بخارکېدل (په بړاس بدلېدل)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

بخارات د بخار کېدلو يو ډول دی، کوم چې د يوه مايع په سطحه هغه مهال منځ ته راځي، کله چې د ګاز په مرحله بدلېږي. شا اوخوا ګاز بايد د بخار پيدا کوونکې مادې څخه نه وي ډک شوی. کله چې د مايع مالیکولونه يو له بل سره ټکر کېږي، دې ته په کتنې سره چې دوی يو له بل سره په څه ډول ټکر کېږي، دوی يو بل ته انرژې لېږدوي. کله چې له سطحې سره نژدې کوم ماليکول د بخاراتو فشار د نيولو لپاره بشپړه انرژي جذب کړي، نو دا بيا بهر وځي، پا شاوخوا هوا کې په ګاز بدليږي او هلته داخلېږي. کله چې بخارونه پيدا کېږي، له بخار څخه وتلې انرژې د مايع د تودوخې درجه کموي، د کوم په پايله کې چې بخارات سړيږي.[۱][۲][۳]

په منځنۍ کچه، په مايع کې د شته ماليکولونو يواځې يوه برخه کې له مايع څخه خوشې کېدو لپاره په پوره اندازه د تودوخې انرژي (توانايي) موجوده وي. بخار کېدل به تر هغه وخته دوام پيدا کړي، تر څو مساوات (انډول برابرېدل) ته ورسېږي، د يو مايع توازن به هغه مهال تر لاسه شي، کله چې د مايع بخارات د هغې د ټينګوالي سره برابر شي. يو بند چاپېريال کې، يو مايع به تر هغه وخته په بخار بدلېږي، څو شا او خوا هوا ښه تغذيه (مړه/ډکه) شي.

په بخار بدلېدل د اوبو د جريان يوه مهمه برخه ده. لمر (لمريزه انرژي) له سمندرونو، جهيلونو، په خاوره کې له نم او د اوبو د نورو سرچينو څخه بخار راوباسي. په هايډرولوژي کې، په بخار بدلېدل او حل کېدل (په کوم کې چې د بوټو په درز کې بخارات شامل دي) په ټوليز ډول د بخارونو لېږدېدل بلل کېږي. د اوبو په بخار بدلېدل هغه مهال منځ ته راځي، کله چې د مايع سر لوڅ شي، ماليکولونو ته اجازه ورکړي چې خوشې شي او د اوبو بخارات جوړوي؛ همدا بخار بيا پورته کېږي او وريځې جوړوي. د پوره انرژۍ په لرلو سره، مايع په بخار بدلېږي.

تیوري[سمول]

د مايع له ماليکولونو څځه د بخار جوړېدو لپاره، دوی بايد له سطحې سره نژدې پراته وي، دوی بايد په سم لوري خوځښت ولري او د مايع پړاو پر بين الحجروي ځواکونو د واک تر لاسه کولو لپاره بايد له هغوی سره بشپړه خوځښتي انرزي موجوده وي. کله چې د ماليکولونو يواځې کوچنۍ برخه له دې معيارونو سره برابرښت لري، بيا د بخار کچه ښکته وي. له دې امله چې د يو ماليکول خوځښتي انرژي د هغې د تودوخې درجې سره متناسبه وي، په همدې بنسټ بخارات د تودوخې په لوړه درجه کې په چټکتيا سره مخ په وړاندې ځي. څومره چې په چټکتيا سره خوځېدونکي ماليکولونه خوشې کېږي، پاتې ماليکولونو کې د کمې منځنۍ درجې خوځښتي انرژي پاتې کېږي او د مایع د تودوخې درجه کمېږي. دې ښکارندې ته د بخاري سړښت نوم هم ورکول شوی. له همدې کبله ده چې بخار کونکې خولې د انسان بدن يخوي. بخارات د ګازي او مايع پړاو په منځ کې او د ډېرو بخاراتو د فشار په مايعاتو کې د ډېرې بهېدو له اندازې سره په چټکتيا سره د مخ په وړاندې تلو په لور تمايل لري. د بېلګې په ډول، د لباس پر ليکه مينځل شوی لباس به د يوې ارامې ورځې په نسبت په يوه باد لرونکې ورځ کې (د بخار په مټ) ژر وچ شي. د بخار جوړېدو درې بنسټزې برخې دا دي: تودوخه، د اتموسفير فشار (کوم چې په سلو کې د نمۍ ټاکنه کوي) او د هوا خوځښت (باد لګېدل).[۴]

په ماليکولي کچه، د مايع د حالت او د بخار د حالت تر منځ کومه ټاکلې يا سخته پوله نه شته. د هغې پر ځای د « Knudsen » طبقه موجوده ده، چېرته چې پړاو نه دی ټاکل شوی. ځکه دا طبقه يواځې څو ماليکولونه ډبله ده، په ميکروسکوپي پيمانې سره د يوې څرګندې مرحلې د لېږدېدو اړيکه د ليدو وړ نه ده.

هغه مايعات چې په ټاکلي ګاز کې د تودوخې په يوه ځانګړې درجه کې په څرګند ډول بخار نه جوړوي (د بېلګې په توګه د خونې د تودوخې په درجه کې د پخلي غوړي) په هغوی کې داسې ماليکولونه وي چې يو بل ته د انرژۍ د لېږدولو ميلان نه لري، په داسې يوې پوره طریقې سره بيا بيا يو مالیکول ته هومره توده انرژي ورکړي چې په بخار د هغه د بدلېدو لپاره اړينه وي. خو بيا هم دا مايعات په بخار بدليږي. دا یواځې له دې امله چې دا پروسه ډېره کراره ده او په همدې بنسټ ډېره کمه لېدل کېږي.

