ایولین لیلنډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ایولین فرانسېس لیلنډ (زوکړه: ۱۸۶۷ زکال – مړینه: ۱۹۳۱ زکال) امریکايي ستورپوهه او د «هاروارډ کمپیوټرونو» په نامه ډلې غړې وه؛ د ښځینه ستورپوهانو هغه ډله چې د هاروارډ کالج په رصد خانه کې یې د اډوارډ پیکرېنګ تر لاس لاندې کار کاوه. نوموړې د ۳۶ کلونو لپاره (۱۸۸۹ – ۱۹۲۵ زکال) د هغه د مرستیالې په توګه کار وکړ او د دغې ډلې استازولي یې وکړه. لیلنډ او همکارانو یې د هغو انځوریزو پلېټونو په تحلیل او تجزیه کې ونډه لرله چې په کمبرېج او د پیرو په ارکیپا کې اخیستل شوي و. نوموړې د ستوریز طیف په محاسبوي چارو او د تغیر منونکو ستورو په کشف کې ونډه لرله. دې د یادې رصد خانې له غړو سره په ګډه د یوه اخبار د خپرولو لپاره کار وکړ. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

تاریخي مخینه[سمول]

لیلنډ په پریمانه کچه د معلوماتو په راغونډونې او د هغو په تحلیل او تجزیه کې ونډه لرله، خو هېڅکله یې هم د ستورو اړوند کومه فیزیکي نظریه وړاندې نه کړه. د هغې رئیس، اډوارډ پیکرېنګ پر هغې پیاوړی اغېز درلود. پیکرېنګ د نظري څېړنو پر ځای د معلوماتو په راغونډونې ټینګار درلود. هغه باوري و چې هغه نظریې کوم ارزښت نه لري چې د اطلاعاتو پر مټ یې ملاتړ نه کېږي او همدارنګه هغه رصد کوونکي چې خپل نظریات لري تر ډېره پورې کېدای شي انحراف ومومي او ناسم اطلاعات وړاندې کړي. له همدې امله د هاروارډ کالج په رصد خانه کې د لیلنډ په څېر نوملړ جوړونکو پیاوړو او حوصله لرونکو ښځو لپاره کاري فرصتونو شتون درلود. دغه فرصتونه د هغو ښځو لپاره چې غوښتل یې د ساینس پوهانو په توګه کار وکړي ګټمن، خو محدود کوونکي وو. د هغوی باورونه ځانګړي نه، بلکې د هغه مهال په علمي ټولنه کې دود باورونه و. ورته مهال د ۱۹۰۰ زکال په شاوخوا کې د ستورپوهنې د برخې چارې د جنسیت پر بنسټ وېشل کېدې. په داسې حال کې چې د نارینه و دنده په تلسکوپ کې مشاهداتي چارې، د راغونډو کړو اطلاعاتو تفسیر او د هغو د پایلو خپرول وو، خو ښځو بیا د نارینه وو له خوا د راغونډو کړو اطلاعاتو د اندازه ګیرۍ او ډلبندۍ مسئولیت درلود. له همدې امله له ښځو څخه د اصالت او یا هم علمي تفکر پر ځای په کار کې د هڅو او همدارنګه د تیز بصیرت غوښتنې شتون درلود. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې د ستورپوهنې، بوټو پوهنې، ژوو پوهنې او انسان پوهنې په برخو کې د ښځو د ونډې زیاتوالی، تر ډېره د اطلاعاتو د راغونډېدو له امله و ځکه چې په دغو برخو کې راغونډو شوو اطلاعاتو د پروسس کولو بهیر ته اړتیا لرله. [۷][۸][۹][۱۰]

