Jump to content

بري ګولډ واټر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بري ګولډ واټر
Barry Goldwater (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Phoenix (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲ جنوري ۱۹۰۹[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۹ مې ۱۹۹۸[۴][۵][۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
stroke (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
ګوند
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
دین
اړين معلومات
جګړه
جوړښت
جایزې

بري موریس ګولډ واټر (زوکړه د ۱۹۰۹ کال د جنوري ۲یمه - مړینه د ۱۹۹۸ کال د مې میاشتې ۲۹مه) یو امریکایی سیاستوال او د متحده ایالاتو د هوایي ځواک افسر و، چې پنځه دورې (۱۹۵۳ – ۱۹۵۶، ۱۹۶۹ - ۱۹۸۷) له ارېزونا څخه د متحده ایالاتو سناتور او په ۱۹۶۴ کال کې د جمهوریت ګوند په استازولۍ ولسمشرۍ ته نوماند و. ګولډواټر هغه سیاستوال دی چې تر ډېره ورته په ۱۹۶۰ لسیزه کې د امریکا د محافظه کار سیاسي غورځنګ د رغونې لپاره د یو سپرغي په توګه امتیاز ورکول کېږي. د متحده ایالاتو د ۱۹۶۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو له لاسه ورکولو سره سره ډېری سیاسي شنونکي او تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه په متحده ایالاتو کې د محافظه کار غورځنګ بنسټ جوړ کړ، ځکه پر جمهوري غوښتونکي ګوند د خلکو د سازمان او د محافظه کارانو تسلط د امریکا په سیاست کې د اوږدمهال لپاره له ګوند سره د خلکو په وفادارۍ کې بنسټيز بدلون رامنځته کړ. چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې يې د ریګان له انقلاب سره مرسته وکړه. هغه همدارنګه د امریکا پر ازادي غوښتونکي غورځنګ د پام وړ اغېز درلود.[۱۰][۱۱]

ګولډواټر په فونېکس کې زېږدلی چې هغه مهال د ارېزونا د خاورې برخه و او هلته یې دخپل لوی کورني پلورنځي په مدیریت کې مرسته وکړه. دویمې نړیوالې جګړې ته د متحده ایالاتو تر دننه کېدو وروسته ګولډواټر د متحده ایالاتو په هوایي ځواک کې د زېرمو یو کمیسیون ترلاسه کړ. د پیلوټ په توګه وروزل شو او په یو نوي رامنځته شوي کنډک کې چې په ټوله نړۍ کې يې جنګي سیمو ته الوتکې او تجهیزات لېږدول د بېړۍ د قومندان په توګه وګومارل شو. ګولډواټر تر جګړې وروسته په ۱۹۴۹ کال کې د فونېکس ښار شورا ته وټاکل شو او په ۱۹۵۲ کال کې يې د ټاکنو له ګټلو سره د متحده ایالاتو سنامجلس/ مشرانو جرګې ته لار ومونده.

