بایوګاز تکنالوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

زیار او ټولوونه فیض الرحمن احمدي دلغمان پوهنتون چاپیریال ساتنې او ځنګلونو څانګې فارغ التحصیل

تاریخچه[سمول]

Left: انځور دبایوګاز د سیستمی دستګاوو ښودنه کوی چې د وخت په تیریدو او تکنالوژۍ سره داشنایی په سبب په ډیر پرمختګ کې واقع شوی دی ]], 2005.

د بایو ګاز تولید د بیولوژیکي پروسي له لاري په انګلستان کي د لومړي ځل لپاره په 1895 میلادي کال رواج پیدا کړه چی د هغه څخه یی د روښنایی په منظور په څراغونو کی استفاده کوله او د څراغونو د روښنایی ګاز په نامه یادول د دوهم نړیوال جنګ په بهير کي د جرمني هیواد د سون توکو له کمښت سره مخ شونو دوۍ وغوښتل چې د بیلا بيلو لارو څخه دغه کمښت جبران کړي نو بریالي شول چي د یوټن سکرو څخه یو ګیلن تیل لاسته راوړي چی ستونزمنه پروسه یی غوښتله په دغسی حالاتو کې د المان د یوه پوځی ټولګی منسوبینو چی له یوی جبه زاری (دلدل زار) سیمی سره نږدی پراته وه هغوی د یو ډول بوی احساس وکړه نو د دی بوی د سرچینی د موندلو په لټه کی شول چی بلاخره یی ولیدل چی د جبی پر مخ د پو کاڼۍ جوړی شوی دی د دغه پوځی ټو لګی منسوبینو اورلګیت ولګاوه او نو موړو پوکاڼیو ته نږدی کړه په نتیجه کی پو کاڼیو اور وواخیست نو خپلی لیدنی يي عالی مقاماتو ته ولیږدولی او یوه ډله پوهان نوموړی سیمی ته ورغلل له یو لړ پلټنو او څیړنو وروسته پوه شول چی دغه ګاز دمیتان ګاز دی کوم چی د ازاد اکسیجن په نشتوالی کی د عضوی موادو د تخمر څخه رامنځته شوی دی د همدی مفکووری له مخی پوهانو د عضوی موادو څخه د ګاز لاسته راوړالو تدبیرونه وسنجول او په پای کی یی د عضوی موادوڅخه د ګاز دتولید په منظور په منظمودستګاوو جوړولوپیل وکړه خو هغه وخت چی جرمنی په دویمه نړیواله جګړه کی ماته وخوړه نو ورسره ددغه دستګاوو په جوړولو کی هم ځنډ رامنځ ته شو وروسته بیا هندوستان هیواد دی کار ته علاقه مند شواو ډول دول دستګاه ګانی یی جوړی کړی او دهغوی په وسیله یی له عضوی موادو څخه بایوګازلاسته راوړلو.مګرنن ورځ دغه تخنیک د نړۍپه اکثره هيوادونولکه سویډن،جرمني،ډنمارک،نور اروپايي هیوادونه شمالي امریکا او په ځانګړی توګه اسیایي هیوادونو کي په پراخه اندازه استعمال لری او په زړه پوری ګټی ورڅخه لاسته راوړی چی چین،نیپال اندونیزیا،ویتنام،هند د بایوګاز تکنالوژۍڅخه د استفادی په برخه د ګټي اخیستني په لورعملی ګامونه پورته کړی چی د چین په هیواد کی نږدی پنځه میلونه کوچنۍ د بایو ګاز فابریکی چی د کورنی ضرورت په اندازه ګاز تولیدوی فعالیت کوی او24000 لویی دستګاوی چی خام مواد یی انسانی فضولات دی او بایوګاز تهیه کوی هند هیواد کابو 3میلونه د بایوګاز د تولید فابریکی لری چی اکثریت یی په کلیو کی قرار لری له نیکه مرغه د ایریا موسسی د1996م کال څخه را په د یخوا زمونږ د هیواد په ځینو ولایتونه کی لکه په بامیان، ننګرهار،لغمان او ځینی شمالی ولایتونو کی دغه دستګاووی شتون لری چی اکثریت يی په کليوکي دي

بایوګاز څه شی دی[سمول]

Biogas holder with lightning protection rods and backup gas flare
Biogas carrying pipes

بایوګاز د میتان ،کاربن ډای اکساید او په کمه اندازه د نايتروجن،هایدروجن سلفاید،اکسیجن ،امونیا د مخلوط ګازڅخه عبارت دی چی د بیولو ژیکی عملیی په وسیله په ټاکلی تودوخی کی د ازاد اکسیجن په نشتوالی کی د عضوی موادو څخه منځ ته راځی جوړ شوی بایو ګاز د محلی موادولکه د حیوانی سری ، انسانی غایطه موادو،دوښو پاتی شونو ،چټلو اوبو ،کرنیزو فاضله موادولکه د کیلی ډډ،کنجاړه ،د لرګیو بور او دیته ورته نورو عضوی موادو څخه تولیدیږی داسی ویل کیږی چی بایوګازدطبیعی ګازو،3.6litبیوتان ، 7litپطرول،6.1litډیزلو سره معادل انرژی لری دیوی نارملی کورنۍ چی شمیر یی څلور کسان وی د پخلی او روښنایی لپاره په ورځ کی بایوګاز ته اړتیا لری چی د بایو ګاز نوموړی مقدار د کورنی د غایطه موادو او دریو غواګانو د فاضله موادو څخه په اسانی سره تولیدیږی. ددی تخمین شوی چی د غواګانو د فاضله موادو مستقیم سوزولو موثریت 11% دی او د بایوګازدجوړولو په صورت یی موثریت 60% ته لوړیږی چي د انرژی تولید لپاره د بایوګازو سوزول پنځه ځلی دعین مقدار فاضله موادو د مسقیم سوځولو په نسبت زیات دی نوځکه د بایو ګاز سوځول مفید تمامیږی اوهمدارنګه د بایوګاز سیستم نصبول اقتصادی ثابت شوی دی اوعلاوه پردی د کور میرمنی به دهغه لوګی څخه چی د لرګیو،غواګانو د فضوله موادو ،د وښو میده ګی او نوروفوسيلي د سوځیدلو څخه تولیدیږی د تکلیف او حساسیت څخه به يي محفوظ پاتی شی او بل طرف ته چي کومي سري دغیر هوازي هضم په نتيجه کی لاس ته راځي د کرنيزو ځمکو لپاره ډيري موثري تمامیدلاي شی ځکه دغه سري داسي تیاري شوي وي چي په خپل ترکيب کي په زیاته اندازه ضروري عناصر لکه NPK نايتروجن، فاسفورس ، او پوتاشيم او ترڅنک يي نور کم مصرفه عناصر هم ځاي لري .دغه سري د خاوري هيومس زیاتوي چي خاوري مرطوبي ساتي او د تخريب څخه یی هم مخنیوي کیږی.

د بایوګاز تکنالوژي ګټی[سمول]

۱: ټولنیزی ګټی: A: د نوی کیدونکی انرژۍ منبع ده. په نړیواله سطحه په زیاته پیمانه انرژی د فوسیلی سرچینو لکه ډبرو سکاره، تیل، نیفت، طبعی ګاز اوداسی نورو څخه ترلاسه کیږی. کوم چی د ژوندیو موجوداتو د جسدونو څخه د تودوخی او فشار په اثر د میلونو کلونو په بر کی نیولو په اساس منځ ته راغلی. خو څرنګه چی د غه انرژی نه نوی کیدونکی ده. نو پر ځای د بایو ګاز چې نوی کیدونکی انرژی ده استعمالوو. ځکه چې د نوموړی ګاز و سرچینه یامنبع اکثره عضوی مواد په تیره بیا انسانی او حیوانی فضوله مواد دی چی دغه ذکر شوی مواد په دوامداره توګه د چاپیریال څخه ترلاسه کیږی. بلاخره بایوګاز نه یواځی چې اقتصادی پرمختګ رامنځ ته کوی بلکه په چاۤپیریال ساتنه کی هم مهم رول لری .

