بشير احمد گواښ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بشير گواښ د ١٩٨٢ کال دفرورۍ په څلورمه نېټه د ننگرهار ولايت د گوشتې ولسوالۍ په خويزو(خواجه زى) کلي کې دوکيل صېب حاجي روح الامين بشير په علمي کورنۍ کې زيږيدلى دى. هغه، چې کورنى نوم يې بابک دى، د خپل مور پلار په نهه اولادونو کې پنځم تن دى.

بشير گواښ د شاعرانه فطرت د درلودلو او په خپل کورني غني کتابتون کې د مطالعې له کبله له لومړي سره د ادب او ليکلو سره مينه پيدا کړې وه او دغه مينه به يې په ښوونځي کې د مشاعرو او ادبي ناستو د جوړولو او اوډلو په ترڅ کې په زبات رسوله. که څه هم بشير غوښتل چې خپلې لوړې زده کړې په ژورناليزم او ياهم ادبياتو کې پوره کړي خو د وخت د غوښتنې سره سم يې د غاښونو طب ولوست. نوموړي د خبر او ادب سره اړيکې ماتې نه کړي او د زده کړې پر مهال يې د مشرق مجله چلوله او د سولې او جنگ راپور ورکوونکې نړيوالې ادارې سره يې خبريالي هم کوله. د زده کړو له پوره کولو وروسته هم په ژورناليزم کې پاتې شو. نوموړى که څه هم هيڅکله د رنځيدلو غاښونو درد ته درمل نه شوخو د ژورناليزم په ډگر کې يې د خداى ورکړې وړتيا له برکته د پژواک خبري آژانس او څانگې مجلې له لارې ډېرې ستونزې او ريښتينولۍ راوسپړلي.

بشير گواښ نه يوازې سپين سترگى او زړور ژورناليست دى بلکې يو ډېر خوږ طنز، لنډه کيسه او ناول ليکونکى هم دى. شاعري يې بله هغه وړتيا ده چې خپل دردونه پکې زمونږ مخې ته ږدي، پخپله هم ورته ژاړي او نور هم ژړوي.

د هغه ټوله شاعري د هغه شاوخوا چاپيريال انځوروي.که څه هم بشير هر وخت موسکى او خندان ښکاري خو د مور مرگ او ځينو نورو ناوړه دودونو چې هغه څومره کړولى او دردمن کړى دى، د هغه په شاعرۍ کې يې ليدلى شو، ښايي همدغه درد يې زړه دومره نازکه کړى دى چې په نه خبره مروريږي، ژاړي او غصه کيږي خو هيڅکله کينه په زړه کې نه ساتي.

نوموړى چې د تېرو پنځوو کلونو په شان اوس هم د ژورناليست په توگه دنده ترسره کوي، د ((ستا ياد، زما ملگرى)) سربېره يې څو نورو هنري کتابونه هم چاپ ته سترگې پرلاره دي.هغه اوس د امريکا په متحده ايالاتو کې د فل برايټ سکالرشپ له لارې دژورناليزم په څانگه کې ماسټري کوي.