Jump to content

بارکوډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بارکوډ یا بار کوډ د ډېټا د ښودلو مېتود دی. په دې مېتود کې ډېټا په داسې ډول ښودل کېږي چې د لیدلو وړ وي او ماشین یې لوستی شي. په لومړیو کې بارکوډونو ډېټاوې د عرض، واټن او موازي کرښو د اندازو په بدلولو سره ښودلې. دغه بارکوډونه چې دا مهال خطي یا یواړخیز (1D) بلل کېږي، د ځانګړو نويو سکنرونو په مرسته سکن کېدای شي چې دا سکنرونه بارکوډ لوستونکي بلل کېږي او بېلابېل ډولونه یې موجود دي. وروسته یې بیا دوه اړخیز (2D) ډولونه جوړ شول چې د مستطیل، نکتو، شپږ ضلعي او نورو الګوګانو په مرسته یې کار کاوه او مټرېکس کوډونه یا دوه اړخیز بارکوډونه نومول کېدل، که څه هم چې دغه ډول میلې نه په کې کارېدې. دوه اړخیز بارکوډونه د دوه اړخیزو نوري سکنرونو په مرسته لوستل کېدای شي چې دغه ډول سکنرونه په ګڼو ډولونو موجود دي. دوه اړخیز بارکوډونه په مایکرو کمپیوټر پورې د تړلې ډيجیټلي کمرې په مرسته هم لوستل کېدای شي. په دغه ډيجیټل کمره کې داسې سافټویر وي چې د بارکوډ عکس اخلي، عکس تحلیلوي او په دې توګه د دوه اړخیز بارکوډ رمز یا کوډ خلاصوي. د ځیرک ټېلیفون په څېر هغه ګرځنده ټېلیفونونه چې داخلي کمره لري، د ځانګړي سافټویر اپلیکېشن په مرسته د دوه اړخیز بارکوډ د دویم ډول لوستونکي په توګه کار کولی شي (همدغه ډول ګرځنده ټېلیفونونه سافټویر اپلیکېشن ته په کتو سره یو اړخیز بارکوډونه هم لوستی شي).

بارکوډ «نورمن جوزف ووډلنډ» او «برنارډ سیلور» اختراع کړ او دا اختراع په ۱۹۵۱ کال کې په متحدو ایالتونو کې ثبت شوه. د دغې اختراع بنسټ د مورس کوډ و چې نازکو او پېرړو میلو ته پراخه شوه. له دې سره سره، دغه اختراع څه باندې شل کاله وروسته له سوداګریز پلوه بریالۍ شوه. د بریتانیا مجله «ماډرن رېلوېز» د ۱۹۶۲ کال د ډسمبر میاشتې د ګڼې په ۳۸۷-۳۸۹ پاڼو کې ښيي چې څه ډول د بریتانیا په رېل‌لارو کې د بارکوډ د لوستلو سیستم بشپړ شوی و چې په ساعت کې یې د ۶۰ مایله (په ساعت کې ۱۶۰ کیلومتره) سرعت لرونکي رېلونه له تېروتنې پرته لوستی شوای. په صنعتي برخه کې بارکوډ په لومړي ځل د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کلونو کې د امریکا د رېل‌لارو انجمن وکاراوه.[۱][۲][۳][۴]

بارکوډونه هغه مهال له سوداګریز پلوه بریالي شول چې په سوپر مارکېټونو کې د پیسو د تحویل په سیستمونو کې وکارول شول او دغه کار دا مهال په ټوله نړۍ کې کېږي. د خوراکي توکو د کوډ شورا په ۱۹۷۳ کال کې د بارکوډ هغه طرحه انتخاب کړه چې «جورج لورر» جوړه کړې وه. د لوور بارکوډ چې عمودي کرښې یې لرلې، تر هغه دایروي بارکوډ ښه چاپېږي چې ووډلنډ او سیلور جوړ کړی دی. بارکوډونه دا مهال د پېژندنې او ډېټا راټولونې په ګڼو برخو کې کارول کېږي. لومړنی بارکوډ لرونکی محصول د ۱۹۷۴ کال په جون میاشت کې سکن شو. دا د رېګلي ژاولو یوه بسته وه چې د اوهایو په مارش سوپر مارکېټ کې د عکاسۍ د علومو شرکت له‌خوا د جوړ شوي سکنر په مرسته سکن شوه. کیو.ار (QR) کوډونه چې د دوه اړخیز بارکوډ یو ځانګړی ډول دی، په دې وروستیو کې د ځيرکو ټېلیفونونو د ډېرېدو له امله ډېر مشهور شوی دی.[۵][۶][۷]