B: د ځمکی کری د ګرمیدو او ګلخانه یی ګازونو د خپریدو په کمښت کی مهم رول لری. کله چی فوسیلی محروقات سوځوو نو په زیاته اندازه ګازونه ورڅخه هوا ته ازاد یږی چی له امله یی دځمکی کری ګرمیدنه رامنځ ته کیږی خو برعکس د بایوګاز داستعمال سره ذکر شوی ستونزو ته د پای ټکی ایښودل کیږی البته چی د بایو ګاز څخه هم ګازونه هوا ته ازادیږی خواندازه یی دفوسیلی موادو دسون څخه څو چنده کمه ده.ځکه چی بایوګاز د anaerobic digestion عملیی په ترڅ کی تولیدیږی چی ځینی ګازونه لکه co2 ,n2 اونور پکی جذبیږی

C: د بایوګاز تکنالوژي داستعمال سره دمهمو فوسیلی منابعود له منځه تللو مخنيوي کیږی. څرنګه چی فوسیلی منابع نه نوی کیدونکی او دنړی په محدود جغرافیوی موقعیتونو کی قرار لری د نړی صنعتی هیوادونه یی د فوسیلی منابعوته د ضرورت په اساس دغنی ممالکو څخه واردوی چی د یو هیواد څخه یی بل هیواد ته واردول ستونزمن کار دی چی خو ددی خلاف د بایوګاز تولیداوسوزول چی د فوسیلی موادو دسون یو ښه بدیل دی منابع یی هم نوی کیدونکی او محلی یا سیمه اییزعضوی پاتی شونی انسانی او حیوانی فضولات کیدای شی دی همدارنګه د بل هیواد یاساحی څخه واردول هم نه غواړی .


D: د کثافاتو (ګنده ګۍ) په کموالی کی مرسته کوی. د بایوګازتکنالوژی یوه ستره ګټه داده چی ورسره انسانی او حیوانی فضولات،د مختلفو فعالیتونو څخه تولید فضولات په یو باارزښته منبع بدلوی اکثره پرمختللي هیوادونه د کرنیزو فعالیتونو،عضوی صنعتی چارواوکرنیو فضولاتو د زیاتوالی له امله د ناورین سره مخ دی نو ددی ناورین د له منځه وړلو لپاره د بایوګاز توليد ټکنالوژی یوه موثره لاره ده چی ذکر شوی ضایعات د همدی لاری مدغم کیږی ګاز توليديږي چی ورڅخه سری هم لاس ته راخی .

E: داستخدام سطحی ته لوړتیا ورکوی: د anaerobic digestion عملی په ترڅ کی چی بایوګاز پکی تولید یږی کار اوقوی ته اړتیا ده د ADلپاره د خاموموادو راټولولو جمع کولو لپاره تخنیکی وسایلو همدارنګه د بایوګازدستګاه جوړولو لپاره هم کار ته ړتیا ده چی د همدی امله په مختلفو برخو کی بشری قوی ته اړتیا لیدل کیږی دا په دی معنی چی د بایوګاز ټکنالوژی د ملی اقتصاد برخی ته د پراختیا ورکولو په برخه کی یو نوی اقدام دی او هم دمحلی او کلیوالی عاید ترلاسه کولواو استخدام کیدلو په لپاره یوه ښه سرچینه ده.

F: د بایوګازټکنالوژی په استعمال سره موثریت او منظموالی ترسترګوکیږی: دغه ګاز دمختلفو غوښتنو لپاره استعمالیږی خو یوه مهمه غوښتنه یی دپخلی او رڼا په توګه تری استفاده ده په اوسنی وخت کی د حرارت او برق تولید (CHP) combined heat and power generation تولید په منظور تری کار اخیستل کیږی چی د طبیعی ګاز ځای یی نیولی دی او بي کاره مواد په ډیري ښي لاري سره ګټور حالت ته بدلوی چي ورسره موثریت او پاک والی ترسترګو کیږی . 2: د بزګرانولپاره یی ګټی:

‍‍A:د بزګرانولپاره داضافی عاید موثره منبع ده: د بایوګاز ټکنالوژی او د بایوګاز جوړول د بزګرانو لپاره د اضافی عاید د ترلاسه کولو او دهغوی د اقتصاد د ښه کولو یوه غوره لاره بلل شوی ده ځکه هغوی د داسی موادوڅخه چی په نورو مواردو کی د استفادی وړ نه وی ګټه اخلي او همدارنګه د محیط څخه عضوی فضولاتو په ختمولو کی هم ستر رول لری .

B: د دی ګازد جوړیدو په نتیجه یوه ښه او باکیفیته عضوی سره هم په لاس راځی بایوګاز نه یوازی چی د انرژی دتولید منبع ده بلکه دغه منحل شوي سبستریټ چی ‍‍digestate نومیږي یو ارزښتناکه د خاوری عضوی سره ده چی د N.P.K مایکرونیوټرینټ (کم مصرفه غذایی مواد) څخه غنی ده چی دا د مایع سری ورکوونکی او یا نورو لارو سره نباتاتو ته تطبیقیږی. چی د کيمياوي سری په پرتله یو څه اقتصادی راځی.

C: د نباتاتو لپاره یو ښه غذایی ځنځیر کیدای شی: د بایوګاز دADعملی په ترڅ کی یو ښه کاربنی غذایی ځنځیر تیاریږی دا په دی معنی کله چی د میتان ګاز دانرژي دتولید لپاره په کار وړل کیږی نو ور څخه کاربن ډای اکساید هوا ته ازادیږی او نباتات یی د فوتوسنتیزعملیی له لاری په مصرف رسوی او د همدغه نباتی پاتي شونو څخه د بایوګاز په تکنالوژی کی کار اخيستل کيږي بلاخره انسانانو ته پاکه هوا تهیه کیږی چی د صحت او سلامتیا لپاره یو غوره فکتور شمیرل کیږی.


D: مختلف ډوله فضوله مواد په منظم ډول ګټورحالت ته بدلوی: څرنګه چی مختلف ډوله عضوی پاتی شونی لکه (انسانی او حیوانی فضولات،نباتی بقایاوی ،غدایی موادو د فابریکو څخه خارج شوی فضوله مواد،او نور...)په مختلفو تخنیکونو سره تری بایوګاز په لاس جوړیږی چی دغه ګاز بیرته دمحیط په مختلفو برخو کی د یوبل سره داړیکو له مخی په منظم ډول په کار وړل کیږی او په پای کی د ټولنی په پرمختګ او انسانی ژوند کی مثبت تغیرات راوړي.

E: د بدبوی اوکوچنیو ذراتو د انتشار مخنیوی کوی: د انسانی او حیوانی فضولاتو ،او نورو عضوی زاید موادو ذخیره او مناسب استعمال په چاپیریال کی د بد بوی ختمولو او او دکوچنیو دراتو دخپریدو مخنیوی کوی چی مناسبه لاره یی د بایوګاز ټکنالوژی استعمال دی چی ورسره د محیط 80%بدبوی له منځه ځی اکثره وخت د بایوګاز څخه حاصل شوی digestateزیاته بدبوی نه کوی او دامونیا بدبوی هم دسری شیندلو څخه وروسته ډیر ژر له منځه ځی .

F: د حیوانی ناروغیو دخپریدو مخنیوی کوی: د بایوګازپه جوړولو کی د حیوانی مایعو او وچیو سرواستعمال کولی شی چی د رنګارنګ امراضو د خپریدو مخنیوی وکړی او هم حیواناتواستوګنځایونه پاک ساتل کیږی چی دغه امراض نه یوازی چی د حيواناتو ته ضرر رسونکی دی بلکه چاپیریال ته د انتشار په صورت کی انسانانو ته ضرر ورسوی

دبایوګازتکنالوژۍ زیانونه يا تاوانونه[سمول]

  1. که په زیاته اندازه فضا ته ازاد شي د هوا د ازاد اکسیجن سره تعامل کوي او انفلاق کوي د انفلاق ټيټه کچه يې ۵٪میتان او لوړه کچه يې ۱۵ ٪ میتان دی .
  2. په بایو ګاز کې چي کوم شته ميتان دی د ګلخانه اي( CFC)ګازونو دميتان او کاربن دای اوکساید د ګاز څیر دی ، همدالامل د ی کوم ګاز چه د ځمکې پر مخ تولیدیږي که چیرې هوا ته ازاد شي نو د ځمکې د کرې د ګرمیدو (Global warming)لامل کیږي .
  3. دغه ګاز دمفر و عضوي مرکبونو یعنې (Volatile organic compound) درلودونکی دی ، نوموړي ګازونه د( Photochemical smog) د تشکیل باعث کیږي .
  4. همدارنګه که دغه ګاز په زیاته اندازه تنفس شي دساه بندي او هم بالاخره دمړيني سبب ګرځي .
  5. ددغه سيستم دنصبولولپاره پکار ده چي مناسبه ساحه انتخاب شي نو ممکن داسي ساحه ورته مناسبه وي چی کرنيزه ځمکه وي ضرور به ورته ساحه پريښودل کيږي چی په په یاده ساحه کي دکرکيلي مخه نيول کيږي .
  6. دغه ګاز که تصفیه شوي نه وي بدبويي له ځانه سره لري .
  7. دصحيح مراقبت نه شتون له امله د دغه توليدي سيستم دیوالونه تخريبيږي بيا ترمميم يي زيات لګښت ته اړتيا لري .
  8. دغير هوازي هضم په نتيجه کي چي کومي سري لاسته راځي که په تازه بڼه استعمال شي ښه تماميږی خو دکمپوست جوړولو لپاره چي دغه سره د ځينو مرحلو په واسطه وچيږي د عدم اختياط په موجوديت کي تري ذرات اوبدیوي دچاپیریال دککړتيا سبب ګرځي .

