اګوست رودن
اګوست رودن | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۱۲ نومبر ۱۸۴۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴] پاريس [۲۵][۲۶][۲۴] |
مړینه | 17 نومبر 1917 (77 کاله)[۱][۲][۳][۵][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۷][۲۴] |
تابعیت | فرانسه [۲۸][۲۹][۳۰] |
نسل | فرانسوی [۳۱] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | عکاس [۳۲] |
کاروونکي ژبه | فرانسوي ژبه [۲][۳۳] |
خوځښت | نوواله هنر [۳۴]، سمبوليزم [۳۵] |
لاسليک | |
سمول |
فرانسوا اګوست رنه رودن (زوکړه: د ۱۸۴۰ زکال د نومبر ۱۲ مه – مړینه: د ۱۹۱۷ زکال د نومبر ۱۷ مه) فرانسوی مجسمه جوړونکی و چې تر ډېره پورې د معاصرې مجسمه جوړونې د بنسټ ګر په توګه ګڼل کېږي. هغه په سنتي ډول په دغه برخه کې روزل شوی و او د یو صنعتګر په توګه یې خپلو چارو ته دوام ورکاوه. رودن له رس خاورې څخه د یوې پېچلې، ستونزمنې او عمیقې سطحې په جوړولو کې ځانګړی مهارت درلود. نوموړی د خپلو یو شمېر مجسمو لکه د مفکر (The Thinker)، د بالزاک د یادګاري مجسمې (Monument to Balzac)، مچي (The Kiss)، برګر کالیه (The Burghers of Calais) او د دوزخ د دروازې (The Gates of Hell) د جوړولو له امله پېژندل کېږي. [۳۶][۳۷]
د رودن ګڼ شمېر پام وړ مجسمې له انتقاد سره هم مخ شوې ځکه چې د فیګوراټیو مجسمې جوړولو له سنتونو سره چې تر ډېره په کې تزئیني، فرمولي او یا هم په لوړه کچه مضمون لرونکي اثار شامل و په تضاد کې وې. د رودن تر ټولو اصیلو اثرونو د تمثیل او افسانه پوهنې له مضامینو څخه فاصله لرلې. نوموړي په خپلو مجسمو کې تر ډېره پورې د انسان بدن د هغو د طبیعي ډول له مخې کښلی او د هغو فردي شخصیت او جسم یې نندارې ته وړاندې کړی. په داسې حال کې چې رودن د خپل کار پر وړاندې د راولاړېدونکو ستونزو سره حساس و خو د خپل سبک له بدلون څخه یې ډډه وکړه او د فعالیتونو دوام یې له ده سره د دولت او هنري ټولنې د زیاتېدونکې لیوالتیا لامل وګرځېد.
د رودن اصلي شخصیت له ناڅاپي طبیعت پالنې څخه - چې په ۱۸۷۵ زکال کې یې ایټالیا ته د هغه له سفر الهام اخیست – تر هغو نامتعارفو یادګارونو پورې چې نوموړی وروسته د هغو اړوند د سپارښتونو د موندلو په لټه کې و؛ شهرت وموند او رودن د خپل مهال په مخکښ فرانسوي مجسمه جوړونکي واوښت. تر ۱۹۰۰ زکال پورې هغه یو مشهور نړیوال هنرمند و. بډایه خصوصي پېرودونکي د هغه له نړیوال نندارتون وروسته د نوموړي د آثارو په لټه کې و او ده هم له مخکښو روڼ آندو او هنرمندانو سره خپله همکاري وساتله. د هغه شاګرد کامیل کلودل چې د هغه همکار او پر ده مین و د ده په نوښتګر سیال واوښت. د رودن په نورو شاګردانو کې آنتوال بوردل، کنستانتین برانکوزي او چارلز دیسپیو شاملېږي. رودن او د هغه همیشنۍ ملګرې روز بیورټ د خپل ژوند په وروستي کال کې له یوبل سره واده وکړ. په ۱۹۱۷ زکال کې د ده له مړینې وروسته یې مجسمو خپل محبوبیت له لاسه ورکړ خو د څو راتلونکو لسیزو په ترڅ کې د هغه میراث تثبیت شو. رودن یو له هغو کم شمېر مجسمه جوړونکو څخه دی چې په پراخه کچه د تجسمي هنرونو له ټولنې بهر پېژندل کېږي.
