بنجامين ډيزرايلي
بنجامين ډيزرايلي | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | لندن [۲] |
تابعیت | د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
لاسليک | |
سمول |
بنجامين ډيزايلي (Benjamin Disraeli, 1st Earl of Beaconsfield KG PC FRS) چې د ۱۸۰۴ز د ډسمبر له ۲۱ مې نه د ۱۸۸۱ز د اپریل تر ۱۹ مې يې ژوند وکړ، يو بریتانوي سياستوال او محافظه کار سياستپوه و چې دوه ځلې يې د انګليستان د لومړي وزير په توګه خدمت وکړ. نوموړي د معاصر محافظه کار ګوند په جوړولو کې د دې ګوند د کړنلارو په راپېژندلو او پراختيا کې مرکزي ونډه ولوبوله. د ډيزرايلي په اړه په نړيوالو چارو کې د هغه د اغېزناک غږ، د ليبرال ګوند د مشر ويليم ايوارت ګلېډسټون په ملتيا د هغه د سياسي مبارزو او د نوموړي د يوه ملت محافظه کار اصالت (one-nation conservatism) یا محافظه کار ديموکراسي (Tory democracy) له امله يادونه کېږي. هغه د بریتانوي سترواکۍ په لوړتيا او ځواک سره د محافظه کارانو ګوند خورا مشهور کړ. ډيزرايلي هغه يوازينی بریتانوي لومړی وزير دی، چې د يهودو زېږون (له يهودي مور او پلار نه زېږېدلی دی). نوموړی ان د لومړي وزير په توګه د دندې تر څنګ يو ناول ليکونکی او د افسانوي کارونو خپروونکی و.
ډيزرايلي په (Bloomsbury) کې چې وروسته د (Middlesex) [منځني جنس] يوه برخه شوه، زېږېدلی دی. د هغه پلار په خپله کنيسه کې له يوې شخړې وروسته يهوديت پرېښود. بنجامين په ۱۲ کلنۍ کې د انګليس کليسا غړی شو. له څو نابريالۍ هڅو نه وروسته په ۱۸۳۷ ز کې د عوامو مجلس ته لاره پيداکړه. په ۱۸۴۶ ز کې د وخت لومړي وزير (Sir Robert Peel) په خپل وړانديز باندې د (Corn Laws) د له منځه وړلو په موخه ګوند ووېشه، چې د لغوه کولو له مخې يې پر واردېدونکو غلو دانو باندې تعرفه بندول راونغاړل. ډيزرايلي د عوامو په مجلس کې له Peel سره نښته (مخالفت) وکړ. نوموړی د ګوند يو ستر شخص شو. کله چې د ګوند مشر (Lord Derby) په ۱۸۵۰ او ۱۸۶۰ ز لسيزو کې د درېيم ځل لپاره کابينه جوړه کړه، ډيزرايلي په کې د دولتي خزانې د مشر او د ولسي جرګې د مشر په توګه خدمت وکړ.
په ۱۸۶۸ ز کې د (Derby) له تقاعد نه وروسته بنجامين د همغه کال د عمومي ټاکنو له بايلنې نه لږه موده مخکې لومړی وزير شو. هغه د ۱۸۷۴ ز عمومي ټاکنو کې د ګوند د سترې بریا له رهبري کوولو نه مخکې، بېرته اپوزيسيون (مخالف ګوند) ته وروګرځېد. له ملکه ويکټوريا سره يې نږدې ملګرتيا وساتله، چې په ۱۸۷۶ز کې يې هغه د (Beaconsfield) د کنت رتبې ته پورته کړ. د ډيزرايلي دويمه دوره د (Eastern Question) له مخې اداره کېدله، چې دا د عثماني سترواکۍ ورو ويجاړېدنه او د نورو اروپايي ځواکونو، لکه روسيې هيله وه، چې په خپل لګښت کې تر لاسه شي. بنجامين په مصر کې د سويس کانال کمپنۍ کې د سترې ګټې د پېرلو په موخه د بریتانيې لپاره [اصول او قوانين] تنظيم کړل. په ۱۸۷۸ ز کې د عثماني سترواکۍ په خلاف د روسانو له برياليتوبونو سره مخامخ شو، چې د بریتانيې په ګټه او د روسيې (اوږد مهاله دښمن) په ناخوښۍ يا زيان يې په بالکان هېوادونو کې د سولې راوړلو په موخه د برلين په کانګرس (پارلمان) کې کار وکړ. پر روسانو باندې د دې ديپلوماتيکې (سياسي) بريا له امله ډيزرايلي د اروپا د مشر او لارښود سياستوال په توګه وپېژندل شو.
