بند امیر
بند امير د افغانستان په مرکز کې د هندوکش د غرونو واورې چې ويلي کېږي نو د کلکو تيږو په توږلو اوبو ته لاره وباسي. د ميلينونو کالو په اوږدو کې د اوبو مالگې چې کېلشيم کاربونېټ نومېږي د اوبو چاپېره دېوالونه جوړ کړي دي. اوس د هغو دېوالونو په منځ کې اوبه په پينځو لويو کاسو کې راټول دي چې “بند امير” نوميږي. د رڼو نيلا اوبو دا پينځه جهيلونه (ډنډونه) د سمندر نه درې زره ميټر(متره) لوړ دي او افغانستان ته تلونکې هر بهرنې غواړي چې يو وارې يې وگوري. د باميانو د ښار نه ۷۵ کلوميټر شمال لوېديځ کې بند امير د يکاولنگ په ولسوالۍ کې د طبعي ښکلا او د جوړښت يوه بې څارې بېلگه ده. ځاي خلکو دې ډنډونو ته نومونه ورکړي دي او د هر يو سره يوه کيسه هم تړلې ده. د “امير” نوم د اسلام د څلورم خليفه حضرت علي او د ده د ميړانې او سخاوت يوه نښه ده. د دې ډنډونو اوبه ټول کال يخې وي او ښايي ډېر منرالونه لري چې يوه چينه د “شفا” نوم لري او خلک يې اوبه د ځينو ناروغيو درمل گڼي. ورسره يو زيارت هم جوړ دې چې حضرت علي ته منسوب دې. د بند امیر لوی جهیل ( بند) ذوالفقار نومیږي، چې څلور ميله کې پروت دی او ۲۹۰۰ ( ميټر) متره ژور دی. د دې سره جوخت او لږ ورښکته تر ټولو وړوکې ” بند پنير” ۱۵۰ ميټر اوږد دې. د هغې نه ښکته “بند هېبت” ۲ ميله اوږد او ۵۰۰ ميټر پلن دې. د بند هېبت نه چې کومې اوبه ۳۰ ميټر ښکته را توېږي ، د هغې نه يو بل جهيل جوړ شوې دې چې ” بند قمبر ” نوميږي. پينځم جهيل بيا نور هم ښکته او د داېرې په شکل کې يې نيم کلوميټر زمکه نيولې ده. دا ” بند غلامان” نوميږي. د دې جهيلونو په منځ کې لږې اوبه ډنډ شوي دي او پکې ځنگلي پودينه راشنه شوې ده. دا ” بند پودينه” نوميږي او په تېرو شلو کالو کې يې دا نوم خلکو ورته ورکړې دې خو په اصل کې بند امير هم هغه د پينځو کاسو نوم دې. - See more at: http://www.safiahaleem.com/?p=1931#sthash.61uioK4I.dpuf