هغې په اونۍ کې یوازې له یکشنبې پرته شپږ ورځې او د ورځې هم اووه ساعته کار کاوه. (په داسې حال کې چې ویلیامینا فلمېنګ د خپلو خاطراتو په کتابچه کې څرګنده کړې چې د دوی اصلي د کار وخت د سهار له ۹:۰۰ بجو څخه د مازیګر تر ۶:۰۰ بجو پورې و). دغو ښځینه کمپیوټرونو په ساعت کې ۲۵ سنټه معاش درلود. لیلنډ په کال کې ۵۴۶ ډالر عاید درلود په داسې حال کې چې نارینه سیالانو یې شاوخوا ۸۰۰ ډالر معاش اخیست. په حقوقو کې دغه توپیر د وړتیاوو پر بنسټ نه بلکې د جنسیت پر بنسټ و. په ۱۸۹۸ زکال کې پیکرېنګ د یو راپور په لیکلو څرګنده کړه چې د هاروارډ کمپیوټرونه (ښځینه کارکوونکې) کولای شي له نارینه ستورپوهانو څخه په غوره توګه دغه چاره ترسره کړي. هغه څرګنده کړه چې د هغوی په معاشاتو کې د توپیر پر مټ هغه کولای شي د نارینه و د شمېر درې تر څلور چنده ښځینه کارکوونکې استخدام کړي. [۱۱][۱۲]

لاسته راوړنې[سمول]

په ستوریزو طیفونو باندې د رصدخانه یي څېړنو هغو ګڼ شمېر انځوریزو ماتېدونکو شیشه یي پلېټونو کره تجزیې او تحلیل ته اړتیا لرله چې د پیرو په آرکیپا سټېشن کې له لرې فاصلې څخه په کې د اسماني اجسامو انځورونه ثبت شوي و او بیا د ماسچاسوتس په کمبرېج کې د هاروارډ کمپلکس ته را لېږل شوي و. د نورو انساني کمپیوټرونو په خوا کې لیلنډ د ستوریزو طیفونو دغه رڼا په پراخه کچه اندازه او محاسبه کړه، په دې سره هغې نوي بدلون کوونکي او همدارنګه د «عجیب او غریب طیف لرونکي» ستوري کشف کړل. لیلنډ د اومېګا قنطورس، الفا قنطورس، ام ۵، او اپسیلون اورېګا په څېر ستوریزو ټولګو کې د لسګونو زره بدلون کوونکو ستورو د رڼا او دورو د اندازه کولو په پروژو کې ونډه لرله. په ۱۹۰۳ زکال کې هغې او ویلیامنا فلمېنګ د بریتانوي ستورپوه له خوا د کشف شوي نوي لوی ستوري د شتون احتمال ارزیابي کړ. په ۱۹۰۶ زکال کې لیلنډ، آني جامپ کنون او هنریټا سوان لیویټ په بشپړ آسمان کې د تغیرمنونکو ستورو لټون پیل کړ. په آسمان کې د هر ستوري په اندازه باندې د پوهېدو په موخه پیکرېنګ له لیلنډ او کنون څخه وغوښتل چې زده کړي لیویت څه ډول بدلون کوونکي ستوري کشف کړي. په دغه چاره کې د آسمان هرې یو په دریمې برخې ته د دریو نفرو ځانګړي کول او د وخت په اوږدو کې د آسمان له هرې برخې څخه د اخیستل شوو پنځو انځورونو پرتله شامله وه. له دغې کړنلارې څخه په ګټنې لیلنډ اته نوي بدلون کوونکي ستوري کشف کړل. لیلنډ همدارنګه د نوا سګیتاري (Nova Sagittarii)، مو مار (Mu Serpentis)، اروس کوچنۍ سیارې (asteroid Eros) او د زحل د سپوږمۍ فوبه (Phoebe) په څېر آسماني اجسامو ځای او ځلا اندازه کړه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

