Jump to content

اېکسان موبايل له خوا اقليم بدلون ردول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اېکسان موبايل له خوا د اقليم بدلون ردول
عامه معلومات
عمومي معلومات

د اکسان موبیل په نامه د نفتو لوی شرکت له ۱۹۸۰مې لسیزې څخه تر ۲۰۰۰مې لسیزې پورې د اقلیمي بدلونونو یو له پام وړ رد کوونکو څخه و چې د نړیوالې تودوخې د کمښت په موخه یې له مقرراتو سره مخالفت درلود. د بېلګې په توګه دغه شرکت د متحده ایالاتو له خوا د کیوټو پروتوکول له تصویب څخه په مخنیوي کې پام وړ رول درلود. ورته مهال یاد شرکت له هغو بنسټونو سره مالي مرسته کوله چې د کیوټو پروتوکل له منتقدینو څخه وو او هڅه یې کوله د اقلیمي بدلونونو د اړوندې اجماع سره په مخالفت داسې عامه فکر رامنځته کړي چې نړیواله تودوخه د فوسیلي سون توکو له سوزولو سرچینه نه اخلي. د هغه تحلیل له مخې چې په ۲۰۰۷ زکال کې د اندېښمنو ساینس پوهانو د اتحادیې له خوا وړاندې شو، یاد شرکت له ورته ګڼ شمېر ستراتیژیو، تاکتیکونو، بنسټونو او د تنباکو د صنعت له کارکوونکو څخه ګټنه وکړه څو د سګرټ وهلو او د سږو د سرطان ترمنځ اړیکه رد کړي. [۱][۲]

اکسان موبیل د نورو بنسټونو ترمنځ کامپېټیټیو انټرپرایز انستیتیوت (Competitive Enterprise Institute)، جورج سي مارشال انستیتیوت، هرټلنډ انستیتیوت، د امریکا متبادله قانون جوړونکې شورا (American Legislative Exchange Council) او د پالیسیو نړیواله شبکه جوړه کړه. دغه شرکت له ۱۹۹۸ زکال څخه تر ۲۰۰۴ زکال پورې هغو مدافعو سازمانونو ته ۱۶ میلیون ډالر مالي مرستې ورکړې چې د نړیوالې تودوخې د موجود بحث سره یې مخالف دریځ درلود. له ۱۹۸۹ زکال څخه د ۲۰۱۰ زکال تر اپرېل میاشتې پورې یاد شرکت او د هغو نورو مخکښو شرکتونو د نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او وال سټریټ ژورنال ورځپاڼو د سه شنبې د ورځو د اعلاناتو پاڼه پېرله او په خپلو اعلاناتو کې یې څرګندوله چې د اقلیمي بدلونونو پوهه بې ګټې ده.[۳][۴][۵][۶][۷]

د کاربن بریف (Carbon Brief) په نامه بنسټ له خوا هغه تحلیل چې په ۲۰۱۱ زکال کې ترسره شو، ښووله یې چې له هرو ۱۰ پام وړ لیکوالانو څخه ۹ تنه د اقلیمي بدلونونو اړوند شکمن دي، یا د هغو په مخالفت څرګندونې کوي او یا هم دا چې له اکسان موبیل شرکت سره اړیکه لري. د شنې سولې بنسټ بیا څرګندوي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې دکوک شرکت له ۵۰ میلیون ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې څو د اقلیمي بدلونونو اړوند شکونه خپاره کړي. [۸][۹][۱۰]

له ۱۹۷۰مې لسیزې وروسته اکسان موبیل او د هغه مخکښو نورو بنسټونو په نړیواله تودوخه باندې په تمرکز کولو سره اقلیمي څېړنو ته مخه کړه. یاد شرکت د ۱۹۷۰مې لسیزې له وروستیو څخه تر ۱۹۸۰مې لسیزې پورې داسې داخلي او علمي همکاریو ته مالي امکانات برابر کړل چې په دغه برخه کې د یو عامه لیدلوري د وړاندې کولو په موخه د پراختیا په حال کې وې. د ۲۰۲۳ زکال پر مهال یوې څېړنې وښووله چې د اکسان موبیل شرکت د خپلو ساینس پوهانو له خوا د نړیوالې تودوخې موضوع ته د اړوندو مستندو وړاندوینو او ماډلونو پر مټ د فوسیلي سون توکو د سوزولو له امله د نړیوالې تودوخې زیاتوالی په «کره» بڼه اټکل او د هغو «ماهرانه» موډلونه یې جوړ کړي، له همدې امله دوی په منطقي ډول دا اټکل کولای شي چې په کومه کچه د کاربن ډای اکسایډ تولید د ګواښوونکې تودوخې لامل ګرځي. د دغې مقالې لیکونکي دې پایلې ته رسېدلي: «په داسې حال کې چې پوهنتوني او دولتي ساینس پوهانو هڅه کړې هغه څه خلکو ته ولېږدوي چې دوی پرې پوهېدل، خو اکسان موبیل د هغو د رد لپاره هڅې وکړې».[۱۱][۱۲]

