باب هاوک
| باب هاوک | |
|---|---|
|
|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۹ ډېسمبر ۱۹۲۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶] |
| مړینه | 16 می 2019 (90 کاله)[۷][۴][۶] سیدنی [۸] |
| تابعیت | |
| واک | |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | اکسفورډ پوهنتون |
| کار/مسلک | سياستوال [۹][۱۰]، حکومت مشر [۱۰] |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۱۱] |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې[۱۲] | |
| سمول |
|
رابرټ جېمزلي هاوک د AC (د استرالیا ویاړلی نښان چې د غوره خدمتونو او مخکښو لاسته راوړنو په پار استرالیایي ښاریانو ته ورکول کېږي, ژباړن) او GCL (د نوې ګينې د پاپوا فرمان اصلي ویاړلی نښان چې څلور درجې لري، ژباړن) ګټونکی یو استرالیایي سیاستوال چې له ۱۹۸۳ کال څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې يې د استرالیا د ۲۳م لومړي وزیر په توګه خدمت کړی او د استرالیا د کاریګر ګوند (ALP) مشر و.
هاوک د سویلي استرالیا په بارډرټاون ښار کې زېږېدلی. هغه د لویدیځې استرالیا په پوهنتون کې زده کړې وکړې او د روډز د څېړونکي په توګه یې د پوهنتون په اکسفورډ کالج کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ چې په دغه وخت کې يې د یارډ ال (د څښاکو اوږد ګيلاس چې د ۱.۴ لیتره څښاک د څښلو لپاره کارول کېږي، ژباړن) نړیوال ریکارډ په ۱۱ ثانیو کې مات کړ. هاوک په ۱۹۵۶ کال کې د څېړونکي افیسر په توګه د استرالیا د سوداګرۍ ټولنې له شورا (ACTU) سره یوځای شو. هغه د ملي ورځنۍ مزودورۍ د قضیې د سلا د مسؤل په توګه راپورته شو، په ۱۹۶۹ کال کې د ACTU رییس وټاکل شو چې هلته یې د خلکو تر منځ لوړ شهرت ترلاسه کړ. په ۱۹۷۳ کال کې د کاریګر ګوند د رییس په توګه منصوب شو.[۱۳][۱۴]
هاوک په ۱۹۸۰ کال کې د ACTU او کاریګر ګوند د رییس په توګه له خپل موقف څخه ګوښه شو تر څو پارلماني ټاکنو د ننه کېدو لپاره خپله اراده اعلان کړي او وروسته بیا د ۱۹۸۰ کال په فېدرال ټاکنو کې د استرالیا د پارلمان غړی (MP) وټاکل شو. درې کاله وروسته له هېڅ کوم مخالفت پرته د بېل هایډون پرځای د استرالیا د کاریګر ګوند د مشر په توګه وټاکل شو او یوازې د پنځه اونیو په بهیر کې يې د ۱۹۸۳ کال په ټاکنو کې د کاریګر ګوند غوڅې بریا ته ورساوه او د لومړي وزیر په توګه یې لوړه وکړه. هغه کاریګر ګوند درې ځله نور د ۱۹۸۴، ۱۹۸۷ او ۱۹۹۰ کال په ټاکنو کې له بریالیو پایلو سره بریا ته ورساوه چې نوموړی یې د کاریګر ګوند په تاریخ کې په ترټولو بریالي لومړي وزیر بدل کړ.
