Jump to content

اینیس دو بورګوئنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اینیس دو بورګوئنګ
اینیس دو بورګوئنګ
اینیس دو بورګوئنګ

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
کازابلانکا   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت فرانسه   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه

اینیس ماری دو بورګوئنګ، همدارنګه اینیس فورتول، اینیس لیوتی (زوکړه: د ۱۸۶۲ زکال د جنوری ۵ مه – مړینه: د ۱۹۵۳ د فبروری ۹ مه) مخکښه فرانسوۍ ناروغ پالونکې (نرسه) وه چې د فرانسې د سرې میاشتې ټولنې د مشرې په توګه یې خدمت وکړ او په مراکش کې یې د سرې میاشتې ټولنې د نرسنګ څانګه پرانیسته. هغې لومړنۍ مېرمن وه چې د پراخو ټولنیزو خدمتونو له امله ورته د فرانسې د ویاړونو تر ټولو لوړ نښان (Legion of Honour) ورکړل شو. همدارنګه یې په مراکش کې د خدمتونو له امله د مراکش د پاچا له لوري د علوي الشریفینو د لوړ پوړې افسرې نښان ترلاسه کړ.

دو بورګوئنګ چې په یوه اشرافي کورنۍ کې وزېږېده؛ په دربار کې یې زده کړې وکړې او د جوزف فورتول په نامه یې د توپخانې له یوه افسر سره واده وکړ. له کونډې کېدو او د خپلو ماشومانو له لویولو وروسته یې د نرسنګ څانګه غوره کړه څو له دې لارې وکولای شي له بېوزلۍ سره مبارزه وکړي. همدا و چې په پاریس کې یې د نرسنګ برخې اړوند په لومړنیو رسمي ټولګیو کې ونډه واخیسته. د نرسې په توګه له کار پیلولو وروسته هغې د فرانسې د سرې میاشتې ټولنې د مخکښ بنسټ Société de Secours aux Blessés Militaires سره له هېواده بهر ولاړه څو په شمالي افریقا کې کار وکړي. نوموړې په ۱۹۰۷ زکال کې له دغه بنسټ سره مل شوه او همدغه کال یې مراکش ته سفر وکړ او په کازابلانکا کې یې یو روغتیايي مرکز پرانیست. پنځلس میاشتې وروسته هغې د سیسل د ځمکې ښوویدنې په فاجعه کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه.

په ۱۹۰۹ زکال کې یې له هوبرت لیوتي سره چې د مراکش لومړنی استوګن فرانسوی نایب السلطنت شو؛ دویم واده وکړ او له واده وروسته یې خپل وخت د فرانسې او مراکش ترمنځ ووېشه او په دواړو هېوادونو کې یې روغتونونه، زېږنتونونه او له ماشومانو څخه د پالنې مرکزونه جوړ کړل. د لومړۍ او دویمې نړیوالۍ جګړې پر مهال نوموړې په فرانسه کې د یوه روغتون د مدیرې په توګه خدمت وکړ او د مراکش په سلا سیمه کې یې د سرتېرو لپاره د بېرته رغېدو یو مرکز جوړ کړ؛ همدارنګه یې د فرانسې لپاره د نورو هېوادونو د ځواکونو لپاره د تقاعد یو مرکز هم پرانیست. د فرانسې د سرې میاشتې په مخکښ بنسټ کې د ښځو د کمېتې د مشرې په توګه له خدمت وروسته (۱۹۲۶-۱۹۳۹ زکال) هغه مهال چې د سرې میاشتې مخکښ درې بنسټونه په ۱۹۴۰ زکال کې په یوه واحده اداره واوښتل؛ د فرانسې د سرې میاشتې ټولنې د ښځینه و د مرکزي کمېټې مرستیاله او بیا یې هم عمومي منشي شوه. نوموړې په دغه ټولنه کې د خپل ژوند تر اتیایمې کلیزې پورې هغه مهال چې په ۱۹۵۳ زکال کې په مراکش کې مړه شوه کار وکړ. د هغې مړی فرانسې ته راوړل شو.

