اډوارډ ډیکینسون بیکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اډوارډ ډیکینسون بیکر
(انګلیسي: Edward Dickinson Baker د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اډوارډ ډیکینسون بیکر
اډوارډ ډیکینسون بیکر

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ فبروري ۱۸۱۱[۱][۲][۳]
لندن   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 21 اکتوبر 1861 (50 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم د متحده ایالاتو پوځي اکاډمي   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د مکسیکو او امریکا جګړه
د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اډوارډ ډیکینسون بیکر
اډوارډ ډیکینسون بیکر

اډوارډ ډیکینسون بیکر (۲۴ فبروري ۱۸۱۱ – ۲۱ اکتوبر ۱۸۶۱ زکال) امریکايي سیاستوال، وکیل او د متحده ایالاتو په پوځ کې افسر و. بیکر د خپل سیاسي ژوند په اډانه کې له ایلینوی ایالت څخه د متحده ایالاتو د استازو په جرګه او وروسته یې د متحده ایالاتو په سنا جرګه کې د اورګن ایالت د سناتور په توګه خدمت وکړ. همدارنګه نوموړی د ویناوال او شاعر په توګه هم پېژندل کېږي. بیکر چې د متحده ایالاتو د ولسمشر ابراهام لینکولن نږدې ملګری و د مکسیکو - امریکا په جګړه او د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال یې د متحده ایالاتو په پوځ کې د ډګروال په رتبه خدمت وکړ. بیکر هغه مهال چې په بالز بلوف جګړې (Battle of Ball's Bluff) کې یې د اتحادیې د ځواکونو مشري کوله ووژل شو؛ له همدې امله تر اوسه پورې نوموړی د متحده ایالاتو یوازنی هغه برحاله سناتور ګڼل کېږي چې په جګړه کې وژل شوی.[۴]

پوځي خدمت[سمول]

بیکر د ۱۸۴۶ زکال د جولای په څلورمه د ایلینوی د داوطلبه پیاده پوځ د څلورمۍ ډلګۍ د ډګروال په توګه ماموریت ترلاسه کړ او له خپلې ډلګۍ سره یې په وراکروز محاصره کې برخه واخیسته، همدارنګه یې په سروګوردو جګړه کې د ښکېلې یوې بلې ډلګۍ قومانداني هم وکړه. نوموړي له خپلې ډلګې سره د ۱۸۴۷ زکال د مۍ تر ۲۹ مې نیټې پورې هغه مهال چې په افتخاري ډول یې له اوږو پوځي مسئولیت واخیستل شو؛ پوځي خدمت ته دوام ورکړ. له افتخاري ترخیص وروسته هغه د ۱۴ کلونو لپاره پوځي خدمت ته مخه نه کړه او په دغه موده کې یې له ۱۸۴۹ زکال څخه تر ۱۸۵۱ زکال پورې د متحده ایالاتو په ۳۱ م کانګرس کې خدمت وکړ. له دې وروسته هغه سان فرانسیسکو ته کډه وکړه او هلته یې وکالت ته مخه کړه؛ په ۱۸۶۰ زکال کې هغه اورګن ته ولاړ او له هغه ځایه څخه د یو جمهوري غوښتونکي په توګه د متحده ایالاتو سنا جرګې ته وټاکل شو څو د ۱۸۵۹ زکال د مارچ په ۴ مه نېټه باندې د سنا جرګې د پیل شوې دورې یوه څوکۍ ډکه کړي. [۵][۶][۷]

د ۱۸۶۱ زکال د اپرېل په نیمايي کې د کنفدریشن د ځواکونو له خوا د فورټ سامټر پوځي اډې له نیولو وروسته د ۷۵ زره کسیز داوطلب پوځ جوړولو په موخه د ولسمشر ابراهام لینکولن د غوښتنې په غبرګون کې نوموړي د امریکا د کورنۍ جګړې په لومړیو ورځو کې له نیویارک ښار او فلادلیفیا څخه د سرتېرو په راغونډولو خپله ډله جوړه کړه. د ۱۸۶۱ زکال د مۍ په ۱۷ مه نوموړي ته د داوطلبه ځواک د برید جنرالۍ د افتخاري رتبې وړاندیز وشو خو هغه دغه ویاړنه رد کړه او پر ځای یې د ډګروال په توګه د پنسلوانیا د داوطلبه پیاده ځواک د ۷۱ مې ډلګۍ او د ۱۸۶۱ زکال د داوطلبو ځواکونو د تورن جنرال په توګه خدمت وکړ؛ له دې سره د هغه د واکمنۍ دوره لنډه وه او د ۱۸۶۱ زکال د اکتوبر په یوویشتمه د ویرجینیا په بالزبلوف جګړه کې ووژل شو. د هغه مړی کالیفورنیا ته ولېږدول شو او د سانفرانسېسکو په ملي هدیره کې خښ کړای شو. [۵][۶][۷]