ګولډواټر په سنا کې د نیوډيل (د عمومي کاري پروژو یو پرګرام، ژباړن) میراث رد کړ او له محافظه کارائتلاف/ پیوستون سره یې د نیوډيل پیستون پر وړاندې مبارزه وکړه. ګولډواټر همدارنګه په سیاسي مسائلو کې له منځ لارې څخه تر لېبرال پورې د خپل ګوند د غړو په ننګولو کې د یو خپلسري سیاستوال په توګه پېژندل کېده. په فونېکس کې د NAACP  (د رنګین پوستو د پرمختګ لپاره ملي ټولنه) غړی او د توپیریز چلند د له منځه وړلو فعال ملاتړ و. ګولډ واټر د ۱۹۵۷ او ۱۹۶۰ کلونو د مدني حقونو له قوانینو او د متحده ایالاتو د اساسي قانون له ۲۴م تعدیل څخه ملاتړ وکړ. خو هغه یوه پرېکړه چې هغه یې پر نژادي برابرۍ د خپل باور له امله خواشینی کړ په جبري توګه یې د ۱۹۶۴ کال د مدني حقوقو له قانون سره مخالفت وکړ او احساس یې وکړ چې دوه مادې يې په ځانګړي ډول دویمه او اوومه له اساسي قانون سره په ټکر او د فېدارل دولت احتمالي تېری دی. ګولډ واټر په ۱۹۶۴ کال کې یوه لویه ټاکنیزه حوزه جوړه کړه تر څو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو په مقدماتي سیالیو کې بریالی شي. ګولډواټر که څه هم د یو اپیسکوپالین (پورتیستان کلیسا ته منصوبه یوه مذهبي څانګه، ژباړن) په توګه رالوی شو د خپل پلار له طرفه لومړنی یهودی مذهبی نوماند و چې د یو امریکایي ګوند له خوا ولسمشری ته نوماند شو. په پای کې د ګولدواټر پلټ فارم/چارچوکاټ ونه شوی کولی د رایې ورکوونکو ملاتړ ترلاسه کړي او د ۱۹۶۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د فعلي دیموکرات لېډون. بي جانسون له خوا په لوی تاریخي توپیر له ماتې سره مخ شو. ګولډ واټر بېرته په ۱۹۶۹ کال کې سنا ته راوګرځېد او په خارجي سیاست او دفاعي چارو کې متخصص شو. ګولډ واټر  د یو نامتو سیاستوال په توګه پر خپلو اوصولو د ویاړ او ژمنتیا له امله د خپلو همکارانو تر منځ درناوي درلود، په ۱۹۴۷ کال کې يې په بریالۍ توګه له ولسمشر ریچارډ نېکسون څخه د استعفا غوښتنه وکړه ځکه د واټرګېټ د رسوایۍ د پټولو شواهد ډېر شول او استیضاح نږدې وه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ګولډواټر په سنا کې په خپله وروستۍ بانفوذه دوره کې په ۱۹۸۰ کال کې له لږ اختلاف سره په ټاکنو کې بریالی شو. ګولډواټر په ۱۹۸۶ کال کې د ګولډ واټر نیکلز  قانون پر تصویب څار درلود. چې  په مسلم ډول د هغه له اړینو قانوني لاسته راوړنو څخه و چې ملکي ځواک یې په دفاع وزارت کې غښتلی کړ. په ورپسې کال له سنا څخه تقاعد شو او د کنګرې استازی جان مکېن یې ځای ناستی شو، هغه خپل سلف د داسې یو کس په توګه وستایه چې "د جمهوري غوښتونکو ګوند یې له یو ختیځ نخبه پال سازمان څخه د رونالډ ریګان د ​​​​​ټاکنو لپاره په یو مناسب بستر بدل کړ" ګولډواټر په ۱۹۸۰ کال کې کله چې "د ټاکنو لپاره وخت" ویناوالۍ وروسته بیرغ لېږدوونکی و په شدید ډول د رېګان له ټاکنیزو مبارزاتو څخه ملاتړ وکړ. ریګان د ګولډواټر د مخکني مدیریت ډېری اوصول په خپلو ټاکنیزو مبارزاتو کې منعکس کړل. د واشنګټن پوست ستون لیکونکی جورج وېل دې ټکي ته متوجه شو او ویې لیکل: "موږ … چې په ۱۹۶۴ کال کې هغه ته رایې ورکړې، باوري یو چې هغه بریالی شو یوازې د رایو شمېرلو ۱۶ کاله دوام وکړ."

د ټولنیزو او کلتوري مسائلو په اړه د ګولډواټر نظریې د هغه د کار د پای په نږدې کېدو سره په زیاتېدونکي ډول ازادي غوښتونکې شوې. له سنا څخه تر وتلو وروسته د ګولډ واټر نظریې د ازادې غوښتونکو نظریو په توګه تثبیت شوې. هغه په جمهوري غوښتونکي ګوند کې د پېټ رابرټسون او د هغه په څېر نورو کسانو پر پیسې جوړونکې پانګونې نیوکه وکړه … چې له هغه څخه یې د یو مذهبي سازمان د رامنځته کولو هڅه وکړه. د خپل ژمني کال په بهیر کې يې په پوځ کې په ښکاره ډول د خدمت کوونکو هم جنس پالانو، چاپېریال ساتنې، د هم جنس پالانو له حقونو، د ماشوم لرې کولو/سقط له حقوقو او د هم جنسه جوړو لپاره د زوی ولی نیولو له حقوقو څخه ملاتړ وکړ او د ماري جوانا/چرس طبي درمل یې قانوني اعلان کړل.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

لومړنی ژوند او کورنۍ مخینه

[سمول]

