بادن ورتمبرګ آیالات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له باډن ورټمبرگ نه مخ گرځېدلی)

بادن ورتمبرګ په الماني Baden-Württmberg) د ]]المان]] هیواد هغه یوازینی آيالات دی چې د ټاکنو (ټول پوښتنې) په ترڅ کي منځ ته راغلی دی. د ۱۹۵۱ م مېلادي کال د ډسمبر د مياشتې په ۱۶ مه نېټه په دغه سيمه کې يوه ټول پوښتنه يا رېفرېنډم تر سره شو. ځايي ښځو او نارينو د خپلو رايو په اکثريت سره دې ته لاره هواره کړه چي د پخوانیو دریوو آيالاتونو بادن ورتمبرګ، ورټم بېرگ هوهن څولرن او د باډن د ايالت څخه يو نوی ايالت جوړ کړی شي. معنی دا چي درې واړه د باډن ورټم بېرگ په نوم سره يو ځای کړل سي. ددغه ايالت د منځ ته راتلو رسمي نېټه د ۱۹۵۲ م مېلادي کال د اپريل ۲۵ مه نېټه ده.

Baden-Württemberg
Baden-Württemberg
د Baden-Württemberg انځور
د Baden-Württemberg انځور
د Baden-Württemberg انځور

الشعار:(الماني: Wir können alles. Außer Hochdeutsch.) (–۲۰۲۱)[۱]  د (P1451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
Baden-Württemberg

Map
کورډېناټونه: ۴۸°۳۲′۱۶″شمال ۹°۰۲′۲۸″ختیځ / 48.537777777778°شمال 9.0411111111111°ختيځ / 48.537777777778; 9.0411111111111  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۲]
د رامنځته کېدو نېټه ۲۵ اپرېل ۱۹۵۲  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد المان
پلازمینه شتوتګارت
حکومت
 • هيئة Landtag of Baden-Württemberg
 • والی وین فرید کریتشمن (کينډۍ:Polparty)
 • Governing parties کينډۍ:Polparty / کينډۍ:Polparty
 • Bundesrat votes 6 (of 69)
پراخوالی[۳]
 • Total ۳۵٬۷۵۱٫۴۶ کلوميټر٢ (۱۳٬۸۰۳٫۷۲ میله  مربع)
لوړوالی 327 متر[۴]  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (2017-12-31)[۵]
 • Total ۱۱,۰۲۳,۴۲۴
 • د نفوسو کثافت ۳۱۰/کلوميټر٢ (۸۰۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون CET (ه.ن.و+1)
 • د اوړي وخت CEST (ت.ع.م +2)
جيو کوډ 2953481[۶]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 DE-BW
GDP (nominal) €477/ $561 billion (2016)[۷]
GDP per capita €42,000/ $49,400 (2015)
NUTS Region DE1
HDI (2017) 0.950[۸]
very high · 2nd of 16
رسمي وېبپاڼه www.baden-wuerttemberg.de
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډېر عايدات اوکمه بې روزگاري[سمول]

باډن ورټمبرگ

وروسته له دې چي باډن ورټم بېرگ د نوي ايالت په ډول منځ ته راغلی، په ډېر لږ وخت کي دغه ايالت ډېر پر مخگ وکړی او اوس د المان په تر ټولو بريالي ايالتونو کي شمېرل کيږي. ددغه ايالت وگړي د ټول المان د اوسط په پرتله جگ معاشونه لري او د المان د نورو ټولو ايالتونو په پرتله دلته بې روزگاره انسانان کم دي. په ۲۰۰۸ م مېلادي کال پدغه ايالت کي ۴.۵ فيصده وگړي بې روزگاره وه او هغه پداسي حال کي چي د ټول المان په کچه اوسطا ۸.۲ فيصده وگړي بې روزگاره وه.

