منځپانگې ته ورتلل

ایډا بي وېلز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ایډا بي وېلز
ایډا بي وېلز
ایډا بي وېلز

د شخص مالومات
زېږون نوم Ida Bell Wells  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۱۶ جولای ۱۸۶۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 25 مارچ 1931 (69 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
شیکاګو   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
نسل افريقايي امريکنۍ [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]  ويکيډاټا کې (P172) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال ،  ليکوال [۱۲]،  د بشري حقونو فعال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۱]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه ټولنپوهنه   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ

ایډا بېل وېلز بارنټ (د ۱۸۶۲ کال د جولای ۱۶مه – د ۱۹۳۱ ز کال د مارچ ۲۵مه) یوه امریکايۍ څېړونکې خبریاله، روزونکې او د مدني حقونو د غورځنګ لومړنۍ مشره وه. وېلز د رنګین‌ پوستانو د پرمختګ ملي ټولنې (NAACP) له بنسټګرانو نه وه. وېلز خپل ډېر عمر له تعصب او تاوتریخوالي سره د مبارزې او د افریقایي‌الاصله امریکایانو په ځانګړې توګه د ښځو د برابرۍ لپاره ځانګړی کړی و. دا په امریکا کې ډېره مشهوره تور پوستې ښځه شوه. [۱۳][۱۴]

وېلز د مي‌ سي‌‌ سي‌ پي ایالت په هالي سپرېنګ سیمه کې د غلامۍ په حالت کې وزېږېده او د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې د غلامانو آزادولو د اعلامیې په پایله کې آزاده شوه. په ۱۸۷۸ ز کال کې چې ۱۶ کلنه وه، مور او پلار او تي‌خوری ورور یې د ژیړې تبې د وبا له امله مړه شول. وېلز په دنده پسې لاړه او د خپلې کورنۍ غړي یې له انا (نیا)سره پرېښودل. وروسته بیا له خپلو خویندو او وروڼو سره د «ټینیسي» ایالت «ممفیس» ښار ته ولاړه، هلته یې د ښوونکې په توګه د ښې تنخوا دنده پیدا کړه. وېلز په ممفیس کې د «ممفیس فري سپیچ انډ هیډلایټ» (Memphis Free Speech and Headlight) په نامه ورځپاڼه کې شریکه شوه او دغې ورځپاڼې ته یې لیکل پیل کړل. په دې ورځپاڼه کې د دې راپورونه د توکمیز تبعیض او نابرابریو د پېښو په اړه وو.

وېلز په ۱۸۹۰یمه ز  لسیزه کې په متحدو ایالتونو کې د خپلو لیکنو او رسالې له لارې لېنچېنګ مستند کړ [لېچېنګ د ځانګړې ډلې له‌خوا د خلکو خپل‌سري وژلو ته وايي]. دغه رساله «د سويلي وحشتونه: د لېنچ قانون په ټولو پړاوونو کې» نومېده. د دې تر څنګ یې د لېنچ په اړه د سپین‌پوستانو هغه تکراري ادعاوې وڅېړلې، چې ویل یې دا قانون یوازې د تور پوستو جنایتکارانو لپاره دی. وېلز «لېنچ قانون» په سويل کې د افریقايي‌الاصله امریکایانو د ځپلو لپاره چې د سپین پوستو لپاره یې اقتصادي او سیاسي رقابت او ورپسې د واک له لاسه وتلو ډار رامنځته کاوه، د سپین پوستو د وحشیانه عمل په توګه افشا کړ. په داسې حال کې چې د وېلز د ورځپاڼې څېړنیز راپورونه په ټول هېواد کې د تور پوستانو په اړوندو ورځپاڼو کې خپرېدل، یوه سپین پوستي یرغلګر یې د دغې ورځپاڼې دفتر ویجاړ کړ. وېلز د پر له پسې  ګواښونو له امله له ممفیس نه شیکاګو ته لاړه. دې په ۱۸۹۵ ز کال کې له «فریډينانډ اېل. بارنټ» سره واده وکړ او د ژوند تر پایه یې لیکنو، ویناوو او د مدني حقونو او د ښځو د غورځنګونو د اداره کولو لپاره خپل کار ته دوام ورکړ. [۱۵]

وېلز د یوې تور پوستې فعالې ښځې په توګه د خپلو باورونو په اړه سپین‌ ګویه وه او له عمومي مخالفتونو سره مخامخ شوه، په دې اړوند به یې کله ناکله د مدني حقونو د غورځنګونو مشرانو هم مخالفت کاوه. دا د ښځو د حقونو او د ښځو د رایې د حقونو فعاله وه او د ښځو څو مهمې ادارې یې جوړې کړې. وېلز یوه ماهره او قانع کوونکې ویناواله وه چې د ویناوو لپاره یې کورني او بهرني سفرونه کړي وو.[۱۶]