د بایوګازتکنالوژۍ داستعمال موارد[سمول]

د ننني عصر مطابق له بایوګاز څخه په لاندي مواردو کي استفاده کیږي.

1: production of gas :( پخلي ،رڼا، یخچال). ــ نغریstoveچي دپخلي په منظور استفاده کیږي او په یو ساعت ک ګاز مصرفوي.

ــ  ګازي څراغ lamp له۶۰واټه بريښنا سره معادل دی    _ګاز په ساعت کي مصرفوي. 

ــ سل لیتره یخچال په ساعت- ګاز مصرفوي همدارنګه د واټر پمپ ، اوژرندي په انجنونو کي هم استعمال لري.

2: د عضوی سرو یوه ښه منبع ده.

3: د چاپیریال ساتني په برخه کي په کار وړل کيږي ځکه اکثره فضوله مواد جذبوي. همدارنګه په پرمختللو هیوادونو کی ورڅخه په ترانسپورت کي هم استفاده کوي چی لکه دسویډن هیواد.

په نړیواله سطحه د بایوګازتکنالوژي ترویجیدل[سمول]

په وروستۍ لسیزه کې د مخ پر ودې او بې وزلو هیوادونو لپاره د بایوګاز تولید د انرژۍ تر ټوله اغیزمنه، آسانه او وړیا لاره ښوول شوې ده چې یوې احصایې له مخې یواځې هند په کلیوالو سیمو کې تر ۷۰٪ انرژي له بایوانرژۍ منابعو څخه تمویلوي.څرنګه چی د بایوګازتکنالوژي نه یوازي د ګاز د تولیداو عضوي سرو د تهيي په برخه کي خدمات وړاندي کوی بلکه په زیاته اندازه محیط په پاک ساتلو،او دغیر قابل تجدید طبیعی منابعو دساتلو لپاره هم ښه بدیل کیدای شي خصوصا پرمختللي هیوادونه چی اوس مهال په مختلفو برخو کي تولیدات کوي د نوموړي سیستم څخه په استفادي سره کولی شي چی خپلو منابعو او محیط ساتنه وکړي په پرمختيايي هیوادونو کی هم د دغه تکنالوژۍ پلي کول په ځینو اړخونو کی د پام وړ تسهیلات میسروي چې د هر هیواد د سيمه اییز او ملي اقتصاد د پیاوړتیا او د محیط زیستي رفاه په راوستلو کي اړین ګام بلل کیږي با لاخره پکار ده چی د بایوګازتولید سيستم ته وده ورکړو چی اوس مهال په چین،هندوستان،نیپال ،او اروپایی هیوادونو کی د دغه تکنالوژۍ پرمختګ ته ځانګړی توجه شوي ده خو په افغانستان کي بد بختانه نظر په حالاتو باندي د دغه تکنالوژۍ پرمختګ د ستونزو سره مخ دی

د بایوګاز جوړونکی اجزاءیا ترکیبی مرکبات[سمول]

Typical composition of biogas
Compound Formula %
Methane کينډۍ:Chem 50–75
Carbon dioxide کينډۍ:Chem 25–50
Nitrogen کينډۍ:Chem 0–10
Hydrogen کينډۍ:Chem 0–1
Hydrogen sulfide کينډۍ:Chem 0.1 –0.5
Oxygen کينډۍ:Chem 0–0.5
په تیوریکی لحاظ ټول عضوی مواد د بایوګاز په تولید کی برخه اخلی لکه له خوسا شویو میوو، ترکاريو، ګلانو، هګۍ پوټکیو، د چاى او قهوې پاتي شونو، د لرګیو بڅرکو، انساني او څارویو سرې، د چرګانو سرې، واښو، د کچالانو او نورو ترکاریو پوټکو، د مسلخ له وینو او پاتې شونو او نورو عضوی پاتي شونو څخه کار اخیستلای شو. خو په عمل کی انسانی او حیوانی فضوله مواد یی تر ټولو ښه منبع یا سرچینه بلل کیږی عضوی مواد د بیولوژيکی عملیی لاندی تومنه(تخمر)کیږی اوپه نتیجه کی ګاز لاس ته راځی بایوګاز یوبیلیدونکی او دهوا څخه سپک او په اوبو کی په کمه اندازه منحل هایدروکاربنی مرکب دی چی د عضوی موادو د تومنه کیدو لپاره یی دسانتی ګراد (40c-----30c) درجی تودوخی ته ضرورت دی د تودوخی په دی درجه کی دمایکروارګانیزمونو فعالیت چټکتیا مومی چی د عضوی موادو څخه د بایوګاز جوړیدنه او تولید دحیاتی کیمیایوه پیچلی پروسه ده په دی عملیه کی بکتریا لومړی enzymesکیمیاوی مواد په هغه عضوی موادو څڅوی چی په شاو خوا کی یی موجود دی. په عادي حالت کې د بایو ګاز د جوړیدو موده د یوی میاشتی څخه نیولی تر یوی نیمی ماشتی پوری رسیږی خو د بایوګاز د تولید اندازه او موده د بټۍ په جوړښت، د عضوي موادو په اندازه او خالصيتوب، د چاپیریال تودوخه ، د بټۍ جوړوونکي عناصر او ډیری نورو پارامترونو پورې تړلې ده چې د یوې اغیزمنې بټۍ د جوړلو لپاره وار د مخه د محیطي شرایطو، موجودو آلاتو او امکاناتو څيړنه او اندازه ګیري ضرور ده. که چیرې هاضم ټانک له ۴۰ څخه تر ۶۰ درجو پورې تود وساتل شي له ۲۰ څخه تر ۶۰ ورځو په جریان کې بایوګاز تولیدولای شي ځکه خو دا مهمه ده چې هاضم ټانک د لمر مخامخ وړانګو په مقابل کې باید جوړ شي نه پر سرپټ چاپیریال کې.

د بایوګاز دستګاه ډولونه[سمول]

انځور دبایوګاز یو قسم دستګاه ښئ

دغه ستګاوي د جوړښت له مخی په دری ډولونو ویشل شوی.

1ګنبذی دستګاه Dome type plant
2بالونی دستکاهBalloon type plant
3لامبوزنه دستګاهDrum type plant

چی په افغانستان کی د ایریا موسسی د څیړنو له مخي اول ډول(ګنبذی دستګاه ) د سیمه اییزوشرایطواو موادو له مخی ښه نتیجه ورکړی ده ځکه که نوموړی دستګاه په مناسب ځاي کي تاسيس شي نو د ګازو تولید او دعضوی سرو دلاسته راوړلولپاره بیا ضروري نه ده چي کوم برقي سیستم اویا دګرمولو کوم سیستم ته دی اړتیا ولري

د بایوګاز دتولیدي دستګاه جوړولولپاره د مناسب ځای انتخاب[سمول]

د بایوګاز دستګاه دنصبولو لپاره د ساحي ټاکل اړینه موضوع ده نو لاندي لیست د site selection په اړه لازمي لارښووني کوي. 1: دغه د ستګاه باید د اوسیدو ځای څخه لري ،کمي ګڼي ګوڼي لرونکي وی اوهمدارنګه د لمر وړانګو په مقابل کي تاسیس شي.

2: داسي ساحه کي نصب شي چي د باد مسیر يی په نظرکي نیول شوی وي.

3: باید د ترانسپورت ،بریښنا او نور اړین تسهیلات ولري‌.

4: د خاوري ډول اود رطوبت څیړنه يي وشي.

5: په غونډۍ او یا هم داسي ساحه نه وي چی د سیلاب له حطر سره مخ وي.

‍6:په کرنیزه ځمکه کي یا ورته نږدی ځاي کي جوړه شي چي د کرنیزو پاتي شوني او بیرته یي د تولید شوي عضوي سري انتقال اسان وي.