لومړنی ژوند

[سمول]

اینیس دو بورګوئنګ د ۱۸۶۲ زکال د جنوري په ۵ مه په پاریس کې د آن ماری لئونی دولفوس او بارون فلیپ لا بوم دو بورګوئنګ په کورنۍ کې وزیږېده. مور یې د فرانسې د ملکې اوژنی دو مونتیژو شخصي مرستیاله وه او خپله ملکه هم د بورګوئنګ مادر خوانده وه. پلار یې د دریم ناپلیون په پوځ کې تر ټولو لوړ پوړی پوځي افسر و چې همدارنګه یې د فرانسې د پوځ د آسونو او خرو د تغذیې د مدیریت کوونکې ادارې مشري هم په غاړه لرله. نوموړی له دې وروسته د پنځو دورو لپاره د ني یور سیمې څخه د فرانسې د پارلمان غړی شو. دو بورګوئنګ په تویلري ماڼۍ کې د نجونو په ښوونځي کې زده کړې وکړې او په ۱۸۸۰ زکال کې یې د توپخانې له کپتان جوزف آنتوان فورتول سره واده وکړ چې له هغه څخه یې درې ماشومان لرل: آنتوان (۱۸۸۱ – ۱۹۶۳ زکال)، ماتیو (۱۸۸۲ -۱۹۶۹ زکال) او و ویکټویر (۱۸۸۷ – ۱۸۸۸ زکال) چې په شل میاشتني توب کې مړه شوه. [۱]

فورتول به تر ډېره پورې له هېواده بهر په جاپان او سویل ختیځه آسیا کې دندې ترسره کولو ته بلل کېده؛ د ۱۸۸۲ زکال او ۱۸۸۵ زکلونو ترمنځ هغه د هندوچین په تونکین کې و چې شدید ټپي شو او کورته راستون شو. د هغه د مسافرت پر مهال دو بورګوئنګ د هغه د دوه زامنو له لویولو سربېره نږدې ۱۰۰۰ پاڼې لیکونه هغه ته لیکلي و چې اوس یې په ارشیف کې ساتل کېږي. له ټپونو څخه له رغېدو وروسته فورتول کاسترس ته ولاړ او هلته یې د توپخانۍ د دریم ډلګي مشري پر غاړه لرله تر هغه مهاله چې په ۱۹۰۰ زکال کې د زړه د سکتې له امله ومړ. د دو بورګوئنګ دوه زامن چې نور لوی شوي و پوځي دندو ته یې مخه کړه؛ بورګوئنګ هوډ وکړ د نرسنګ په برخه کې زده کړې وکړي هغه هم په دې هیله چې وکولای شي د فرانسې په مستعمراتو کې د ناروغیو او نورو ستونزو له کمښت سره مرسته وکړي. همدغه کال نوموړې په پاریس کې د نرسانو د روزنې لومړني ښوونځي ته لاړه او د دغه ښوونځي په لومړني پیل شوي ټولګي کې یې ونډه واخیسته. [۲][۳][۴][۵][۲]

چارې

[سمول]

په ۱۹۰۱ زکال کې دو بورګوئنګ د دیپلوم له ترلاسه کولو وروسته د فرانسې د سرې میاشتې په مخکښ بنسټ Société de Secours aux Blessés Militaires کې د کارکولو په موخه داوطلبه شوه او د فرانسې په بوجون روغتون کې یې په کار پیل وکړ. د هغو وړتیاو له مخې چې ناروغانو او ډاکټرانو په هغې کې ولیدلې؛ نوموړې د SSBM د مشرې په توګه وټاکل شوه. په ۱۹۰۷ زکال کې نوموړې د انتوان ماریوس بنویت تر قوماندې لاندې فوځ سره مراکش ته سفر وکړ. هغې د SSBM د داوطلبانو د ټیم د مشرې په توګه په کازابلانکا کې یو روغتیايي مرکز جوړ کړ او د فرانسویانو او مراکشیانو ترمنځ په جګړه کی یې د ټپي سرتېرو درملنه په کې کوله. له دې امله چې په مراکش کې شرایط ډېر ستونزمن شول، پرېکړه په دې وشوه چې شدید ټپیان او ناروغان دې د الجزایر اوران ته ولېږدول شي، چېرې چې د هغوی د درملنې په موخه زیاتو امکاناتو شتون درلود. د ۱۹۰۷ زکال په اکتوبر میاشت کې هغه مهال چې نوموړې له دوه تنو نورو نرسانو سره د فرانسې د سمندري ځواک څخه په تېرېدو اوران ته د ټپیانو په لېږدولو کې ملتیا کوله د لومړي ځل لپاره یې له جنرال هوبرت لیوتي سره چې د هماغه ځای د ځواکونو قوماندان و، ولیدل. د افریقا په شمال کې له ۱۵ میاشتو وخت تېرولو وروسته هغه فرانسې ته راوګرځېده او له لږ ځنډ وروسته د ایټالیا مسینا بندر ته لاړه چېرې چې نوموړې او د هغې ټیم د ۱۹۰۸ زکال د زلزلې له ۸۰ زرو قربانیانو څخه پالنه وکړه. د هغوی د دغو خدمتونو په پاس د اورلئان شاهزاده هلن هغوی په مډالونو وستایل. [۴][۶][۷]

