بنو سلیم (قبیله)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بنو سليم د عدناني قيس عربو یوه قبيله ده چي په حجاز کي اوسېدل او اوس هم هلته مېشته ده. ددې قبیلي زياتره برخو يې ليبيا او تونس ته هجرت کړی او ځينې يې د بني حارث بن بطه بن سليم له څانګې څخه اوس هم په خپلو اصلي کورونو کې پاته سوي دي. د مکې او مدینې تر منځ په حجاز کي او په ځانګړې توګه د الکامل په ولایت، وادي ستاره ، وادي صیح، وادي قدید، حرت بني سلیم او له مکې څخه مدینې ته د پیغمبر د هجرت په لاره کي دوی میشت دي او د خپلو نیکونو له لاري د رسول الله صلی الله علیه وسلم ماماګان کیږي.

بنو سليم د مکې د فتحې په ورځ له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يوځاى سول او د هغوى بيرغ ته د نورو قومونو د بيرغونو په پرتله لومړيتوب ورکړل سو.