سولون ایروینګ بیلي چې په ارکیپا کې یې د هاروارډ د مشاهداتي سټېشن په جوړولو کې مرسته کړې وه او وروسته د پیکرېنګ پر ځای د دغې رصد خانې مشر وټاکل شو، د بدلون کوونکو ستورو له مطالعې سره یې لیوالتیا لرله. د بیلي چارو اټکلیز عناصر لرل او د هغو د اړوندو نظریو ملاتړ باید د معلوماتو پر مټ شوی وای. له ده سره لیلنډ مرسته وکړه څو د دغو بدلون کوونکو ستورو ځای وټاکي او رڼا یې اندازه کړي. لیلنډ له نوموړي سره د شیدو په کهکشان کې د ستورو د کروي ټولګو په مشاهداتي چارو کې مرسته وکړه او داسې بدلون کوونکي ستوري یې وموندل چې د ستورو له کروي ټولګو سره یې کلکه اړیکه لرله.  [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۱۳ زکال کې د ۱۱۰ بدلون کوونکو ستورو تجزیې او تحلیل وښووله چې د هغوی د بدلون دورو له څلورو ساعتونو څخه تر یوې ورځې پورې توپیر درلود او هر یو یې نږدې یو ډول ځلا لرله. دغه کشف شوي بدلون کوونکي ستوري د لیلنډ او بیلي له خوا د ډله ییزو بدلون کوونکو ستورو په نوم یاد شول. لیلنډ له سویلي آسمان سره ځانګړې لېوالتیا لرله ځکه هغه انځورونه چې بیلي له آسمان څخه اخیستی و په پیرو کې له سویلي آسمان څخه اخیستل شوي وو. بل پلو بیلي په لیلنډ دومره باور درلود چې آن ځینې وختونه به یې له لارښوونو سره یوځای انځوریز پلېټونه ورته لېږل. په لیلنډ باندې د نوموړي باور په نورو ځایونو کې هم څرګند و. بیلي به په ډېر ندرت سره په خپلو لیکنو کې د خپلو همکارانو نوم یاد کاوه. په داسې حال کې چې په میسر ۱۵ کې د بدلون کوونکو ستورو اړوند د هغه د ۱۹۱۹ زکال په مقاله کې د لیلنډ او ایدا اي. ووډز نوم لیکل شوی دی. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

له ۵۰۰ زرو څخه زیات د اسماني ستورو شیشه یي انځوریز پلېټونه شتون لري چې د هاروارډ د کمپیوټرونو له خوا ورباندې کار شوی دی او اوس مهال یې هر یو په یو کاغذي پاکټ کې ساتل شوی دی. د دغو پلېټونو ۲۰ سلنه برخه د ستورو د بدلون، مناسب حرکت، کهکشاني ډینامیک، کائنات پوهنې، شهاب ثاقب او لکۍ لرونکو ستورو اړوند ده. د دغو پلېټونو سره د هغو اړوند معلومات لکه تاریخ، تشخیصیه نمبر، د کارول شوي تلسکوپ نوم او د آسمان هغه برخه چې انځور ترې اخیستل شوی، شتون لري. همدارنګه د هغو په پوښ باندې هر هغه چا لاسلیک کړی چې ګټنه یې ترې کړې ده. یو له دغو پلېټونو څخه ام سي ۶۴۷۴ پلېټ دی چې تر ۱۹۱۷ زکال پورې پرې کار شوی او د ال (L) حرف لرونکی لاسلیک پرې شتون لري چې ویل کېږي کېدای شي دا د لیلنډ لاسلیک وي. [۲۹][۳۰]

په ستوریزو سپکترا  باندې د ترصد خونې څېړنو د ډېرو شیشه اي ماتیدونکو پلېټونو دقیق تحلیل ته اړتیا درلوده چې په هغو باندې نور له لېرې اجسامو چې د پېرو د اریکویپا له ستېشن کې و اخستل شوی اوورسته د ماساچوستس په کمبریج کې د هاروارد پوهنتون انګړ ته استول شوی و. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د نورو کمپیوترونو په واسطه د ستوریزو سپکتراګانو روښنایي په دوامداره توګه اندازه او محاسبه کوله او نورنوي تغیر موندونکي ستوري او نور اجسام چې مخصوص سپکترا ګان یې درلودل کشفول. لېلاند په هغو پروژو کې ښکېل وه چې د هغو لس ها وزروتغیر موندونکو ستورو روښنایي او موده یې اندازه کوله چې د ستوروپه کلسترونو کې لکه اومېګا سېنتاوري، الفا سېنتاوري، M5 او اېپسیلون ارګیا موجود و. په کال ۱۹۰۳ کې، ليلاند او ویلیمانیا فلیېمینګ د یوه نوي نوا nova ( یوډول ستوری دی چې رڼا يې څووروځې ډېرېږي او څو ورځې کمېږي) د امکان په باره کې چې د جیمي ني د ستورو په مجموعه کې د برتانوي ستوری پېژندونکي له خوا کشف شوی و څېړنه وکړه. په کال ۱۹۰۶ کې، لیلاند، اني جمپ کانون ( یوه امریکایي ستوری پېژندونکې)  او هنریتا سوان لیویت ( یوه امریکایۍ ستوری پېژندونکې ) د تغیرموندونکو لټون په ټول آسمان کې پېل کړ. د دې لپاره چې په آسمان کې د هر ستوري د عمل ساحه وموندل شي، ادوارد پيکرینګ لیلاند او کانون څخه وغوښتل چې معلوم کړي څنګه لیویت تغیر موندونکي ستوري کشف کړل. د لټون مېتود داسې و چې درې کسان توظیفیدل هر یوه شخص ته به د آسمان دریمه برخه ورکول کېده او په بصرې توګه به یې پنځه تغیر شوي  اخیستل شوي عکسونه د آسمان له هرساحې سره پرتله کول. د دې مېتود په واسطه لیلاند وکولای شو چې اته نوي تغیر موندونکي ستوري کشف کړي. لیلاند همدارنګه د نووا ساګیتاری، مو سرپنتیس، استریود اېروس، زحل، د ساتوم د سپوږمۍ فوآب په څېر اجرامو او ستورو روښنایي او موقعیت کشف کړل. [۳۵][۳۶][۳۷]