بیوګرافي
[سمول]د رودن د ودې کلونه
[سمول]رودن په ۱۸۴۰ زکال کې د پاریس په یوه کارګري کورنۍ کې وزېږېد؛ هغه د ماري شفر او د پولیسو د ادارې د کارکوونکي ژان باتیست رودن دویم ماشوم و. نوموړي تر ډېره بریده هر څه له ځانه سره زده کړي و او په ۱۰ کلنۍ کې یې طراحۍ ته مخه کړه. له ۱۴ کلنۍ څخه یې تر ۱۷ کلنۍ پورې یې د Petite École په نامه ریاضي او هنر ته په ځانګړي شوي ښوونځي کې زده کړې وکړې؛ چېرې چې نوموړي رسامي او نقاشي زده کړه. د هغه د رسامي ښوونکي هوراس لیکوک دو بواسبودران په دې باور و چې باید لومړی د خپلو زده کوونکو شخصیت ورزوي په دې ډول چې هغوی هرڅه په خپلو سترګو وګوري او بیا د هغو له خاطراتو ګټنه وکړي؛ هغه چاره چې له امله یې رودن ډېر وروسته د خپل ښوونکي ستاینه وکړه. رودن هغه مهال چې په Petite École کې و له ژول دالو او الفونس لګروس سره بلد شو. [۳۸][۳۹][۴۰]
په ۱۸۵۷ زکال کې رودن خپل یو خټین موډل د اکول ده بوزار په نامه د ښکلو هنرونو کالج ته یووړ څو وکولای شي هلته شامل شي؛ هغه بریالی نه شو او دوه ځله نور یې هم ورته غوښتنلیک ولیکه خو وه نه منل شو.په داسې حال کې چې په ګرنډ اکول ښوونځي کې د شمولیت شرایط ډېر لوړ نه و، خو دلته هم د رودن رد کېدل د هغه د پام وړ ماتېدو لامل وګرځېدل. کېدای شي د رودن د نه منلو لامل هم د نیوکلاسیک انتخاب کوونکو د سلیقې له امله وي، ځکه چې رودن د اتلسمې پېړۍ په سبک مجسمه جوړونه زده کړې وه. هغه په ۱۸۵۷ زکال کې Petite École پرېښود او په راتلونکې لسیزه کې یې تر ډېره د یو صنعتګر او تزئین کوونکي په توګه د تزئیني توکو او د معمارۍ د تزئینانو په جوړولو سره خپل ژوند چلاوه. [۴۱][۴۲]
د رودن خور، ماریا چې دوه کاله له هغه څخه لویه وه په ۱۸۶۲ زکال کې د خېټې د پوستکي د التهاب له امله په یوه صومعه کې مړه شوه؛ رودن د هغې له مړینې وروسته ځان ګنهګار باله ځکه هغه نوموړې د مذهبي مواردو اړوند بې وفا غوښتونکې بللې وه. هغه هنر ته شا کړه او له کاتولیکې ډلګۍ سره مل شو. سنټ پیټر جولیان ایمار چې د دغې ډلې بنسټګر او مشر و، د رودن استعداد ته یې پام شو، هغه یې د دیني چارو د ترسره کولو لپاره مناسب وه نه باله او وه یې هڅاوه څو بېرته خپلې مجسمې جوړونې ته دوام ورکړي. رودن د حیواناتو د مجسمه جوړونکي انتوان لوئیس باری په ټولګیو کې ونډه واخیسته او د طراح په توګه یې بېرته خپل کار ته مخه کړه. د حیوانانو جزیاتو او د هغوی حرکت لرونکو ماهیچو ته د هغه د ښوونکي پام په پام وړ توګه په رودن اغېز وکړ. [۴۳]
په ۱۸۶۴ زکال رودن د روز بیورټ (زیږون: د ۱۸۴۴ زکال جون میاشت) په نامه له یوې ځوانې خیاطې سره ژوند کول پیل کړل چې د ژوند تر پایه له هغې سره د بېلابېلو ژمنو په کولو پاتې شو. دغې جوړې د اګوست اوژن بوره (۱۸۶۶-۱۹۳۴ زکال) په نامه یو زوی وزېږاوه. همدغه کال رودن خپله لومړۍ مجسمه نندارتون ته وړاندې کړه او په دې سره یې د هنري توکو د بریالي جوړونکي البرت ارنست کریر – بلوز کاري سټوډیو ته لار ومونده. رودن تر ۱۸۷۰ زکال پورې د کریر – بلوز د همکار په توګه کار وکړ او د چت، د زینو او د دورازې د لارو په تزئینانو کې یې ورسره مرسته کوله. د فرانسې او پروس د جګړې په پیلېدو سره رودن د فرانسې په ملي ګارد کې خدمت ته وغوښتل شو خو د خدمت دوره یې په لید کې د ستونزې لرلو له امله لنډه وه. دغه مهال د جګړې له امله د طراحانو کار هم کم شوی و او رودن د خپلې کورنۍ ملاتړ ته اړتیا لرله، ځکه غریبي ورته تر ۳۰ کلنۍ پورې دوامداره ستونزه وه. کریر – بلوز ډېر ژر له هغه وغوښتل په بلجیم کې له هغه سره یوځای شي چېرې چې نوموړي د بروکسل د ارزښت لرونکو پاڼو پر تزئین کار کاوه. [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]
