اېکوادور
اېکوادور | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار |
|
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۱°سویل ۷۸°لويديځ / 1°سويل 78°لويديځ [۱] |
ټيټه سيمه | غلی سمندر (0 متر ) |
پراخوالی | 255586.91 کیلومتره مربع (۲۰۱۰)[۲] |
پلازمېنه | کیتو |
رسمي ژبې | اسپانيايي ژبه [۳] |
مشرتابه | |
حکومت ډول | ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱۶ فبروري ۱۸۴۰ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 5 سلنه (۲۰۱۴)[۴] |
نور مالومات | |
پیسې | امريکايي ډالر |
تګلوری | ښي لورۍ [۵] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، اود تاييدولو سرچينه، اود تاييدولو سرچينه، اود تاييدولو سرچينه، اود تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | EC |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +593 |
اکوادور ( /ˈɛkwədɔːr/ (واورئ) EK-wə-dor؛ هسپانوي تلفظ: [ekwaˈðoɾ] (واورئ)؛ کویچوا: اکوایور؛ شوار: ایکواډور یا ایکواتور(، په رسمي ډول د اکوادور جمهوریت )هسپانوي: República del Ecuador ، چې په لفظي ډول "د استوا جمهوریت" په توګه ژباړل کیږي، کویچوا: اکواډور ریپوولیکا، شوار: ایکواتور نونکا)، د سویلي امریکا په شمال لوېدیځ کې یو هېواد دی چې په شمال کې د کولمبیا، په ختیځ او جنوب کې له پیرو او په لویدیځ کې له ارام سمندر سره پوله لري. اکوادور په ارام سمندر کې د ګالیپاګوس ټاپوګان هم شاملوي چې د اصلي ځمکې لویدیځ ته شاوخوا 1,000 کیلومتره (621 میله) واټن کې پراته دي. پلازمېنه یې کیوټو ده. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
د ننني اکوادور سیمې یو وخت د یو شمېر هندي الاصله امریکایي(Amerindian) ډلو کور ؤ چې په تدریجي بڼه د 15مې پیړۍ په بهیر کې د اېنکا په سترواکۍ کې شاملې شوې. دا سیمه د 16مې پیړۍ په اوږدو کې د هسپانیا له خوا مستعمره شوه، په 1820ز کې د ګران کولمبیا(Gran Colombia) د یوې برخې په توګه خپلواکي ترلاسه کړه، چې وروسته بیا په 1830ز کې په خپله د خپلواک دولت په توګه راڅرګند شو. د اکوادور له توکمیز پلوه په متنوع نفوس کې د دواړو سترواکیو میراث منعکس کیږي، چې له 17.1 میلیونو وګړو څخه ډېری یې مېستې زوز(دوه رګه) دي، ورپسې د اروپایانو، اصلي امریکایانو او افریقایي نسلونو لوی اقلیتونه دي. هسپانوي یې رسمي ژبه ده او د زیاتره نفوس له خوا ورباندې خبرې کېږي، که څه هم د کویچوا او شوار په ګډون 13نورې بومي ژبې هم پیژندل شوي.
د اکوادور خپلواکه دولت د منځني عاید درلودونکی نیابتي-ډېموکراتیک جمهوریت او یو مخ پر ودې هېواد دی چې په توکو، لکه پټرولیم او کرنیزو محصولاتو باندې ډیره تکیه کوي. دا هېواد د ډېموکراتیک جمهوري ریاست له خوا اداره کیږي. دا هېواد د ملګرو ملتونو سازمان، د امریکايي ایالتونو سازمان(Organization of American States)، مرکوسور(Mercosur)، پروسور(PROSUR) او د ناپېیلي غورځنګ(Non-Aligned Movement) بنسټ اېښودونکی غړی دی.[۱۲]
په نړۍ کې د چاپېریال د ډېرې تنوع درلودونکو17 هېوادونو څخه یو اکوادور د لویې کچې بومي نباتاتو او حیواناتو کوربه توب کوي، چې ښه بېلګه یې د ګالیپاګوس ټاپوګان دي. د خپل ځانګړي ایکولوژیکي میراث په ویاړ، د 2008 نوی اساسي قانون په نړۍ کې لومړی هغه دی چې په قانوني توګه د پلي کېدو وړ طبیعت حقونه، یا د ایکوسیستم حقونه په رسمیت پیژني. [۱۳][۱۴][۱۵]
د اقتصادي او پالیسۍ څیړنو د مرکز په وینا: د 2006ز او 2016زکلونو ترمنځ، بې وزلي له 36.7٪ څخه 22.5٪ ته راټیټه شوې او د سړي په سر کلنۍ GDP وده یې ٪1.5 وه (په تیرو دوو لسیزو کې د 0.6 سلنې په پرتله). په ورته وخت کې، د هېواد د اقتصادي نابرابرۍ د ګیني شاخص(Gini index) له 0.55 څخه 0.47 ته راټیټ شوی. [۱۶]
رېښه
[سمول]د هېواد نوم په هسپانوي ژبه کې د "استوا" معنی لري، د هسپانوي رسمي نوم، ریپبلیکا ډیل اېکوادور (لغت "د استوا جمهوریت") څخه راوتلی، د ګران کولمبیا د پخوانیي اکوادور څانګې څخه اخیستل شوی چې په 1824ز کې له هغو سیمو څخه تشکیل شوی چې د وېش پر بنا د کیوټو د تر واک لاندې راتلې. کیوټو، چې د صوبې او جمهوریت پلازمېنه پاتې شوې، یوازې د 40 کیلومتره (25 میله) په واټن، له استوا سره د یوې درجې په ¼ مه برخه کې موقعیت لري.
