Jump to content

ایویلین لیلاند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ایویلین فرانسس لیلاند ( ۱۸۶۷-۱۹۳۱) یوه امریکایۍ ستوری پېژندونکې وه هغه د هاروارد کمپیوترز ( دا د هغو ښځو یوه ډله وه چې د امریکا د ماسا چوست ایالت د کمبریج د هاروارد د کالج په ترصد خونه کې یې د ماهرو ښځو په توګه کار کاوه)  غړې وه چې له یوې ډلې ښځینه ستوری پېژندونکو څخه جوړه وه ، هغې د هاروارد د کالج د ستورو  په رصد خونه ( د ستورو کتنځې) کې د ادوارد پيکرینګ تر مشرۍ لاندې کار وکړ. هغې د ادوارد د مرستیالې په توګه ۳۶ کاله ( ۱۸۸۹-۱۹۲۵) کار وکړ او دهغه د ټيم استاذولي یې کوله. لیلاند او دهغې همکارانو د هغو  تصویري پلېټونو تحلیل تر سره کړ چې په کمبرېج اود پېرو ارکویپا کې اخستل شوي و. هغه د ستورېزو سپکترا ګانو  په تخمینولو او تغیرموندونکو ستورو په کشفولو کې ښکېل وه او د رصد خونې له نورو غړیو سره د مقالې په خپرولو کې کار کاوه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

تاریخي مخینه

[سمول]

لیلاند به د یوزیات شمېر معلوماتو/ارقامو په راټولولو او تحلیل کې ښکېل وه خو هېڅکله یې هم کومه  آستروفزیکي تیورۍ تولید نه کړه. د هغې ګمارونکي ادوارد پيکرېنګ په ژوره توګه په دې کار کې ښکېل وه. ادوارد د تیوریکې څېړنې په پرتله تر ډېره د معلوماتو/ارقامو په راټولولو ټينګار کاوه. هغه باور درلود چې هغه تیورۍ/نظریې چې د ارقامو په واسطه یې ملاتړ شوی نه وي بې ارزښته دي، او هغه کتونکي/ ترصد کوونکي چې خپلې نظریې لري په ډېر احتمال سره به تېروتنه وکړي چې د غلطو معلوماتو لامل ګرځي. له همدې امله د هاروارد د کالج په ترصد خونه کې د  لیلاند په څېر یوې داسې ښځې لپاره فرصت موجود و چې هغه به د استعداد لرونکې وي او د مهارت نه ډک نوملړ لیکلو لپاره حوصله ولري. دا کار د هغو ښځو لباره هم ګټور او هم محدودیت لرونکی و چې غوښتل یې د سایسپوهانو په توګه کار وکړي. د ادوارد مفکورې ځانګړې نه وې خو د وخت په ساینسي ټولنه کې معمولې وې. په کال ۱۹۰۰ ګې، د ستورې پېژندنې په برخه کې، د دندو په اړوند  د جنسیت په بنسټ پرېکړه کېده، د نارینه وو کار د تلسکوپ مشاهدات، د ارقامو تفسیر او د پایلو خپرول و خو د ښځو کار د هغو ارقامو اندازه نيونه او ډلبندې وه چې د نارینه وو له خوا به راټولېدل. په دې ځای کې دښځو مقاومت او دقیق بصیرت اړین وه نه اصالت یا علمي تفکر. د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې  په ستوري پېژندنه، ګیاه پېژندنه، حیوان  پېژندنه او انسان پېژندنه برخو کې د ښځو لوی تناسب لامل دا وه چې  په دې برخو کې د  ډېرو ارقاموپروسس ته  اړتیا وه. [۷][۸][۹][۱۰]