د ژوند لومړي وختونه

[سمول]

ایډا بېل وېلز د ۱۸۶۲ ز کال د جولای په ۱۶مه نېټه په مي ‌سي ‌سي ‌‌پي ایالت کې هالي سپرېنګز ته نږدې په بولېنګ سیمه کې زېږېدلې ده. وېلز د جېمز مډیسن وېلز (۱۸۴۰-۱۸۷۸ز) او الیزابېت «لیزي» (وارنټون) مشره لور وه. د جېمز وېلز پلار سپین پوستی و او د پګې په نامه له یوې تور پوستې ښځې سره یې واده وکړ. جېمز په ۱۸ کلنۍ کې هالي سپرېنګز ته راغی، چې له یوه ترکاڼ سره شاګرد شي، دلته یې د ترکاڼۍ کار ته دوام ورکړ او «په ښار کې د اوسېدونکي غلام» په توګه یې کار کاوه. د یوې غلامې په توګه د لیزي تجربې بېخي توپیر درلود. لیزي د هغو لسو ماشومانو له ډلې وه چې په ویرجینیا کې زیږېدلې وه، له خویندو او وروڼو لرې پلورل شوې وه او تر کورنۍ جګړې وروسته یې هڅه وکړه چې خپله کورنۍ پیدا کړي. د وېلز مور او پلار د غلامانو د آزادېدو د اعلامیې تر خپرېدو وړاندې د سپایر بولېنګ غلامان وو، هغه یو معمار و او دوی یې په کور کې اوسېدل چې اوس دغه کور د «بولېنګ ګېټ ووډ هوس» په نامه یادېږي. دغه کور وروسته د ایډا بي وېلز بارنټ پر موزیم بدل شو.[۱۷][۱۸]

د وېلز پلار «جېمز وېلز» د غلامانو د آزادېدو تر اعلامیې وروسته د شاو کالج (چې اوس مهال روسټ کالج بلل کېږي) سرپرست شو. هغه د بیارغونې په دوره کې ډیموکراټانو ته د رایې له ورکولو ډډه وکړه، د لویال لیګ غړی شو او په سیاست کې د ګډون او د جمهوري غوښتونکو ګوند ته په ژمنتیا سره د یوه «نژادي کس» په توګه وپېژندل شو. هغه په ۱۸۶۷ ز کال کې په هالي سپرېنګز کې د ترکاڼۍ یو بریالی تجارت پیل کړ او ښځه یې «لیزي» د یوې مشهورې آشپزې په توګه پېژندل کېده. [۱۹][۲۰]

لومړنۍ مسلکي مخینه او د تبعیض ضد فعالیتونه

[سمول]

وېلز «میمفیس» ته تر تګ وروسته په «ووډسټاک» کې د شلبي ښار د ښوونځي له‌ خوا وګومارل شوه. وېلز د اوړي د رخصتیو په جریان کې د فیسک پوهنتون په اوړنیو جلسو کې ګډون وکړ، فیسک د ټېنسي ایالت په نشویل سیمه کې د تور پوستانو یو تاریخي پوهنتون دی. وېلز په «لیموین اوون پوهنتون» کې زده‌ کړې وکړې چې دا هم په ممفیس کې د تور پوستانو یو تاریخي پوهنتون دی. هغې پیاوړې سیاسي نظریې لرلې او د ښځو د حقونو په اړه یې په خپلو لید لورو سره ډېر خلک هڅولي دي. [۲۱]

د ۱۸۸۴ ز کال د مې میاشتې په ۴مه نېټه له «چساپیک» نه «اوهایو» ته د تلونکي رېل‌ ګاډي چلوونکي وېلز ته وویل چې خپله چوکۍ پرېږدي او د رېل‌ ګاډي بل ځای ته ولاړه شي چې هغه له وړاندې له مسافرو ډک و. یو کال وړاندې د متحدو ایالتونو سترې محکمې د مدني حقونو د ۱۸۷۵ ز کال فدرال قانون (چې په عمومي ځایونو کې یې نژادي تبعیض منع بللی و) پر ضد حکم کړی و. دغه کار د رېل ګاډو د شرکتونو ملا ور وتړله او پرېکړه یې وکړه چې، له نژادي پلوه خپل مسافر جلا کړي. کله چې وېلز چوکۍ پرې نښوده، د رېل ګاډي چلوونکي او دوو نورو کسانو له رېل ګاډي واېستله. وېلز په ممفیس کې د تور پوستو د کلیسا یوې اونیزې (The Living Way) ته په رېل ګاډي کې د خپلې کیسې په اړه خبري مقاله ولیکله او له دې سره دا په ممفیس ښار کې مشهوره شوه. وېلز په ممفیس کې د رېل ګاډي له شرکت نه د شکایت لپاره یو افریقايي‌الاصله امریکایی مدافع وکیل وګوماره. د رېل ګاډي شرکت دغه تور پوستي وکیل ته پیسې ورکړې، بیا دې بل سپین پوستی مدافع وکیل وګوماره.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

