باچاخان درویش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

باچا خان درویش (زوکړه ۱۹۹۰ زېږدي کال د اپرېل ۴، پښتونخوا د سوات ولسوالۍ) يو افغان پښتون غزلبول شاعر دی.

مخينه[سمول]

باچا خان درویش د ښاغلی محمد واسع زوی دی چې د ۱۹۹۰ زیږدي کال د اپریل میاشتې پر څلورمه نېټه د پښتونخوا د سوات په بلوگرام کې زیږیدلی دی، خو آر ټاټوبی یې د افغانستان د لغمان ولایت د شلټک کلی دی او په ټبر پښتون ناصر دی.

باچا خان درویش خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د خپلې استوگنې په اوسنۍ سیمې بلوگرام کې تر سره کړې دي او بیا يې د سوات له پوهنتونه په Arts یا هنرونو کې ( B.A) اخيستې. هغه نن سبا شانگله چکیسر کې په دنده بوخت دی.

باچاخان درویش پر ۲۰۰۴ زیږدي کال په شعر او شاعرۍ لاس پورې کړی او تر اوسه د دوو شعري ټولگو ليکونکی دی. نوموړی وایي چې د هغه د خوښې او مینې شاعر غني خان دی چې د هغه د شعر او شاعرۍ نه یې الهام اخیستی دی. هغه په سوات کې د حافظ الپوري بابا د ادبي ټولنې غړی هم دی.

د باچا خان کلام زیاتره عشقي بڼه لري، خو په کلام کې يې داسې غزلونه هم شته چې د خپل ولس او قام مینه پکې له ورایه ښکاري.

د شعر بېلگې يې[سمول]

د خيال په تار مې اوچيړه سندره زوروره - د جبر نه لاس واخله ستمگره زوروره

په ځان کې خطا نه وينم خو بيا هم درته وايم - په څه رنگ به رضا شې مروره زوروره

ماضي دې د وصال تپوس يې مه کوه جانانه - چپه دي د بيلتون ده زوروره، زوروره

پټ مخ دي جهنم دی چې څرگند شي بيا به گورو - په چل دي نه پوهېږم جادوگره زوروره

دنيا خمار، خمار ده ميخانې په کې تاويږي - چې وسپړي مسکا ته لب شکره زوروره

دنيا به په خپل کور کې په خوبونو نه مړېږي - درويش به گوتې شماري تر سهره زوروره

       *  *  *


ليکلي نښيرونه يې[سمول]

۱- واورو لمبې کړې دي.

۲- تت ستوري.


اخځليک[سمول]

۱- د لیکوال لطيف یاد فېسبوک پاڼه.