د کالیفورنیا سیاستوال[سمول]

وروسته له هغه چې بیکر و نشو کولای د ولسمشر زکری ټیلور په کابینه کې ځایګی ومومي، په ۱۸۵۲ زکال کې یې سانفرانسېسکو ته کډه وکړه. هغه بریالی حقوقي فعالیت هلته ترسره کړه په داسې حال کې چې یو شمېر یې دغه چارې د ګډوډو سوداګریزو چارو په توګه توصیف کوي چې جزیاتو ته یې ډېر پام په کې نه کاوه او یو شمېر کاري جزیاتو یې لا ستونزې هم ورته جوړولې: ویل کېږي چې هغه د یو قانون جوړونکي په توګه دنیوي جزیاتو ته ډېر لږ پام کاوه. بیکر له ایساکا جي. ویستار سره ولیدل چې د فلادلیفیا له مخکښې کورنۍ څخه و او بیا یې د شپاړلسو کلونو لپاره د بیکر یاورتوب وکړ. هغه څرګندوي چې بېکر سوابق نه ساتل او چارې یې خپلو یاددښتونو او یو شمېر کاغذونو ته اړوندې وې چې په خپله خولۍ کې به یې له ځانه سره لېږدول. بیکر د قانوني دوسیو لپاره چمتوالی نیول مهم نه ګڼل او فکر یې کاوه چې له یو قضایي پلاوي سره فی البدیهه خبرې اترې اغېزمنې دي. ویستار وايي چې بیکر پام وړ پیسې ترلاسه کولې خو په هماغه چټکتیا به یې چې ترلاسه کولې همداسې به یې لګولې او همدارنګه یې د «فارو» په نوم د خپل قمار د پورونو په ورکړه کې ترې ګټنه کوله. دوی دواړو په مونتګومري او جکسون واټونو کې بریالي شرکتونه رامنځته کړي و. [۵]

په ۱۸۵۰ زکال کې کالیفورنیا د متحده ایالاتو د یو آزاد ایالت په توګه ومنل شو، خو د ۱۸۵۰مې لسیزې په ورستیو کې دغه ایالت د غلامۍ د مسئلې پر سر بېلابېلو لورو ته اړوندتیا پیدا کړه او بیکر د داسې خوځښت مشري پر غاړه واخیسته چې کلیفورنیا یې په اتحادیه کې ساته. په ۱۸۵۵ زکال کې هغه د یو وېګ په توګه د متحده ایالاتو سنا جرګې ته د لار موندو په سیالۍ کې د د آزادې خاورې په نامه ګوند (Free Soil Party) له ټکټ څخه په ګټنې ونډه واخیسته خو د ویګ ګوند د پاشل کېدو له امله یې دغه سیالي وبایلله. [۸]

په همدغو ورځو کې بیکر د جان نیل د شعري اثر څخه د ځان لپاره د «خړ باز یا Gray Eagle» لقب د خړو وېښتانو لرلو له امله غوره کړل (په داسې حال کې چې د هغه سر/وېښتان د کل کېدو په لور روان و). هغه له شپږ فوټو ټیټ قد درلود. په ۱۸۵۵ زکال کې بیکر په یوه داسې جنايي دوسیه کې بدنامه شو چې د هغه قانوني او سیاسي راتلونکی یې ګواښوه. هغه د بېلا کورا له خوا وړاندیز شوې دنده ومنله، هغه دنده چې باید د هغې د مېړه، چارلېز کورا څخه دفاع وکړي. چارلز کورا پېژندل شوی قمارباز و چې چې د متحده ایالاتو د مارشال په وژنې تورن و. قضایي پلاوي ونشو کولای د یوې پایلې پر سر هوکړې ته ورسېږي او کورا هم د یو یاغي له خوا له محاکمې پرته په خپل سري ډول ووژل شو. دغې چارې بیکر ته دا ګټه ورسوله چې په خپلو حقوقي فعالیتونو او د ارډر ګوند په اډانه کې فعال شي، هغه ګوند چې د سانفرانسېسکو د بیدارۍ کمېټې له چارو سره یې مخالفت کاوه او قانون یې په خپله ولکه کې نیو. د هغه له فعالیتونو څخه د ګوند نیوکې د دې لامل وګرځېدې چې بیکر د لنډ مهال لپاره ښار پرېږي او خپل دغه وخت یې په ساکرامنټو کې تېر کړ. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د اورګن سیاستوال[سمول]