هغي د ورځې اوه ساعته، په اونۍ کې شپږ ورځې ( له یکشنبې پرته) کار کاوه که څه هم ویلیمانیا پي فلیمینګ ( یوه سکاتلندۍ ستوری پېژندونکې وه) په خپلو ورځنیو یاددښتونو کې لیکلي چې د کار واقعي ساعتونه د سهار له نهو بجو د مازدیګر تر ۶ بجو پورې و. د کار د پيل اجوره د ښځو د کمپیوتر لپاره په یوه ساعت کې ۲۵ سنټه وه. لیلاند به په یوه کال کې ۵۴۶ ډالره ګټل چې په پرتله یې د یوه نارینه تنخواه په همدومره وخت کې په منځني ډول ۸۰۰ دالره وه.  د تنخواه توپير د هغې د وړتیا له امله نه وه بلکه د جنسیت د توپیر له امله و. په کال ۱۸۹۸ کې ادوارد پيکرینګ په یوه راپور کې ولیکل چې هاروارد کمپیوترز ( دا د هغو ښځو یوه ډله وه چې د امریکا د ماسا چوست ایالت د کمبریج د هاروارد د کالج په ترصد خونه کې یې د ماهرو ښځو په توګه کار کاوه) کولای شو چې د تنخواوو په داسې ډول تساوي کار وکړي چې نارینه وو ته ښه تنخوا ورکړي. هغه وایي چې د تنخواوو تفاوت هغه ته اجازه ورکوی چې د نارینه وو په پرتله درې یا څلور  برابره ښځې وګماري. [۱۱][۱۲]

لاسته راوړنې

[سمول]

په ستوریزو سپکترا  باندې د ترصد خونې څېړنو د ډېرو شیشه اي ماتیدونکو پلېټونو دقیق تحلیل ته اړتیا درلوده چې په هغو باندې نور له لېرې اجسامو چې د پېرو د اریکویپا له ستېشن کې و اخستل شوی اوورسته د ماساچوستس په کمبریج کې د هاروارد پوهنتون انګړ ته استول شوی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د نورو کمپیوترونو په واسطه د ستوریزو سپکتراګانو روښنایي په دوامداره توګه اندازه او محاسبه کوله او نورنوي تغیر موندونکي ستوري او نور اجسام چې مخصوص سپکترا ګان یې درلودل کشفول. لېلاند په هغو پروژو کې ښکېل وه چې د هغو لس ها وزروتغیر موندونکو ستورو روښنایي او موده یې اندازه کوله چې د ستوروپه کلسترونو کې لکه اومېګا سېنتاوري، الفا سېنتاوري، M5 او اېپسیلون ارګیا موجود و. په کال ۱۹۰۳ کې، ليلاند او ویلیمانیا فلیېمینګ د یوه نوي نوا nova ( یوډول ستوری دی چې رڼا يې څووروځې ډېرېږي او څو ورځې کمېږي) د امکان په باره کې چې د جیمي ني د ستورو په مجموعه کې د برتانوي ستوری پېژندونکي له خوا کشف شوی و څېړنه وکړه. په کال ۱۹۰۶ کې، لیلاند، اني جمپ کانون ( یوه امریکایي ستوری پېژندونکې)  او هنریتا سوان لیویت ( یوه امریکایۍ ستوری پېژندونکې ) د تغیرموندونکو لټون په ټول آسمان کې پېل کړ. د دې لپاره چې په آسمان کې د هر ستوري د عمل ساحه وموندل شي، ادوارد پيکرینګ لیلاند او کانون څخه وغوښتل چې معلوم کړي څنګه لیویت تغیر موندونکي ستوري کشف کړل. د لټون مېتود داسې و چې درې کسان توظیفیدل هر یوه شخص ته به د آسمان دریمه برخه ورکول کېده او په بصرې توګه به یې پنځه تغیر شوي  اخیستل شوي عکسونه د آسمان له هرساحې سره پرتله کول. د دې مېتود په واسطه لیلاند وکولای شو چې اته نوي تغیر موندونکي ستوري کشف کړي. لیلاند همدارنګه د نووا ساګیتاری، مو سرپنتیس، استریود اېروس، زحل، د ساتوم د سپوږمۍ فوآب په څېر اجرامو او ستورو روښنایي او موقعیت کشف کړل. [۱۷][۱۸][۱۹]

سولون ايروینګ بایلي، چې په ارېکويپا ( پېرو کې یو ځای دی)  د هاروارد د ترصد خونې د ستېشن په تأسیس کې یې مرسته وکړه او روسته د پيکرنیک په ځای د ترصد خونې سرپرست رئیس شو د تغیرموندونکو ستورو له څېړنې سره لېوالتیا درلوده. د بایلي کار کې تفکري عناصر شامل و او اړینه وه چې د هغه نظریې د ارقامو په واسطه ملاتړ شي . له هغه سره لیلاند مرسته وکړه چې د متغیرو ستورو د موقعیت او رڼایۍ په اړوند پرېکړه وکړي. لیلاند له بایلي سره  شېدو د لارې په نامه په کهکشان کې د کروي کلسترونو په مشاهداتو کې مرسته وکړه او تغیر موندونکي ستوري یې وموندل چې له کروي کلسترونو سره په ټينګه یو ځای شوي و. دا کروي کلسترونه د څو ساعته متغیرې دورې په واسطه مشخص کېږي او یو نوی ډول تغیر موندونکي ستوری دی چې د سیفیدس په نامه ستوري سره چې د هنریت سوان لیویت له خوا په عین وخت کې کشف شو توپېر لری. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