د هاوک دولت د پام وړ سمونونه رامنځته کړل چې له ډلې ېي لوی اقتصادي سمونونه، د لنډ کېير (یو ټولنیز غیر انتفاعي سازمان چې سیمهییزې رضاکارې ډلې د طبعي چاپېریال په جوړولو کې برخه اخلي، ژباړن) رامنځته کول د مېډیکیېر د نړوالې روغتیایي پاملرنې د طرحې معرفي کول د معاملاتو د قیمتونو او عایداتو تړون دAPEC (د اسیا - پاسافیک اقتصادي همکاري، ژباړن) رامنځته کول د استرالیایي ډالر معتبرول، له مالې برخې څخه د مقرراتو لرې کول، له کورنیو سره د مرستې طرحه په ۱۹۸۴ کال کې په کار ځای کې له توپیریز چلند څخه د مخنیوي په موخه د جنسیت پر بنسټ د توپیریز چلند قانون تصویبول، د استرالیا د ملي سرود په توګه اډوانس استرالیا فېير اعلانول، د تقاعد او زړبوډۍ د معاش طرحې جوړول، په سویلي قطب کې د معدنونو له ستخراج څخه مخنیوی او د استرالیا د ۱۹۸۶ کال د قانون پر تصویب څار یادولی شو چې په استرالیا کې یې د بریتانیا ټول پاتې صلاحیتونه له منځه یوړل.[۱۵]
هاوک د ۱۹۹۱ کال په جون کې د استرالیا د خزانه دار پاول کېټېنګ له خوا د مشرتابه له ننګونې سره مخ شو خو هاوک واک خوندي کړای شوی؛ په هر حال کېټينګ ۶ میاشتې وروسته دویمه ننګونه مطرح کړه او په لږ توپیر سره بریالی شو او د لومړي وزیر په توګه د هاوک ځای ناستی شو. ورپسې هاوک له پارلمان څخه تقاعد شو، دواړه سوداګریز کار او یو شمېر خیریه موخې يې وڅارلې تر هغه چې په ۲۰۱۹ کال کې په ۸۹ کلنۍ ومړ. هاوک همدارنګه له خپل ګوند څخه د لومړني، لومړي وزیر او تر رابرټ منزېس او جان هاورډ وروسته د استرالیا درېیم لومړی وزیر دی چې د اوږد مهال خدمت کوونکي لومړي وزیر په توګه پاتې شوی دی. هغه همدارنګه لومړنی لومړی وزیر دی چې په سویلي استرالیا کې زیږېدلی او یوازینی وزیر چې په لویدیځه استرالیا کې رالوی شوی او زده کړې يې کړې. هاوک د استرالیا د لومړیو وزیرانو د تاییدۍ په درجه بندۍ کې په تر ټولو لوړه درجه کې دی چې په ۱۹۸۴ کال کې يې ۷۵ سلنه تاییدي ترلاسه کړې وه. تاریخ پوهانو د هاوک د دولت له خوا رامنځته شوي سمونونه ستایلي او د هغه دولت تر ډېره د استرالیا د اقتصاد د مدرن کولو له امله د امتیاز خاوند دی. هاوک د استرالیا د لومړیو وزیرانو د درجه بندۍ په لومړي سر کې ځای لري.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ
[سمول]باب هاوک د ۱۹۲۹ کال د ډېسمبر په ۹مه د سویلي استرالیا په بارډر ټاون کې د عیسوي پروتیستانو د کلیسا کشیش ارتور کلیم هاوک (زوکړه ۱۸۹۸ - مړینه ۱۹۸۹) او د هغه د مېرمنې اېدېث ایملي (لي) (زوکړه ۱۸۷۹ - مړینه ۱۹۷۹) (چې په ایلي مشهوره وه او د ښوونځي ښوونکې وه) د دویم ماشوم په توګه نړۍ ته راغی. د هغه تره البېرت د ۱۹۵۳ او ۱۹۵۹ کلونو تر منځ د لویدیځې استرالیا د کاریګر ګوند لومړی وزیر و. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
د هاوک ورور نیل چې له هغه څخه ۷ کاله مشر و، په ۱۷ کلنۍ کې د منېنجایت (د دماغ د پردې التهاب، ژباړن) له امله چې هغه مهال يې هېڅ درملنه نه لرله ومړ. اېلي هاوک د خپل زوی پر برخلیک په پرلپسې ډول نږدې یو عیسوي باور رامنځته کړ او دې له هاوک سره د هغه د مسلکي ژوند په بهیر کې د هغه پر نفس د باور په برخه کې مرسته وکړه. په ۱۵کلنۍ کې به یې د ملګرو ترمنځ غوره کوله او له غیبه به يې داسې ویل چې زه به یوه ورځ د استرالیا لومړی وزیر شم. [۲۹][۳۰]
هاوک په اولس کلنۍ کې همهغه عمر چې ورور یې نيل پهکې مړ شوی و د خپل پانټر موترسایکل د چلولو پر مهال ډېر سخت ټکر وکړ چې د څو ورځو لپاره يې حالت ډېر خراب و. دغې مرګ ته نږدې تجربې د هغه د کتلېست په توګه عمل وکړ او هغه يې له خپلو وړتیاوو او استعدادونو څخه د اعظمي ګټې اخیستلو په لور بوتله او پرې يې نښود چې وړتیاوې يې عبث شي. هغه په ۱۹۴۷ کال کې په ۱۸ کلنۍ کې د کاريګر له ګوند سره یوځای شو. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
زدهکړې او لومړنۍ دنده