استفاده

[سمول]

بارکوډونه په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو برخو کې په پراخه کچه کارول کېږي. په پلورنځیو کې د اکثرو توکو پر مخ یو.پي.سي بارکوډونه مخکې له مخکې چاپېږي. په دې کار سره د پیسو تحویلي چټکېږي، د توکو له زر پیدا کېدو سره مرسته کوي او له پلورنځي څخه د غلا پېښې کموي. که څه هم له پلورنځیو څخه غلا کوونکي کسان دا مهال خپل بارکوډونه هم چاپولی شي. هغه بارکوډونه چې د یوه کتاب ای.اېس.بي.اېن کوډ کوي، د کتابونو، مجلو او نورو چاپي موادو پر مخ مخکې له مخکې چاپېږي. پر دې سربېره، د پرچون پلورنځیو د غړیتوب کارتونه له بارکوډ څخه د مشتري د پېژندلو لپاره کار اخلي چې په دې سره د مارکېټېنګ شونتیا برابرېږي او پلورنځی د مشتري د پېر پر لا ډېرو نښو پوهېږي. پېرودونکي چې د نوم‌لیکنې پر مهال کومه پته یا ایمېل ادرس وړاندې کړی وي، له دې لارې ښايي د بازار موندنې یا ځانګړنو تخفیفونو په اړه وړاندیزونه ترلاسه کړي.[۸]

بارکوډونه د شیانو او اشخاصو د تعقیب لپاره هم کارېدای شي؛ بارکوډونه د کرایي موټرونو، د ایرلاینونو د بیکونو، اتومي ضایعاتو، راجستر شویو پوستي لیکونو او پارسلونو د تعقیب لپاره کارول کېږي. بارکوډ لرونکي ټيکټونه (چې ښايي مشتري یې په خپل پرېنټر چاپ کړي یا یې په خپل ګرځنده ټېلیفون کې ثبت کړي) له لرونکي سره مرسته کوي چې ورزشي ساحو، سینما، تیاتر، نندارتون او نورو ځایونو ته دننه شي او له کرايي ځایونو څخه د خپلو نقلیه وسایلو د ایستلو او دننه کولو د ثبت لپاره کار ترې واخلي. د بارکوډونو په مرسته تکراري او جعلي ټیکټونه په اسانۍ سره پېژندل کېدای شي. بارکوډونه د پلورنځي د کنترول په سافټویر اپلیکېشنونو کې کارول کېږي چې په دې کې کارکوونکي کولی شي کاري ارډرونه سکن کړي او د یوه کار لپاره مصرف شوی وخت په نښه کړي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

بارکوډ لوستونکي

[سمول]

د بارکوډ لومړني او تر دې مهاله تر ټولو ارزانه سکنرونه له ثابتې رڼا او د رڼا له یوه سېنسر یا حسګر څخه جوړېږي چې د لاس په مرسته بارکوډ ته لېږدي. بارکوډ لوستونکي له کمپیوټر سره د نښلېدو له مخې په درېیو ډلو وېشلی شو. د بارکوډ د سکنر پخوانۍ بڼه RS-232 ده. دغه ډول سکنر د اپلیکېشن پروګرام ته د ډېټا لېږدولو لپاره ځانګړي پروګرامېنګ ته اړتیا لري. کېبورډ سکنرونه له PS/2 یا AT کېبورډ سره د برابر اډپټر کېبل په مرسته له کمپيوټر سره نښلېږي. د بارکوډ ډېټا په داسې ډول کمپیوټر ته لېږدول کېږي لکه د کېبورډ په مرسته چې ټایپ شوې وي.

