اړیکه (فلم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اړیکه
لارښودRobert Zemeckis Edit this on Wikidata
توليدوونکیLynda Obst
Steve Starkey Edit this on Wikidata
فېلم ليکونکیAnn Druyan
James V. Hart
Michael Goldenberg
کارل سيګن Edit this on Wikidata
پر بنسټ دContact Edit this on Wikidata
لوبغاړيAlex Veadov
Angela Bassett
David Morse
Geoffrey Blake
J. A. Preston
Jake Busey
James Woods
Jena Malone
Jodie Foster
John Hurt
Larry King
Marc Macaulay
Matthew McConaughey
Max Martini
Natalie Allen
Rob Lowe
Robin Gammell
Steven Ford
Tom Skerritt
William Fichtner
Yuji Okumoto
بیل کلینټن Edit this on Wikidata
موسيقي جوړوونکیAlan Silvestri Edit this on Wikidata
اډېټور(سموونکی)Arthur Schmidt Edit this on Wikidata
تولیدوونکې کمپنۍSouth Side Amusement Company
وېشونکیوارنر برادرز
د خپرېدو نټېه
  • ۱۱ جولای ۱۹۹۷ (۱۹۹۷-07-۱۱)
وخت
۱۴۴ دقیقه Edit this on Wikidata
هېوادد امریکا متحده آیالاتونه Edit this on Wikidata
ژبهانګلیسي Edit this on Wikidata
بوديجه۹۰٬۰۰۰٬۰۰۰ امريکايي ډالر Edit this on Wikidata
د خرڅ اندازه۱۰۰٬۹۲۰٬۳۲۹ امريکايي ډالر
۱۷۱٬۱۲۰٬۳۲۹ امريکايي ډالر Edit this on Wikidata

اړیکه (انگلیسي: Contact) د ۱۹۹۷ یو ساینس-افسانه (science-fiction) امریکایي فلم دی چې روبرټ زيميکس (Robert Zemeckis) یې جوړوونکی دی. کارل سېگن (Carl Sagan) په ۱۹۸۵ کې په همدې نامه یو ناول لیکلی وو چې دا فلم په اصل کې پر هماغه ناول جوړ شوی دی. د دې فلم لپاره کیسه هم کارل سېگن او د هغه مېرمنې ان ډرېين (Ann Druyan) لیکلې ده.

د دې فلم ټوله کیسه پر جوډي فوسټر (Jodie Foster) ولاړه ده چې په فلم کې یې د ډاکټر الینور ارووې (Eleanor Arroway) رول لوبولی دی. الینور یوه ساینسپوهه وي او په تشیال کې د نورو ژوندیو شیانو کره ثبوتونه ترلاسه کوي او ټاکل کېږي چې له هغوی سره دې لومړۍ اړیکه هم الینور ونیسي. په دې فلم کې مېتیو ماکونهي (Matthew McConaughey)، جېمز ووډز (James Woods)، ټام سکېریټ (Tom Skerritt)، ویلیم فیکنر (William Fichtner)، جان هرټ (John Hurt)، انجېلا باسټ (Angela Bassett)، جېک بیوزي (Jake Busey) او ډېويډ مورس (David Morse) هم کار کړی دی.

کارل سېگن او ان ډرېین په ۱۹۷۹ کې پر فلم کار پیل کړ. هغوی په گډه تر سلو (۱۰۰) زیات مخونه د فلم کیسه ولیکله او په وارنر بردرز (Warner Bros) کې یې د پیټر گوبر (Peter Guber) او لینډا اوبسټ (Lynda Obst) په نامه له دوو پیداگرو (producers) سره کار پیل کړ. کله چې د فلم جوړونې کارونه د ځینو ستونزو له کبله وځنډېدل، نو کارل سېگن په ۱۹۸۵ کې 'اړیکه Contact' د ناول په توگه خپور کړ.