د ۲۰۱۴ په اپرېل میاشت کې اکسان موبیل داسې راپور خپور کړ چې د لومړي ځل لپاره یې په هغو کې د اقلیمي بدلونونو ګواښ تائید کړی و. دغه شرکت وړاندوینه وکړه چې د نړۍ د نفوسو زیاتوالی، د ژوندانه د معیارونو کیفیت او انرژۍ ته د لاسرسي زیاتوالی کولای شي د ګلخانه یي ګازونو په خپرېدو کې کمښت رامنځته کړي. همدا و چې دغه شرکت په ۲۰۱۵ زکال کې په کاربن باندې د مالیاتو لګولو له اقدام څخه ملاتړ وکړ. [۱۳][۱۴]

په ۲۰۱۵ زکال کې د نیویارک لوی څارنوال څېړنه پیل کړه چې ایا د اکسان موبیل شرکت څرګندونې د لسیزو علمي څېړنو له پایلو سره مطابقت لري او که نه. د دغو څېړنو پر مټ  د ۲۰۱۸ زکال په اکتوبر میاشت کې د نیویارک ایالت له خوا د اکسان موبیل شرکت پر وړاندې قضايي دوسیه پرانیستل شوه او په هغو کې ادعا شوې وه چې یاد شرکت د اقلیمي بدلونونو په کم ګڼلو له خپلو ونډه والو سره چلوټۍ کړې دي. [۱۵][۱۶][۱۷]

خپله څېړنه[سمول]

د ۱۹۷۰مې لسیزې له وروستیو څخه تر ۱۹۸۰مې لسیزې پورې د اکسان موبیل شرکت مخکښ اکسان د اقلیمي بدلونونو د اړوندو څېړنو په برخه کې عامه شهرت درلود. اکسان د پراخه عامه علمي لیدلوري د وړاندې کولو په برخه کې د داخلي او علمي همکاریو د رامنځته کولو په موخه مالي مرستې وکړې او د اتومسفیري کاربن ډای اکساید په برخه کې یې د تخصص لرلو له امله شهرت وموند. له ۱۹۷۰مې لسیزې څخه تر ۲۰۱۵ زکال پورې د اکسان او اکسان موبیل څېړونکو او پوهنتوني همکارانو په لسګونو څېړنیزې مقالې خپرې کړې. له همدې امله یاد شرکت هغه مهال ته د اړوند لیکل شوو څه باندې ۵۰ علمي مقالو نوملړ وړاندې کړی. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د ۱۹۷۷ زکال په جولای میاشت کې د اکسان شرکت یو مخکښ ساینس پوه جیمز بلک د دغه شرکت مدیرانو ته راپور وړاندې کړ او څرګنده یې کړه، دغه مهال داسې یو ټولیز علمي باور شتون لري چې د فوسیلي سون توکو سوزول هغه معمول چاره بولي چې پر مټ یې بشریت په اقلیمي بدلونونو کې اغېز لري. اکسان له ۱۹۷۹ زکال څخه تر ۱۹۸۲ زکال پورې د اقلیمي بدلون او اقلیمي ماډل جوړونې پروګرام پیل کړ چې په دغو کې د یاد شرکت د ایزو اتلانتیک په نامه د لویې نفت وړونکې بېړۍ سمبالښت شامل و؛ دوی په دغه بېړۍ کې یو پرمختللی لابراتوار جوړ او ګڼ شمېر سنسورونه نصب کړل څو په سمندرونو کې د کاربن ډای اکسایډ د جذب کېدو کچه ومومي. اکسان په ۱۹۸۰ زکال کې څرګنده کړه چې ترکیبي سون توکي د خپلو نفتي ترکیباتو سره په تعادل د کاربن ډای اکسایډ د خپراوي کچه زیاتوي. ورته مهال یې اندونیزیا ته څېرمه دختیځ نتونا ګازي میدان (Natuna D-Alpha block) د پراختیا په حالت کې د کاربن ډای اکسایډ له خپراوي څخه د مخنیوي لارې چارې هم وارزولې. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