ګولډواټر په فونېکس کې زېږېدلی چې هغه مهال د ارېزونا د خاورې یوه برخه وه، د بارون. اېم. ګولډواټر او د هغه د مېرمنې هاتي جوزفین "جوجو" وېلیم زوی و. د پلار کورنۍ یې د ګولډواټر لوی پلورنځی جوړ کړی و چې په فونېکس کې یو لوی او لوکس پلورنځی و. د ګولډ واټر پلرنی نیکه مېشل ګولډ واټر یو پولنډۍ یهودی و چې په ۱۸۲۱ کال کې په کونین کې زېږېدلی و چې هغه مهال د پولنډ د کانګرېس یوه برخه وه. هغه په ۱۸۴۸ کال د انقلابونو په دوام لندن ته مهاجرت وکړ. میشل لندن ته تر رسېدو لږ ځنډ وروسته خپل نوم په انګریزي مایکل ګولډواټر ته واړوه. مایکل د یوې انګرېزې یهودي کورنۍ له لور ساره نتان سره د لندن د یهودانو په لوی عبادت ځای کې واده وکړ. ګولډواټریان وروسته متحده ایالاتو ته کډوال شول لومړی د کالفورینیا او سانفراسیسکو ته ورسېدل او وروسته د ارېزونا په خاوره کې مېشت شول هلته مایکل ګولډواټر یو کوچنی پلورنځی پرانیست چې وروسته یې درېيو زامنو هېنري، بارون او موریس له خوا پراختیا ومونده. موریس ګولډواټر (زوکړه ۱۸۵۲ - مړینه ۱۹۳۹) د ارېزونا سیمه ییز او ایالتي قانون جوړوونکی، د ارېزونا د پرسکاټ ښاروال او وروسته د ارېزونا ایالت د سنا رییس و.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د ګولډواټر پلار یهودی و خو هغه د خپلې مور په باورونو یو سقفۍ/ اپیسکوپال شو چې د پروټسټان مذهب یوه څانګه ده. هاتي وېلیم په نیو انګلنډ کې د مېشتې یهودي کورنۍ اړوند د روډ ټاپو د راجر وېلیم له خدای پالې کورنۍ څخه وه. د ګولډواټر پلار په فېنیکس کې په یوه سقفي کلیسا کې واده وکړ. ګولډواټر په خپل ټول عمر کې يو سقفی پاتې شو که څه هم ځینې وختونه یې په ندرت ځان یهود باله. هغه په داسې حال کې چې تر ډېره یې په کلیسا کې ګډون نه کاوه، داسې څرګندونه وکړه " که چېرې یو نر په مذهبي او اخلاقي لارو عمل وکړي، هغه په واقعي ډول یو مذهبي سړی دی- او دا کلیسا ته د هغو د تګ له شمېر سره څه اړیکه نه لري. د هغه د تره لومړنی زوی جولیوس ګولډ واټر بوداییزم ته مخه کړه او د جوډو شینشو کشیش شو چې د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کې يې له اسیر شویو جاپاني - امریکایانو سره مرسته وکړه.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Stated in: Internet Speculative Fiction Database. Internet Speculative Fiction Database author ID: 121635. Subject named as: Barry Goldwater. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  2. Stated in: Discogs. Discogs artist ID: 892899. Subject named as: Barry Goldwater. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. "Senator Barry Goldwater". لاسرسي‌نېټه ۱ جون ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  5. Stated in: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Barry-Goldwater. Subject named as: Barry Goldwater. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  6. Stated in: SNAC. SNAC ARK ID: w6nc6106. Subject named as: Barry Goldwater. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  7. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  8. سرچينې تړی: https://jamanetwork.com/journals/jamainternalmedicine/article-abstract/568621.
  9. سرچينې تړی: http://crosscut.com/2011/01/11/politics-government/20540/Arizona-Distasteful-political-climate-didnt-breed/.
  10. Internet Accuracy Project, Senator Barry Goldwater Archived November 15, 2018, at the Wayback Machine.. Retrieved September 23, 2010.
  11. Poole, Robert (August–September 1998), "In memoriam: Barry Goldwater", Reason (Obituary), د اصلي آرشيف څخه پر June 28, 2009 باندې منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Menand, Louis (March 19, 2001). "He knew he was right". The New Yorker. خونديځ د اصلي څخه January 9, 2021. لاسرسي‌نېټه August 13, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Williamson, Kevin D. (April 29, 2013). "Desegregation, before Brown". National Review. د اصلي آرشيف څخه پر August 21, 2020 باندې. لاسرسي‌نېټه August 13, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Goldwater's vote against Civil Rights Act of 1964 unfairly branded him a racist". July 19, 2014. خونديځ د اصلي څخه September 24, 2021. لاسرسي‌نېټه September 24, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Kurt F. Stone (2010). The Jews of Capitol Hill: A Compendium of Jewish Congressional Members. Scarecrow Press. مخونه 191. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0810877382. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Evans, Harold; Buckland, Gail; Baker, Kevin (1998). The American Century. Knopf. مخونه 515. د کتاب نړيواله کره شمېره 0679410708. The first major candidate known to be of ethnic Jewish origin, Goldwater used to joke that only half of him could join an exclusive country club. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Murray Friedman (2006). The Neoconservative Revolution: Jewish Intellectuals and the Shaping of Public Policy. Cambridge University Press. مخونه 96–97. Goldwater did not run as a Jew and did not seek the support of other Jews. He did not go out of his way to support Israel, either. On the other hand, he never disavowed his Jewish antecedents. ... Whether Goldwater should be seen as Jewish is an open question. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. White 1965، م. 217.