د فلم جوړونې کارونه بېرته په ۱۹۸۹ کې پیل شول. رولنډ جوفې (Roland Joffe) او جارج میلر (George Miller) غوښتل چې د فلم جوړوونکي (directors) شي، خو جوفې په ۱۹۹۳ کې کار پرېښود او میلر هم په ۱۹۹۵ کې د وارنر بردرز له خوا له دندې گوښه شو او پر ځای یې روبرټ زيميکس (Robert Zemeckis) پر دندې وگمارل شو. د فلم جوړونې کار د ۱۹۹۶ له سپټمبر څخه د ۱۹۹۷ تر فبروري پورې دوام وکړ، او د دې فلم زیاتې لیدیزې اغېزې (visual effects) د سوني پکچرز ایمېج‌ورکس (Sony Pictures Imageworks) له خوا جوړ شول.

فلم د ۱۹۹۷ د جولايي پر ۱۱مه بازار ته وړاندې شو او ډېرې مثبتې بیاکتنې یې ترلاسه کړې. 'اړیکه Contact' په نړیواله کچه کابو ۱۷۱ ملیون ډالره کاروبار وکړ او د غوره ننداریزې وړاندېینې لپاره یې د هوگو جایزه (Hugo Award for Best Dramatic Presentation) او همدا ډول د سټرن اېوارډز (Saturn Awards) له لارې یې گڼ‌شمېرې نورې جایزې ترلاسه کړې. که څه هم د بېل کلېنټن (Bill Clinton) ادارې او سي‌این‌این (CNN) د دې فلم په مشهورولو کې ستره ونډه لرله، خو دا فلم د جارج میلر (George Miller) او فرانس فورډ کوپولا (Francis Ford Coppola) له خوا له ځینو حقوقي دعوو سره مخامخ شو.

کیسه[سمول]

جوډي فوسټر (Jodie Foster)، چې په فلم کې یې د ډاکټر الینور "اېلي" ارووې (Eleanor “Ellie” Arroway) رول لوبولی، په ماشومتوب کې لا د خپل پلار له خوا د ستورپوهنې زده‌کړې ته هڅول کېږي. دا د پورټو ریکو (Puerto Rico) په ارېسیبو څارځي (Arecibo Observatory) کې په اسمان کې د ژوندیو شیانو د لټولو (ځمکباندې ځیرکتیا پلټنه Search for Extraterrestrial Intelligence, SETI) په یوه پروگرام کې کار کوي. الینور هر مهال راډیويي څپو ته په دې تمه غوږ نیسي چې گوندې له اسمان یا نورو سیارو څخه د ژوندیو شیانو کوم پیغام ترلاسه کړي. په ساینسي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډېويډ ډروملین (David Drumlin) پر دې پروگرام په دې خاطر بسپنه (پیسې) بندوي چې دا څېړنې کومه گټه نه کوي او هلې ځلې ټولې لاهو ځي. الینور د ایس. ار. هېډن (S.R. Hadden) په نامه له یوه شتمن کس څخه، چې د دې ټولې کړنې یې څارلي وي، د مالي ملاتړ غوښتنه کوي. له غوښتنې سره سم، هېډن هغې ته د نوي مکسیکو د سوکورو ولسوالۍ (Socorro County) په ډېر لوی لړوند (Very Large Array, VLA) کې د څېړنو لپاره ځای ورکوي.

څلور کاله وروسته، کله چې ډروملین یو ځل بیا د دې څېړنیز پروگرام د تړلو نیت کوي، الینور د ریاضیکي شمېرو یو داسې سیگنل ترلاسه کوي چې د وېگا (Vega) په نامه ستورغونډال (star system) څخه لېږل شوی وي. د دې خبر په اورېدا، ډروملین او مایکل کیټز (Michael Kitz)، چې د ملي امنیت شورا مشر وي، د دې ځای کنټرول په لاس کې اخلي. کله چې د الینور، ډروملین او کیټز تر منځ پر ځینو خبرو جنجال را منځته کېږي، د دې څېړنیز مرکز نور غړي یوه ویډیو پیدا کوي چې په سیگنل کې پټه وي. دا په برلین کې د ۱۹۳۶ دوبني اولمپکس ته د اډولف هټلر (Adolf Hitler) له خوا د ښه راغلاست یوه ویډیو وي. الینور او د دې ډلې نور غړي داسې فکر کوي چې ښايي دا د تلویزیون لومړنی پیاوړی سگنل وي چې له ځمکې څخه تللی وي، او له وېگا ستورغونډال څخه، چې ۲۶ نوري کاله واټن لري، بېرته را لېږل شوی وي.