7: بالاخره کومه ساحه چي ټاکل کیږي باید حد اقل یی مساحت دومره وي چي د بایوګاز دتولید سيستم ټول مربوط فعالیتونه پکي ځای شي.

د بایوګاز دګنبذي دستګاه یا بټۍ جوړول[سمول]

شکل د بایوګاز د ګنبدي دستګاه ښودنه کوي

د یوې مکملې بایوګاز دستګاه لپاره چی ګنبذی شکل ولری

۱:یوه څاه: چی په کی عضوی فضولات اچول کیږی او د پایپ له لاری یی هاضم ټانک ته وړی

۲:یو هاضم ټانکdigester:استوانه یی جوړښت لری چی عضوی مواد د ازاد اکسیجن په نشتوالی کی تومنه ګازاو سري تولیدوی چی د یوی دخولی لار inlet او یوه خروجی لارoutlet مجراوو لرونکی دی.

۳:یو د پروسس شویو عضوي موادو ټانک عضوی  سره ورته د هاضم ټانک څخه ورځی .

۴: درې ډوله مختلف پایپونو سیسټم د ګاز لیږدوني ،عضوی سری خارجوونکی پایپ او یو د موادو راوړونکی پایپ په کار دی.

۵:ګازنیونکی چی د ګازو وتلو پايپ دهمدي په نيم کره يي ساختمان په سر کي نصب وي.

۶ بیلګه ګنبذي دستګاه ټولو برخو سره هغه مواد چی د بایوګاز دتوليد ټکنالوژۍکی په کاروړل کیږی ـعضوی مواد (حیوانی او انسانی فضولات،نباتی پاتی شونی ،دخوړو پاتی شونی......) ــ غیر عضوی مواد ــ اوبه بايو ګاز د عضوي موادو د ډايجشن په وسيله جوړيږي. غير عضوي مواد لکه منرالونه اوفلزات په دي عمليه کې زيات تاوان نه مومي او په ثابته بڼه پاتي کيږي . د اوبو او يا متيازو ور زياتول د تخمر موادو ته هغه جاري حالت ورکوي چې د بايوګاز دستګاوو لپاره ډير اړين دي. په دي حالت کې د ميتان جوړونکي بکترياوي په ډيره ښه توګه د هغه موادو سره تماس پيداکوي چې په کنده کې اچول کيږي هر څومره چې په ټاکلي وخت کې تخمر مواد وشاربل شي په همغه اندازه ګاز په توليد کې چټکتيا رامنځته کيږي . لومړی باید په ځمکه کې یوه څاه وکیندل شي تر څو په هغه کې د اړتیا وړ عضوي مواد او اوبه سره په مساوي نسبت ګډ کړی شي له دغې څاه څخه باید هاضم یا ډایجیسټر ټانک ته دا لړلي عضوي مواد د یوه پیپ په واسطه انتقال شي، دغه څاه باید د هاضم ټانک په پرتله په لوړه سطحه کې وي، هاضم ټانک له ټټۍ سره هم وصلولای شۍ، د هاضم ټانک په پاسنۍ برخه کې باید د ګاز ليږد لپاره یو پیپ نصب شي، د هاضم ټانک بل اړخ باید له یوې داسې زیرمې سره وصل شي چې پروسس شوي مواد په کې خوندي او له هغه ځایه د کرنې یا نورو موخو لپاره له نوموړي زیرمتون څخه انتقال شي. لومړني عضوي مواد باید دومره اوبلن وي چې تر ٪۳۰ پورې عضوي جامد مواد او نور یې اوبه وي، مخکې له کارونې څخه باید له تولید شوي ګاز څخه د اوبو ذرات، هایډروجن سلفايډ کاربن دای اکساید او نور غیر ضروري ذرات فلټرشي.د عضوي موادو په ترکیب کې انتي بیوتیک درمل، مس، زنګ، امونیا، هایډروجن سلفایډ او ځيني نور درانده فلزات کولای شي په بټۍ کې د بایوګاز د تولید کچه را ټيټه او یا یې هم په ټپه ودروي نو باید هڅه وشي چې لومړنۍ څاه ته د یادو موادو له اچولو څخه ډډه وشي. دګنبذي دستګاه ځانګړني 1: ساختمانی مواد یی په سیمه کی پیدا کیږی او هم دسیمه اییزو معمارانو په واسطه جوړیږی. 2: ساتنه او څارنه یی ډیره ساده ده. 3: اقتصادی او ډیر دوام کوي. 4: د څاروی فضوله مواد په اسانۍ د اوبو سره حلوي. ۵:د ساختمان یوه برخه یی دځمکی لاندی او د تودوخی پر وړاندی (په ژمي کي) ډ يرلږ متأثره کیږی. ۶:دڅارویو دلږو خوالبته لمدو فضوله موادو څخه زیات ګاز تولیدیږی. بالوني دستګاه balloon type plant دا دستګاه دکڅوړی په څیر پلاستیکي یا ربړی ګودال یا زیرمتون لری چی پاسنۍ برخه کی یی ګاز زیرمه کیږی د ننوتلو او اوتلو لاره یی مستقیما په پورتنۍ برخي پوری تړلی وي او کله چی د ګازو زیرمه ډکه شي نوږدغه بالون ګنبذی شکل غوره کوي.


د بالونی دستګاه ګټي او تاوانونه : ګټي تاوانونه کم مصرف لري لنډ عمر لري لیږدونه یي ساده ده په لږې بې پروایۍ سره تخریبیږي د جوړوني کار یي اوهم د پاکولو کار یي ساده دی په اسانۍ سره زیان مومي زیاته تودوخه جذبوي ‌‌په سیمه کي جوړیدای نه شي ساتنه او څارنه یي اسانه ده لامبوزنه float type په دي دستګاه کی دګاز ګرځنده زیرمه دګودال دپاسه موقعیت لری چي په مستقیمه توګه داوبلنو موادوپه منځ کی لامبو وهي د ګودال(هاضم ټانک) دواړو خواووته یوه دوتلو او یوه د ننوتلو لاروي . د لامبوزنی دستګاه ګټي او تاوانونه: ګټي تاوانونه دستګاه ساده ساتنه او څارنه یي اسانه ده د جوړیدنی قیمت یی لوړ وی د ګاز فشار پکي ثابت دی د ګاز زیرمه ځای د اوسپني څادرونو څخه جوړیږي د ګاز زیرمه یي لیدل کیږي لږ عمر او ژر خرابیږي په جوړونه کی یي کمه اشتباه پیښیږي د رنګ له مخي یي ساتنه او څارنه زیات مصرف غواړي دڅلور مترمکعب شکله دستګاه دساختمان دمصرف اندازه: مجموعي مصارف 35220افغانۍ د ګنبذي 4دستګاه دتولید ځانګړنيدادي چي د( 5—6 ) نفره کورنۍ لپاره د دري وخته خواړه پخوي.همدارنګه د اړتیا وړ فضوله مواد یی 24kgوي،د ګاز توليد منځنۍ اندازه يی 1m3 وي،په کال کي 1225kg د لرګيو دسون مخه نيسي او دبیت الخلا سره د تړلو په صورت یی موثريت 20%لوړيږي =*د بایوګاز د تولید میخانیکیت==: د بایو ګاز تولید لپاره ان ايروبيک Anaerobicشرایط یا هغه شرایط چې آکسیجن کم او د عضوي مواد تعامل ډېر وي رامنځته کول اړین دي، د دغه حالت را مینځ ته کولو لپاره ضرور ده چې د عضوي موادو لپاره یو داسې زیرمتون جوړ شي چې د اکسیجن انتقال ورته سخت یا نا ممکن وي. چی دغه عملیه څلور پړاوونه لري لومړي پړاو:په دی پړاو کې ان ایروبیک بکټریاوېanaerobic bacteria د ځینو انزایمونو په کارونې سره لومړی د لوړو پروتين، کاربوهایډرېډ، ګلوکوز او غوړلرونکي عضوي مواد ماتوي. دوهم پړاو:په دی پړاو کې تېزاب لرونکې بکتریاوې یا عضوي مواد په عضوي تیزابونو، کاربن دای اکساید او هایدروجن باندې اړوي. دریم پړاو: په دی پړاو کې دغه عضوي مواد د ان ايروبيک باکتریاوو په واسطه په آسیتیتونو (منفي آیون لرونکو مالیکولونو) اړوي څلورم یا وروستي پړاو:په دی پړاو کې میتوجن ميکروبونه د میتان، کاربن دای اکساید ګاز او القلي اوبه تولیدوي. ډایجشټر یا هاضم ټانک دتودوخی ددرجی له پلوه په دری برخو ویشل کیږی 1- سي کرو پيليک ډايجسشن (psychrophilic):- تودوخه يي د ساتني ګراد ( (20ــ 10)) درجي او دساتني وخت يې د سلو ورځو څخه زيات وي.