رودن هوډ درلود چې د څو میاشتو لپاره په بلجیم کې پاتې شي، خو هغه له فرانسې بهر شپږ کلونه تېر کړل. دغه دوره د هغه په ژوند کې تر ټولو مهمه دوره وه. هغه د یو صنعتګر په توګه مهارت او تجربه ترلاسه کړه، خو لا تر دې مهاله چا د هغه هنر نه و لیدلی ځکه په خپل کار ځای کې به و او لا یې هم د ریخته ګرۍ په برخه کې وړتیا نه لرله. له کریر – بلوز سره د هغه اړیکه هم مخ پر خرابېدو وه، همدا و چې نوموړي په بروکسل کې ځانته بله دنده پیدا کړه او یو شمېر خپل اثار یې په هنري سالونونو کې نندارې ته وړاندې کړل؛ د هغه مېرمن روز هم ډېر ژر ورسره یوځای شوه. دوی په کافي کچه د سفر لپاره د پیسو په غونډولو سره په ۱۸۷۵ زکال کې د دوه میاشتو لپاره ایټالیا ته ولاړل. رودن په ایټالیا کې د دوناتلو او میکل آنژ له کار سره لېوالتیا پیدا کړه او د هغه چارو د ده هنر ته په لوري ورکولو سره ژور اغېز وکړ. رودن بیا خپله وویل: «دا میکل انژ و چې زه یې له اکاډمیکې مجسمې جوړونې څخه خلاص کړم». هغه بلجیم ته په راګرځېدو سره د برونزو د دورې په نامه مجسمه باندې کار پیل کړ. [۴۸][۴۹][۵۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118601717 — خپرېدونېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11922352t — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/67514 — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Ministry of Culture of France
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Auguste-Rodin — subject named as: Auguste Rodin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6d50nzp — subject named as: Auguste Rodin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa282036/auguste-rodin — subject named as: Auguste Rodin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Itaú Cultural — خپروونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/auguste-rodin — subject named as: Auguste Rodin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7748981 — subject named as: Auguste Rodin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2382966 — subject named as: Auguste Rodin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?220499 — subject named as: Auguste Rodin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00154307 — subject named as: Auguste for René François Auguste Rodin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ MSBI person ID: https://sculpture.gla.ac.uk/mapping/public/view/person.php?id=msib6_1210849605 — subject named as: Auguste Rodin — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/rodin-auguste — subject named as: Auguste Rodin
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Auguste_Rodin — subject named as: Auguste Rodin — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ Le Delarge artist ID: https://www.ledelarge.fr/30273_artiste_RODIN_Auguste — subject named as: Auguste RODIN — ليکوال: Jean-Pierre Delarge — خپروونکی: Gründ او Jean-Pierre Delarge — ISBN 978-2-7000-3055-6
- ↑ subject named as: (François-)Auguste(-René) Rodin — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپور کړی: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T072591
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0056297.xml — subject named as: François-Auguste Rodin — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=rodina — subject named as: Auguste Rodin
- ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=auguste;n=rodin — subject named as: Auguste Rodin
