فعال څارونکی سیستم یوازې د چېک پوځ په لاس کې دی. [۱] بوړاپ غیر فعال څارونکی سیستم په ۹۰ زېږديزو کلونو کې د چېک په جمهوریت کی د ټېسلا پارډوبيڅې (په چیکي:‌Tesla Pardubice) په شرکت کې طرح شو او د چېک پوځ د دغه برېښنايي سیستم څخه په رسمي ډول د ۱۹۹۹ ز. کال څخه راهیسې کار اخلي. [۲]

توصیف[سمول]

بوړاپ غیر فعال څارونکی سیستم د دؤو آنتنونو او دؤو مرکزونو څخه جوړ شوی دی چې د الوتکو رادارونه، دهواپېژندنې رادارونه، آی اېف اېف سیستم او د تاکتیک د هوایي چلوونکي سیستم وڅاري.د بوړاپ هر تمځای د آنتن او برېښنایی مرکز څخه جوړ شوی چې د 4x4 د ټاټرا ۸۱۵ پر شاسی باندې نسب شوي دي. د هغو انتنونو په منځ کی باید د ۷۰ کیلومتره واټن واوسی او څارونکي واټن یې ۴۵۰ – ۵۰۰ کیلومتره دی. نوموړی څارونکی سیستم کولای شي ۲۰۰ موخيزې نښې وڅاري. د فريکونسۍ پوښښ يې ١-١٨ کيلوهتزه دى، که څه هم جوړوونکي له ٠.٥ څخه تر ٤٠ کيلوهرتزه پورې لا غوره وړتيا وړاندې کوي. په معمول ډول د ٥٠٠ کيلوهرتزو په پوښښ سره د کتنې کرښه محدوده وي.[۳]


دا هم وگورئ[سمول]

سرچینې[سمول]

  1. http://fanda.nova.cz/clanek/military/tamara-vera-a-dalsi-unikatni-ceske-lokatory.html
  2. http://forum.valka.cz/viewtopic.php/t/30102
  3. http://www.army.cz/scripts/detail.php?id=5401