2- ميزو پيليک ډايجسشن (mesophilic):- تودوخه يي د ساتني ګراد ((35ــ 20)) درجي او د ساتني وخت يې د شلو ورځوڅڅه زيات وي.

3- ترمو پيليک ډايجسشن (thermophilic):- تودوخه يي د سانتي ګراد (60) ــ50)) درجي او د ساتني وخت يې د اته ورځو څخه زيات وي. دريم ګروپ انتخاب د بايوګاز د سيمه ايزو دستګاو لپاره په ډيره بيه تماميږي ځکه چې له يو خوا د هغي جوړه ونه زيات لګښت غواړي اود بلي خوا د سرته رسولو کاريې دسيمي د اوسيدونکو د پوهي د سطحې څخه لوړ دي.

د لاسته راغلي بایوګازتصفیه[سمول]

کله چي بایوګاز د هاضم ټانک څخه خارجیږي نو په زیاته اندازه د اوبو بخارات او همدارنګه مختلف ګازونه لکه CH4,, CO2,H2S اونور پکي شتون لري چی هایدروجن سلفاید زهري ،او دخوسا هګۍ غوندي بد بوی لري داوبو د بخاراتو سره یو ځاي کیږیH2SO4 جوړوي د ګاز وړونکو پايپونو اوهمدارنګه هغه ماشینونه چی بایوګاز استعمالوي د تخریب سبب يي کیږي نو باید disulphurize شي د desulphurization لپاره بیولوژیکي او کیمیاوي پروسو ته ضرورت لیدل کیږي په بیولوژیکي تصفيي کي په ډیره کمه انداه زه اکسیجن د ) (2%—8%په غلظت د بایوګاز سره یو ځای کیږي او H2Sاکسیدایز کیږي او سلفر جلا پاتي کيږي. H2S+O2 H2O+S2 بله لاره د desulphurization کیمیاوي تصفییه ده چي خامو موادو سره ګډوونکي کي په مناسبه اندازه کیمیاوي مواد وراچول کیږي چی اکثره وخت دغه کیمیاوي مواد NAOHوي په لنډ ډول ویلی شو چی باید په بایوګاز کي د H2Sمقدار دڅخه زیات نه وي ځکه په اندازي سره د بایوګاز استعمالوونکي انجنونه او پايپونه له تخریب سره مخ کوي . او همدارنګه بله لاره د بایوګاز دتصفيي دبرق او یا هم نورو طریقو سره د بایوګاز وچول دی دا په هغه پایپونو کي صورت نيسي چي دهاضم ټانک څخه تر مصروفوونکو combined heat and power generation(CHP)پوري غزیدلي وی . د بایوګاز دتولید لپاره د دستګاه څخه ساتنه او موثر استعمال د بايوګاز دستګاه څخه ښي اخستني لپاره د بزګرانواو نورو ګټه اخستونکو پاملرنه لاندي ټکو ته راړو څو په راتلونکې کې د ستونزو سره مخامخ نه شي . 1- د څارويو فضله مواد او د اوبو اندزاه چې هره ورځ په د ستګاه کې اچول کيږي د ستګاه په سايز پوري اړه لري 2 – د فضله موادو او د اوبو په منځ کې نسبت دي ياني يوکيلو ګرامه د څارويو فضله مواد له يو ليتره اوبو سره ګډيږي. 3- ګډ شوي مواد د ننوتلو دلاري دستګاه ته ځي که چيري هره ورځ د څارويو د فضله موادو ټاکلي اندازه په دستګاه کې وانه چول شي نو يوازي د ګاز په توليد کې کمې نه راځي بلکې په پايې کې بيخي بنديږي. 4- پاملرنه بايد وشي چې څارويو فضله مواد تازه وي اوهم بايد شګې او خاوري ونلري. 5- هغه ناروغو څارويو ته چې د ميکروب ضد (انتي بيوتيک) دارو ورکړل شوي وي فضله مواد يې بايد تر هغه وخت پوري په دستګاه کې وانه چول شي تر څو چې دارو خوړال يې تمام شوي نوي ځکه د غه ډول فضله مواد سخت او بدبوي رامځنته کوي که داسي کاروشي نو بايد چې ټوله دستګاه دي خالي کړي شي. 6- د څارويو د وچو فضله موادو د استعمال څخه دي ډډه وشي ځکه چې دغه ګاز د توليد اندازه يې کمه ده. 7- کله چې د ګاز څخه ګټه يا استفاده نه وي نو والونه يې بايد تړلې وي. 8- د پخلي برسيره له زياتي ګاز څخه د رڼا، يخچال او داسي نورو شيانو کې هم ګټه اخستل کيږي. 9- هغه مواد چې د دستګاه څخه د ګاز د توليد څخه ورسته ووځي په کرنه کې ورڅخه د عضوي سري په تو ګه کاراخستل کيږي. 10- توليد شوي ګاز د اوبو دبړاسونو څخه مشبوع وي. د چاپيريال د تودوخي د بدلون له مخي نو موړي بړاسونه د اوبو په څاڅکو بدليږي اوبه په يو ځانګړي ابګيرکې راټوليږي او اوبه په هره اونۍ کې بايد د شيردهن په وسيله خالي او ويستل شي . 11- د هري ورځي توليد شوي ګاز بايد مصرف شي ځکه (50%) څخه زياته زيرمه کيداي نه شي 12- د بايوګاز دستګاه ديو کورنۍ د اړتيا له مخي نه ټاکل کيږي بلکې د فضله موادو او دهغي د اندازي پوري اړه لري چې بزګران يې هره ورځ برابرولي شي د څار ويو فضله مواد د ټاکلي اندازه بې له دي نه چې زيات شي يا کم شي بې د ځنډ هره ورځ بايد په دستګاه کې واچول شي په لا ندي جدول کې د دستګاه سايز د څارويو د ورځني فضله مواد، د څارويو شمير او د اوبو اندازه د ګاز ورځني توليد ښودل شويدي د ټټۍ د اتصال په وسيله په دستګاه کې د ګاز دتوليد اندازه (20%) لوړيږي د سمندر دسطحي څخه لوړ والي د ګاز په توليد کې کموالي راولي. 13- که چيري ټټۍ د دستګاه سره و تړل شي نو بايد لوټې ونه کارول شي. 14- په دستګاه کې خرابي اوبه په ځانګړي توګه د صابون د اوبو دا چولو څخه دي په کلکه ډ ډه وشي 15- د اوبو لپاره هم له پيمانې څڅه کار اخستل کيږي د مثال په توګه هغه لوښي چې 20 ليتره ظرفيت لري نو که دري ځله د اوبو څخه ډک او په دستګاه کې تش شي کفايت کوي. 16- لمړي بايد فضله مواد د اوبوسره ښه کډ شي بيانو د ننوتلو لاره خلاصه شي تر څو نوموړي مواد ګودال يا کندي ته ننوځي هلته د موادو د تومني په پايله کې ګاز توليديږي خو داچې ګاز د هوا څخه سپک دي پورته خيژي او د ګنبدي لا ندي را ټوليږي سلوري يا اوبلن مواد له 70 ورځو وروسته د10M3 دستګاه څخه دوتلو له لاري ويشل کيږي او نيغ په نيغه کرنيزو ځمکو کې د اوبو سره يوځاي د عضوي سرې په توګه استعماليږي. هغه اندازه ګاز چې 10M3دستګاه څخه په لاس راځي 4,2 مترمکعب يا 2400 ليتره دي که دغي دستګاه سره ټټي وتړل شې د ګاز په توليد کې 20% زياتوالي راوړي يعنې په هغه صورت کې به د دي دستګاه د ګاز ظرفيت په يوه ورځ کې 8,4 مترمکعب يا 2800 ليتره ته پورته شي. که چيري ګازددري کورنيو لپاره کافي کيږي ځکه يو مترمکعب يا زرليتره ګاز ديوي 5 يا 6 کسيزکورني د دري و ختو لپاره خواړه پخولې شي خو که د پخلې په څنګ کې له دي ګاز څخه په رڼا کې هم استفاده وشي نو بيا دوه کورنيو اړتياوي په ښه تو ګه پوره کولې شي. لاندي جدول دګازوتولیداندازه ، دستګاه سایز ،حیواني فضوله مواد ،حیواناتوشمیر، او د بایوګاز روزانه تولید په کی ښودل شوي