الینور وروسته په دې وپوهېږي چې دا سیگنل تر ۶۰۰۰۰ زیات مخونه لري – چې په اصل کې کوم ډول تخنیکي نقشه وي. هېډن په خپلې شخصي الوتکې کې له الینور سره پټ ویني او هغې ته د دې مخونو د ژباړلو (decode) چم ور ښيي چې که همدا مخونه د درو بعدونو (dimensions) له خوا سره ونښلول شي، نو مانا ور کوي. په دې کې یو داسې پېچلی ماشین کښل شوی وي چې یو کس پکې ځایېږي او په څلورو څرخانده کړیو کې لوېږي.

نړیوال هېوادونه د کېنډي تشیال منځۍ (Kennedy Space Center) د کېپ کاناورل (Cape Canaveral) په ۳۹م الوتځای (Launch Complex 39) کې د دې ماشین د جوړولو لپاره بسپنه ور کوي. د نړیوالو کارپوهانو یوه ډله په دې موخه جوړېږي چې په ماشین کې د سفر کولو لپاره په گډه یو وړ کس پیدا کړي. که څه هم الینور د دې سفر لپاره تر ټولو غوره نومانده وي، خو مېتیو ماکونهي (Matthew McConaughey)، چې په فلم کې یې د پامر جاس (Palmer Joss) په نامه د یوه عیسوي فیلسوف رول لوبولی او الینور هم له ډېر نږدې څخه پېژني، د مرکې پر مهال د خلکو پاملرنه د الینور بې‌دینۍ او گروهې (عقیدې) ته را اړوي – او له همدې کبله د الینور پر ځای ډروملین د دې سفر لپاره ټاکل کېږي. په کومه ورځ چې ماشین ازمویل کېږي، یو عیسوي بنسټپال (جېک بيوزي Jake Busey) د ځان‌مرگي برید له لارې ماشین، ډروملین او گڼ‌شمېر نور کسان له منځه وړي.

هېډن، چې د چنگاښ په ناروغۍ اخته وي او په میر تشیال تمځای (Mir Space Station) کې اوسېږي، الینور ته وايي چې همداسې یو بل ماشین د جاپان په هوکایدو (Hokkaido) کې پټ جوړ شوی دی او الینور به یې پیلوټه وي. الینور په بېلابېلو ثبت وزلو (recording devices) سمبالېږي، په ماشین کې کښېنول کېږي، څرخانده کړیو ته اچول کېږي او ورکېږي. کله چې ماشین په جینجي‌غارونو (wormholes) کې روان وي، الینور له ماشینه دباندې ځایونه، په وېگا (Vega) کې د وړانگو په شان جوړښتونه او په یوې سیارې کې د پرمختللي تمدن نښې نښانې لیدلای شي. یو څو شېبې وروسته، الینور د سمندر پر غاړې یو داسې ځای ته راځي چې د پېنساکولا، فلوریډا (Pensacola, Florida) هغه انځور ته ورته وي چې په ماشومتوب کې يې کښلی وي. په دې وخت کې یو تت (پیکه) جسم د دې پر لور را روان وي – او له نږدې کېدو سره سم د الینور مړ شوی پلار (ډېويډ مورس David Morse) ځنې جوړ شي. الینور وپوهېږي چې یو فضايي مخلوق (alien) د هغې د پلار په بڼه کې ورته راغلی دی. الینور هڅه کوي چې ډېرې پوښتنې وکړي خو هغه ورته وايي چې دا سفر له نورو فضايي مخلوقاتو سره د اړیکې نیولو په موخه د انسانانو لومړنی گام دی.