[سمول]هاوک د وېسټ ليډروېل په ښوونځي، د پرېټ په مدرن ښوونځي او د لويديځې استرالیا په پوهنتون کې زدهکړې وکړې او په ۱۹۵۲ کال کې يې د هنر او حقوقو په برخه لیسانس سندونه ترلاسه کړل. هغه په همهغه کال کې د پوهنتون د صنفي ټولنې رییس هم و. په ورپسې کال يې د اکسفورډ پوهنتون په کالج کې د ګډون لپاره د روډز بورسیه ترلاسه کړه چېرته چې هغه د هنر، فلسفې، سیاست او اقتصاد (PPE) په برخه کې خپلې د لیسانس کچې زدهکړې پيل کړې. د هغه پام ډېر زر دې خبرې ته ورواوښت چې دی په ورته تحصیلي برخه کې بوخت دی چې له مخکې يې په لويديځه استرالیا کې دا برخې پوښلې وې او ځان يې د ادبیاتو څانګې ته بدل کړ. هغه خپله پایلیکنه/ تيزس په استرالیا کې د ثابتې ورځنۍ مزودورۍ پر تعینولو ولیکه او د ۱۹۵۶ کال په جنوري کې يې په بریالۍ توګه دفاع کړ. [۳۵][۳۶][۳۷]
د زدهکړو په برخه کې د هغه لاستهراوړنې د بیر/وربشو د ابو کمزوري الکولي څښاک د څښلو د نړیوال ریکارډ له ثبتولو سره پای ته ورسېدې. هغه 2+1⁄2 شاهي پیالې (۱.۴ لیتره) -چې له یو یارډ اېل سره برابره ده- په ۱۱ ثانیو کې د یو سیکانس له لوښي څخه د کالج د جريمې په توګه وڅښلې. هاوک په خپلو خاطراتو کې داسې وړاندیز کوي چې ښايي دې شهکار تر بل هر څه ډېر د هغه له سیاسي بریالیتوب سره مرسته کړې وي. ځکه د الکولي څښاک دې پیاوړي کلتور هغه د رايي ورکوونکو تر منځ ډېر محبوب کړ. [۳۸][۳۹][۴۰]
هاوک په ۱۹۵۶ کال د دوکتورا کچې د لوړو زدهکړو لپاره په کانبرا کې د استرالیا له ملي پوهنتون څخه د حقوقو پوهنځۍ په قضا څانګه کې د زدهکړو بورس ترلاسه کړ. هاوک ANU (د استرالیا ملي پوهنتون) ته تر لارې موندنې لږ وروسته د پوهنتون په شورا کې د زدهکړيالانو استازی شو. یو کال وروسته هاوک ته د ACTU د ریاست وړاندیز وشو تر څو د هارولډ سوټر چې ACTU منشي و ځایناستی او يو څېړونکی افسر شي. دا وړاندیز په ANU کې د هاوک د ښوونکي اېچ. پي. براون لهخوا وړاندې شو، چې د څو کلونو لپاره يې دACTU د ملي معاشاتو د قضیو په برخه کې همکاري کړې وه. هاوک پرېکړه وکړه چې خپلې د دوکتورا کچې زدهکړې پرېږدي او دا وړاندیز ومني او له خپلې مېرمنې هزل سره مېلبون ته کډه شي. [۴۱][۴۲]
سرچينې
[سمول][1] دا په اکسفورډ پوهنتون کې یو دود دی چې، یو کس د ټولنیزو ادابو د ماتولو له امله د الوکلې څښاک یوه پياله یا یوه برخه د جریمې په توګه څښي، ژباړن
- ↑ پیوستون : 101479384X — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68c9vmx — سکالو پېژند: Bob Hawke — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hawke-robert-bob-james-lee — سکالو پېژند: Robert (»Bob«) James Lee Hawke — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12308871m — سکالو پېژند: Robert James Lee Hawke — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/54552 — سکالو پېژند: Robert James Lee Hawke — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000016021 — سکالو پېژند: Robert L. Hawke — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ https://www.abc.net.au/news/2019-05-16/bob-hawke-dies-former-australian-prime-minister-and-labor-leader/6562902
- ↑ https://www.smh.com.au/politics/federal/labor-legend-bob-hawke-dies-aged-89-20190516-p51o89.html
- ↑ پیوستون : 101479384X — خپرېدونېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/101479384X — خپرېدونېټه: ۲۰ اپريل ۲۰۲۶ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12308871m — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France
- ↑ Douban personage ID: https://www.douban.com/personage/27396601/ — خپرېدونېټه: ۶ جولای ۲۰۲۴
- ↑ Bob Hawke (1994). The Hawke Memoirs. Heinemann. p. 28. ISBN 978-0-434-31391-4. ترلاسهکېدو نېټه 28 June 2011.