بیکر چې په ۱۸۵۹ زکال کې د متحده ایالاتو د استازو جرګې د څوکۍ په لاسته راوړو کې ماتې ناهیلی کړی و په شمال کې د ځان لپاره د شنه سیاسي چاپېریال د موندلو په هڅه کې شو. له اورګن سره تر ډېره هغو وګړو لیوالتیا لرله چې یو مهال یې په ایلنوی کې ژوند کاوه او هغه نارینه په کې شاملېدل چې ده په سپرېنګ فیلډ کې پېژندل. هغه په ۱۸۵۷ زکال کې د اورګن له سیاست سره هغه مهال لیوالتیا پیدا کړه چې د هغه د سپرېنګ فیلډ ملګري ډاکټر انسون هنري چې اورګن ته کډه شوی و بیکر ته یې وویل چې کولای شي له دغه ځایه سنا ته لار ومومي. وروسته له هغه چې دغې سیمې د ۱۸۵۹ زکال د فبروري په ۱۴ مه ایالتي وضعیت ته لاسرسی وموند، د اورګن جمهوري غوښتونکو له بیکر وغوښتل څو د دوی ایالت ته ولاړ شي او د سنا لپاره په سیالي کې ونډه واخلي او د دیموکراتانو د ځواک پر وړاندې عمل وکړي. [۱۴]

د ۱۸۶۰ زکال د فبروري میاشتې په وروستیو کې د بیکر کورنۍ په سیلم سیمه کې یوه کور ته چې اوس مهال د ویلامت پوهنتون کمپ دی؛ کډه وکړه. بیکر هلته حقوقي دفتر پرانیست او په دغه ایالت کې یې د جمهوري غوښتونکو لپاره په مبارزه پیل وکړ. د جولای په ۴ مه هغه په سلیم کې د جلا غوښتونکو ګواښوونکې غوښتنې تصدیق کړې او د خپل هېواد په لار کې یې له مړینې سره د لېوالتیا اعلان وکړ: «که چېرې زه کولای شم خپل بې ارزښته ژوند د داخلي بریدونو پر وړاندې د خپل هېواد د دفاع په لار کې قربان کړم، نن اعلان کوم چې د دغه ویاړ له ترلاسه کولو لوړه هیله نوره نه لرم چې د ژوند لمر مې د آزادۍ د معبد تر سیوري لاندې شي او د ملت د عظمت نښان ته د تعمید غسل ورکړي».[۱۵]

په سیلم کې د اورګن قانون جوړونکې اسمبلۍ د ۱۸۶۰ زکال په سپټمبر کې دوه کسان سنا ته غوره کړل. د دې لپاره چې بیکر سنا ته د لار موندلو په موخه اکثریت ۲۶ رایې ترلاسه نه کړي د غلامۍ پلویانو ۶ سناتورانو غونډه پرېښوده څو د نصاب د کچې د پوره کېدو څخه مخه ونیسي. هغوی بېرته راوګرځول شول او د اکتوبر په اوومه قانون جوړونکي سره روغې ته ورسېدل. دوی د داګلاس له دیموکراتانو څخه جیمز نسمیت او همدارنګه بیکر سنا ته وټاکل. د دوګلاس دیموکراتانو له بیکر څخه د اکثریت د حاکمیت اړوند د هغه د ملاتړ او ریښتینولۍ له امله ملاتړ وکړ. [۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w69w1hsg — subject named as: Edward Dickinson Baker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/20420599 — subject named as: Edward Dickinson Baker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/23419 — subject named as: Edward Dickinson Baker — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Horner, John B. (1919). "Edwin D. Baker" . Oregon: Her History, Her Great Men, Her Literature . J. K. Gill. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Braden, Gayle A. (1960). The Public Career of Edward Dickinson Baker, unpublished PhD dissertation. Vanderbilt University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Blair, Harry, and Tarshis, Rebecca. Colonel Edward D. Baker: Lincoln's Constant Ally. Portland: Oregon Historical Society, 1960.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ "Baker, Edward Dickinson". Biographical Directory of the United States Congress. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Blair, Harry C. and Rebecca Tarshis (1960). Colonel Edward Baker: Lincoln's Constant Ally. Portland, Ore.: Oregon Historical Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hay, John (December 1861). "Colonel Baker". Harper's Magazine. المجلد. 24. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۲۱ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Neal, John (1869). Wandering Recollections of a Somewhat Busy Life. Boston, Massachusetts: Roberts Brothers. OCLC 1056818562. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Jensen, Vickie (2012). Women Criminals: An Encyclopedia of People and Issues. ABC-CLIO. د کتاب پاڼې 361. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-313-33713-0. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۲۱ – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Braden, Gayle A. (1960). The Public Career of Edward Dickinson Baker, unpublished PhD dissertation. Vanderbilt University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Blair, Harry C. and Rebecca Tarshis (1960). Colonel Edward Baker: Lincoln's Constant Ally. Portland, Ore.: Oregon Historical Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Blair, Harry C. and Rebecca Tarshis (1960). Colonel Edward Baker: Lincoln's Constant Ally. Portland, Ore.: Oregon Historical Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kennedy, Elijah (1912). The Contest for California in 1861: How Colonel E.D. Baker Saved the Pacific States for the Union. New York: Houghton Mifflin. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Braden, Gayle A. (1960). The Public Career of Edward Dickinson Baker, unpublished PhD dissertation. Vanderbilt University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)