اکسان د ۱۹۸۱ زکال پر مهال په خپلو څېړنو کې په اقلیمي موډل جوړونې تمرکز وکړ. په ۱۹۸۲ زکال کې د اکسان د چاپېریالي چارو دفتر د اکسان مدیریت ته یو داسې داخلي راپور وړاندې کړ چې په هغو کې یې اقلیمي بدلونونه فاجعه جوړونکي بللي و او د فوسیلي سون توکو په مصرف کې یې پام وړ کمښت په راتلونکي کې د اقلیمي بدلونونو څخه د مخنیوي په موخه اړین باله. دغه راپور همدارنګه څرګنده کړې وه چې «د پوهانو د یو شمېر ډلو ترمنځ دغه اندېښنه شتون لري، هر هغه مهال چې دغه بدلونونه د اندازې وړ وګرځي، بیا نو شاتګ ناشونی دی». [۳۱][۳۲]

په ۲۰۱۶ زکال کې د چاپیریالي نړیوالو قوانینو د مرکز په نامه غیر انتفاعي او عامه شرکت ادعا وکړه چې له ۱۹۵۷ زکال راهیسې د همبل آیل په نامه د اکسان موبیل یو مخکښ شرکت په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکساید د زیاتوالي په ګواښونو او دا چې دغه زیاتوالی د نړیوالې تودوخې لامل ګرځي، خبر و. اکسان موبیل د دغې ادعا په غبرګون کې وویل «دا چې موږ د نړیوالو ساینس پوهانو څخه وړاندې په اقلیمي بدلونونو باندې د انساني اغېزو اړوند پوهېدو، کومه معتبره موضوع نه شي کېدلای». [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

د اقلیمي بدلونونو رد کوونکي مخکښ ساینس پوهان[سمول]

