بورقه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بورقه يا چادري

بورقه يا چادري بورۍ ته ورته د ښځو د سر نه تر پښو پورې د پوښلو يو کالی دی چې د سترگو پر ځای جالی لري او نور ټول بدن پکې پټېږي. دا کالی د عربانو او فارسيانو لخوا په افغانستان کې دود شوی. عربان دې کالي ته برقع او پارسيان يې چادري بولي. د پښتنو په تاريخ کې هېچا بورقه نه اغوستله او د بورقې پر ځای به ښځو د ستر او حجاب لپاره لوی څادر اغوسته چې د هغوی د سر وېښتان او نيمه پورته تنه پکې پټه وه. خو د جهاد په وخت کې چې د بېلابېلو عربي هېوادونو سخت دريزه خلک د جهاد لپاره راغلل نو د ځان سره يې دغه نوی کلتور هم راوړ چې هغوی به په خپلو ښځو بورقې وراغوستلې او نورو افغانانو ته يې هم د داسې کالي د اسلامي فرايضو له ډلې شمېرل. تر څو داسې وخت راغی چې دا کالی په افغانستان کې دود شو او د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د ښځو لپاره يو حتمي کالی و. پښتانه اوس هم دې کالي ته خپل نوم نه لري او په عربي نوم بورقه يا چادري يې پېژني، او دا پخپله د هغه حقيقت ثبوت دی چې پښتنو ښځې څادرونه اغوستل او بورقې يې نه اچولې.