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/195863 — subject named as: Auguste Rodin
- ↑ ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=53153 — subject named as: Auguste Rodin — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- ↑ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/5875 — خپرېدونېټه: ۱ جولای ۲۰۲۲
- ↑ ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ ۲۴٫۲ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۱۹ سپټمبر ۲۰۲۴
- ↑ Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500016619 — پنځوونکی: Getty Research Institute
- ↑ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11922352t — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/5875 — خپرېدونېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ KulturNav-ID: https://kulturnav.org/f8fcad3b-3c1c-4d2f-acdf-9cfccd6ac2c3 — خپرېدونېټه: ۲۷ فبروري ۲۰۱۶ — خپرولونېټه: ۱۲ فبروري ۲۰۱۶
- ↑ Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/20dgh72l4hx54qd — خپرېدونېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — خپروونکی: National Library of Sweden — خپرولونېټه: ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۲
- ↑ Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/4978 — خپرېدونېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Auguste-Rodin — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ fotoCH photographer ID: https://foto-ch.ch/persons/detail/42123 — خپرېدونېټه: ۴ اپرېل ۲۰۲۲
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12212323
- ↑ https://cantorfoundation.org/resources/why-is-rodin-important/
- ↑ https://cantorfoundation.org/resources/why-is-rodin-important/ — ليکوال: Jean Cassou ، Pierre Brunel ، Francis Claudon ، Georges Pillement او Lionel Richard — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — ISBN 2-85056-129-0
- ↑ "Auguste Rodin – Art History". Oxford Bibliographies (in انګليسي). بياځلي په 24 March 2018.
- ↑ William Tucker, Early Modern Sculpture: Rodin, Degas, Matisse, Brancusi, Picasso, Gonzalez, 16.
- ↑ Schjeldahl, Peter. "The Stubborn Genius of Auguste Rodin". The New Yorker. بياځلي په 7 October 2017.
Rodin was a child of the working class. (His father was a police clerk.)
- ↑ "(François) Auguste (René) Rodin." International Dictionary of Art and Artists. St. James Press, 1990. Reproduced in Biography Resource Center. Farmington Hills, Mich.: Thomson Gale. 2006.
- ↑ Jianou & Goldscheider, 31.
- ↑ "Rodin, Famous Sculptor, Dead". The New York Times. 18 November 1917. p. E3.
- ↑ Hale, 40.
- ↑ Morey, C. R. (1918). "The Art of Auguste Rodin". The Bulletin of the College Art Association of America. 1 (4): 145–54. doi:10.2307/3046338. JSTOR 3046338.
- ↑ "Auguste Rodin – Biography". rodin-web.org. بياځلي په 14 March 2017.
- ↑ Date of death from Elsen, 206.
- ↑ Jianou & Goldscheider, 34.
- ↑ Jianou & Goldscheider, 35.
- ↑ Jianou & Goldscheider, 35.
- ↑ Hale, 49–50.
- ↑ Taillandier, 91.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1917ز مړينې
- 17 نومبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P172
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P135
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- CS1 انګليسي-language sources (en)
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره