Jump to content

ایریکو مالاتستا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ایریکو مالاتستا
ایریکو مالاتستا
ایریکو مالاتستا

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
روم [۱]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د اېټاليا سلطنت (۱۷ مارچ ۱۸۶۱–۲۲ جولای ۱۹۳۲)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه اېټاليايي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اریکو مالاتستا (۱۴ ډسمبر ۱۸۵۳ – ۲۲ جولای ۱۹۳۲ زکال) ایټالوي انارشېست، مبلغ او انقلابي سوسیالېست و. هغه د څو راډیکال ورځپاڼو مدیر او د هغو مسئولیت پر غاړه درلود ، د خپل عمر ډېره برخه یې په بند او جلاوطنۍ کې تېره کړه. هغه په ایټالیا، انګلستان، فرانسې او سویس کې بند تېر کړ او له هغو ځایونو څخه تبعید شو. مالاتستا چې په اصل کې د یاغیتوبونو لپاره د اعمالو د تبلیغ (propaganda by deed) پلوی و، وروسته یې له سندیکالېزم ملاتړ وکړ. د هغه په جلاوطنۍ کې پنځه کاله په اروپا  او ۱۲ کاله په ارجنټاین کې ژوند شاملېږي. مالاتستا په ۱۸۹۵ زکال کې د هسپانیا په پاڅون او د بلجیم په عمومي اعتصاب کې د ونډې لرلو په ګډون په یو شمېر ورته چارو کې برخه لرله. هغه متحده ایالاتو ته سفر وکړ، هلته یې وینا وکړه او مخکښه انارشیستي مجله La Questione Sociale یې تاسیس کړه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته هغه ایټالیا ته راوګرځېد ،چېرې چې د هغه Umanità Nova اخبار د موسولیني تر را څرګندېدو ځانګړی محبوبیت درلود.

ژوندلیک[سمول]

لومړي کلونه[سمول]

اریکو مالاتستا د ۱۸۵۳ زکال د ډسمبر په ۱۴ مه د کازرتا ایالت په سانتا ماریا کاپوا وتره سیمه (Santa Maria Capua Vetere, province of Caserta) کې چې د دوه سیسلي پاچهۍ (Kingdom of the Two Sicilies) برخه وه، په ځمکې لرونکې منځنۍ طبقې کورنۍ کې وزېږېد. د هغه نیکونو د مالاتستا کورنۍ په توګه په ریمني حکومت کاوه. هغه د لومړي ځل او اوږد مهال لپاره په څوارلس کلنۍ کې وروسته له هغه ونیول شو او بیا بندي شو، چې پاچا دویم ویکتورامانوئل ته یې «په ګستاخانه ډول ګواښونکی» لیک ولیکه.[۲][۳][۴][۵]

د ۱۸۷۷ زکال په اپرېل میاشت کې، مالاتستا، کارلو کافایرو، سرګئی ستپنیاک – کراوچینسکی او نږدې ۳۰ تنو نورو په بنونتو ایالت کې پاڅون وکړ، لتینو او ګالو کلي یې له مقاومت پرته تر ولکې لاندې راوستل. دغو انقلابیونو مالیاتي دفترونو ته اور واچاوه او هلته یې د پاچا د واکمنۍ د پای اعلان وکړ او نور شوق او جدیت هم په کې پیدا شو، خو له دې سره له ګالو څخه په وتلو سره هغوی د دولتي ځواکونو له خوا ونیول شول او تر خوشي کېدو پورې یې ۱۶ میاشتې په بند کې تېرې کړې. وروسته له هغه چې جیوواني پاسانانته د پاچا لومړي اومبرتو د وژنې هڅه وکړه، راډیکالان د پولیسو تر دوامداره څار لاندې ونیول شول. په داسې حال کې چې انارشېستانو ادعا کوله چې له پاسانانته سره هېڅ اړیکې نه لري، خو مالاتستا چې د ټولنیز انقلاب پلوی و، د دغه څار تر سیوري لاندې راغی. د ۱۸۷۸ زکال په مني کې ناپل ته په بېرته راتلوسره هغه د دغو شرایطو له امله اړ شو چې ایټالیا پرېږدي او د جلاوطنۍ ژوند پیل کړي.[۶]

د جلاوطنۍ(تبعید) ژوند[سمول]