تاریخ
[سمول]له اېنکا نه مخکې دوره
[سمول]د اېنکا له راتګ نه مخکې په دې سیمه کې چې بیا وروسته اکوادرو شو، بېلابېل خلک میشت شوي وو. د لرغون پېژندنې شواهد ښیي چې په امریکا ګانو کې د پخوانیو -هندوانو لومړی مېشت کېدنه شاوخوا 16,500-13,000 کاله وړاندې د کنګل د وروستۍ دورې په پای کې نږدې تر سره شوې. لومړني خلک چې اکوادور ته رسیدلي ممکن د شمالي او مرکزي امریکا څخه د ځمکې له لارې یا یې د آرام سمندر ساحل ته د کښتۍ په واسطه سفر کړي وي.
که څه هم د دوی ژبې سره تړلې نه وې، دې ډلو د کلتورونو ورته ګروپونه رامنځته کړل، چې هر یو یې په بېل چاپیریال کې میشت دي. د ساحل خلکو د کب نیولو، ښکار کولو او راټولولو کلتور ته وده ورکړه. د انډیز د هسکو سیمو خلکو د ژوند کرهنیز طرز ته وده ورکړه، او د امازون حوزې خلکو د ښکار کولو کوچیاني بڼې او راټولولو طریقې ته وده/پراختیا ورکړه.
د وخت په تیریدو سره دغو ډلو یو له بل سره په اړیکه او یو له بله سره په خلط کېدو پیل وکړ تر څو د یوې سیمې کورنیز ګروپونه د ورته ژبې او کلتور سره په یوه ټولنه یا قبیله بدل شول. په اکوادور کې زیات شمېر تمدنونه رامنځته شوي، د بېلګې په توګه د والدیویا کلتور او په ساحل کې د مچالیلا کلتور، کویټس (د اوسني کيوټو سره نږدې)، او کناری (د اوسني کوینکا سره نږدې). هر تمدن خپلو ځانګړو د معمارۍ فن، کلالۍ، او مذهبي ګټو ته وده ورکړه.
د انډیز په لوړو غرونو کې، چیرې چې ژوند ډیر آرامه ؤ، د قومونو ګروپونو سره همکاري وکړه او کلي یې جوړ کړل. په دې توګه لومړي نسلونه د کرنې سرچینو او د څارویو د کورني کولو پر بنسټ جوړ شول. په پایله کې، د جنګونو او د دوی د مشرانو د ودونو د ریشتو له لارې، د نوموړو نسلونو یوې ډلې کنفدراسیونونه جوړ کړل. یوه سیمه د شیریس په نوم د کنفدراسیون لاندې یوځای شوه، کومې چې د مختلفو سیمو ترمنځ منظمه سوداګري او راکړه ورکړه تجربه کوله. د نوموړي هېواد سیاسي او نظامي ځواک د دوچییلا د وینې-کرښې (Duchicela blood-line) تر واکمنۍ لاندې راغی.
د اېنکا دوره
[سمول]کله چې اېنکایان راورسیدل، دوی وموندل چې دا کنفدراسیون دومره وده کړې چې د اېنکا دوه نسلونو واکمنانو - توپا اېنکا یوپانکي او هوینا کیپیک – دوی د اېنکا سترواکۍ ته جذب کړي. اصلي کنفدراسیونونه چې دوی ته یې خورا ستونزې ورکړې د پیرو، بولیویا او شمالي ارجنټاین لرې سیمو ته تبعید کړای شول. په ورته ډول، د پیرو او بولیویا څخه د اېنکا یو شمیر وفادار پیروان اکوادور ته راوړل شوي وو ترڅو د بغاوت مخه ونیسي. په دې توګه، د اکوادور د جګو ځمکو سیمه په 1463ز کې د اېنکا سترواکۍ برخه شوه چې هماغه ژبه یې خپره کړه.
