Jump to content

ایلیا ابو ماضي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ایلیا ابو ماضی د لبنان په شمال المحیدثه سیمه کې په ۱۸۸۹ کال وزیږد او په ۱۹۰۰ میلادي کال مصر ته مهاجر او په اسکندریه کې استوگن شو.د اد ب سره یې ډیره مېنه وه بیوزلۍ اوغریبي یې دلارې خنډ شوه په ا بتدایه کې یې خپلې زدکړې پریښودې په مصرکې یې د تمبکو په سوداگرۍ بوخت شو. هغه مهال مصرد هغه لبنانیی مفکرینو لپاره چې د ترکانو له ویرې تښتیدلی وو ښه پټنځای وو. په لبنا ني مجله کې چې په مصر کې خپریده د ده قصیدې خپرې شوي چې مشهورې قصیدی یې د العلم او الاکسبرس ترسرلیک لاندې وې. هلته د مشهورلیکوال اوادیب امین الدین تقی سره یې پیژند گلوی وشوه. د ایلیا یوه قصیده چې دگلونو ترعنوان لاندې وه دده په مجله کې خپره شوه.

ابوماضي په کال ۱۹۱۱ میلادی کې په مصرکې خپل لومړنی دیوان د( تیرویادونو) تر سرلیک لاندې خپور کړ. هغه وخت دی ۲۲ کلن وو د که له یوې خوا دمصر ځینې شاعرانو د کینې له مخې د ده شعرونه تجریح کړل اوله بل پلوه دده سیاسي شعرونو په مصرکې دشاعر ژوند تریخ کړ هم هغه وه چې په ۱۹۱۲ کې یې شمالي امریکا ته د سمندر له لارې لاړ. هلته یې د خپل ورور سره په سینسیناتي ښار کې سوداگري پیل کړه. په ۱۹۱۶ میلادي کال د امریکا د متحده ایالاتو ښار نیویارک ته لاړاو انگلیسي یې زده کړه. غربی ادب یې ولوست اودلویدیځ د ټولو شاعرانو شعرونه یې له مطالعې تیرکړل چې ځینې ادبي اثاریې هم عربۍ ته راوژباړل. د (لویدیځ هندارې ) په نا مه جریده کې یې د مرستیال په صفت دنده واخیسته او د دغې جریدې د مسول له لور دورانجیب د یاب سره یې واده وکړ.

د جبران خلیل و میخایل نعیمه له ادبي مکتب نه اغیزمن شووسره او پیا وړې قلمي اړیکه یې ورسره وساتله چې دوې هغه مهال د عربی معاصر ادب مخکښان شمیرل کیدل. دغه قلمي اړیکه ددې لامل شوه چې ابوماضی سره یې د ده د شعرې فلسفې په خپرولوکې پوره مرسته وکړه .

په ۱۹۱۹ میلا دی کال داپریل په ۱۵ نیټه ابوماضي د (السمیر) په نامه یوه مجله راویسته چې دمعاصر ادب او شعر په اړه یې لیکنې خپرولې په امریکا کې میشت عربي ادیبا نو او لیکوالانو ورسره مرستې ته راودنگل. په ۱۹۳۶ میلادې کال یې دغه جریده په ورځپاڼه واړوله. دغه ورځپاڼه د شاعر ترمرگه پورې ونه دریده خوکله چې په ۱۹۵۷ میلادي کال دابو ماضی زړه ودریده او مړشو نو د( السمیر) ورځپاڼه ورسره هم ودریده.

چاپ شوي اثار

[سمول]

ایلیا ابو ماضی خپل وخت صحافت او ادب ته وقف کړ. څو دیوانونه چې د ده د فلسفی او فکر لیدلوری څرگنده وی یادولای شو.

  • "تیر یادونه" په کال ۱۹۱۱ اسکندریه کې چا پ شوو. دغه دیوان مختلفی شعري موضوع گانې په خپله لمن کې رانغښتې خو ترټولو زیات پکې د ظلم د تصویر او د هغې پر وړاندې د مقاومت چیغې په اړه شعرونه ویل شوی وو او په عثماني خلافت یې سختې نیوکې کړې وې .
  • "ایلیا ابو ماضي" د ده بل دیوان وو چې تر ټولو ډیر شهرت یې خپل کړی وو. په دغه دیوان کې تنا قضاتې شعرونه ډیر وو. له روح او جسد انقلاب او امن غوښتنه ورک ځنگل یې یادولی شو. ایلیا ابو ماضی د دغه دوه دیوانونو سربیره درې نور دیوانونه هم لري.