هغه د لنډې مودې لپاره مصر ته ولاړ او هلته یې له خپلو ایټالوي ملګرو سره ولیدل، خو ډېر ژر د ایټالیا د قونسل له خوا واېستل شو. هغه په یوه فرانسوي بېړۍ کې د خپل مسیر په تېرولو او سوریې، ترکیې او ایټالیا ته د هغه په داخلېدو د ممنوعیت له امله له هغه ځایه د سویس، جینوا ته لاړ – چې هغه مهال انارشیستي مرکز ته ورته یوځای و. همالته و چې له الیزا رکلوس او پیټر کروپوتکین سره ملګری شو او له کروپوتکین سره یې مرسته وکړه، چې La Révolte مجله خپره کړي. په سویس کې هغه د لنډ مهال لپاره پاتې شو او له یو څو میاشتو وروسته یې هغه له سویس څخه هم ویوست، وړاندې له دې چې فرانسې ته ورسېږي، رومانیا ته لاړ او هلته یې د لنډ مهال لپاره د یوه میخانیک کارګر په توګه کار وکړ.[۶][۷]

په ۱۸۸۱ زکال کې، هغه په لندن کې خپل نوي کور ته لاړ. تر راتلونکو ۴۰ کلونو پورې یې هلته تګ راتګ درلود. مالاتستا هلته د میخانیک په توګه کار کاوه. په ۱۸۷۰ مه لسیزه کې د هغه معشوقه امیلیا ترونزویو د انټرنشنالېست تیتو زاناردلي خور وه. د ملاتستا په ملاتړ او رضایت سره هغې له جیووانی دیفندي سره واده وکړ چې په ۱۸۸۱ زکال کې له بند څخه له خوشي کېدو وروسته په لندن کې له مالاتستا سره پاتې شوه.[۸][۹][۱۰]

ملاتستا په لندن کې د انارشېستانو په کانګرس کې چې د ۱۸۸۱ زکال د جولای په ۱۴ مه جوړ شو، ونډه واخیسته. په نورو ګډون کوونکو کې پیټر کروپوتکین، فرانچسکو ساوریو مرلینو، ماري لو کامپت، لوئیز میشل او امیل ګوتیه شامل و. دغه کانګرس د «سیمه ییزو ډلو بشپړې خپلواکۍ» ته په درناوي تبلیغاتي اعمال تعریف کړل چې ټول کولای شي هغه ترسره کړي او همدارنګه یې هوکړه وکړه چې «د اعمالو له مخې تبلیغ» د ټولنیز انقلاب لار ده. [۱۱]

په ۱۸۸۲ زکال کې د مصر او انګلیس د جګړې په پیلېدو سره، مالاتستا کوچنی ډله جوړه کړه، څو د بریتانیا پر وړاندې په مبارزه کې ونډه واخلي. په اګست میاشت کې هغه او درې نور کسان مصر ته لاړل. دوی په ابوقیر کې راکښته شول او بیا د اسکندریې رمله ته لاړل. له ماریوټ جهیل څخه په جنجالي توګه له تېرېدو وروسته، هغه د بریتانوي ځواکونو له خوا محاصره او پرته له دې چې جګړه رامنځته شي ونیول شول. راتلونکی کال هغوی په پټ ډول بېرته ایټالیا ته راوګرځېدل.[۱۲]

هغه په فلورانس کې د ټولنیزې پوښتنې (La Questione Sociale ) په نامه د انارشیستي اونیزې بنسټ کېښود چې په کې د بزګرانو ترمنځ (Fra contadini ) په نامه د هغه تر ټولو مشهوره رساله لومړۍ راڅرګنده شوه. مالتستا په ۱۸۸۴ زکال کې بېرته ناپل ته لاړ – په داسې حال کې چې هغه د خپل بند درې کلنې دورې ته په تمه و- څو د کولرا وبا له قربانیانو سره مرسته وکړي. هغه یو ځل بیا له بند څخه د تیښتې په موخه له ایټالیا څخه سویلي امریکا ته لاړ. نوموړی له ۱۸۸۵ زکال څخه تر ۱۸۸۹ زکال پورې په بونس ایرس کې پاتې شو، د La Questione Sociale  اونېزې خپرول یې بېرته پیل کړل او هڅه یې وکړه، دلته د کډوالې ایټالوي ټولنې ترمنځ انارشیستي نظریات خپاره کړي. هغه په ارجنټاین کې د لومړۍ مبارزې کارګري اتحادیې په تاسیس کولو کې ګډون درلود او په راتلونکو کلونو کې یې د هغه ځای په کارګري خوځښتونو کې انارشیستي اغېز له ځانه پرېښود.[۱۳]

په ۱۸۸۹ زکال کې اروپا ته له بېرته راګرځېدو سره سم هغه په لومړي ګام کې په نایسي کې د L'Associazione په نوم اخبار خپور کړ او تر هغه مهاله هلته پاتې شو، څو اړشو بېرته لندن ته وتښتې.