تر ۱۹۱۳ پورې، د ۱۱۰ تغیرموندونکو ستورو د معلوماتو تحلیل ښکاره کړه چې د هغوی د تغیر دورې له څلورو ساعتونو تر یوې ورځې پورې وي او دهر یوه ستوري رڼا تقریبا یو ډول وي. دا تغیر منونکي ستوري چې د لیلاند او بایلي په واسطه کشف شوي و د خوشه یي ډول متغیرو ستورو په نامه یادشول. دوی دواړو په خپل منځ کې ښه کاري اړیکه او پربل اغیزه درلوده. لیلاند د جنوبي آسمان لپاره یو ځانګړي قوي میلان درلود ځکه کوم پلېټ چې بایلي جوړ کړی و د پېرو د جنوبې آسمان څخه اخیستل شوی و. له بلې خوا بایلي په لیلاند باندې خورا ډير باور درلود او کله کله به یې هغې ته پلېټ له لارښوونو سره استاوه. په لیلاند باندې د هغه باور هر چېرته د ليد وړو. بایلي به ندرتا په خپلو لیکنو کې د خپلو مرستیالانو نومونه لیکل ، که  څه هم په میسییر  Messier 15 کې تغیرموندني په نلمه یوه نشریه کې چې په کال ۱۹۱۹ کې خپره شوه هغه له لیلاند او ایدا اي وودس سره خپله همکاري یبان کړې ده. [۲۵]