سولون ايروینګ بایلي، چې په ارېکويپا ( پېرو کې یو ځای دی)  د هاروارد د ترصد خونې د ستېشن په تأسیس کې یې مرسته وکړه او روسته د پيکرنیک په ځای د ترصد خونې سرپرست رئیس شو د تغیرموندونکو ستورو له څېړنې سره لېوالتیا درلوده. د بایلي کار کې تفکري عناصر شامل و او اړینه وه چې د هغه نظریې د ارقامو په واسطه ملاتړ شي . له هغه سره لیلاند مرسته وکړه چې د متغیرو ستورو د موقعیت او رڼایۍ په اړوند پرېکړه وکړي. لیلاند له بایلي سره  شېدو د لارې په نامه په کهکشان کې د کروي کلسترونو په مشاهداتو کې مرسته وکړه او تغیر موندونکي ستوري یې وموندل چې له کروي کلسترونو سره په ټينګه یو ځای شوي و. دا کروي کلسترونه د څو ساعته متغیرې دورې په واسطه مشخص کېږي او یو نوی ډول تغیر موندونکي ستوری دی چې د سیفیدس په نامه ستوري سره چې د هنریت سوان لیویت له خوا په عین وخت کې کشف شو توپېر لری. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

تر ۱۹۱۳ پورې، د ۱۱۰ تغیرموندونکو ستورو د معلوماتو تحلیل ښکاره کړه چې د هغوی د تغیر دورې له څلورو ساعتونو تر یوې ورځې پورې وي او دهر یوه ستوري رڼا تقریبا یو ډول وي. دا تغیر منونکي ستوري چې د لیلاند او بایلي په واسطه کشف شوي و د خوشه یي ډول متغیرو ستورو په نامه یادشول. دوی دواړو په خپل منځ کې ښه کاري اړیکه او پربل اغیزه درلوده. لیلاند د جنوبي آسمان لپاره یو ځانګړي قوي میلان درلود ځکه کوم پلېټ چې بایلي جوړ کړی و د پېرو د جنوبې آسمان څخه اخیستل شوی و. له بلې خوا بایلي په لیلاند باندې خورا ډير باور درلود او کله کله به یې هغې ته پلېټ له لارښوونو سره استاوه. په لیلاند باندې د هغه باور هر چېرته د ليد وړو. بایلي به ندرتا په خپلو لیکنو کې د خپلو مرستیالانو نومونه لیکل ، که  څه هم په میسییر  Messier 15 کې تغیرموندني په نلمه یوه نشریه کې چې په کال ۱۹۱۹ کې خپره شوه هغه له لیلاند او ایدا اي وودس سره خپله همکاري یبان کړې ده. [۴۳]

