ايوب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ایوب نه مخ گرځېدلی)

ايوب عليه السلام د روم له خلکو نه ؤ. پلار یې آموص نومېده او هغه د رازخ ابن عيص، ابن يعقوب، ابن اسحق، ابن ابراهيم زوی ؤ. د ايوب عليه السلام مور د لوط عليه السلام له اولادې نه وه. د عيص له نسل نه پرته له ايوب عليه السلام بل پيغمبر نشته. د ايوب (ع) مېرمن رحمت نومېده چې د افراسيم ابن يوسف (ع) لور وه. دغه پيغمبر باندې يوازې درې تنو ايمان راوړی ؤ. الله (ج) وغوښتل چې د ايوب (ع) صبر او زغم د ناروغۍ په حالت کې وآزمايي، نو ځکه يې تر آزمايښت لاندې ونيوه، مال او نعمتونه يې ور نه واخيستل. د هغه پر زامنو يې کور ونړاوه چې زيات يې مړه شول. مال يې په اور کې وسوځېده، له دې پرته هغه په ناروغۍ اخته شو. بدن يې وپړسېد او ټپي شو او چينجي يې وکړل. ايوب (ع) په ففر، احتياجۍ او ناروغۍ کې هم صابر ؤ او د الله (ج) بنده گي او طاعت يې کاوه. کله چې هغه په ناروغۍ او نېستۍ اخته شو. ټول دوستان ور نه ولاړل. يوازې رحمت د هغه وفاداره مېرمن ورسره وه. په يوه روايت سره ايوب (ع) په دغه حالت درې کاله او په بل روايت سره اووه کاله اخته ؤ. له دې کبله چې د ايوب (ع) د ناروغۍ زيات وخت وشو، نو ټول بدن يې جينجيو ونيو نو ووېرېده چې چينجي د ده زړه او ژبې ته سرايت و نه کړي او د الله (ج) له ذکر او عبادت نه پاتې نه شي، نو د الله (ج) دربار ته يې داسې دُعا وکړه چې په قران مجيد کې داسې راغلې ده.

ايوب اذنادی ربه انی مسنی الضروانت ارحم الراحمين فاستجبنا له فکشفنا ما به من ضر و اتينه اهله و مثلهم معهم رحمت من عندنا و ذکری للعبدين.

—سورة انبيا ۸۴ آيت


ژباړه:

او ياد کړه ايوب چې خپل رب نه يې وغوښتل چې په رښتيا سره چې زه په رنځ اخته شوی يم او ته ارحم الراحمين يې، نو د هغه دعا ومنل شوه، د هغه په دعا رنځ ليرې شو او د هغه اهل ته رحمت ور په برخه شو او عبادت کوونکو سره پند او عبرت.

همدارنگه د ص په سورة کې په ۴۱، ۴۲، ۴۳ آيتونو کې راغلي دي.

واذکر عبدنا ايوب اذ نادی ربه انی مسنی الشيطن بنصب و عذاب ارکض برجلک هذا مغتسل بارد و شراب و وهبنا له اهله و مثلهم معهم رحمته مناو ذکری لاولی الالباب و خذبيدک ضغثا فاضرب به ولاتحنث انا وجدنه صابر انعم العبد انه اواب.

—سورة ص ۴۱، ۴۲، ۴۳ آيتونه


ژباړه:

او ياد کړه زموږ بنده ايوب چې هغه ياد کړ خپل رب او ويې وييل چې شيطان ما ته زحمت او درد پېښ کړی دی او په ځمکه يې خپله پښه ولگوله له هغه ځايه چينه راووته، او ورته ومو وييل چې دا چينه د لمبلو او څښلو لپاره يخې اوبه لري او د رحمت له مخې مو هغه او د هغه کورنۍ ته وروبښل له پاره د دې چې د پوهې خاوندانو لره عبرت وگرځي. ورته ومو وييل چې واخلي يوه لښته او ورباندې ووهي خپله مېرمن او قسم و نه کړي. په رښتيا سره چې موږ هغه صبرناکه وموندله، نېک بنده (ايوب) رښتيا چې هغه الله (ج) ته رجوع کوونکی و.

