بنگالي پړانگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Panthera tigris tigris
بنگالي پړانگ
مملکه ژوی
شاخه شمزۍ لرونکي ژوي
طایفه تی لرونکي ځناوران
ډله د اړونکي ځناوران
تیره پړانگان

بنگالي پړانگ (په لاتين: Panthera tigris tigris) د پړانگانو څخه تر ټولو مشهور او متعدد د پړانگ ډول دي چی په هندوستان، بنگله دېش، نيپال، بوتان او ميانمار کی په جنگل کی تر سيندونو نژدې ژوند کوي. بنگالي پړانگ په دی سیمو کی تر ټولو لوی او خطرناک داړونکی ځناور بلل کېږي. په اوس وخت کی (۲۰۱۴) په نړۍ کی تقريبا ۴۵۰۰ بنگالي پړانگان ژوند کوي. ښکارغلی (ښکارځای) يي ۵۰ کیلومتره مربع ده.

توصيف[سمول]

بنگالي پړانگ گوښه گير ځناور دي چی په ځانگړي ډول په شپه کی ښکار کوي. نوموړي پړانگ جوران، گاوميشان، بيزوگان او سویان خوړوي خو دغه پړانگ تمساحان، ليوه گان او گيدړې ښکار کولای سی. د بنگالی پړانگ اوږدوالي ۲ – ۳ متر دي وزن یی ۳۰۰ کيلوگرامو ته رسېدلای سی. د پړانگ ښځينه هر کال ۲ – ۳ ځوانک درلودلای سی.