ډېری اوسني ځیرک ټېلیفونونه د داخلي کمرې په مرسته د بارکوډ د کوډ پرانیستلو وړتیا لري. د ګوګل د شرکت له‌خوا جوړ شوي موبایلونه د انډرویډ سیستم له لارې د خپل ګوګل لنز اپلیکېشن په مرسته د QR کوډونه سکن کولی شي، یا هم ښايي د نورو اپلیکېشنونو په مرسته یواړخیز بارکوډونه یا QR کوډونه پرانیستلی شي. د نوکیا سیمبین سیستم د بارکوډ سکنر لري، په داسې حال کې چې mbarcode بیا د Maemo سیستم لپاره د QR کوډونو لوستونکی دی. د اپل په iOS 11 کې د اصلي کمرې اپلیکېشن د QR کوډونه پرانیستلی شي او کولای شي له URL سره یې وتړي، همدا راز کولی شي له وایرلېس شبکو سره ونښلېږي او یا هم د QR کوډ محتوا ته په کتو سره نور کارونه وکړي. په بلک‌بېري ډيوایسونو کې App World اپلیکېشن کولی شي بارکوډونه سکن کړي او د وېب هر پېژندل شوی URL په وېب بروزر کې لوډ کړي. Windows Phone 7.5 کولی شي بارکوډونه د Bing اپلیکېشن له لارې سکن کړي. له دې سره سره، دغه ډيوایسونه مشخصاً د بارکوډ د سکن کولو لپاره نه دي جوړ شوي. د پایلې په توګه ویلی شو چې د بارکوډونو په سکن کولو کې د دوی سرعت او دقت هغومره نه دی لکه د بارکوډ په یوه اختصاصي سکنر کې چې وي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. کينډۍ:Cite patent
  2. "How Barcodes Work". Stuff You Should Know (in انګليسي). 4 June 2019. بياځلي په 5 June 2019.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  3. Cranstone, Ian. "A guide to ACI (Automatic Car Identification)/KarTrak". Canadian Freight Cars A resource page for the Canadian Freight Car Enthusiast. بياځلي په 26 May 2013.
  4. Keyes, John (22 August 2003). "KarTrak". John Keyes Boston photoblogger. Images from Boston, New England, and beyond. John
    Barcoded rolling stock in the UK, 1962
    Keyes. خوندي شوی له the original on 10 March 2014. بياځلي په 26 May 2013.
  5. Roberts, Sam (11 December 2019). "George Laurer, Who Developed the Bar Code, Is Dead at 94". The New York Times. بياځلي په 13 December 2019.
  6. Fox, Margalit (15 June 2011). "Alan Haberman, Who Ushered in the Bar Code, Dies at 81". The New York Times.
  7. G. F. (2 November 2017). "Why QR codes are on the rise". The Economist (in انګليسي). بياځلي په 5 February 2018.
  8. "Barcode". iWatch Systems. 2 May 2011. بياځلي په 28 November 2011.
  9. Oberfield, Craig. "QNotes Barcode System". US Patented #5296688. Quick Notes Inc. بياځلي په 15 December 2012.
  10. National Geographic, May 2010, page 30
  11. Hecht, David L. (March 2001). "Printed Embedded Data Graphical User Interfaces" (PDF). IEEE Computer. 34 (3). Xerox Palo Alto Research Center: 47–55. doi:10.1109/2.910893. خوندي شوی له the original (PDF) on 3 June 2013. بياځلي په 26 July 2022. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  12. Howell, Jon; Kotay, Keith (March 2000). "Landmarks for absolute localization" (PDF). Dartmouth Computer Science Technical Report TR2000-364 (PDF). بياځلي په 2022-07-26.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  13. "Nokia N80 Support". Nokia Europe. خوندي شوی له the original on 14 July 2011.
  14. "package overview for mbarcode". Maemo.org. بياځلي په 28 July 2010.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  15. Sargent, Mikah (24 September 2017). "How to use QR codes in iOS 11". iMore. بياځلي په 1 October 2017.
  16. "15+ Best Barcode Scanner iPhone Applications". iPhoneness. 3 March 2017. بياځلي په 1 October 2017.