بابېړی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بابېړی يا د ناروغۍ بيابرسېری (په انگرېزيrelapse or recurrence ː) يا بېرته راگرځېدنې ته وايي. په عربي ژبه ورته نکس وييل کېږي. دا يو داسې حالت دی چې د ناروغۍ تر رغېدو وروسته ناروغ يوه موده د اعراضو او علايمو څخه خوندي ځان احساسوي او گومان کوي چې جوړ شوی خو تر يو څه مودې وروسته بېرته ناروغ کې هماغه پخواني اعراض او علايم راڅرگندېږي. په طبابت کې؛ د یوې ناروغۍ له بشپړ جوړیدو څخه وروسته د یادې شوې ناروغۍ د اعراضو او علایمو بیا را ښکاره کیدل د نکس په نوم یادیږي.
گن شمیر ناروغۍ له ښه کیدو څخه وروسته بیا بیا په یوه شخص کې رامنځته کیږي. د انتاني ناروغیو په صورت کې کیدای شي لومړنی انتان چې د لومړي ځل لپاره یې ناروغي رامنځته کړې وه له بدن څخه په بشپړه توگه نه وي پاک شوی او یا هم د دوهم ځل لپاره نوموړی انتان بدن ته ننوتلی وي.
همدارنگه هغه کسان چې د درملو سره اعتیاد لري؛ که چیرته د بیلابیلو لارو په مرسته دغه اعتیاد له منځه ویسي او د یوڅه وخت نه اعتیاد څخه وروسته شخص بیا د عین درملو په وړاندې اعتیاد پیدا کړي؛ نو د نکس په نوم یادیږي.
د نمونې په ډول له لاندې ناروغیو څخه په لنډه توگه یادونه کوو:

  • ملاریا: که چیرته یو شخص په ملاریا اخته شي او بیا د ملاریا ضد درمل واخلي نو د ملاریا اعراض او علایم له منځه ځي، اوس که چیرته د ملاریا پرازیتونه په بشپړ ډول له عضویت څخه پاک نشي نو یو شمیر پرازیتونه په ینه کې پاته او له یوڅه وخت ښه والی څخه وروسته د دوهم ځل لپاره ملاریا رامنځته کوي چې د ملاریا د نکس په نوم یادیږي.
  • بابېړنه تبه (Relapsing fever): ددې ناروغۍ لامل یوه باکتریا ده چې د Borrelia recurrentis په نوم یادیږي. دا ناروغي په جنوبي امریکا، اروپا، افریقا او آسیا کې پیښې رامنځته کوي. Borrelia recurrentis یو Spirochete ده چې د سپږې، کنې او خسک په واسطه انسان ته لیږدول کیږي.

دا باکتریا ۱۰- ۳۰ مایکرو متره اوږدوالی او ۰٫۳ مایکرو متره سور لري. د گیمزا په واسطه ښه رنگیږي، په مایع وسط کې ښه وده کوي، په یخه وینه (۴ درجه سانتی گراد) کې تر میاشتو پورې ژوندۍ پاته کیږي.
په بدن کې د بوریلیا پر ضد انتي باډي جوړیږي خو ستونزه په دې کې ده چې بوریلیا د انتی جنیک جوړښت له مخې توپیر لري او عضویت اړین دی چې د بوریلیا د هر نوي ډول په مقابل کې انتي باډي جوړه کړي، نو ځکه یې تبه بیا بیا راگرځي.
د بیا راگرځيدونکې تبې د تفریخ دوره یوه هفته ده او سایکل څو وارې (۳- ۱۰) تکراریږي. ناروغۍ دفعتاً پیلیږي، تبه او لړزه رامنځته او په وینه کې بوریلیا موجوده وي. څلور ورځې وروسته تبه ورکیږي او یوه هفته وروسته تبه بیا رامنځته کیږي. یواځې د تبې په مرحله کې انتان په وینه کې لیدل کیږي.

  • د محرقې تبه (Typhoid fever): دا تبه د یوې باکتریا په واسطه چې سالمونیلا نومیږي رامنځته کیږي. د درملنې په صورت کې سالمونیلا له عضویت څخه پاکیږي په پایله کې اعراض او علایم له منځه ځي. اوس که چیرته سالمونیلا له عضویت څخه په بشپړ ډول پاکه نشي (په یو شمیر غړو لکه د تریځي کڅوړه کې پاته شي) نو د دوهم ځل لپاره ناروغي رامنځته کوي چې د نکس په نوم یادیږي.

سرچینې