واده او کورنۍ

[سمول]

وېلز د ۱۸۹۵ ز کال د جون په ۲۷مه نېټه د شیکاګو په (Bethel AME) کلیسا کې له مدافع وکیل «فرډینانډ اېل بارنټ» سره واده وکړ. فرډینانډ کونډ و او دوه زامن یې لرل. دی په شیکاګو کې اوسېده او یو مشهور مدافع وکیل، د مدني حقونو فعال او خبریال و. ده هم د لېنچېنګ او افریقايي‌الاصله امریکایانو د مدني حقونو په اړه د وېلز په څېر په پراخه کچه خبرې کړې وې. وېلز او بارنټ په ۱۸۹۳ ز کال کې سره پېژندلي وو او دواړو په دغه کال په شیکاګو کې د کلمبیا په نړیوال نندارتون کې د تور پوستانو د نه ‌شتون په اړه پر یوه ګډه انتقادي مقاله کار کاوه. بارنټ په ۱۸۷۸ ز کال کې د شیکاګو ساتونکی (The Chicago Conservator) په نامه ورځپاڼه جوړه کړه، چې دا په شیکاګو کې د تور پوستانو لومړۍ ورځپاڼه وه. وېلز په ۱۸۹۳ ز کال کې دغې ورځپاڼې ته لیکل پیل کړل، وروسته یې لږه اندازه مالکیت په کې ترلاسه کړ او له بارنټ سره تر واده وروسته د دې ورځپاڼې اېډېټره شوه. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

خپله لیکلی ژوندلیک او مړینه

[سمول]

وېلز په ۱۹۲۸ ز کال کې د خپل ژوندلیک پر لیکلو پیل وکړ، چې نوم یې «د عدالت لپاره صلیبي جګړه» وه، خو د ژوند تر پایه یې دا کتاب بشپړ نه‌ کړ. دغه کتاب يې تر مړینې وروسته لور «الفرډا بارنټ ډاسټر» په ۱۹۷۰ ز کال کې «د عدالت لپاره صلیبي جګړه: د ایډا بي وېلز ژوندلیک» په نامه خپور کړ. [۳۲][۳۳]

وېلز د ۱۹۳۱ ز کال د مارچ په ۲۵مه نېټه په شیکاکو کې د یوریما (د پښتورګو د کمزورۍ) له امله د ۶۸ کلونو په عمر مړه شوه او د شیکاګو په سویل کې د «اوک ووډز» په هدیره(ادیره ـ حضیره) کې خاورو ته وسپارل شوه.[۳۴]

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb15020587j — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6pc32d5 — سکالو پېژند: Ida B. Wells — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7862236 — سکالو پېژند: Ida Bell Wells — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Ida-B-Wells-Barnett — سکالو پېژند: Ida B. Wells-Barnett — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ سکالو پېژند: Ida B. Wells — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=28560 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ سکالو پېژند: Ida B. Wells — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=28560 — ليکوال: Barbara Belford — خپروونکی: Columbia University Press — ISBN 0-231-05496-3
  7. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
  8. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — ليکوال: Yolanda W. Page — سرليک: Encyclopedia of African American Women Writers — خپروونکی: Greenwood Publishing Group
  9. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — ليکوال: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  10. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702
  11. https://documents.alexanderstreet.com/c/1007600702 — ليکوال: Lawson A. Scruggs — سرليک: Women of Distinction — خپروونکی: Lawson A. Scruggs
  12. سرليک: American Women Writers
  13. Dickerson.
  14. Giddings, Encyclopedia 2013.
  15. Wells Papers, Univ. Chicago.
  16. Pulitzer 2020.
  17. Matthews, Dasha.
  18. McKinney.
  19. McMurry.
  20. Giddings, Sword Among Lions, 2008، مم. 5–10.
  21. Bay، م. 67.
  22. Mitchell، م. D13.
  23. Fradin & Fradin، م. 21.
  24. Franklin، مم. 61, 63–65.
  25. Yaeger, October 21, 2015.
  26. Nettles, Arionne Alyssa.
  27. Tichi، م. 340 (note 16).
  28. Jordan, Brucella Wiggins، مم. 195–196.
  29. Schechter، م. 176.
  30. Ritchie، م. 165.
  31. "Miss Wells", June 13, 1895.
  32. Black, Patti Carr.
  33. Duster, Alfreda.
  34. Rogers.