له عضوي فضولاتو څخه د بایوګاز ترڅنګ دعضوي سرو منځ ته راتګ[سمول]

Materials in a compost pile
Food scraps compost heap

کله چی بایوګاز توليديږي نو تر څنګ یی په ګودال کي عضوي سره هم تولیدیږی چی په کرنیزه پراختيا کي ورڅخه کار اخستل کيږي. 1- په تازه بڼهslurry: - دغه سره په خپل ترکيب کي n2 او some organic material لري چي ددغو سروڅخه دګټي اخیستني ښه وخت داوبوکولو وخت وي چی داوبو سره يوځاي ورکول کيږي. 2 – کمپوسټcompost: - هغه وخت کې چې په کرونده کې په تازه بڼه د سلوري د کاروني امکان نه وي نو بيا د کمپوسټ د لاري چاري څخه ګټه اخسيتل کيږي. د کمپوسټ ځاي له دستګاه سره نژدي غوره کيږي اندازه يې د ضرورت او د موادو اندازي پوري اړه لري . سلوري د وتلو له لاري نيغ په نيغه د کمپوسټ ځاي ته ليږدول کيږي . او هلته په دي ترتيب چې يوه طبقه سلوري د سبزيجاتو د پاتې شونې، واښه او د ونوپاڼي هرزه ګياوي او د کروندي بيکاره او داسي نور پوړ په پوړ اچول کيږي تر څو چې کنده ډکه شي وروسته لمده خاوره پري اچول کيږي تر څو چې د هوا جريان يې بندشي له پلاستيک څخه ګټه اخسيتل کيږي . سلوري په کمپوست بدليږي چی دغه عمليه( 35-55)حرارت درجه کي صورت نيسي کمپوسټ تجزي د چټکتيا لپاره د ايريا موسيسي د متبادلي تکنالوژۍ څانګې يو نوي سيستم تر کار لاندي نيولي دي چې په لاندي ډول يې څيړو . 1- واښه يا کرنيز پاتي شوني د ميده کوونکي ماشين په وسيله ميده کوو 2- ميده شوي مواد د سلوري سره ګډيږي. 3- نوموړي ګډشوي مواد د مکعب مستطيل په کنده کې چې د هوا سوري لري اچول کيږي. 4- په ټاکلي وختونوکې د اوسپنيزو ښاښيو په وسيله لړل کيږي. 5- د اړتيا په وخت کې يو څه نور سلوري هم ورباندي شيندل کيږي دپورته ذکرشوي چلند څخه ګټه اخيستنه د کمپوسټ د جوړه ولو وخت د څو مياشتو څخه څو ونيو ته را کموي د دغو کندو پراختيا او جوړه ونه د ښه او تل پاتي کيفيت لرونکي کمپوسټ د توليدولو سبب ګرځي د غه کمپوسټ د کرني او باغدارۍ لپاره د عضوي سرې برابرولو کې ستره ونډه لري . د کمپوسټ رول او اهميت 1- د خاوري کيفيت او حاصلخيزۍ توان يې لوړوي. 2- د خاوري کيفيت او جوړښت سميږي. 3- په خاوره کې عضوي مواد ذخيره کيږي. 4 – په خاوره کې لنده بل ساتل کيږي. 5- په حاصلا تو کې زياتوالي رامنځته کيږي. 6- په خاوره کې د مايکرو اورګانيزمونو په فعاليت کې چټکتيارامنځته کيږي. 7- د نباتاتو وده چټکه کيږي. 8- په خاوره کې د هوا د داخليدو سبب ګرځي. 9- د نباتي ناروغيو، تاواني حشرو او د بيکاره بوټو د راشنه کيدو مخه نيسي. 10- بيله دينه چې خپل کيمياوي او فزيکي خاصيتونه د لاسه ورکړي د زيات وخت لپاره ساتل کيږي

دهوا د ککړتیا په مخنيوي کي يي رول[سمول]

نن ورځ د سون لپاره د ډول ډول ګازو څخه په دري شکلونو سره استفاده کيږي استفاده کيږي دغه دري نوعي ګاز عبارت دي له مایع ګاز(LPG )، بل ډول يي طيبيعي ګاز دي (چي یو مستقل او بل ډول يي مخلوط ګاز دي کله چي نوموړي ګاز او مختلف شمير دسون توکي سوځول کيږي نو ورڅخه فضا ته ورڅخه فضا ته مختلف مرکبات او زهري ایونونه (CO2,SO2,H2S,CO SO3,....) اولوګي خپريږي چي د هوا دککړتیا او بلاخره د نړۍ دګرمیدو سبب ګرځي دغه اوس مهال په نړيواله سطحه یوه لويه ستونزه بلل کيږي چي ورسره د نړۍ اکثره پرمختللي هیوادونه لاس اوګريوان دي . د دغه ستونزي تر یو حده راکموولو یوه لاره د دريم ډول ګاز چی د سون په منظور ورڅخه استفاده کيږي د بایوګازبديله تکنالوژی بلل شوي ده ځکه چي د دي عمليي په ترڅ کي کولای شو چي د هغه موادو سون مخنيوي وکړواویا يي راکم کړو د کوم څخه چي په زیاته پيمانه زهري ذرات او نور مرکبات هوا ته ازاديږي د بایوګاز د سون په نتیجه کي هم مرکبات فضا ته خپريږي خو اندازه او غلظت يي دنورو سون موادو په نسبت کم وي ځکه کاربن ډای اکسايد هم تري په هاضم ټانک کي کميږي او ډیرلوګي هم نه لري او بل که بایوګاز نوموړي هم ولري د مختلفو تصفيوي عملیو لکه desulphurization،او اوبو لري کولو په واسطه تصفيه او محیط ته يي د حطر درجه خورا کميږي.

د خاوري ککړتيا په مخنیوي کي دبایوګازتکنالوژي رول[سمول]

دمختلفو فعاليتونو په نتيجه کي چي فضوله مواد په خپل سر چاپیریال ته علاوه کيږي او دمختلفوژونديواو کوچنيو ژوندي موجوداتو په واسطه تجزيه او په محيط کي خپريږي چي دخاوري د ککړتيا یو ستر مرستيال بلل کيږي بل په خاوره کی له حده زیات د کيمياوي سرو استعمال چي په چټک ډول دحاصل د زياتوالي سبب ګرځي مګر په دوامداره شکل سره د خاوري پایداري له منځه وړي همدارنګه د همدي سرو په استعمال سره ځيني ژوندي مایکرو ارګانیزمونه له منځه ځي او د خاوري سره یي ايکالوژيکي اړيکی له منځه ځي همدارنګه د نو د بایوګاز ټکنالوژۍ څخه په استفادي سره نه یوازي چي ګاز تولیدیږي بلکي دغه عضوي فضوله مواد هم دغیر هوازي هضم له لاري په ګټور شکل اوړي او تر څنګ يي چي عضوی سری د سلوري او کمپوسټ په شکل هم په لاس راځي په استعمال سره دخاوري دکيفيت اوجوړښت اصلاح ،حاصلحيزي ،مرطوب والي ،مايکرو ارګانيزمونو چټک فعاليت منځته راځي چي بالاخره دنباتاتو وده هم چټکه کيږي.

داوبو دککړتيا په مخنيوي کي دبایو ګازسيستم رول[سمول]

په طبیعت کی اوبه په مختلفو بڼو لکه جامد مايع او ګازسره شتون لري چي ددی ټولو اوبو له جملي څخه تقريبا97% بحري مالګيني اوبه په مایع شکل وي 2.6%يي قطبي کنګلونه ،او 0.6%څخه کمي یی د حيواناتو او تباتاتو داستفادي وړ اوبه دي څرنګه چي د پاکو اوبو سرچيني په نړیواله سطحه مخ په کمیدو دي اوځیني يي په پراخه پیمانه باندي ککړي دي نو علتونه يي صنعتي فابريکي ، دکورونو د او د تشنابونو فضوله اوبه ، غذايي پاتي شوني ،اونور عضوي پاتي شوني دي چي دا د مختلفو سرچينو څخه اوبو ته په مستقيم او غیر مستقيم ډول سره علاوه کیږي او ورسره د اوبو دککړتیا باعث ګرځي چي په نتيجه د دغو اوبو ککړتيا دغذايي ځنځير له لاري انسانانو او هم حیواناتو ته انتقاليږي او د ډول ډول ناروغیو باعث ګرځي . چي دا په نړیواله سطحه یو عمده مشکل بلل شوي او داوبو دککړتيا له امله ۱۴۰۰۰ کسان دورځي په ټوله نړۍ کي ژوند دلاسه ورکوي بالاخره د دغه ککړتیا د مخنيوي لپاره د بایوګاز ټکنالوژي رايجول او په کار اچول یوه مناسبه معالجه بلل کيږي او مختلف ډوله عضوي مواد لکه د کورونواو تشنابونو فضوله اوبه ، غذايي پاتي شوني حیواني اوانساني فضوله مواد ونور عضوي پاتي شوني غیر هوازي هضم عمليي په ترڅ کي ګټور حالت ته بدلوي او د اوبو په پاک ساتلو کي کمک کوی.