د شنې سولې په نامه څېړنیزې پروژې د اکسان پټې چارې او همدارنګه ګڼ شمېر هغه ساینس پوهان – فریډ سېنګر، فرېډ سیټیز او پاتریک مایکلز – یو بل ته اړوند بللي چې اقلیمي بدلونونه رد کوي؛ ورته مهال څرګندوي چې د دغو بنسټونو مالي ملاتړ د اکسان موبیل او فیلیپ موریس شرکتونو له خوا کیږي څو د نړیوالې تودوخې څخه انکار دود کړي. په دغو بنسټونو کې د کاټو انستیتیوت او هرېتېج بنسټ هم شامل دي. ورته مهال د جورج سي. مارشال د انستیتیوت په څېر هغه علمي بنسټونه چې د نړیوالې تودوخې منکرین استخدام کوي د فوسیلي سون توکو له شرکتونو سره په اړیکه لرلو تورن کیږي. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Mann, Michael E. (2014). The hockey stick and the climate wars: dispatches from the front lines (چاپ Paperback). New York: Columbia University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-52638-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. (په May 28, 2003 باندې). Exxon Backs Groups that Question Global Warming.
  5. (په November 28, 2004 باندې). Claims by think-tank outrage eco-groups.
  6. Weart, S. (2025) The public and climate change. In: The Discovery of Global Warming
  7. (په October 22, 2016 باندې). Exxon's Uncertainty Campaign in Black and White.
  8. "9 out of 10 top climate change deniers linked with Exxon Mobil". 2011-05-10. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Analysing the '900 papers supporting climate scepticism': 9 out of top 10 authors linked to ExxonMobil". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Exposing the dirty money behind fake climate science". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. (په November 11, 2015 باندې). The Economist explains: Why ExxonMobil would support a carbon tax.
  14. (په 1 April 2014 باندې). Exxon Mobil Acknowledges Climate Change Risk To Business For First Time. International Business Times.
  15. (په November 5, 2015 باندې). Exxon Mobil Investigated for Possible Climate Change Lies by New York Attorney General.
  16. (په November 5, 2015 باندې). New York is investigating ExxonMobil for allegedly misleading the public about climate change.
  17. (په 24 October 2018 باندې). New York Sues Exxon Mobil, Saying It Deceived Shareholders on Climate Change. The New York Times.
  18. Jennings, Grandoni & Rust 2015
  19. Jerving et al. 2015: Since the late 1970s and into the 1980s, Exxon had been at the forefront of climate change research, funding its own internal science as well as research from outside experts at Columbia University and MIT.
  20. Gillis & Schwartz 2015: From the time the scientific community first began worrying about the climate issue in the 1970s, the company financed research on the topic, with its scientists generally supporting an emerging consensus that fossil fuel emissions could pose risks for society. Company scientists have contributed to dozens of scientific papers that supported this view and explored the extent of the risks.
  21. Banerjee, Song & Hasemyer 2015b: "ExxonMobil scientists have been involved in climate research and related policy analysis for more than 30 years, yielding more than 50 papers in peer-reviewed publications."
  22. Cohen, Ken. "When it Come to Climate Change, Read the Documents". ExxonMobil Perspectives. ExxonMobil. د اصلي آرشيف څخه پر March 25, 2021 باندې. لاسرسي‌نېټه Jan 31, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Banerjee, Song & Hasemyer 2015b: "By 1977... he made a presentation to the company's leading executives warning that carbon dioxide accumulating in the upper atmosphere would warm the planet and if the کينډۍ:CO2 concentration continued to rise, it could harm the environment and humankind."
  24. Black 1978 What is considered the best presently available climate model for treating the Greenhouse Effect predicts that a doubling of the کينډۍ:CO2 concentration in the atmosphere would produce a mean temperature increase of about 2°C to 3°C over most of the earth.
  25. Hall 2015: ...the company's knowledge of climate change dates back to July 1977, when its senior scientist James Black delivered a sobering message on the topic. "In the first place, there is general scientific agreement that the most likely manner in which mankind is influencing the global climate is through carbon dioxide release from the burning of fossil fuels," Black told Exxon's management committee. A year later he warned Exxon that doubling کينډۍ:CO2 gases in the atmosphere would increase average global temperatures by two or three degrees—a number that is consistent with the scientific consensus today. He continued to warn that "present thinking holds that man has a time window of five to 10 years before the need for hard decisions regarding changes in energy strategies might become critical."
  26. Banerjee, Song & Hasemyer 2015a: Exxon budgeted more than $1 million over three years for the tanker project to measure how quickly the oceans were taking in کينډۍ:CO2.
  27. Garvey, Edward; Prahl, Fred; Nazimek, Kenneth; Shaw, Henry (March 1982). "Exxon Global کينډۍ:CO2 Measurement System". IEEE Transactions on Instrumentation and Measurement. 31 (1): 32–36. Bibcode:1982ITIM...31...32G. doi:10.1109/TIM.1982.6312509. S2CID 9477708. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. (په October 8, 2015 باندې). Highlighting the Allure of Synfuels, Exxon Played Down the Climate Risks.
  29. Shaw & McCall 1980
  30. (په October 8, 2015 باندې). Exxon's Business Ambition Collided with Climate Change Under a Distant Sea.
  31. (په September 22, 2015 باندې). Exxon Confirmed Global Warming Consensus in 1982 with In-House Climate Models.
  32. Banerjee, Song & Hasemyer 2015a
  33. Jerving et al. 2015: An extended open water season, Croasdale said in 1992, could potentially reduce exploratory drilling and construction costs by 30% to 50%...he advised the company to consider and incorporate potential "negative outcomes," including a rise in the sea level, which could threaten onshore infrastructure; bigger waves, which could damage offshore drilling structures; and thawing permafrost, which could make the earth buckle and slide under buildings and pipelines.
  34. Whitman 2015: Croasdale said global warming could lower the costs but increase the length of time it would be possible to explore for oil in the Beaufort Sea, north of Alaska and Canada's Yukon Territory. He and his team of researchers had developed models that showed with climate change, drilling in the Beaufort Sea could grow from two months per year to as many as five, with costs cut by as much as half. At the same time, rising sea level due to climate change could hurt infrastructure
  35. (په December 31, 2015 باندې). Big Oil braced for global warming while it fought regulations.
  36. (په April 14, 2016 باندې). Pressure on Exxon Over Climate Change Intensifies With New Documents.
  37. Gillis & Schwartz 2015: ExxonMobil rejected the comparison to the tobacco industry
  38. Union of Concerned Scientists 2007: In its campaign to sow uncertainty about the scientific evidence on global warming, ExxonMobil has followed a corporate strategy pioneered by the tobacco industry. Because ExxonMobil's strategy, tactics, and even some personnel draw heavily from the tobacco industry's playbook, it is useful to look briefly at this earlier campaign
  39. (په October 27, 2005 باندې). Alternate energy not in cards at ExxonMobil.
  40. Van den Hove, Le Menestrel & De Bettignies 2002: Ever since climate change became a subject of public and policy concern, ExxonMobil has been the most active major oil corporation in the debate.