په بخار د بدلېدو انډول (توازن/تعادل)

که چېرې په بخار بدلېدل په يوه بنده سيمه کې منځ ته راځي، خوشې کېدونکي مالیکولونه د مايع پر سر د بخار په بڼه سره راټولېږی. د بخاراتو د کثافت (ډبلوالي) او د فشار له زیاتېدو سره ډيری مالیکولونه بېرته مايع ته راستنېږي. کله چې د خوشې کېدو (تېښتې) او بېرته راستنېدو چاره يو انډول ته رسېږي، نو دې بخاراتو ته ماړه شوي «تغذيه شوي» ويل کېږي او له دې وروسته د بخار په فشار او کثافت يا د مايع د تودوخې په درجه کې نور کوم بدلون نه راځي. د يوې نږه مادې بخارات او مايع لرونکې نظام لپاره، د انډول دا حالت نېغ په نېغه د مادې د بخاراتو له فشار سره تړلی دی، لکه چې د (Clausius–Clapeyron) په اړيکه کې چې ښودل شوی دی:

چېرې چې P1، P2 په ترتيب سره د T1، T2 د تودوخې په درجه باندې د بخار فشار دی، نو ΔHvap د بخار «اينتالپي» دی، او R نړيوال ګاز ثابت دی. په يو پرانيستي نظام کې د بخار د کچې اړیکه په بند نظام کې موندل کېدونکي بخاراتو له فشار سره ده. که یو مایع ګرم شي، نو کله چې د بخاراتو فشار د محيط فشار ته رسېږي، نو مايع خوټکېږي.

په بخار د يو مايع د ماليکونو د بدليدو وړتيا تر ډېره بريده د خوځښتي انرزۍ د کچې پورې تړلې ده، کومه چې يوه انفرادي ذره (بڅرکی) لري. ان د تودوخې په کښته درجه کې، د يو مايع انفرادي ماليکولونه په بخاراتو بدلېدای شي، خو که چېرې هغه په بخار د بدلېدو لپاره د اړينې خوځښتي انرژۍ تر ټولو کمې اندازې څخه زیاته ولري.

په بخار د بدلېدو پر کچه اغېز کوونکې لاملونه[سمول]

يادونه: دلته کارول شوې هوا يوه عامه بېلګه ده، خو شونې ده چې د بخار مرحله نور ګازونه و اوسي.

په هوا کې په بخار بدلېدونکې مادې راټولېدل.

که چېرې هوا په بخار د بدلېودنکې مادې په پرتله له مخکې څخه زيات غلظت لري، په دې حالت کې ټاکلې ماده په کرار کرار په بخار بدلېږي.

د هوا د لګېدو کچه

دا تر يو بريده د لوړ غلظت تر نقطو پورې اړه لري. که چېرې «تازه هوا (يعنې هغه هوا چې نه له مخکې څخه په ماده مړه شوې ده، نه هغه چې له نورو موادو څخه مړه شوې وي) هر وخت د مادې پر سر په خوځښت کې وي، نو په هوا کې د مادې غلظت د وخت په تېرېدو سره د مخ په وړاندې تګ شونتيا کموي، په همدې توګه د چټکو بخاراتو سره مرسته کوي. دا د بخاراتو په سطحه د پولې د طبقې د بهېدو د سرعت سره د کمېدو پايله ده او په کنګل پوړ کې د خپرېدو واټن ته کمښت ورکوي.

په مايع کې د اوبه شويو معدني موادو اندازه

بين الحجروي مالیکولونه

په مايع حالت کې د مالیکونو يو ځای ساتلو ځواکونه چې څومره پياوړي وي، د خوشې کېدو لپاره به په همدې اندازه زياتې انرژۍ ته هم اړتيا ولري. دا په بخار د بدليدو د «اينتالپي» له لارې مشخص کېږي (اينتالپي يعنې د بخار دتودوخې منځپانګه).

فشار

که پر سطحه د ماليکولونو د خپل ځان د خوشې کولو د مخنيوي لپاره کم فشار وي، نو په بخار بدلېدل په چټکۍ سره منځ ته راځي.

د سطحې سيمې

هغه ماده چې د سطحې سيمه يې زياته وي، په چټکۍ سره په بخار بدلېږي، ځکه چې د حجم د يوه واحد په کچه يې مالیکولونه زیات وي، کوم چې په بالقوه ډول د خوشې کېدو وړتيا لري.

د مادې د تودوخې درجه

څومره چې د مادې د تودوخې درجه لوړه وي، د هغې پر سطحه د ماليکولونو خوځښتي انرژي به هم په همدې اندازه زياته وي او په همدې بنسټ به يې په بخار د بدلېدو کچه هم تېزه وي.[۵][۶]

سرچينې[سمول]

  1. "the definition of evaporate". Dictionary.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. The New Student's Reference Work (1914). 1914. د کتاب پاڼې 636. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. . Chilling Science: Evaporative Cooling with Liquids. Scientific American.
  4. Silberberg, Martin A. (2006). Chemistry (الطبعة 4th). New York: McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 431–434. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-07-296439-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Richard Saykally (11 June 2015). "Five Things We Still Don't Know About Water". Nautilus. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Kotaro Ohashi (18 May 2020). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evaporation coefficient and condensation coefficient of vapor under high gas pressure conditions"] (in English). Scientific Reports (Nature) 10 (8143): 8143. doi:10.1038/s41598-020-64905-5. PMID 32424295. Bibcode2020NatSR..10.8143O.