د ځنګلونو دتخریب په مخنيوي کي د بایوګازتکنالوژي رول[سمول]

د محیط زيستي فرهنګ د نه شتون له امله د ځنګلونو څخه د صنعت ،قاچاق ،سربيره د سون موادوپه توګه استفاده او په ځنګلونو کی د کثافاتو ځای پرځاي کول ټولي هغه ننګوني دي ځنګلونه يي د تخريب سره مخ کړي دي نه تنها چي د ځنګل تخریب سره وني له منځه ځي او شنه ساحه ختميږي بلکه تر څنګ يي د اوبو ذخیری، وحشی ژوپناه ګاوي له منځه ځي ،دهوا وخاوري ، اوبو د ککړتیا ،د اوزون طبقي تخريب ،ځمکي ګرميدني سبب کيږي بالاخره دخاوري د تخريب سبب ګرځي او اباده ځمکه په دښته بدليږي نو د دغه ستر ناورین د مخنیوي لپاره باید د بایوګازتوليدي سيستم ته پرمختګ ورکړل شي ځکه چی همدغه ټکنالوژي د ځنګلي ونوڅخه دسون موادوپه برخه کي استفاده کموي او سربيره پردي په ځنګل کي د کثافاتو دځاي پر ځاي کیدو مخه نيسي. چی د دی anaerobic digestion(AD) عمليي محصول څخه نوي کیدونکي انرژي منبع په حیث ګټه اخيستل کیږي همداراز ورسره د هغو مختلفو فوسيلي موادو دسون مخه نیول کیږي. چی نه نوي کیدونکي خاصيت ولري او په ځاي يي بایوګاز په کار وړل کیږی.

د بایوګازتکالوژۍ اغیزي د اوبو او دوچي په حیواناتو باندې[سمول]

لکه څرنګه چی مخکی ذکر شول چی د بایوګاز ټکنالوژی د اوبو ،خاوري او هوا دککړتیا په مخینيوی کی کمک کوي او د ځنګلونو دتخريب مخه نيسي نو د دی رفاه په منځ ته راتګ سره هغه حیوانات چي په ځنکلونو کي ژوند کوي د منځه تللو څخه ژغورل کیږي همدارنګه د پاکو اوبو څخه په استفادي سره په ناروغیو داخته کیدو څخه ژغورل کيږو بل داچی کوم حیواني پاتي شوني په حیواني استوګنځایونو کي موجود وي په وخت سره د بایوګاز او عضوي سرو د توليد په منظورهاضم ټانک ته وړل کيږي نو ورسره د حيواناتو استوګنځایونه پاک ساتل کيږي او بله داچي کومي عضوي سري د غیر هوازي هضم په نتیجه کی منځ ته راځي دکرنیزو ځمکو دحاصلحیزۍ تر څنګ دماهیانو په فارمونو کي دتغذي په منظور استفاده کیږي البته چي سلوري slurryپه بڼه وي دبیا دماهیانو دغذاپه لپاره پکاريږي دماهیانو لپاره دسلوري slurryڅخه څرنګه دتغذيي په مظور استفاده کيږي چي دغه عملیه نظر داوبو دډنډ په اندازي پوري اړه لری څومره چی ډنډ لوي وي په همغه اندازه زیاته سلوري وراچول کیږي داسي چي نوموړي مایع عضوي سره د کنجاړي او يا هم د وریجو دبوري سره د 2:1په نسبت ګډیږي او ماهیانو ته دتغذيي په منظور استعماليږي .

بایوګازتګنالوژي په کلیو او بانډو کي[سمول]

په کليو او بانډو کې ژوند په عادي او ساده بڼه تنظيم شوي دي هلته د کليوالو د لمړنيو ستونزو اړتياو مالومول دا ضمينه برابره وي چې د ستونزو د اوارولو او د اړتياوو د پوره کولو لپاره يو لړ تدبيرونه و نيول شي. په کليو او بانډو کې د لويو ستونزو څخه يو هم د سونګ د انرژي ستونزه ده چې يو زيات شمير کليوال ورسره لاس او ګريوان دي. د دي ستونزو د اوارولو لپاره د هيواد په ګوډ ګوډ کې د بايوګاز پراختيا او انکشاف زيات اهميت لري خو په عمل کې د دي کارسر ته رسول څه هم ساده کار ندي ځکه چې تر څو چې کليوال ديو نوي پروګرام ګټه په خپلو سترګو ونه ګوري ترهغه و خته پوري پري باور نه کوي. له همدي امله د ايريامؤسيسي د هيواد په ځينو ولايتونو کې د نمونې په توګه د بايوګاز د ستګاوي جوړي کړي دي دا کار څو گټي لري يوه داچې په علمې ډگر کې د کليوالو د ډاډ او باور ضمينه برابره وي او بله دا چې د بايوګاز دسيستم د پر اختيا لپاره عملاً د دي تکنالوژۍ د پيژندلو اهميت او ګټوسره د نږدي څخه اشناکيږي. کليوال اوسيدونکې چې زياتره بزګر او مالدار دي ديوي دستګاه لپاره د موادو ( د څارويو فضله مواد) د برابرولو له پلوه کومه ځانګړي ستونزه نه لري کليوال په خپل ورځني ژوند کې د سونګ د موادو په توګه دلرګيو،خوشايواو د نباتاتوپاتي شوني دفارم دضايعاتو څخه ګټه اخلي ددي موادو دسو ځيدو په پايله کې د يوي خوا لوګې پيداکيږي د هواد ککړتياسبب ګرځي او د بلي خوا ايري په لاس راځي چې په کرنه او زراعت کې ډير لږ ارزښت لري که چيري بزګران د خپلو اړتياو د پوره کولو لپاره د سونګ له نورو سرچينو څخه ګټه واخلي او د نباتاتو پاتي شوني او د فارم ضايعات په خپلو کرنيزو پټوکې واچوي نو هميشني ګټي لري. يو له هغو ستونزو څخه چې بزګران ورسره تل مخامخ وي د کرکيلي په وخت کې د کېمياوي سري کمبود د دي سبب يې اقتصادي ستونزي او يا هم واټن زياتوالي دي که چيري د بايوګاز څخه ګټه واخستل شي نو دغه ستونزه په اساني سره له منځه ځي يواځي د سري کموالي د بزګرانو لپاره ستونزه نه ده بلکې د سونګ د موادو کمښت او لاسته راوړنه يې هم لويه ستونزه ګڼل کيږي په کليو او بانډوکې د سونګ لپاره عمده مواد لرګي دي خو دا چې نن ورځ د لر ګيو قيمت ډير لوړ دي بزګران او کليوال يې د اخستلو توان نه لري او که يې واخلي غيري اقتصادي ورته تماميږي. يواځني شي چې بزګران يې په واک کې لري د څارويو فضله مواد دي چې د سونګ د موادو په تو ګه او هم څه ناڅه په زراعت کې ورڅخه ګټه اخلي دا چې د څارويو فضله مواد د ګټي وړ انرژيۍد توليد ډيره ښه منبع ګڼل کيږي. ايا دا به ښه وي چې خوشايې وسيزي او يا په کرنه کې ورڅخه ګټه واخلي په داسي حال کې چې د بايوګاز په دستګاه کې د هغو څخه په اسانې هم ګاز او هم عضوي سره لاسته راتلي شي بزګران د لرګيو او د سونګ د نورو موادو په برابره ولو کې زيات وخت لږوي نو که چيري د بايوګاز دستګاه ولري کولي شي خپل دغه وخت د کرني په چارو کې ولګوي بايوګاز د ښځو د اوږو څخه د ژوند درانده پيټي لري کوي. هغوي کولي شي په نورو توليدي کارونو کې مشغولي شي له دي امله ويلي شو چې په کليو او بانډوکې د بايوګاز د پراختيا او انکشاف په دستګاه د څارويو فضله مواد په کاره وني سره د بزګرانو ټولي هغه ستونزي له منځه ځي چې د پخلي، رڼا او د سري د لږوالي له پلوه لري. د هغو تجربو له مخي چې د لغمان ولايت د چاردهي د عمرخيلو په کلي کې او د لو ګر د ولا يت د څرخ په ولسوالي کې لاسته راغلي، نو ويلي شو چې نوموړو سيموکې د بايوګاز د دستګاوو جوړ وني خورا ښي اغيزي لري، کله چې د دستګاه په جوړ وني کار کيدو د سيمي اوسيدونکو توجو ئې را واړه وله او ډلي ډلي خلک راتلل کاريې د نږدينه کتلو او بيايې ورباندي فکر کوو خو کله چې يې د دستګاه دفعاليت پايله په خپلو سترګو وليده نو په دي باوري شول چې د بايوګاز ددستګاه نه يواځي ګاز توليدوي بلکې عضوي سره هم جوړه ولي شي دغه هلي ځلي مثبتي وي، ځکه په کلو او بانډوکې د بايوګاز کومي دستګاوي چې د بيلګې په توګه جوړي شوي وي د خکلو پام يې را وګرځوو د دي تکنالوژي سره اشناشول او ه سيمه کې يې د خکلو په زړونو کې يې ځاي پيداکړه او اهميت يې ورته معلومه شو او خلک ورته د باور په سترګه ګوري