له دې نه وروسته نړيوالې پېښې، د محافظه کارانو په خلاف مخې ته ولاړې. په افغانستان او سويلي افريقا کې سختو جنګونو د نوموړي عامه ملاتړ کمزوری کړ. هغه د کمزورو حاصلاتو او ارزانه وارد شويو غلو دانو په ځواب کې د (Corn Law) [د جوارو قانون] د بيا تنظيمولو د نه منلو له امله بریتانوي بزګرانو ته په غوصه شو. له ګلېډسټون سره د خبرو کولو د يوې سترې مبارزې په تر سره کولو سره د هغه ليبرالانو د ۱۸۸۰ ز په عمومي ټاکنو کې د ډيزرايلي محافظه کارانو ته ماتې ورکړه. د هغه په وروستيو مياشتو کې ډيزرايلي د هغې په خلاف محافظه کار ګوند رهبري کړ. نوموړي په خپله ټوله مسلکي دوره کې ناولونه هم ليکلي وو، چې په ۱۸۲۶ ز کې پيلېږي او خپل بشپړ ناول (Endymion) يې په ۷۶ کلنۍ کې د نوموړي له مړينې نه لږ وړاندې خپور کړ.
د ژوند لومړني وختونه
[سمول]ډيزرايلي د ۱۸۰۴ ز ډسمبر په ۲۱ د لندن (6 King's Road, Bedford Row, Bloomsbury) کې وزېږېد، چې د ادبي نقاد او تاريخپوه اسحاق ډي ازرايلي (Isaac D'Israeli) او ماريا يانې مريم (née Basevi) دويم بچی او مشر زوی و. ياده کورنۍ نږدې د ايټاليا د (Sephardic) له يهودانو نه وه، چې له ځينو ايټالوي يهودانو او (Ashkenazi origins) رېښو سره سوداګريز شاليد لري. ډيزرايلي وروسته خپلې ريښې يا اصليت رومانتيک (خيال پالونکی) کړ. هغه ادعا کوي، چې د پلار کورنۍ يې د ستر عبراني او (Venetian) له ميراث يا نژاد نه وه. د اسحاق کورنۍ په حقيقت کې له ستر توپير نه وه، بلکې د هغه د مور له اړخه وه، چې هغه په کې هيڅ لېوالتیا نه ښوده. د (Rothschilds) او (Isaac Cardoso) په ګډون ځيني نامتو پلرونه وو. تاريخپوهان د ډيزرايلي کورنۍ د تاريخ ليکنې لپاره د هغه د انګيزو له مخې توپير لري: برنارد ګلاسمېن استدلال کوي چې اراده وه چې هغه ته د انګلينډ د واکمن اشرافو سره د پرتلنې وړ مقام ورکړي؛ سارا برېډفورډ (Sarah Bradford) باور لري :«د هغه د عمومي موضوع (بې خونده يا عادي مضمون) نه خوښول به ډيزرايلي ته اجازه ورنه کړي، چې د منځني پوړ اوسېدلو او ناډراماتيک (لکه دوی چې په ريښتيا وو) په توګه د خپلې زوکړې حقيقتونه ومني. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]
د ډيزرايلي وروڼه او خويندې سارا ( ۱۸۵۹ – ۱۸۰۲ز)، نفټالي (زوکړه او مړينه ۱۸۰۷ز)، رالف (۱۸۹۸ – ۱۸۰۹)ز) او جيمز يا جيم (۱۸۶۸ – ۱۸۱۳ز) و. هغه خپلې ته نږدې او پرې مهربانه و، مګر له خپلو ژوندي پاتې وروڼو نه په يو څه واټن کې و. د هغه د ښوونځي دوره ساده او نيمګړې ده. له نږدې ۶ کلنۍ نه په (Islington) کې د ډيم ښوونځي (dame school) کې يو نارينه هلک و، چې د هغه ژوند ليکونکي وروسته «د هغې ورځو لپاره د خورا لوړ ټولګي رامنځته کېدنه» په توګه تشرېح کړ. دوه کلونه يا لږه ډېره موده وروسته (ريښتينې نېټه نه ده معلومه) په (Blackheath) کې د (Rev John Potticary) د (St Piran) ښوونځي ته د ليليې زده کوونکي په توګه واستول شول. کله چې نوموړی هلته و، کورنيو پېښو يې د زده کړې او ژوند دوره بدله کړه. په ۱۸۱۳ ز کې په (synagogue of Bevis Marks) [د بيويس مارکس له کنيسې] سره په يوې شخړې پسې د ډيزرايلي پلار يهوديت پرېښود او د ۱۸۱۷ ز په جولای او اګسټ کې يې د انګلينډ په کليسا کې يې خپلو څلورو بچيانو ته د تعميد غسل (د نېکمرغۍ غسل) ورکړ. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