د تفسير لنډيز:

دا چې الله (ج) د ايوب (ع) دعا ومنله او فرمان يې ورکړ چې خپله پښه پر ځمکه ووهي کله يې چې پښه پر ځمکه ووهله د يخو اوبو چينه راووته او په هغې کې يې ولمبل او د هغې اوبه يې وڅښلې الله (ج) د هغه بدن ظاهر او باطن ته روغتيا ور په برخه کړه. هغه شمېر عيال او زامن يې چې مړه شوي وه بېرته يې ورته ورکړل او دا چې ايوب (ع) (انی مسنی الشيطن) وييلي و او د تکليف ضرر او ناروغي نسبت يې الله (ج) ته ور نه کړ، دا د ډېر ثواب او تواضع له امله ؤ يا دا چې د تکليف او ناروغۍ پر مهال شيطان انسان ته ډېره وسوسه اچوي چې د دغې وسوسې پر وړاندې ټينگار او درېدل مشقت او تکليف پېښوي او دغه تکليف ته يې د تعب او عذاب نوم ورکړ.

په بدايع الزهرا کې راغلي دي چې ايوب (ع) دغې چينې کې ولامبل او چينجي ورنه ولوېدل، ټول بوراگان شول، يعنې هغه څه چې ده ته د زيار او زحمت سبب شوی ؤ ده ته د راحت سبب شول.

په عثماني تفسير کې راغلي دي چې کيسه ليکونکو د ايوب (ع) په اړه مبالغه کړې ده. ناروغي چې چا ته پيدا کېږي د نورو د کرکې لامل گرځي او دا د پيغمبرانو له شان څخه لرې ده، نو هومره بيان يې ومانه چې د نبوت منصب سره برابر ؤ. د ايوب (ع) د قسم علت د قرآن مجيد په تفسير کې راغلی:

ابليس د ايوب (ع) مېرمن ته غږ وکړ چې ايوب ته ووايه چې دغه اوزه حلاله کړه نو ښه به شي. نو د ايوب (ع) مېرمن راغله او ويې وييل: ايوبه تر څه وخته به عذاب گالې، الله (ج) به تا و نه بخښي، مال او شته دې څه شول، ستا جمال او زامن څه شول، ته دغه اوزه حلاله که چې نجات ومومې. ايوب (ع) پوه شو نو ورته يې ووييل چې د الله (ج) دُښمن تا ته راغلی او په تا کې هيله پيدا شوه. تا ولې ډېر ژر ورته ځواب ور نه کړ. که زه د الله (ج) په لُطف روغ شوم تا به سل لرگي ووهم. خو په حقيقت کې د هغه مېرمن د داسې سزا ورکولو وړ نه وه، نو ځکه الله (ج) د هغه له روغتيا نه وروسته ورته دا چل وښوده چې سل لښتې يو ځای کړه او هغه وراندې يو ځل ووهه نو له قسم څخه به خلاص شې. ايوب (ع) د الله (ج) فرمان عملي کړ او له حانث کېدو وژغورل شو او مېرمن يې هم د وهلو له تکليفه خلاصه شوه. په عثماني حديث کې دا هم راغلي دي چې الله (ج) ايوب (ع) ته روغتيا، ځواني، ښکلا، مال او صالح زامن ورکړل چې د هغه يو زوی «لامه» د شام پاچا ؤ. ايوب (ع) په سل کلنۍ کې مړ او په شام کې د حوران په سيمه کې خښ دی.


مخينه

د ايوب ع مور د لوط ع له اولادې څخه وه . د عيص له نسل څخه، پرته له ايوب ع بل پيغمبر نشته . د ايوب ع څلور مېرنې وې له هغو څخه يوه ېې چې دېره ورته وفاداره مېرمن وه نوم ېې (رحمت)و ، چې د افراسيم ابن يوسف ع لور وه .