په دې حال کې الینور ناڅاپه بې‌سده کېږي. کله چې پر سد شي، نو په ماشين کې دننه پرته وي او د ماشین مهار ډله (control team) په مخابرې کې نارې ورته وهي. هغه وروسته په دې وپوهېږي چې له دباندې څخه ماشین یوازې په کړیو کې دننه لوېدلی وي. الینور ټینگار کوي چې هغې په ماشین کې کابو ۱۸ ساعته سفر کړی دی، خو د ثبوت په توگه هیڅ هم نه لري، ځکه چې د هغې په ثبت وزلو (recording devices) کې هیڅ شی هم ثبت شوی نه وي.

هنریالان[سمول]

  • جوډي فوسټر (Jodie Foster)، په فلم کې یې د ډاکټر الینور "اېلي" ارووې (Eleanor “Ellie” Arroway) رول لوبولی، د ځمکباندې ځیرکتیا پلټنې (Search for Extraterrestrial Intelligence, SETI) لومړنۍ ساینسپوهه وي چې د فضايي مخلوقاتو (aliens) پیغام ترلاسه کوي.
    • جېنا مالون (Jena Malone)، د ډاکټر الینور "اېلي" ارووې (Eleanor “Ellie” Arroway) د ماشومتوب په رول کې یې کار کړی دی.
  • مېتیو ماکونهي (Matthew McConaughey)، په فلم کې یې د پامر جاس (Palmer Joss) په نامه د یوه عیسوي فیلسوف رول لوبولی او له الینور سره مینه هم کوي.
  • جېمز ووډز (James Woods)، په فلم کې یې د مایکل کیټز (Michael Kitz) په نامه د ملي امنیت سلاکار رول ترسره کړی او د الینور د ماموریت لپاره د کانگریس له خوا د پلټنې مشرتوب هم کوي.
  • جان هرټ (John Hurt)، په فلم کې یې د ایس‌ار هېډن (S.R. Hadden) رول ترسره کړی، یو ډېر شتمن کس وي چې د الینور څېړنیز پروگرام بسپنوي او هغې ته د فضايي مخلوقاتو (aliens) پیغام هم ور ژباړي.
  • ټام سکېریټ (Tom Skerritt)، په فلم کې یې د ډېویډ ډروملین (David Drumlin) رول ترسره کړی، د ساینس په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکار او د ساینس ملي بنسټ (National Science Foundation) مشر هم وي.
  • انجېلا باسټ (Angela Bassett)، په فلم کې یې د رېچل کنسټانټین (Rachel Constantine) رول ترسره کړی، په سپینې ماڼۍ (White House) کې د ولسمشر کلنټن (Clinton) د دفتر رییسه وي.
  • ویلیم فیکنر (William Fichtner)، په فلم کې یې د کېنټ کلارک (Kent Clark) رول ترسره کړی، د ځمکباندې ځیرکتیا پلټنې (Search for Extraterrestrial Intelligence, SETI) یو ړوند ساینسپوه وي چې له الینور سره په زده‌کړو کې مرسته کوي.
  • ډېویډ مورس (David Morse)، په فلم کې یې د تیوډور ارووې (Theodore Arroway) رول ترسره کړی چې خپله لور الینور ډېره هڅوي. د هغه فضايي مخلوق (alien) رول یې هم ترسره کړی چې له ځمکې سره اړیکه نیسي او په وېگا کې له الینور سره ویني.
  • جېک بیوزي (Jake Busey)، په فلم کې یې د جوزف (Joseph) په نامه د یوه بنسټپاله عیسوي رول ترسره کړی دی.

جوړونه[سمول]

موسیقي[سمول]

نور ولولئ[سمول]

  • د ساینس-افسانه فلمونو لړلیک