ایکوسوسیالیزم
ایکوسوسیالیزم (د زرغون سوسیالیزم یا سوسیالیستي ایکولوژي په نوم هم پېژندل کېږي) یوه مفکوره ده، چې د سوسیالیزم اړخونه له زرغون سیاست، ایکولوژي او د بدلون نړیوالتوب یا نړیوال کولو له ضد سره یوځای کوي. په عموم کې سوسیالیستان په دې اند دي چې: د ظالمو دولتونو او نړیوالو جوړښتونو تر څارنې لاندې د پانګوالۍ سیستم پراخول د نړیوال کولو او امپریالیزم له لارې د ټولنیز جلاوالي، بېوزلۍ، جګړې او د چاپېریال د تخریب لامل دی.[۱]
ایکوسوسیالیزم ټينګار کوي چې: پانګوال اقتصادي نظام په بنسټيز ډول د پایښت له ایکولوژیکي او ټولنیزو اړتیاوو سره سمون نه لري او د پراختیا غوښتنې د پانګوالۍ له جوړښتي چارو سره په ټکر کې دي. ددې منطق له مخې د ایکولوژیکي کړکېچونو لپاره د بازار پر بنسټ حللارې (ایکولوژیکي اقتصاد، د چاپېریال اقتصاد، زرغون اقتصاد) د تخنیکي محرکونو په توګه رد شوي دي، چې د پانګوالیزم له جوړښتي ناکامیو سره مخ نه دي. ایکو سوسیالیزم د پانګوالۍ د بري لپاره د اوسني کړکېچ د یوازینۍ کافي حللارې په توګه د یوه مساوي اقتصادي/سیاسي/ ټولنیز جوړښت ملاتړ کوي، چې له ناانساني ایکولوژي سره د انساني ټولنې د همغږي کولو او د انساني اړتیاوو د پوره کولو په موخه ډیزاین شوی او له همدې امله د پایښت پر لور یوازینۍ لاره ده. [۲]
ایکوسوسیالیستان د پانګوالۍ د ختمولو، په ازاده توګه د تړلو تولیدوونکو له خوا د تولید د وسیلو د ګډ مالکیت او د عامو خلکو د بیارغولو پلوي کوي. [۳]
مفکوره
[سمول]ایکوسوسیالیستان د زرغون سیاست او سوسیالیزم پر ډېرو پخوانیو او اوسنیو بڼو نیوکه کوي. هغوی زیاتره وخت له روښانه پانګوال ضد نظرونو سره زرغون سیاست د«سور زرغون»پلویانو په توګه تشرېح کړی دی، چې ترډېره له مارکسیزم نه الهام اخلي (سور زرغون له ایکو پانګوالو او زرغون انارکیستانو سره په ټکر کې دي). [۴]
د «هندواڼې» اصطلاح په عامه توګه په توجیه سره زرغونو خلکو ته کارېږي، چې د «ټولنیز عدالت» موخې له ایکولوژیکي موخو لوړې وښيي، په دې معنا چې دوی دباندې شنه؛ خو دننه سره دي. دا اصطلاح په اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې عامه ده او معمولاً پیټر بیمکن یا ډېری وخت وارین ټي بروکس ته منسوبېږي. دواړه پر چاپېریالیزم نیوکه کوي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
د نیوزیلېنډ یوه ورځپاڼه د «واټر میلن» یا هندواڼې اصطلاح په ویاړ سره کاروي او په ګوته کوي، چې په بهر کې شنه یا زرغونه ده او دننه یې «لیبرال» ده، په داسې حال کې چې د «سوسیالیستي سیاسي لېوالتیا» یادونه هم کوي، په زیاترو انګلیسي ژبو هېوادونو کې د سیاسي کیڼ اړخو د تشرېح کولو لپاره د «لیبرال» اصطلاح کاروي. زیاتره وخت سره زرغون «فنډیز» یا «بنسټپاله» زرغون دي، هغه اصطلاح چې معمولاً له ژورې ایکولوژۍ سره تړاو لري، په داسې حال کې چې د المان د زرغون ګوند د «فڼدي» ډلې په نورو زرغونو ګوندونو کې ایکو سوسیالیست، او ایکوسوسیالیستان شامل دي، لکه: ډیریک وال، چې په رسنیو کې د فنډیز په توګه تشرېح شوي دي. [۱۱][۱۲][۱۳]
زرغون انارکیزم
[سمول]زرغون انارکیزم د انارکیزم د فکر یو مکتب دی، چې د چاپېریال پر موضوعاتو ډېر ټینګار کوي. د امریکايي انارکیست هنري ډيویډ تورو او د هغه د کتاب والډن، همداراز د لیف تولستوی او ایلیسي ریکلس یو مهم لومړی فکر و. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې انارکو-نیچریزم په فرانسه، هسپانیه، کیوبا او پرتګال کې د انفرادي انارشیزم په حلقو کې د انارکیزم او فطري فلسفي د فیوژن په توګه انارکو-نیچریزم راڅرګند شو. د ۲۰مې پېړۍ په نیمايي کې د هربرټ ریډ ایتیل مانین، لیوپولډ کوهر، جاک ایلول او پاول ګوډمن په ګډون ډېرو انارشیستانو د دوی له انارکیزم سره تړلي پروټو-چاپیریال نظرونه لرل. د مانین د ۱۹۴۴ز کال کتاب «ډوډۍ او ګلابونه»: یوه یوتوپیايي سروې او بلو پرنټ د انارکیست تاریخپوه رابرټ ګراهام له خوا د ټولنې د موجوده او ویجاړوونکي صنعتي سازمان په مقابل کې د ایکولوژیکي لیدلوري په توګه بیان شوی دی. انارکو-پریمیتزم او ټولنیزه ایکولوژي مهم معاصر بهیرونه دي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
کمونالیزم او ټولنیزه ایکولوژي
[سمول]ټولنیزه ایکولوژي، د موري بوکچین له کار او اندونو سره نږدې اړیکه لري او د انارکیست پیټر کروپوټکین له خوا اغېزمنه شوې ده. د ټولنیزې ایکولوژي پوهان ټینګار کوي، چې د اوسنۍ ایکولوژي بحران په انساني ټولنیزو ستونزو کې ریښې لري او دا چې د انسان پر طبیعت برلاسی توب پر انسان د انسان له برلاسي نه رامنځته کېږي. په ۱۹۵۸ز کال کې موري بوکچین ځان د یوه انارکیست په توګه تعریف کړ، چې د انارکیزم او ایکولوژي ترمنځ موازي ښکاري. د هغه لومړی کتاب «زموږ مصنوعي چاپېریال» د راحیل کارسن له «خاموش پسرلي» نه څو میاشتې مخکې په ۱۹۶۲ز کال کې د لویس هربرد په مستعار نوم خپور شو. دې کتاب د چاپېریال د ناروغیو پراخه لړۍ بیان کړې ده، خو د خپل سیاسي افراطیت له امله ورته لږ پام شوی دی. د هغه بنسټیزې مقالې «ایکولوژي او انقلابي فکر» په افراطي سیاست کې ایکولوژي د یوې مفکورې په توګه معرفي کړه. په ۱۹۶۸ز کال کې هغه یوه بله ډله جوړه کړه، چې د انارکسوس مجله یې خپره کړه او دې مجلې د پوسټ-سکارسیټي او د ایکولوژیکي ټکنالوژیو لکه لمر، باد او انرژي او د نامتمرکز کولو او کوچني کولو په اړه یې نورې نوښتګرې مقالې خپرې کړې. په ټوله امریکا کې یې په لکچر ورکولو سره د مبارزې له لارې د ایکولوژي د مفهوم په مشهورولو کې مرسته وکړه. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
پوسټ – سکارسیټي انارکیزم، د هغو مقالو ټولګه ده، چې موري بوکچینلیکلېاو په لومړي ځل په ۱۹۷۱ز کال کې د رامپارټس پریس له خوا خپره شوې ده. دا د انارکیزم ممکنه بڼه په ګوته کوي، چې ښايي په پوسټ-سکارسیټي شرایطو کې وي. دا د بوکچین د لویو کارونو له ډلې دی او بنسټپاله مقالې یې د ټکنالوژۍ د ازادۍ پر وړتیا د باور په اړه د یوټوپیان او مسیحي کېدو له امله جنجال رامنځته کړی دی. بوکچین استدلال کوي، چې پوسټ- صنعتي ټولنې هم پوسټ-سکارسیټي ټولنې دي او دا فرض کولای شي، چې «د ټولنیزو او کلتوري امکانانو بشپړتیا، په ټکنالوژۍ کې په پراخه کچه پټه وي». اوس د ټولنې ځان-اداره کول د ټکنالوژیکي پرمختګ له امله شونې شوې ده او کله چې ټکنالوژي له ایکولوژیکي پلوه په حساس ډول کارېږي، د ټولنې انقلابي ظرفیت به ډېر بدلون ومومي. په ۱۹۸۲ز کال کې د هغه کتاب «د ازادۍ ایکولوژي» په متحده ایالاتو او بهر کې د ایکولوژي پر رامنځته شوي غورځنګ ژور اغېز درلود. هغه په ۱۹۸۶-۹۰ز کلونو کې په برلنګټن ګرینز کې اصلي شخصیت و، د ایکولوژۍ یو ګروپ چې د ګاونډ ډیموکراسۍ د رامنځته کولو لپاره په یوه پروګرام کې ښاري شورا ته نوماند و. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
ایکوسوسیالیست ستراتیژي
[سمول]ایکوسوسیالیست په عمومي توګه د پانګوالۍ او دولت د عدم تشدد د له منځه وړلو پلوي کوي. په ازاده توګه د ټولو تولیدوونکو له خوا د تولید د وسیلو په ډله ییز مالکیت او د کامنس پر بیارغونه تمرکز کوي. ایکوسوسیالیستي ټولنې ته د رسېدو لپاره ایکوسوسیالیست د کارګرې طبقې د پانګوالۍ ضد مقاومت پلوي کوي، خو دا هم په دې باور دي، چې په ټوله نړۍ کې د خپلواکو، بنسټیزو اشخاصو او ډلو لپاره د ادارې امکانات شته، چې د عدم تشدد د بنسټیز ټولنیز بدلون لپاره مخکینۍ پروژې رامنځته کولای شي. [۳۲][۳۳]
دا لومړني ګامونه له بازار او تولید نه ورهاخوا د کارېدونکو ارزښتونو پر وده د تولید اساس رامنځته کوي او د مقاومت د ټولنو د نړیوال کېدو لامل کېږي، چې ایکوسوسیالیست ګوند یا د اصلي ګروپونو شبکه چې د عدم تشدد پر بنسټیز ټولنیز بدلون تمرکز کوي. بیا یو ایکوسوسیالیستي انقلاب ترسره کېږي. [۳۴][۳۵]
نمایندګي
[سمول]زیاتره ایکوسوسیالیستانو لکه الان رابرټس، د کارګرې طبقې عمل او مقاومت هڅولی دی لکه د «زرغون بندیز» خوځښت، چې کارګران په هغو پروژو کې له برخه اخیستنې ډډه کوي، چې له ایکولوژیکي پلوه زیانمنوونکې وي. په ورته ډول، کوول د ایکوسوسیالیست ګوندونو په جوړولو کې په شته زرغونو ګوندونو کې د کاري طبقې ښکېلتیا د دوی پر ډېرې ښکلېتیا تمرکز کوي. په هر حال، هغه په دې باور دی، چې د ډېرو نورو ډولونو په څېر د سوسیالیستي ډولونو«هېڅ امتیازي استازی» یا انقلابي طبقه نشته او دا چې په ډېرو خپلواکو، سیمهییزو خلکو او ډلو کې د نمایندګۍ ظرفیت شته، چې د عدم تشدد د بنسټیز بدلون لپارهاحتمالي پروژې رامنځته کولای شي. هغه پریفیګرېشن د ورکړل شوې احتمالي وړتیا په توګه تعریفوي، چې باید موجود وي، په دې معنا چې یوه شېبه د راتلونکي پر لور د ټولنیز ارګانیزم په هر اړین ټکي کې ځای پر ځای شوې ده. [۳۶][۳۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Kovel, J.; Löwy, M. (2001). An ecosocialist manifesto. Paris. خوندي شوی له the original on 11 January 2007.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Magdoff, F. & Foster, J. B. (2011). What Every Environmentalist Needs to Know About Capitalism: A Citizen's Guide to Capitalism and the Environment. New York: Monthly Review Press. ISBN 978-1-58367-241-9.
- ↑ Kovel, J.; Löwy, M. (2001). An ecosocialist manifesto. Paris. خوندي شوی له the original on 11 January 2007.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ کينډۍ:Cite conference
- ↑ "Stolen watermelons". Media Watch.
- ↑ "Brown dismisses Govt name-calling". ABC News (Australian Broadcasting Corporation). 7 September 2004.
- ↑ "The Watermelon". خوندي شوی له the original on 21 May 2013. بياځلي په 29 July 2007.
- ↑ "A Blogroll, please" (Blog). Rats Nest.
- ↑ "No Watermelons Allowed" (Blog).
- ↑ "The Man Who Saw Tomorrow". The American Spectator. 13 July 2007. خوندي شوی له the original on 10 September 2016.
- ↑ Lynas, Mark (12 July 2007). "Even Greens need leaders". New Statesman. خوندي شوی له the original on 30 October 2007. بياځلي په 10 February 2020.
- ↑ "The Watermelon". خوندي شوی له the original on 21 May 2013. بياځلي په 29 July 2007.
- ↑ Kovel, J., The Enemy of Nature, 2002.
