اکرام الله گران

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اکرام الله گران (۱۹۳۸ - ۲۰۱۴ ز کال (۱۳۹۳ لمريز) د ډيسمبر ۱۱) يو افغان شاعر وو، چې په پښتو ژبه يې شعرونه ليکل .

مخينه[سمول]

اکرام الله گران پر ۱۹۳۸ ز کال د خيبر پښتونخوا د پېښور د چارسدې د پړانگ په ياسين زو سيمه کې د ساداتو په یوه علمي کورنۍ کښې د ميا فضل رحيم کره زيږيدلى دی . خپلې لومړنۍ زده کړې يې د چارسدې تحصيل بازار په ښوونځي کې وکړې، خو د حالاتو له کبله يې خپلو نورو زده کړو ته دوام ور نه کړاى شو.

نوموړي له کوشنيوالي څخه له شعر او شاعرۍ سره مينه درلوده . د ۱۹۶۰ ز کال پر شاوخوا چې کله ارواښاد سيد جلال مضطرب د چارسدې د پښتو ادبي محفل جوړ کړ، نو ارواښاد اکرام الله گران به يې هرې ادبي غونډي ته راباله . د اکرام الله گران په وينا «کله مې چې په رائټرز گلډ پښتو اجلاسونو کې له قلندر مومند، حمزه شينواري او نورو ملگرو سره ناسته پاسته پيل شوه نو زما ادبي تنده ماته شوه.» سيد جلال مضطرب، غني خان، حمزه شينواری د اکرام الله گران نزدې دوستان ول.

اکرام الله گران په شاعرۍ کې ډېره پاملرنه غزل ته کړې او نظم يې ډير کم ليکلي . دی وايي چې مراد صيب به راته ويل چې غزل او نظم دواړه ليکه، خو حمزه صيب به راته وېل چې غزل ليکه . د اکرام الله گران ډير شعرونه د وخت نامتو سندرغاړو په خپلو غږونو کې هم ويلي چې نږدې ټول نامتو شوي دي .

مړينه[سمول]

اکرام الله گران په كوزه پښتونخوا كې د ۱۳۹۳ لمريز (۲۰۱۴ ز کال) د ډيسمبر د میاشتې پر ۱۱ نېټه د پېنځه نۍ (زيارت) په ورځ له دې فاني نړۍ د تل لپاره سترگې پټې کړې.

چاپ شوي نښيرونه[سمول]

د شعر څو بېلگې[سمول]

غزل

چې زما مينه ستا پــه كـار نه راځي - ماله جــــــــانانه! بلــــه لار نه راځي

زما د زړه په چينه خـــوله دې كېږدي - كه ميخانه كې د چــــــا وار نه راځي

د پوهو سترگو مې تـــا لوست ونه كړ - ماله په خوله چـــل د اظهار نه راځي

د لېونو هوښيـــــــــــــــــاري هم ومنه - په مېرو گرځي، خو په ښار نه راځي

د فن د خرڅ هنـــــــر مو زده نه كړلو - د دغې گټــــــــــــې كاروبار نه راځي

گـــــران د سپرلي زخم په څه وگنډي - چـې يې په لاس د زلفو تار نه راځي


سرچينې[سمول]

  1. http://www.pashtoonkhwa.com/?page=news&cnt=2121
  2. http://www.voadeewaradio.com/content/article/2554602.html