„بېله معياري الماني زموږ نور هر څه زده دي.“

دباډن ورټم بېرگ ایالت د نورو گڼ شمېر ځانگړتياو تر څنگ د ټولې اروپا پر سطح د نوي صنعتي ټېکنالوجۍ او علمي اوساينسي څېړنو له وجي منل سوی او پېژندل سوی دی. د اروپا د نورو ټولو سيمو په پرتله پدغه ايالت کي پر علمي او ساينسي څېړنو زياتي پيسې لگول کيږي. باډن ورټم بېرگ د ۲۰۰۷ م مېلادی کال راهيسي د غورو او فوق العاده پوهنتونونو د ځای د نوم درلودلو اعزاز لري.

دباډن ورټم بېرگ د عايداتو تر ټولو مهمه څانگه د موټر جوړولو صنعت دی. دغه صنعت په علمي او ساينسي څېړنو کي هم زياته پانگونه کوي. نامتو موټر جوړونکي صنعتونه لکه ډايملر، پورشه او بوش په باډن ورټم بېرگ کي خپلي مرکزي نمايندگۍ لري. د باډن ورټم بېرگ په اقتصادي بريا کي د هغو متوسطه او کوچني تجارتي او کسبي شرکتونو لاس هم سته، چي پدغه ايالت کي کار کوي او د وگړو د ښه اقتصادي حالت سبب گرځي.

علم او پوهه، صنعت او طبعي منظرې[سمول]

  • نفوس = ۱۰.۷ مليونه
  • احاطه = ۳۵۷۵۰ کلوميتره مربع
  • د ايالت پلازمېنه = شټوټ گارټ
  • د منځ ته راتلو نېټه = ۲۵/۰۴/۱۹۵۲
  • مهمې اقتصادي څانگي = ماشين جوړونه، موټر جوړونه

ددغه ايالت د ښه معيار اصول د زياتو خلکو لپاره کشش لري. پدغه ايالت کي د المان بهترينه ريسټورانټونه، بېلا بېل مشروبات او يوه بډايه کلتوري ظهور اوصحنې تر څنگ قدرتي او طبعي ځايونه هم سته.

په همدې وجه دغه ايالت ته زيات سېلانيان راځي. پداسي حال کي چي هر کال پدغه ايالت کي څلوېښت مليونه سېلانيان شپې کوي، د المان د بايرن ايالت نه وروسته دغه د المان تر ټولو زيات سېلانيان را جذبوونکی ايالت دی. په باډن ورټم بېرگ ايالت کي گڼ طبعي ځنگلات سته چي د تور ځنگلونو په نامه ياديږي. دغه ځنگلونه چيري چي په زړه پوري درې، غونډۍ، د بزگرو ښکلې کورونه، د گلونودرې مايناو او غايشه ناو سته، د سېلانيانو په راجذبولو کي ستر رول لوبوي. د گلونو د درې په نوم سېمي مايناو او غايشه ناو د ملگرو ملتونو د ټولنې يونېسکو لخوا د نړۍ وال کلتور ميراث ټاکل سوي دي. ددې تر څنگ ښارونه لکه هايډل بېرگ، ټيوبينگن، فرای بورگ او کونسټانڅ د سېلانيانو د توجه مرکز وي.

سرچينې[سمول]

  1. Baden-Württemberg hat beliebtesten Slogan — د نشر نېټه: ۳ جنوري ۲۰۲۱ — دوتنه: Deutsche Welle — د خپرولو نیټه: ۹ مارچ ۲۰۱۷
  2.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د بادن ورتمبرګ آیالات اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  3. "The State and its people". Baden-Württemberg. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. GeoNames ID: https://www.geonames.org/2953481 — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  5. "Bevölkerung nach Nationalität und Geschlecht am 31. Dezember 2017". Statistisches Landesamt Baden-Württemberg (په الألمانية ژبه کي). 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  6. پیوستون : 2953481  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  7. Baden-Württemberg, Statistisches Landesamt. "Bruttoinlandsprodukt – in jeweiligen Preisen – in Deutschland 1991 bis 2016 nach Bundesländern (WZ 2008) – VGR dL". www.vgrdl.de. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Sub-national HDI - Area Database - Global Data Lab". hdi.globaldatalab.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)