د سماوي شیشه یي پلېټونو څه د پاسه ۵۰۰۰۰۰ عکسونه شته چې د هاروارد کمپیترز له خوا پرې کار شوی دی او هر یو عکس یو کاغذې پاکټ کې ځای په ځای شوی دی. تقریبا ۲۰٪ له دې عکسونو څخه د د ستورو د تغیر موندنی، مناسب حرکت، کهکشاني دینامیک، نړۍ پېژندنې ، د ډبرو شهاب او لکۍ لرونکو ستورو موضوعاتو پورې اړوند دي. د پلېټ په اړوند معلوماتو لکه نیټه، ځانګړي تشخیصیه نمبر، ، کارول شوی تلسکوپ او د آسمان ساحه سره سره د پلېټ په جاکټ (پوښ) باندې دهغه چا لاسلیک هم شته چې دا پلېټ یې کارولی دی. د MC6474 په نامه یو پلېټ شته چې تر کال ۱۹۱۷ پورې کارول کېده د او د "L" نښه لري او ګمان کېدای شي چې دا به د لیلاند لاسلیک وي. د دې موادو په کارونې سره د ۲۱۶ ښځينه ستوری پېژندونکو نومونه چې له کال ۱۸۷۵ تر ۱۹۷۵ پورې فعالې وی له تقریبا ۴۰۰۰۰۰ جاکټونو (پوښونو) څخه کشف شول. [۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Evelyn Leland". library.cfa.harvard.edu (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 2007-07-10 باندې). A Trip Back in Time and Space - Harvard's Cosmos. The New York Times.
  3. Bailey, Solon (1931). Harvard Observatory Monographs, No 4, The History and Work of Harvard Observatory 1839 to 1927. New York, NY: McGraw-Hill Book Co. د کتاب پاڼي 274–276. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ogilvie, Marilyn Bailey (1986). Women in Science - Antiquity Through the Nineteenth Century: A Biographical Dictionary with Annotated Bibliography (په انګرېزي ژبه کي). The MIT Press. OCLC 632328385. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-26215031-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  5. Ogilvie, Marilyn Bailey; Harvey, Joy Dorothy (2000-01-01). The Biographical Dictionary of Women in Science: L-Z (په انګلیسي ژبه کي). Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 770. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415920407. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Zahm, John Augustine (1991). Woman in science; with an introductory chapter on woman's long struggle for things of the mind, by H. J. Mozans [pseud.] (په انګرېزي ژبه کي). London: University of Notre Dame Press. د کتاب پاڼې 195. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-26801946-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  7. Ogilvie, Marilyn Bailey (1986). Women in Science - Antiquity Through the Nineteenth Century: A Biographical Dictionary with Annotated Bibliography (په انګرېزي ژبه کي). The MIT Press. OCLC 632328385. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-26215031-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  8. Ogilvie, Marilyn Bailey; Harvey, Joy Dorothy (2000-01-01). The Biographical Dictionary of Women in Science: L-Z (په انګلیسي ژبه کي). Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 770. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415920407. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Kass-Simon, G. (Gabriele), Patricia Farnes, Deborah. Nash (1993). Women of science: righting the record (په انګرېزي ژبه کي). Bloomington: Indiana University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-25320813-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  10. Smith, Horace A. (2000). "Bailey, Shapley, and Variable Stars in Globular Clusters". Journal for the History of Astronomy. 31 (3): 185–201. doi:10.1177/002182860003100301. ISSN 0021-8286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Armstrong, Marbel (2008). Women Astronomers : Reaching for the Stars (په انګرېزي ژبه کي). Oregon: Stone Pine Press. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-97289295-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  12. James, C. Renee (July 2002). "Edward and Mina: how a maid and her master changed the face and gender of astronomy forever". Astronomy. 30 (7): 46. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ogilvie, Marilyn Bailey (1986). Women in Science - Antiquity Through the Nineteenth Century: A Biographical Dictionary with Annotated Bibliography (په انګرېزي ژبه کي). The MIT Press. OCLC 632328385. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-26215031-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  14. Ogilvie, Marilyn Bailey; Harvey, Joy Dorothy (2000-01-01). The Biographical Dictionary of Women in Science: L-Z (په انګلیسي ژبه کي). Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 770. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415920407. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Female Astronomers Who Captured the Stars". Science Friday (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Woodman, Jenny (2016-12-02). "The Women 'Computers' Who Revolutionized Astronomy". The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Evelyn Leland". library.cfa.harvard.edu (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bailey, Solon (1931). Harvard Observatory Monographs, No 4, The History and Work of Harvard Observatory 1839 to 1927. New York, NY: McGraw-Hill Book Co. د کتاب پاڼي 274–276. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Sobel, Dava (2016). The glass universe : how the ladies of the Harvard Observatory took the measure of the stars (په انګرېزي ژبه کي). New York: Viking. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14311134-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  20. Smith, Horace A. (2000). "Bailey, Shapley, and Variable Stars in Globular Clusters". Journal for the History of Astronomy. 