د سماوي شیشه یي پلېټونو څه د پاسه ۵۰۰۰۰۰ عکسونه شته چې د هاروارد کمپیترز له خوا پرې کار شوی دی او هر یو عکس یو کاغذې پاکټ کې ځای په ځای شوی دی. تقریبا ۲۰٪ له دې عکسونو څخه د د ستورو د تغیر موندنی، مناسب حرکت، کهکشاني دینامیک، نړۍ پېژندنې ، د ډبرو شهاب او لکۍ لرونکو ستورو موضوعاتو پورې اړوند دي. د پلېټ په اړوند معلوماتو لکه نیټه، ځانګړي تشخیصیه نمبر، ، کارول شوی تلسکوپ او د آسمان ساحه سره سره د پلېټ په جاکټ (پوښ) باندې دهغه چا لاسلیک هم شته چې دا پلېټ یې کارولی دی. د MC6474 په نامه یو پلېټ شته چې تر کال ۱۹۱۷ پورې کارول کېده د او د "L" نښه لري او ګمان کېدای شي چې دا به د لیلاند لاسلیک وي. د دې موادو په کارونې سره د ۲۱۶ ښځينه ستوری پېژندونکو نومونه چې له کال ۱۸۷۵ تر ۱۹۷۵ پورې فعالې وی له تقریبا ۴۰۰۰۰۰ جاکټونو (پوښونو) څخه کشف شول. [۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Johnson, George (2007-07-10). "A Trip Back in Time and Space - Harvard's Cosmos". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2019-08-14.
  2. Bailey, Solon (1931). Harvard Observatory Monographs, No 4, The History and Work of Harvard Observatory 1839 to 1927. New York, NY: McGraw-Hill Book Co. pp. 274–276.
  3. Ogilvie, Marilyn Bailey (1986). Women in Science - Antiquity Through the Nineteenth Century: A Biographical Dictionary with Annotated Bibliography (in English). The MIT Press. ISBN 978-0-26215031-6. OCLC 632328385.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  4. Ogilvie, Marilyn Bailey; Harvey, Joy Dorothy (2000-01-01). The Biographical Dictionary of Women in Science: L-Z (in انګليسي). Taylor & Francis. p. 770. ISBN 9780415920407.
  5. Zahm, John Augustine (1991). Woman in science; with an introductory chapter on woman's long struggle for things of the mind, by H. J. Mozans [pseud.] (in English). London: University of Notre Dame Press. p. 195. ISBN 978-0-26801946-4.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  6. "Evelyn Leland". library.cfa.harvard.edu (in انګليسي). بياځلي په 2023-05-29.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  7. Ogilvie, Marilyn Bailey (1986). Women in Science - Antiquity Through the Nineteenth Century: A Biographical Dictionary with Annotated Bibliography (in English). The MIT Press. ISBN 978-0-26215031-6. OCLC 632328385.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  8. Ogilvie, Marilyn Bailey; Harvey, Joy Dorothy (2000-01-01). The Biographical Dictionary of Women in Science: L-Z (in انګليسي). Taylor & Francis. p. 770. ISBN 9780415920407.
  9. Kass-Simon, G. (Gabriele), Patricia Farnes, Deborah. Nash (1993). Women of science: righting the record (in English). Bloomington: Indiana University Press. ISBN 978-0-25320813-2.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link) CS1 maint: unrecognized language (link)
  10. Smith, Horace A. (2000). "Bailey, Shapley, and Variable Stars in Globular Clusters". Journal for the History of Astronomy. 31 (3): 185–201. doi:10.1177/002182860003100301. ISSN 0021-8286.
  11. Armstrong, Marbel (2008). Women Astronomers : Reaching for the Stars (in English). Oregon: Stone Pine Press. p. 46. ISBN 978-0-97289295-7.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  12. James, C. Renee (July 2002). "Edward and Mina: how a maid and her master changed the face and gender of astronomy forever". Astronomy. 30 (7): 46.
  13. Ogilvie, Marilyn Bailey (1986). Women in Science - Antiquity Through the Nineteenth Century: A Biographical Dictionary with Annotated Bibliography (in English). The MIT Press. ISBN 978-0-26215031-6. OCLC 632328385.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  14. Ogilvie, Marilyn Bailey; Harvey, Joy Dorothy (2000-01-01). The Biographical Dictionary of Women in Science: L-Z (in انګليسي). Taylor & Francis. p. 770. ISBN 9780415920407.
  15. "The Female Astronomers Who Captured the Stars". Science Friday (in American English). بياځلي په 2019-08-14.
  16. Woodman, Jenny (2016-12-02). "The Women 'Computers' Who Revolutionized Astronomy". The Atlantic (in American English). بياځلي په 2019-08-14.
  17. Bailey, Solon (1931). Harvard Observatory Monographs, No 4, The History and Work of Harvard Observatory 1839 to 1927. New York, NY: McGraw-Hill Book Co. pp. 274–276.
  18. Sobel, Dava (2016). The glass universe : how the ladies of the Harvard Observatory took the measure of the stars (in English). New York: Viking. ISBN 978-0-14311134-4.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  19. "Evelyn Leland". library.cfa.harvard.edu (in انګليسي). بياځلي په 2023-05-29.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  20. A., Weintraub, David (2013). How old is the universe?. Princeton University Press. ISBN 978-0-691-15628-6. OCLC 820980072.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  21. Smith, Horace A. (2000). "Bailey, Shapley, and Variable Stars in Globular Clusters". Journal for the History of Astronomy. 31 (3): 185–201. doi:10.1177/002182860003100301. ISSN 0021-8286.
  22. Sobel, Dava (2016). The glass universe : how the ladies of the Harvard Observatory took the measure of the stars (in English). New York: Viking. ISBN 978-0-14311134-4.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  23. "Evelyn Leland". library.cfa.harvard.edu (in انګليسي). بياځلي په 2023-05-29.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  24. A., Weintraub, David (2013). How old is the universe?. Princeton University Press. ISBN 978-0-691-15628-6. OCLC 820980072.{{cite book}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  25. Smith, Horace A. (2000). "Bailey, Shapley, and Variable Stars in Globular Clusters". Journal for the History of Astronomy. 31 (3): 185–201. doi:10.1177/002182860003100301. ISSN 0021-8286.
  26. Schechner, Sara J.; Sliski, David (2016). "The Scientific and Historical Value of Annotations on Astronomical Photographic Plates". Journal for the History of Astronomy. 47 (1): 3–29. arXiv:1602.03475. doi:10.1177/0021828615624094. ISSN 0021-8286.
  27. Zrull, Lindsay Smith (2021). "Women in Glass: Women at the Harvard Observatory during the Era of Astronomical Glass Plate Photography, 1875–1975". Journal for the History of Astronomy. 52 (2): 115–146. doi:10.1177/00218286211000470. ISSN 0021-8286.