ایلیا ابو ماضي دطبیعت په غیږه کې رالوی شو دده کلی المحیدثه د فطرت ننداره وه ، شنې ونې ،یخې چینې ، دسپینوزروپه څیرروانې یخې اوبه او پا که هواه هغه څه وچې په ماشومتوپ کې یې ابو ماضي د شعر او خیال بې سرحده نړۍ ته وړی وو دغه ټول تصویرونه چې په کوچنیتوب کې یې په لاشعورکې حل شوي وو اوس یې دلفظونوپرمټ بیرته لکه څنگه چې ده غوښتل انځورول د بیوزلې اوغریبۍ سختوتردې بریده ورسوه چې وروسته د بیوزلانو او غریبانو پیغمبر شو. ډیر شعرونه یې دټولنیز عدالت په اړه ولیکل (موږ ټول له خاوری نه یو نه بډای اوغ ریب هیڅ مانا نلري) جدایی او هجرت د ابو ماضی په شعر کې هم مهم رول ولوباوو. د خپل هیواد لپاره یې وفا زده کړه اوهمیش به یې په خپلو شعرونو کې یادوو. د مخکښانو سره ناستې پاستې هم ډیر څه وروبښل. له هغوي نه یې گټه واخیسته او خپل ځانگړې شعري لاره او ادبی اسلوب یې رامنځ ته کړل .

کره کتونکو هغه ته دهیلو او نیکپالۍ شاعر وایه ( وایې چې اسمان ډیر قهرجن اوغمژن دی خو زه وایم چې مسکی شه قهر له اسمان سره ښاي وایې افسوس ځوانې لاړه خوزه وایم چې مسکې شه افسوس ځواني نه شي راستنولی ). دابو ماضی په شعرونو کې ښکلا له هرې خوانه بریښده او هغه په طبیعت مین وو( کاش چې زه غل وایی او په سهارکې مې د نسیم دغه لطافت غلا کړی وی اویامې د ښکل اپه رڼه خولگۍ په شین لوڅ اوښکلې اسمان کې گوته ایښي وی ) هغه په شمالی امریکا کې هم دختیځ روح لره .

هغه د بیوزلو اوغریبانو دردونه هیرنکړل ډیر څه یې ورته ولیکل (که زما شعر بدبخته ونه وژول نو څوک به وژنی د بیوزلو مرگ تاسې ولې ونه دردولی؟ نودوی مرگ ته پیدادي ووایی چې داد الله رضاوه او هغه چې وغواړې کیږي .

له شاعر نه خپل هیواد هیرنه وو هغه وایې ( دوه شیان دي چې زمانه یې ستړي کړه خوورک یې نکړل یولبنان دی اوبل د لبنانیانوهیلي دي )په نړیوال جنگ کې یې هم ډیرڅه وویل او دغه جگړه یې وغندله.

د ابو الماضی ځانگړې تجربی ډیرې سختې عاطفوی وي ، خو دا به هر څه ته هیلی وو اوخپلې هیلې یې ترپا یه ژوندې وساتلي. کله به یې د نیکپالي کلا له ځانه چاپیره کړه اومینه به یې له لاسو کلکه ونیوله سره له دې چې غم یې له زړه ه نه وته هیلې وې چې نا هیلی نه شو.

د ابوماضی فلسفه

[سمول]

ابو ماضی یو فیلسوف شاعر وو. هغه په هر شی کې فلسفه لټوله. هغه په مرگ کې په نړۍ کې په وجود کې په سیاست کې په ټولنه کې او په مینه کې د ځانگړې فلسفې څښتن وو. هغه په دې باوري وو چې مرگ وروستی انجام نه دی بلکې دژوند دتکامل لړۍ ده. د ده یوه قصیده چې دطلاسم یا طلسم تر سرلیک لاندې وه. ډېرو اسلامپالو پرې دملحد ټاپه ولگوله. ابوماضي په دغه قصیده کې دخپل ځان او د خپل وجود او ژوند په اړه پوښتنې کړي. اوپه پا ی کې دغه پوښتنې همدغسې مرموزې پریښې په لسگونو شاعرانوې په ځواب کې قصیدې ولیکلې او د ابو ماضی د طلاسم قصیده یې نوره هم مشهوره کړه.