بشري حقونه په سويلی کوريا کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په سويلي کوريا کې بشري حقونه د کوريا جمهوريت په اساسي قانون کې تدوین شوي او دغه قانون د خپلو اتباعو قانوني حقونه خوندي کوي. د اساسي قانون ترچتر په دې حقونو کې تعديلات او ملي ټول پوښتنې شاملې دي. دغو حقونو په ځانګړی ډول د پوځي دیکتاتوری له ورځو راهیسې پرمختګ کړی چې په ۱۹۴۸ ز کال کې اوسنی جمهوري نظام تاسيس شو چې په هغه کې د ولسمشرۍ او یو مجلسه پارلماني ټاکنو ته لاره هواره شوه.  [۱]

له دویمي نړيوالی جګړې وروسته د جون تر مبارزې (June Struggle) پورې کله چې کوريا د يوحکومت په ډول تأسيس شوه، دغه هېواد استبدادي او مطلقه نظام و او د پوځي دیکتاتورۍ په چوکاټ کې په ډيری سياسي او مدني حقوق ځپل کېدل.

د سويلی کوريا اتباعو په داسې یوه رژيم کې ژوند کولو چې په مسلسله توګه د ساينګمن ري، پارک چونګ هي، چيون ډو هاون او رو ټی وو د یکتاتوري رژيمونو تر واکمنۍ لاندې کنترول او څارل کېدل.

مدنی ازادي په ځانګړی ډول د بيان او ټولنې ازادي په کلکه منع شوي وو اود رژيم مخالفين د شکنجې، زندان، او ژر اعدام له ګواښ سره مخامخ کيدل.[۲]

پاڅونونه لکه جيجيو Jeju uprising پاڅون يې په کلکه وځپل او د جزيرې ۱۰ سلنه وګړي يې له منځه يوړل او ټول وژني لکه د منګيون Mungyeong  ټول وژنه، د بوډو ليګ ټول وژنه د رژيم له خوا ترسره شوې او په پايله کې په توليز ډول تر ۲۰۰،۰۰۰ کسان په کې ووژل شول.

په ۱۹۸۰ ز کال کې، د ګوانګجو Gwangju په ښار کې د خلکو له خوا په عمومي توګه د پوځي قانون د استبدادي رژیم پر ضد لاریونونه وشول چې د پراخ مینجونګ Minjung غورځنګ د یوې برخې وو، د پاڅون د حکومتي سرتیرو له خوا تر ډزو لاندې و نیول شول چې په پایله کې وژنې، جنسي تیري او وهل را منځه شول چې اوس د ګوانګجو پاڅون په نوم یادېږي.[۳][۴][۵]

د سويلی کوريا د د ۱۹۸۷ ز کال ولسمشريزې ټاکنۍ وروسته تر هغی ترسره شوي چې د جون میاشتې مبارزې له خوا مطرح ځینې غوښتنی ومنل شوې او د جون د مبارزی غوښتنو د استبدادي قانون په کمزوري کې یې اساسي او اغېزمن رول ولوبولو.همدارنګه بل دليل يي دا  و چې له دې يو کال وروسته د ۱۹۸۸ زکال د دوبي المپیک لوبو هم پری اثر کړی ؤ چې په سيول کې په لاره اچول کيدې چې په هغه ځای کې چارواکو نه غوښتل د يو بل پاڅون مخنیوی وکړي ځکه چې دوی په دی  کار سره غوښتل څو په نړيواله توګه ځان له محکومولو خلاص کړي او په  ټوليز ډول له بايکاټ سره مخ نشی او وکولای شی چې په دی سره د سويلي کوريا تصوير ښه ښکاره کړي.

يوه لسيزه وروسته د سويلی کوريا د ۱۹۹۷ زکال  ولسمشريزې ټاکنی د کوريا په تاريخ کې لومړنۍ ټاکنۍ وګڼل شوې چې د واکمن ګوند له لوري قدرت بل لوري ته په سوله یيز ډول وسپاري. مخکی له دې پوځي کودتاګانې د واک په لېږد کې معمول وې لکه د ډسمبر دولسمې او بیا د مې میاشتې د اتلسمې کودتا ګانې.[۶]

نن هم هلته، د مشخصو ډلو او کسانو پر وړاندې او همدارنګه د هغو کسانو پر وړاندي چې بیلابېلې سياسي ایډيالوژي لري پر وړاندې یې د پام وړ ښکاره تبعيضي محدوديتونه شته. هغه ډلي چې له ګواښ سره مخ بلل شوې دا دي، له ښځو، همجنسګرايانو، توکمي او قومی لږکيو لکه د جيجو کډوال، د پخوانې شمالی کوريا اتباعو د کډوالو په ګډون، د ځوان ترېنر او روزونکي، همدارنګه هغوی چې په عامه توګه د کين اړخو نظرونه څرګندوي چې کيدای شي د ملي امنيتي جنجالي قانون تر عدلي څار لاندې راشی چې همدې ته ورته قانون به په خوا د زندانی کولو او په پخوانيو سياسی بنديانو باندې پلی کېده.   [۷][۸]

تاریخچه[سمول]

د بشري حقونو منځ ته راتګ د چوسن خاندان Choson Dynasty د روښانتيا غورځنګ سره د اصلاح کوونکو کيم اوک کايون Kim Ok-Kyun ، سو چی پيل So Chae-p'il) او پاک يانګ هايو له دوران تړاوکې بلل کېدی شي. له دې وړاندې، دوديزې سياسي انګېرنې په نيو کنفيوشيزم کې ځای پرځای شوې وې چې په غالب ډول سره يي تمرکز په حکومت او د هغوي حاکميت په پلارني مسؤليت باندې راټول ؤ.په ۱۹ مه  پېړی کې دغه نظرونه بيا د جنسي او ټولنيزې طبقې په مساواتو بدل شول.[۹]

دغه نظریې د جاپان د ښکېلاکي دورې په دوران کې خورې شوې او په ۱۹۱۹ ز کال کې  مدني او سياسي حقونه د کوريايي کډوالو له خوا په ډاګه شول. د کوريا دننه، د حقونو د نظرونو خپرول د تنظیم او احتجاج  د تګلارې لپاره د تجربې لاره هواره کړه.

څرنګه چې د ښکېلاکي قانون او حاکميت لاندې ډېرو کوريايي کډوالو د دوه ګونو معياري او د ناوړې ګټې اخیستنې لکه د جاپانيانو له خوا شکنجه تجربه کړل. له دې امله، د قانوني سيستم رامنځ ته کېدل د کوريايي ملتپالو له لوري تعقيب شول.[۹]

په ۱۹۴۵ ز کال کې د جاپان د قانون واکمنۍ له ازادۍ وروسته، د بشر حقونو پر وړاندې دوه لاملونه يو د شمالي او سویلي برخو وېش او بل د دوی ایډیالوژيکي شخړې خنډ شول. همدارنګه، تر اوسه د جاپاني ښکیلاکي قوانين پر خپل ځای او د اجرا وړ وو. د متحده ايالاتو د سلاکارانو لاسوهنې چې غوښتل يې په سياسی پېښو کې د زور زياتي کارولو مخنیوی وکړي او همدارنګه د قانوني اصلاحاتو د ملاتړ په برخه کې بریالي نه وو. دې شخړو د پارک چيونګ هی په ولسمشری کې دوام وکړ.[۹]

په ۱۹۶۷ ز کال کې د کوریا مرکزی استخباراتو ( KCIA ) د ۳۴ اتباعو په بنديانولو سره د جاسوسۍ یوه برخه جوړه کړه څو د پارک چانګ هی حکومت ټينګ کړی. [۱۰]

د ۱۹۸۰ ز کال د ګوانګجيو ټول وژنې وروسته د ډيموکراسۍ او د پراخو مدنی ازاديو عامه غوښتنه په زياتېدونکې توګه مطرح کېده، يواځې د ۱۹۸۸ ز کال د سيول المپيک لوبو مخکې د ډيموکراسۍ په ملاتړ کړنو کې په پراخه توګه ډيروالی وليدل شو چې په ۱۹۹۲ ز کال کې یې هڅه وکړه څو ازادې ټاکني ترسره کړي او په پايله يې  د بشر حقونو د اوږدې مودې ملاتړې کيم يانګ سام يې قدرت ته ورسولو.

په ۱۹۸۱ ز کال کې د بوريم قضيه کې (Burim Case) هغه بې ګناه کسان وليدل شول چې د يو کتابتون (book club) غړي وو.دوی په خپل سري ډول ونيول شول او ګڼ شمير کسان يې وربړول (وځورول)  څو په درواغو اعتراف وکړي چې دوی د کمونیستي ادبياتو کتابونه لوستل. [۱۱]

د ډيموکراسۍ یو فعال او د نوبل د سولې جايزې ګټوونکی کيم ډې جونګ د ولسمشری په وخت کې او د بشر حقونو پخوانی وکيل روح مو هاين له لوري په سويلي کوريا په سیاست کې بدلون راغی او د بشري حقونو پرمختګ وکړ. د کوریا د بشري حقونو ملي کمېسیون(NHRCK)  د حکومت او د کيم له واکمنۍ رامنځ ته شو.

د هغه د واکمنۍ په دوران کې هغو غیر دولتي بنسټونو (NGO's) ته بودجه ورکړل شوه  چې د بشري حقونو د دفاع په برخه کې یې فعاليت درلود څو د مدنی ټولنې د پرمختګ او پياوړتيا لپاره لاس په کار شي. کله چې د هغه ځای ناستی روح (Roh) د پخواني ولسمشر لار غوره کړه او اصلاحات لکه روڼتيا يې پياوړي کړه، ملت لوړې هيلې لرلې. [۱۲]

په داسې حال کې چې په سياسي ډګر کې د هغه  د تجربې د نشتوالي او همدارنګه فساد د هغه د پلانونو د پلی کيدو مخه ډب کړه.

ورپسې ولسمشرانو لي ماينګ او پارک جيون های د ولسمشرۍ پړاونو کې دې دواړو د سياسی ازاديو او بشري حقونو سکټورونو د مالي ملاتړ په کمولو سره، د رسنيو پر وړاندې  بدنامونکی چلند او د حکومت پر وړاندې د اعتراضونو د ځپل کيدو له لارې د ازادۍ او بشرحقونو ځينې برخې له سقوط سره مخ کړې.

د پارک جمهوري ریاست په دوره کې، ملګرو ملتونو یو څیړونکی ولېږلو څو د ولسمشر پارک پر وړاندې د اعتراضونو او اعدام په اړه د اندېښنو په اړه ارزونه وکړي.[۱۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "International Covenant on Civil and Political Rights". docstore.ohchr.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Park, Chong-Min (1 August 1991). "Authoritarian Rule in South Korea: Political Support and Governmental Performance". Asian Survey. 31 (8): 743–761. doi:10.2307/2645227. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Charles J. Hanley & Hyung-Jin Kim (په 10 July 2010 باندې). Korea bloodbath probe ends; US escapes much blame. San Diego Union Tribune
  4. . Gwangju apology: South Korea sorry for 'rape and torture' by troops. South China Morning Post.
  5. Sallie Yea, "Rewriting Rebellion and Mapping Memory in South Korea: The (Re)presentation of the 1980 Kwangju Uprising through Mangwol-dong Cemetery," Urban Studies, Vol. 39, no. 9, (2002): 1556–1557
  6. Adesnik, A. David, Sunhyuk Kim. "If At First You Don’t Succeed: The Puzzle of South Korea’s Democratic Transition Archived 2011-09-28 at the Wayback Machine.". CDDRL Working Papers. Number 83, July 2008. Retrieved February 5, 2011.
  7. "World Report 2020: Rights Trends in South Korea". Human Rights Watch (په انګلیسي ژبه کي). 2020-01-15. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. 국가보안법 Archived 2014-09-14 at the Wayback Machine., Korea Ministry of Government Legislation Accessed 6 Oct, 2014.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ "South Korea - HUMAN RIGHTS". countrystudies.us. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Park Song-wu. "Seoul Concocted 1967 East Berlin Spy Ring". The Korea Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ فبروري ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Five 'Burim' defendants acquitted 33 years later". Korea JoongAng Daily. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "A Lost Decade for Human Rights in South Korea". KOREA EXPOSÉ (په انګلیسي ژبه کي). 2017-09-10. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Country visit: Republic of Korea (A/HRC/32/36/Add.2)". Former UN Special Rapporteur on the rights to freedom of peaceful assembly and of association (2011-17) (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)