په ایټالیا کې نیول کېدل[سمول]

د ۱۸۹۰ مې لسیزې په وروستیو کې، په ایټالیا کې ناوړه ټولنیز حالت رامنځته شو، بیې لوړې شوې او بزګرانو پاڅونونو ته مخه کړه. د کارګرانو اعتصابونه له ځپلو سره مخامخ شول او د یوې مودې لپاره داسې څرګندېده چې دولتي واک په تار راځوړوند دی. مالاتستا دغه حالت نور د مقاومت وړ و نه لید او د ۱۸۹۸ زکال په لومړیو کې د آنکونا بندري ښار ته راوګرځېد، څو هلته د کارګرانو ترمنځ په غوړېدونکي انارشیستي خوځښت کې ونډه واخلي. مالاتستا ډېر ژر له پولیسو سره د سړک پر سر شخړې له امله د رهبر په توګه وپېژندل شو او ونیول شو، له همدې امله و چې هغه ونه شو کولای، د ۱۸۹۸ زکال او ۱۸۹۹ زکال په صنعتي او ډارماتیکو سیاسي کړنو کې ونډه واخلي.[۱۳]

مالاتستا له بند څخه د لیبرال او سوسالېست سیاستوالو څخه په استازولۍ د ساوریو مرلینو او نورو انارشېست رهبرانو پر وړاندې چې هغه مهال یې د ټولنیزو ستونزو لپاره د بېړني اقدام په توګه په ټاکنو کې د ګډون په ګټه استدلال کاوه، مخالفت وکړ. مالاتستا د «فتنه پاروونکو اړیکو» په تور تورن شو او په لامپدواز ټاپو کې په یوه دوره بند محکوم شو. هغه وکولای شول، په ۱۸۹۹ زکال کې له بند څخه وتښتي او د مالتا او جبل الطارق له لارې په لندن کې خپل کور ته لاړ شي. [۱۴][۱۵][۱۶]

په راتلونکو کلونو کې، مالاتستا متحده ایالاتو ته لاړ او هلته یې د ایټالوي او هسپانوي کډوالو ټولنو له انارشېستانو سره ولیدل. هغه بېرته په لندن کې خپل کور ته راوګرځېد او د پولیسو تر څار لاندې ونیول شو. پولیسو د ۱۹۰۰ زکال په جولای میاشت کې د یو ایټالوي انارشېست له خوا چې په نیوجرسي کې یې ژوند کاوه، د لومړي اومبرتو له وژلو وروسته انارشېستان مخ پر زیاتېدونکی ګواښ باله.[۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118576666  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. کينډۍ:Cite ODNB
  3. "Errico Malatesta". Encyclopedia Britannica Online. (18 July 2020). 
  4. Guérin, Daniel (2005). No Gods, No Masters. 1–4. AK Press. مخونه 349. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781904859253. خونديځ د اصلي څخه January 11, 2014. لاسرسي‌نېټه March 18, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Benewick, Robert (1998). "Errico Malatesta 1853–1932". The Routledge Dictionary of Twentieth-Century Political Thinkers. Psychology Press. مخونه 202. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415096232. خونديځ د اصلي څخه January 11, 2014. لاسرسي‌نېټه March 18, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Joll, James (1964). The Anarchists. Boston, MA: Little, Brown & Co. مخونه 174. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Joll, James (1964). The Anarchists. Boston, MA: Little, Brown & Co. مخونه 175. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Dipaola, Pietro (April 2004). "The 1880s and the International Revolutionary Socialist Congress". Italian Anarchists in London (PDF). مخونه 54. خونديځ (PDF) د اصلي څخه September 7, 2015. لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Paola, Pietro Di (2013). The Knights Errant of Anarchy: London and the Italian Anarchist Diaspora (1880-1917). د کتاب نړيواله کره شمېره 9781846319693. خونديځ د اصلي څخه January 23, 2022. لاسرسي‌نېټه January 23, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Bantman, Constance (2006). "Internationalism without an International? Cross-Channel Anarchist Networks, 1880–1914". Revue belge de philologie et d'histoire. 84 (84–4): 965. doi:10.3406/rbph.2006.5056. خونديځ د اصلي څخه September 24, 2015. لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Fabbri, Luigi (1936). "Life of Malatesta". Anarchy Archives. خونديځ د اصلي څخه December 29, 2016. لاسرسي‌نېټه August 9, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Joll, James (1964). The Anarchists. Boston, MA: Little, Brown & Co. مخونه 175. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Carminati, Lucia (2017). "Alexandria, 1898: Nodes, Networks, and Scales in Nineteenth-Century Egypt and the Mediterranean". Comparative Studies in Society and History. 59: 127–153. doi:10.1017/S0010417516000554. S2CID 151859073. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Joll, James (1964). The Anarchists. Boston, MA: Little, Brown & Co. مخونه 176. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Joll, James (1964). The Anarchists. Boston, MA: Little, Brown & Co. مخونه 175–176. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Joll, James (1964). The Anarchists. Boston, MA: Little, Brown & Co. مخونه 176. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)