بارکوال مياخېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بارکوال مياخېل (۱۰ د فبروري، ۱۹۷۹ ز. - ) (په انگرېزي: Barakwal Myakhel) يو ځوان ليکوال، شاعر، ژباړونکى او خبریال دی. تر اوسه يې څو کتابونه چاپ شوي دي. د ١٩٩٧مېلادي کال په وروستيو کې يې په شعر ويلو پيل کړى، گڼ شمېر شعرونه يې ليکلي، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو يې ليکنې کړي، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. ژباړې يې هم کړې دي.

بارکوال میاخېل
لیکوال شاعر او ژباړونکی
د شخص معلومات
اصلي نوم محمد کریم
پيدايښت ۱۰ فروري ۱۹۷۹
تابعیت سهېلي پښتونخوا
پلرنی ټاټوبی ږوب سهېلي پښتونخوا
پلار عبدالوهاب میاخېل
عملي ژوند
تعليم ماسټري پښتو ادبیات بلوچستان پوهنتون کوټه
کار/مسلک خبریال
کاروونکي ژبه(ي) پښتو، انګلیسي، اردو

مخينه

محمد کريم، چې په ادبي نړۍ کې يې خلک د بارکوال مياخېل په نامه پېژني، د عبدالوهاب مياخېل زوى، د ١٩٧٩ز کال د فبرورۍ په ١٠مه د سهيلي پښتونخوا د ږوب (ژوب) سيمې په ((گنج محله)) کې زېږېدلى دى.

زده کړې

- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې يې د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولگى يې هم د ږوب له (ډگري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولگى يې له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه يې په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کړې ده.

دندې

  • په ٢٠٠١مېلادي کال کې يې په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توگه کار کړى، وروسته يې څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې سره د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توگه کار کړى. په دې موده کې يې د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور گڼې يې د ده په مسوول مديريت کې خپرې شوې دي.
  • په ٢٠٠٤مېلادي کال کې يې په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنگي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال يې له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانگې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توگه کار کړى.
  • په ٢٠٠٥مېلادي کال کې يې په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، گڼ شمېر کتابونه يې کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال يې (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره پرانيستله، چي تر دې مهاله يې د دې ادارې له خوا (۱۰) کتابونه خپاره کړي دي.
  • د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې راهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توگه دنده تر سره کوي، په دې څه کم درې کلنه موده کې يې ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره (ادبي راډيويي مجلې) ته سلگونه ادبي رپوټونه او مرکې هم ترتيب کړي دي.

چاپ اثار

  1. د کاڼي اوښکې (ژباړه: لنډې کيسې)
  2. د لوېديځ دوه مخيتوب (ژباړه)
  3. دود (رواج) (ژباړه: ناول)
  4. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولگه)
  5. رنځور کليوال (د لنډو کيسو لومړۍ ټولگه)
  6. د څراغونو اوښکې (د څلوريځو گډه ټولگه)
  7. مغرور مېږى (ژباړه: د ماشومانو کيسې)
  8. په شاتو کې زهر (د لنډو کيسو دويمه ټولگه)
  9. تږې هيلې (دويمه شعري ټولگه)
  10. علم او تاریخ (ژباړه)
  11. ښامار (ناول)
  12. ساییں کمال خان شېراني (ژباړه)
  13. شهید ارمان لوڼی (تالف)
  14. لټان (د لنډ کیسو دریمه ټولګه)
  15. تړلې چیغې (دریمه شعري ټولګه)
  16. شین سترګې (ژباړه: ناول)
  17. پر هندوستان د انګریزانو واکمني (ژباړه)

ناچاپ اثار

  1. د ادبي مقالو ټولگه
  2. د بېلابېلو ادبي او سياسي مرکو ټولگه
  3. آيا خبر ياست؟ (ژباړه او ټولونه) د نړۍ بېلابېلو مالومات
  4. څڅوبى (د څلوريځو ټولگه)
  5. د ژورناليزم په اړه کتاب.
  6. بېګانه وږمې (منظمومې ژباړې)

باندنۍ تړنې

سرچينې

  1. لمر ويبلاگ
  2. تاند ويبپاڼه