اسحاق ډي ايزرايلي هيڅکله دين په جدي ډول په پام کې نه دی نيولی، مګر د (Bevis Marks Synagogue) [بيويس مارکس کنيسې] يو پلوی غړی پاتې شوی دی. د هغه پلار مشر بنجامين يو نامتو او پرهېزګاره شخص و، دا کېدای شي هغه ته د احترام له امله و، چې کله هغه په ۱۸۱۳ ز کې د کنيسه په صلاحيتونو سره ووت، اسحاق پرېنښود. وروسته له هغې جې مشر بنجامين په ۱۸۱۶ کې مړ شو، اسحاق د دويمې شخړې تعقيبوونکې ټولنې يا جماعت په پرېښودلو کې د خپلواکۍ احساس وکړ. د اسحاق ملګري (Sharon Turner) چې يو حقوقي وکيل و، هغه وهڅاوه چې، که څه هم هغه په هوسا ډول په هيڅ رسمي دين پوری ناتړلی پاتې کېدلی شي، مګر د بچيانو لپاره به يې دا ډول پاتې کېدل بې ګټې وي. کله چې بنجامين ته د ۱۲ کلنۍ په عمر د ۱۸۱۷ ز جولای په ۳۱ نېټه د تعميد (نېکمرغۍ) غسل ورکول کېده، ټرنر (Turner) يې د مذهبي (خدايي) پلار په توګه ولاړ و. [۱۳][۱۴]
مسيحيت ته اوښتنې ډيزرايلي ته د دې وړتيا ورکړه، چې په سياست کې د يوه مسلک يا حرفې په اړه فکر وکړي. بریتانيا د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې په ستر ډول د سامې ټولنې ضد نه وه او په ۱۷۷۰ ز کې د (Samson Gideon) د وختونو راهيسې په کې له يهودي کورنيو نه د پارلمان غړي هم وو، مګر د ۱۸۵۸ ز د يهودو هوساينې تر قانون پورې، د پارلمان له غړو نه غوښتل کېدل چې«پر ريښتيني عيسوي ايمان باندې» د ژمنتيا لوړه وکړي، چې لږ تر لږه مسيحي دين ته يوازې په نوم اوښتنې ته يې اړتيا لرله. معلومه نه ده، چې ايا ډيزرايلي د نوم ايښودنې يا تعميد د مراسمو پر مهال پارلماني مسلک ته کومه هيله وښوده يا نه، مګر شک نه شته چې د پلار په پرېکړې يې ژور خواشينی و، چې ولې يې د (Winchester College) ته ونه لېږه. ياد ښوونځي، د انګليستان د يوه غوره دولتي ښوونځي په توګه سياسي اشرافو ته په ثابت ډول ګومارنې چمتو کولې. د هغه دوه کوچني وروڼه هلته استول شوي وو او دا روښانه نه ده، چې اسحاق ډي ايزرايلي ولې غوره وګڼله، چې خپل مشر زوی يوخورا لږ نامتو ښوونځي ته واستوي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118526014 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990001792 — د نشر نېټه: ۲۹ جنوري ۲۰۲۳
- ↑ Wolf, Lucien. 1905. The Disraeli Family, "Transactions of the Jewish Historical Society of England", vol. 5, pp. 202–218. Of these surnames, Shiprut de Gabay, Cardoso, Aboab, and, most likely, Israeli are Sephardic, Basevi is of Ashkenazic origin, while Rieti was originally taken by a family whose ancestors lived in Italy for centuries; see Beider, Alexander. [۱] Pseudo-Sephardic Surnames from Italy. "Avotaynu: The International Review of Jewish Genealogy," vol. XXXIII, Number 3, Fall 2017, pp. 3–8 (see pp. 5–6).
- ↑ Blake (1967), p. 6
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Wolf, Lucien. "The Disraeli Family", The Times, 21 December 1904, p. 12
- ↑ Glassman, p. 32
- ↑ Bradford, p. 1
- ↑ Bradford, p. 6
- ↑ Blake (1967), p. 11
- ↑ Monypenny and Buckle, p. 19
- ↑ Blake (1967), p. 12
- ↑ Blake (1967), p. 11
- ↑ Blake (1967), p. 6
- ↑ Blake (1967), p. 10
- ↑ Bradford, p. 8
- ↑ Richmond and Smith, p. 23
- ↑ Glassman, p. 38