د ۱۹۰۹ زکال د اکتوبر په ۱۴ مه دو بورګوئنګ په پاریس کې له جنرال لیوتی سره واده وکړ. دوی بېرته الجزایر ته ولاړل، چېرې چې لیوتي د خپلو پوځونو د قوماندانۍ څوکۍ وساتله. په ۱۹۱۰ زکال کې هغوی بېرته فرانسې ته راوګرځېدل او جنرال هم په رن کې د پوځ د ۱۰ مې ډلګۍ قومانداني پر غاړه واخیسته. دغې جوړه یو ځل بیا په ۱۹۱۲ زکال کې د افریقا شمال ته ولاړه، چېرې چې لیوتي له فاس معاهدې لاسیکولو وروسته چې له مخې یې مراکش د فرانسې په تحت الحمایه مستعمرې واوښت؛ د مراکش لومړنی استوګن نایب السلطنت شو. هلته دو بور ګوئنګ د ښځو او ماشومانو لپاره ګڼ شمېر پروګرامونه پیل کړل چې په کې د ماشومانو لپاره ګڼ شمېر وړکتونونه، روزنځایونه، په مراکش کې لومړنی زیږونتون او نور ګڼ شمېر بنسټونه په کې شاملېدل او په فرانسه او له هغو بهر یې د ماشومانو په پالونکو متخصصو بنسټونو ډېر زیات اغېز وکړ. نوموړې په کلیوالي سیمو کې روغتونونه او همدارنګه یې په مراکش کې د توبرکلوز د درملنې لومړی مرکز او د نرسانو د روزنې بنسټ پرانیست. د SSBM په مرسته دو بورګوئنګ د فرانسوي سرتېرو او همدارنګه د فرانسې لپاره د بهرنیو سرتېرو او د هغوی د کورنیو د درملنې په موخه رباط ته څېرمه په ساله کې یو روغتیايي مرکز او همدارنګه یې د فرانسې لپاره د بهرنیو ځواکونو د تقاعد یو مرکز لا بالم لیه ګروتس ته څېرمه د فرانسې په ایزر لوی ښار کې جوړ کړ. د دغو چارو په پایله کې نوموړې «د فرانسې لپاره د بهرنیو ځواکونو د افتخاري مشرې» نادر لقب ترلاسه کړ. [۸][۹][۱۰][۱۱]

مړینه

[سمول]

اینیس دو بورګوئنګ د ۱۹۵۳ زکال د فبروري په ۹ مه په کازابلانکا کې مړه شوه او د فبروري په ۱۲ مه په رباط کې د مارشال لیوتي په هدیره کې خښه کړای شوه. په ۱۹۶۱ زکال کې هغه مهال چې د مارشال جسد فرانسې ته راوړل شو، د هغې د کلي په غوښتنه د هغې مړی هم راوړل شو او په Thorey-Lyautey هدیره کې بیاځلي خاورو ته وسپارل شوه. [۱۲]

سرچينې

[سمول]
  1. National Association of Marshal Lyautey 2007، م. 1.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Singer او Langdon 2008، م. 200.
  3. Singer او Langdon 2008، م. 199.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Geoffroy 2012، م. 1.
  5. Croix-Rouge Française 2014.
  6. Musée des Etoiles 2015.
  7. Bourget 2002، م. 52.
  8. Geoffroy 2012، م. 2.
  9. National Association of Marshal Lyautey 2007، م. 3.
  10. Singer او Langdon 2008، م. 201.
  11. Singer او Langdon 2008، م. 202.
  12. National Association of Marshal Lyautey 2007، م. 4.