- ↑ "Media Man Australia: The Online Home of Greg Tingle, Journalist & TV Presenter". Mediaman.com.au. 3 December 2003. خوندي شوی له the original on 7 May 2010. ترلاسهکېدو نېټه 25 April 2010.
- ↑ "Australia Act (Commencement) Order 1986" (PDF). ترلاسهکېدو نېټه 23 January 2016.
- ↑ "The biggest hammering in history". The Sydney Morning Herald. 20 May 2008. ترلاسهکېدو نېټه 20 May 2008.
- ↑ "Hawke PM thrived on love of his people". The Australian. 18 May 2019. ترلاسهکېدو نېټه 19 May 2019.
- ↑ Woolford, Don (16 May 2019). "Bob Hawke was Labor's greatest winner". The Canberra Times. ترلاسهکېدو نېټه 18 May 2019.
- ↑ Barnes, Terry (17 May 2019). "Mr Shorten, we knew Bob Hawke..." The Spectator. ترلاسهکېدو نېټه 19 May 2019.
- ↑ "Prime ministers' rank and file". The Age. 18 December 2004. ترلاسهکېدو نېټه 30 December 2017.
- ↑ Strangio, Paul (2 August 2021). "Who were Australia's best prime ministers? We asked the experts". The Conversation. ترلاسهکېدو نېټه 4 August 2021.
- ↑ Strangio, Paul (2013). "Evaluating Prime-Ministerial Performance: The Australian Experience". In Strangio, Paul; 't Hart, Paul; Walter, James (eds.). Understanding Prime-Ministerial Performance: Comparative Perspectives. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-966642-3.
- ↑ "Ranking Australia's prime ministers". The Sydney Morning Herald. 25 June 2010. ترلاسهکېدو نېټه 17 August 2011.
- ↑ Carroll, Brian (17 May 2019). Australia's Prime Ministers: From Barton to Howard. Rosenberg Publishing Pty, Limited. ISBN 9781877058226 – via Google Books.[مړه لينکونه]
- ↑ "Bob Hawke mourns his father's death". The Canberra Times. Vol. 64, no. 19, 980. Australian Capital Territory, Australia. 24 December 1989. p. 3. ترلاسهکېدو نېټه 17 May 2019 – via National Library of Australia.
- ↑ "Hawke's mother". The Canberra Times. Vol. 54, no. 16, 057. Australian Capital Territory, Australia. 10 September 1979. p. 3. ترلاسهکېدو نېټه 17 May 2019 – via National Library of Australia.
- ↑ D'Alpuget, Blanche (1982), Robert J. Hawke: A biography, Melbourne: Schwartz, p. 2, ISBN 0867530014
- ↑ Clench, Sam; Paine, Hannah (16 May 2019). "Legendary former prime minister Bob Hawke dead at 89". News.com.au. ترلاسهکېدو نېټه 16 May 2019.
- ↑ Davidson, G., et al. (1998), p. 302
- ↑ Iyer, Pico (14 March 1983). "Australia: Hawke Swoops into Power, Time/CNN, 14 March 1983". Time. خوندي شوی له the original on 6 November 2012. ترلاسهکېدو نېټه 25 April 2010.
- ↑ D'Alpuget, Blanche (1982). Robert .J. Hawke: A biography, p. 31. Schwartz, Melbourne. ISBN 0867530014.
- ↑ "Australia's Prime Ministers: Robert Hawke". National Archives of Australia. 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 12 September 2009. ترلاسهکېدو نېټه 7 April 2014.
- ↑ Hurst, J., (1983), p.18
- ↑ Hawke, Bob (1994), p.19
- ↑ "Bob Hawke qualifies for cheap coffee on campus | University News : The University of Western Australia". News.uwa.edu.au. 27 March 2014. خوندي شوی له the original on 2 August 2017. ترلاسهکېدو نېټه 19 May 2017.
- ↑ Hawke, Bob (1994), p.24
- ↑ Hawke, Bob (1994), p. 28
- ↑ Hawke, Bob (1994), p. 28
- ↑ Bob Hawke (1994). The Hawke Memoirs. Heinemann. p. 28. ISBN 978-0-434-31391-4. ترلاسهکېدو نېټه 28 June 2011.
- ↑ "Media Man Australia: The Online Home of Greg Tingle, Journalist & TV Presenter". Mediaman.com.au. 3 December 2003. خوندي شوی له the original on 7 May 2010. ترلاسهکېدو نېټه 25 April 2010.
- ↑ Hurst, J., (1983), p.25
- ↑ Hurst, J., (1983), p. 26
- سکريپټ تېروتنې لرونکي مخونه
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 2019ز مړينې
- 16 می مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P20
- په ويکيډاټا کې تيروتنې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري

