اکبار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Hippophae rhamnoides
معمولي اکبار
مملکه بوټي
څانگه گل لرونکي بوټي
طبقه Rosopsida
طایفه Rosales
کورنۍ Hippophae
جنس اکبار
ډول معمولي اکبار

اکبار یا معمولي اکبار (علمي نوم: Hippophae rhamnoides) یو درملي بوټي یا کوچنۍ ونه ده چې د Elaeagnaceae په کورنۍ او د Hippophae په جنس پورې اړه لري. نوموړي بوټي په چین، هندوستان مغولستان او نيپال کې بومي بوټي دي خو په اروپا کې هم شنه کېږي.

توصيف[سمول]

معمولي اکبار د دوو کورنيو (Dioecy) پاڼې او اغزې لرونکي کوچنۍ ونه ده. نوموړي بوټي د دوو کورنيو بوتي دي او په دوو جنسو (نارينه او ښځينه) وېشل کېږي. هر د نارینې بوټي څو د ښځینې بوټي گرده افشاني (تلقیح) کولای سي. اوږدوالي یې ۵ - ۱۰ متره وي. د ښځينې گلان ژېړ او نارینې گلان شين رنگ لري. دا ونه مندک لرونکې مېوې لري چې معمولا ژېړ، نارينجي يا سور رنگ درلودلای سی. نوموړي بوټي یو شمېر طبيعي او معدني توکې لري او د ويټامین سي مهم سرچينه ده. اکبار د مارچ څخه تر مې پورې گل کوي.

معمولي اکبار په طب کې[سمول]

اکبار معمولا د انفلوانزا د علاج لپاره کارېږي. خو د باکټرياگانو (لکه Helicobacter pylori)، ویروسونو او زړه رنځونو پر ضد هم آغېزه لري. د اکبار درملي آغېزې په یو ټيبټي تاريخي کتاب („rGyud bzi“ ) کې ذکر شوي وو. نوموړي بوټي په روسیه کې د په قومي طب کې مهم رول لوبوي.