31 (3): 185–201. doi:10.1177/002182860003100301. ISSN 0021-8286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. A., Weintraub, David (2013). How old is the universe?. Princeton University Press. OCLC 820980072. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-15628-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Sobel, Dava (2016). The glass universe : how the ladies of the Harvard Observatory took the measure of the stars (په انګرېزي ژبه کي). New York: Viking. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14311134-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  23. "Evelyn Leland". library.cfa.harvard.edu (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. A., Weintraub, David (2013). How old is the universe?. Princeton University Press. OCLC 820980072. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-15628-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Smith, Horace A. (2000). "Bailey, Shapley, and Variable Stars in Globular Clusters". Journal for the History of Astronomy. 31 (3): 185–201. doi:10.1177/002182860003100301. ISSN 0021-8286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Evelyn Leland". library.cfa.harvard.edu (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Sobel, Dava (2016). The glass universe : how the ladies of the Harvard Observatory took the measure of the stars (په انګرېزي ژبه کي). New York: Viking. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14311134-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  28. A., Weintraub, David (2013). How old is the universe?. Princeton University Press. OCLC 820980072. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-15628-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Zrull, Lindsay Smith (2021). "Women in Glass: Women at the Harvard Observatory during the Era of Astronomical Glass Plate Photography, 1875–1975". Journal for the History of Astronomy. 52 (2): 115–146. doi:10.1177/00218286211000470. ISSN 0021-8286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Schechner, Sara J.; Sliski, David (2016). "The Scientific and Historical Value of Annotations on Astronomical Photographic Plates". Journal for the History of Astronomy. 47 (1): 3–29. arXiv:1602.03475. doi:10.1177/0021828615624094. ISSN 0021-8286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Ogilvie, Marilyn Bailey (1986). Women in Science - Antiquity Through the Nineteenth Century: A Biographical Dictionary with Annotated Bibliography (په انګرېزي ژبه کي). The MIT Press. OCLC 632328385. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-26215031-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  32. Ogilvie, Marilyn Bailey; Harvey, Joy Dorothy (2000-01-01). The Biographical Dictionary of Women in Science: L-Z (په انګلیسي ژبه کي). Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 770. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415920407. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "The Female Astronomers Who Captured the Stars". Science Friday (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Woodman, Jenny (2016-12-02). "The Women 'Computers' Who Revolutionized Astronomy". The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Bailey, Solon (1931). Harvard Observatory Monographs, No 4, The History and Work of Harvard Observatory 1839 to 1927. New York, NY: McGraw-Hill Book Co. د کتاب پاڼي 274–276. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Sobel, Dava (2016). The glass universe : how the ladies of the Harvard Observatory took the measure of the stars (په انګرېزي ژبه کي). New York: Viking. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14311134-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  37. "Evelyn Leland". library.cfa.harvard.edu (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. A., Weintraub, David (2013). How old is the universe?. Princeton University Press. OCLC 820980072. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-15628-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Smith, Horace A. (2000). "Bailey, Shapley, and Variable Stars in Globular Clusters". Journal for the History of Astronomy. 31 (3): 185–201. doi:10.1177/002182860003100301. ISSN 0021-8286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Sobel, Dava (2016). The glass universe : how the ladies of the Harvard Observatory took the measure of the stars (په انګرېزي ژبه کي). New York: Viking. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-14311134-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  41. "Evelyn Leland". library.cfa.harvard.edu (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ مې ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. A., Weintraub, David (2013). How old is the universe?. Princeton University Press. OCLC 820980072. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-15628-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Smith, Horace A. (2000). "Bailey, Shapley, and Variable Stars in Globular Clusters". Journal for the History of Astronomy. 31 (3): 185–201. doi:10.1177/002182860003100301. ISSN 0021-8286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Schechner, Sara J.; Sliski, David (2016). "The Scientific and Historical Value of Annotations on Astronomical Photographic Plates". Journal for the History of Astronomy. 47 (1): 3–29. arXiv:1602.03475. doi:10.1177/0021828615624094. ISSN 0021-8286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)