په افغانستان کي د بایوګاز سيستم دمخ په سقوط کیدو لاملونه[سمول]

دهغه معلوماتو له مخي چي مونږ د بایوګاز ټکنالوژۍ د څیړني په برخه کي کړی دهیواد په مشرقي ولایتونو کی دغه سیستمي دستګاوي اوس مهال اکثره له کاره لویدلي دي او ځیني یی تخريب او یا له منځه تللی دي چي د پوښتنو په جریان کي يي لاملونه په لاندي ډول یاد شوي. 1: د بایوګاز توليدي ټکنالوژۍ سره د خلکو هراړخيزه نااشنايي شتون. 2: د پرمختللي سیستم لپاره دلازمو امکاناتو د نه شتون له امله په یخه هوا کی د ګازو تولید له حده کمیدل. 3: د ځاي په انتخاب کي مشکل. 4: د خلکو ضعیف اقتصادي حالت. 5: د بایوګاز دستګاه په نصبولو کي د ټاکلو معیارونو پوره نه استعمال. 6: د کلي مشران یا نور بانفوذه اشخاص يي ځانته جوړوي مګر تر یو وخت وروسته یی دخښتو اونورو سامان الاتو څخه يي په نورو مواردو کي استفاده کوي ځکه په دغه تاسیس يي تاون نه وي کړي. 7: د دستګاه د جوړښت د خرابوالي له کبله ممکن پایپونه سوري شوي وي یا د سرو د پټولو دښه سیستم د نه لرلوله امله بد بوي دیته خلک مجبوروي چی د دغه سیستم څخه استفاده بس کړی. 8: دتصفيي سیستم دنه لرلو له کبله د ګازانتقالونکي پایپونه او والونه داوبو او سلفر له امله تخريبيږي. 9: د بایوګاز دلاسته راوړلو لپاره يي اکتفا یوازي په حیواني فضوله موادو وي نو په هیواد کي د اکثره کورنيو دغړو تعداد زیات او حیوانات يي کم وي چي دغه ګاز يي د استعمال لپاره بسنه نه کوي. 10: د دولت له خوا په دغه برخه کي لازمي همکارۍ ډيري کمي دي

پایله[سمول]

بایوګازدعضوي فضوله موادو څخه لاس ته راځي حی په خپل ترکیب کي میتان او کاربن ډاي اکساید او په کمه اندازه ځينی نور مرکبات لري د دغه تکنالوژی ټولنيزي ګټي دککړتیاوو څخه دچاپیریال پاک ساتلو طبيعي منابعو تخريب مخنیوي ،دځنګلونو تخریب مخنيوی ،بزګرانو عاید زیاتوالي اوخاوري حاصلحیزۍ سبب ګرځي ددغه تکنالوژۍ څخه څخه دسون موادو ،عضوی سرو ،او چاپیریال ساتنه کي استفاده کيږي 10بایوګازد6طبيعي ګازو 7پطرول اود6.1ډیزلوسره معادل انرژی لري.دنوموړي ګاز عضوي سرو دتولید لپاره ددري ډوله دستګاوو څخه زیاته استفاده کيږي چی بالوني ،لامبوزنه او ګنبذي شکلونه لري باید په دا سي ځایونو کی جوړه شي چی کم رطوبت لري ومختلف سهولتونه ولري کرنيزی ساحی ته نږدی وي داوسیدو ځای څخه لږ لرې وي ددغه ګاز لاسته راوړل په څلور مرحلو کی صورت نیسي تجزیه تیزاب جوړیدنه اسیتون جوړيدنه اوګاز جوړيدنه پکي شامل دي د بایوګاز دتصفيي لپاره دیخولو اوډيسافرایزس عملیي صورت نيسي باید وخت په وخت د بایوګاز سیستم چک شي تر څو کوم پايپ وال ددستګاه دیوالونه او هم دعضوس سرو ټانک ساخمتان خو به تخريب شوي نه هیره دي نه وي چي په دغه سيستم کۍ دګازو تر څنګ عضوي سري هم په سلوري او کمپوست بڼه توليديږي چی slurry مایع شکل لري اواوبخور کی اوبو سره ورکول کرنیزي ځمکي ته ورکول کيږي بله ډول کمپوسټ شکل لري همدغه سره وی خو وچه شوي و ی چي دخاوري دحاصلحيزۍ سبب کيږي همدارنګه نوموړي تکنالوژي دژوند په چاپیریال دهوا اوبو، او خاوري ککړتيادکمښت اومخنيوي له مخي دځنګلونودتخريب په مخنيوي کي او بالاخره د ژونديو موجوداتو د ته د صحي چاپیریال په تهیه کولو لازمی مرستي کوي څرنګه چي په کليو او بانډو کی حیوانات زیات وي نو له همدي کبله دبایو ګاز تکنالوژی په همدغه ځايونو کي نسبتا ښه نتیجه ورکوي ځکه دسون لپاره دخو شایو سوځولو په ځای همدغه ګاز سوزوی او هم تري په روښنايي کي استفاده کيږي بله ګټه یی داده چی په دغه سیمو کي د کرنیزو چارو لپاره عضوي سري په لاس راځي مګر ددي سیستم سره دخلکو نا اشنايي وکمزوري اقتصاد،غلت نصبول،د استعمال او څارني ښه سیستم نشتون اوداسی نور ټولي هغه ننګوني دي چی زمونږ هیواد کي يي د بایوګاز تکنالوژی پرمختګ له خنډ سره مخ کړي

سپارښتنې[سمول]

1. دولت بايد د دغه تکنالوژۍ په پلي کولو کي فعاله مالي ونډه واخلي . 2. همدارنګه د دغه دستګاوو د جوړولو لپاره مسلکي پرسونل د دولت لخوا وروزل شي. 3. مناسب ځایونه لکه کليواوبانډو کي د دغه تکنالوژۍ د ګټورتوب په اړه عامه پوهاوي ورکړل شي . 4. څرنګه چی په یخو موسمونو کی دغیر هوازي هضم په عملییه کی سستوالی راځی نو پکار ده چی ګروموونکی سیستمونه لکه solar water heater systemله دستګاه څخه تیر شي. 5. په کلیو او بانډو او نورو مناسبو ځایونو کی هم دغه تکنالوژۍ ته د پراختیاورکولو په برخه کی خلک په شخصي توګه لګښت وکړي . 6. هغه کورنۍ چی د حیواناتو شمیر یی زیات وي او کرنيز فعالیتونه ترسره کوي باید د خپل ځان لپاره دغه دستګاوي تاسيس کړی. 7. د دغه دستګاوو د جوړولوپه مهال باید په یاد ولرو چي داسي ځاي کي تاسیس نه شی چی نورو خلکو ته ضرر ولري.

سرچینې[سمول]

فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه

Typical composition of biogas
Compound Formula %
Methane کينډۍ:Chem 50–75
Carbon dioxide کينډۍ:Chem 25–50
Nitrogen کينډۍ:Chem 0–10
Hydrogen کينډۍ:Chem 0–1
Hydrogen sulfide کينډۍ:Chem 0.1 –0.5
Oxygen کينډۍ:Chem 0–0.5