- ↑ "Su obra más representativa es Walden, aparecida en 1854, aunque redactada entre 1845 y 1847, cuando Thoreau decide instalarse en el aislamiento de una cabaña en el bosque, y vivir en íntimo contacto con la naturaleza, en una vida de soledad y sobriedad. De esta experiencia, su filosofía trata de transmitirnos la idea que resulta necesario un retorno respetuoso a la naturaleza, y que la felicidad es sobre todo fruto de la riqueza interior y de la armonía de los individuos con el entorno natural. Muchos han visto en Thoreau a uno de los precursores del ecologismo y del anarquismo primitivista representado en la actualidad por John Zerzan. Para George Woodcock, esta actitud puede estar también motivada por una cierta idea de resistencia al progreso y de rechazo al materialismo creciente que caracteriza la sociedad norteamericana de mediados de siglo XIX.""LA INSUMISIÓN VOLUNTARIA. EL ANARQUISMO INDIVIDUALISTA ESPAÑOL DURANTE LA DICTADURA Y LA SEGUNDA REPÚBLICA (1923-1938)" by Xavier Diez Archived 26 May 2006 at the Wayback Machine.
- ↑ "EL NATURISMO LIBERTARIO EN LA PENÍNSULA IBÉRICA (1890-1939) by Jose Maria Rosello" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on 2 September 2013.
- ↑ ""The pioneers"". خوندي شوی له the original on 25 October 2012.
- ↑ "Anarchist Writers – Anarchist analysis & the Anarchist FAQ". بياځلي په 2022-05-18.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ "Introduction to Anarchism and countercultural politics in early twentieth-century Cuba by Kirwin R. Shaffer". خوندي شوی له the original on 12 October 2013. بياځلي په 14 May 2013.
- ↑ ""LA INSUMISIÓN VOLUNTARIA. EL ANARQUISMO INDIVIDUALISTA ESPAÑOL DURANTE LA DICTADURA Y LA SEGUNDA REPÚBLICA (1923-1938)" by Xavier Diez". خوندي شوی له the original on 26 May 2006.
- ↑ "The Breakdown of Nations". www.ditext.com.
- ↑ Ellul, Jacques (1988). Anarchy and Christianity. Michigan: Wm. B. Eerdmans. pp. 71–74. ISBN 9780802804952.
The first beast comes up from the sea...It is given 'all authority and power over every tribe, every people, every tongue, and every nation' (13:7). All who dwell on earth worship it. Political power could hardly, I think, be more expressly described, for it is this power which has authority, which controls military force, and which compels adoration (i.e., absolute obedience).
- ↑ Robert Graham, Anarchism Volume Two: The Anarchist Current (1939–2006). Black Rose Books, 2009 ISBN 1551643103, (p.72-5, p. 272).
- ↑ "While almost all forms of modern anarchism consider themselves to have an ecological dimension, the specifically eco-anarchist thread within anarchism has two main focal points, Social Ecology and "primitivist". "A.3.3 What kinds of green anarchism are there? Archived 15 June 2018 at the Wayback Machine.". An Anarchist FAQ.
- ↑ "Ecology and Revolution". Dwardmac.pitzer.edu. 16 June 2004. بياځلي په 11 May 2012.
- ↑ Bookchin, Murray (1994). The Philosophy of Social Ecology: Essays on Dialectical Naturalism. Black Rose Books. pp. 119–120. ISBN 978-1-55164-018-1.
- ↑ "Anarchism in America documentary". 9 January 2007. بياځلي په 11 May 2012 – via YouTube.
- ↑ "A Short Biography of Murray Bookchin by Janet Biehl". Dwardmac.pitzer.edu. بياځلي په 11 May 2012.
- ↑ Post-scarcity anarchism. WorldCat.org. OCLC 159676.
- ↑ Smith, Mark (1999). Thinking through the Environment. New York: Routledge. ISBN 978-0-415-21172-7.
- ↑ Call, Lewis (2002). Postmodern Anarchism. Lexington: Lexington Books. ISBN 978-0-7391-0522-1.
- ↑ "Post-Scarcity Anarchism". AK Press. خوندي شوی له the original on 16 May 2008. بياځلي په 10 June 2008.
- ↑ Kovel, J.; Löwy, M. (2001). An ecosocialist manifesto. Paris. خوندي شوی له the original on 11 January 2007.
{{cite book}}
: CS1 maint: location missing publisher (link) - ↑ Kovel, J., The Enemy of Nature, 2002.
- ↑ Wall, D., Babylon and Beyond: The Economics of Anti-Capitalist, Anti-Globalist and Radical Green Movements, 2005
- ↑ Kovel, J., The Enemy of Nature, 2002.
- ↑ Kovel, J., The Enemy of Nature, 2002.
- ↑ Roberts, A., The Self-Managing Environment, 1979