په مقابل کې، کله چې اېنکایانو د اکوادور په ساحلي او ختیځ امازون ځنګلونو کې یرغل وکړ، دوی چاپیریال او ځایی خلک دواړه په لوړه کچه خپل دښمنان وموندل. برسېره پر دې، کله چې اېنکا هڅه وکړه چې د دوی تابع کړي، نو دا اصلي خلکو د ننه خوا ته شا تګ وکړ او د غلچکیو تاکتیکونو لاره یې غوره کړه. د پایلې په توګه، د امازون څنډې او د اکوادور آرام سمندر ساحل ته د اېنکا پراختیا له خنډ سره مخ شوه. د امازون ځنګل او د اکوادور ساحلي خلک تر هغه چې هسپانوي سرتیري او مبلغین ځواک ته ورسیدل یو څه خپلواکه پاتې شول. امازونیان او د ساحلي اکوادور کیاپاس وګړي یوازینۍ ډلې وې چې د اېنکا او هسپانوي تسلط سره یې مقاومت وکړ، دوی خپله ژبه او کلتور تر 21مې پیړۍ پورې په ښه بڼه وساتل.
د اسپانیا د راتګ نه مخکې ، د اېنکا سترواکي په کورنۍ جګړه کې ښکیل وه. د اروپایی ناروغۍ له امله چې په اکوادور کې خپره شوې وه، د ولیعهد نینان کوچي(Ninan Cuchi) او سترواک هوینا کیپاک دواړو ناڅاپي مړینې، د دوه ډلو ترمنځ د واک خلا رامنځته کړه. د اتاهولپا په مشرۍ شمالي ډلې ادعا وکړه چې هوینا کیپیک له خپلې مړینې نه مخکې د سترواکۍ د ویشلو په اړه لفظي فرمان ورکړی ؤ. هغه د اوسني اکوادور او شمالي پیرو اړوندې سیمې خپل د علاقې وړ زوی اتاهولپا ته ورکړې وې، چې د له کیوټو څخه پرې واکمني وکړي؛ او پاتې نور یې هواسکر ته ورکړې وې، چې له کوزکو څخه ورباندې حکومت کوي. هغه غوښتل چې زړه یې د هغه په زړه پورې ښار کیوټو کې ښخ شي او پاتې بدن یې په کوزکو کې د هغه له پلرونو سره ښخ شي.
جغرافیه
[سمول]کلتور
[سمول]اقتصاد
[سمول]تاریخ
[سمول]سرچينې
[سمول]- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑ https://www.ecuadorencifras.gob.ec/wp-content/plugins/download-monitor/download.php?id=321 — د نشر نېټه: ۵ جولای ۲۰۲۲
- ↑ موضوع: 2
- ↑ http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
- ↑ http://chartsbin.com/view/edr
- ↑ "Constitución de la República del Ecuador en Shuar". Issuu. Archived from the original on 4 April 2019. نه اخيستل شوی 21 February 2019.
- ↑ "¡Iniuri seamkur!, Ayamrumamu nuyá Iniankasrik Ayamruma Papi" (PDF). INREDH. Archived from the original (PDF) on 21 February 2019. نه اخيستل شوی 21 February 2019.
- ↑ "Chicham atiakur metek atin turakur, pénke takakainiachu tuke enentaimtusartiniaitji" (PDF). (in Shuar). Secretaría Nacional de Planificación y Desarrollo. 2014. Archived from the original (PDF) on 20 December 2019.
- ↑ Pellizzaro, Siro M.; Nàwech, Fàusto Oswaldo (2003). Chicham: Dictionario Enciclopédico Shuar-Castellano. Wea Nekaptai.
- ↑ "Proyecciones Poblacionales". (in Spanish). National Institute of Statistics and Censuses (INEC). Archived from the original on 18 October 2013. نه اخيستل شوی 25 April 2020.
- ↑ "Quito se convirtió en la ciudad más poblada del Ecuador con más de 2,7 millones de habitantes en el 2018". Archived from the original on 10 January 2019. نه اخيستل شوی 11 January 2019.
- ↑ "World Economic Outlook Database, April 2019". IMF.org. International Monetary Fund. نه اخيستل شوی 29 September 2019.
- ↑ "South America Banks on Regional Strategy to Safeguard Quarter of Earth's Biodiversity". Archived from the original on 11 October 2007. نه اخيستل شوی 26 July 2012.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link), Conservation.org (16 September 2003). - ↑ "Oficialmente Ecuador es el país de las orquídeas- Noticias de Cuenca - Azuay - Ecuador - Eltiempo de Cuenca". Archived from the original on 29 November 2014. نه اخيستل شوی 13 September 2014.
- ↑ "Ecuador Adopts New Constitution – With CELDF RIGHTS of NATURE Language". Archived from the original on 3 October 2008. نه اخيستل شوی 30 September 2008.
{{cite web}}
: نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی (link), Community Environmental Legal Defense Fund. Retrieved 7 September 2009. - ↑ "Decade of Reform: Ecuador's Macroeconomic Policies, Institutional Changes, and Results" (PDF). نه اخيستل شوی 17 January 2020.
- Pages with script errors
- جغرافيه ويکي ډېټا
- سرچينو تېروتنې:تشې سرچينې لرونکي مخونه
- نگهداری یادکرد:ربات:وضعیت نامعلوم پیوند اصلی
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P41
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P94
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1589
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P2046
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P36
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P37
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P122
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P571
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P3000
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1198
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P38
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1622
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P856
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P297
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P474
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- اېکوادور
- نخشه لرونکي مخونه