  19. Linkins, Jason (July 13, 2009). "John McCain: 'Don't Ask Don't Tell' Not A 'Civil Rights Issue'". Huffington Post. خونديځ د اصلي څخه October 28, 2020. لاسرسي‌نېټه January 16, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. The Associated Press (په June 11, 1993 باندې). Goldwater Backs Gay Troops. The New York Times.
  21. "Barry Goldwater on the Military Ban". www.cs.cmu.edu. خونديځ د اصلي څخه April 11, 2022. لاسرسي‌نېټه April 11, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "GOLDWATER CALLS OPPOSITION TO GAYS IN MILITARY 'DUMB'". Deseret News. August 22, 1993. خونديځ د اصلي څخه December 8, 2020. لاسرسي‌نېټه April 11, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "Goldwater blasts GOP on military gays". Tampa Bay Times. خونديځ د اصلي څخه April 11, 2022. لاسرسي‌نېټه April 11, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Marc Lallanilla (April 21, 2013). "6 Surprising Environmentalists". livescience.com. خونديځ د اصلي څخه April 18, 2021. لاسرسي‌نېټه April 11, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Farber, Daniel A. (2017). "The Conservative as Environmentalist: From Goldwater and the Early Reagan to the 21st Century". SSRN Electronic Journal. doi:10.2139/ssrn.2919633. ISSN 1556-5068. خونديځ د اصلي څخه June 19, 2022. لاسرسي‌نېټه April 11, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. (په July 28, 1994 باندې). Barry Goldwater's Left Turn.
  27. "Who's better on gay rights, Mitt Romney or Barry Goldwater?". Baltimore Sun. خونديځ د اصلي څخه April 11, 2022. لاسرسي‌نېټه April 11, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Goldwater on Gay Rights". www.latimes.com. July 28, 1994. خونديځ د اصلي څخه April 11, 2022. لاسرسي‌نېټه April 11, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. (په June 11, 1993 باندې). Goldater Backs Lifting Gay Ban. Los Angeles Times.
  30. Reuters (August 7, 1992). "Goldwater Opposes GOP on Abortion". Los Angeles Times. خونديځ د اصلي څخه August 6, 2019. لاسرسي‌نېټه January 16, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Roth, Bennett (April 13, 2011). "Planned Parenthood Once Had GOP Pals". Roll Call. خونديځ د اصلي څخه January 6, 2021. لاسرسي‌نېټه January 16, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. "Sexuality and Family in the Political Spotlight". Los Angeles Times (په انګليسي ). August 4, 2000. لاسرسي‌نېټه June 22, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "COLUMN ONE : Pariahs in Their Own Party : Gay and lesbian Republicans are dismayed to find the GOP becoming increasingly hostile as '96 nears. Some struggle for acceptance, but others feel betrayed and are ending a lifetime allegiance". Los Angeles Times (په انګليسي ). October 6, 1995. لاسرسي‌نېټه June 22, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. (په March 4, 2014 باندې). Republicans From the West Give Support for Gay Marriage. The New York Times.
  35. "History of Medical Marijuana In Arizona". Nature's Medicines. خونديځ د اصلي څخه September 29, 2020. لاسرسي‌نېټه January 16, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. (په November 19, 1996 باندې). Reefer Madness: Feds Go Ballistic on Pot Measures. Los Angeles Times.
  37. Dish, The Daily (September 20, 2006). "Goldwater". The Atlantic. خونديځ د اصلي څخه April 11, 2022. لاسرسي‌نېټه April 11, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Kathleen Garcia (2008). Early Phoenix. Arcadia Publishing. مخونه 62. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0738548395. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  39. apps.azlibrary.gov/officials/Legislators/person/527
  40. Zornik, George. "Thoroughly modern grandmothers". High beam. د اصلي آرشيف څخه پر April 30, 2013 باندې. لاسرسي‌نېټه March 3, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  41. (په May 13, 1997 باندې). Barry Goldwater.
  42. 'State Mourns Death of Morris Goldwater,' The Arizona Republic, April 12, 1939, p. 1
  43. Clymer, Adam (په May 29, 1998 باندې). Barry Goldwater, Conservative and Individualist, Dies at 89. The New York Times.
  44. Goldberg 1995، مم. 22–27 [27].
  45. A Jewish essayist famously remarked of Goldwater: Golden, Harry Golden (November 22, 1963), "The Taboo", Time, د اصلي آرشيف څخه پر August 17, 2013 باندې, I have always thought that if a Jew ever became President, he would turn out to be an Episcopalian. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  46. (په June 24, 2001 باندې). J.A. Goldwater Dies.
  47. Goldberg 1995، م. 21.