اډوارډ میچل بنیسټر
اډوارډ میچل بنیسټر (د ۱۸۲۸ز کال د نومبر له ۲مې- د ۱۹۰۱ز کال د جنورۍ تر ۹مې) د باربیزون امریکایي ښوونځي د غوړو رنګونو انځورګر و. هغه په کاناډا کې وزېږېد او د خپل منځني عمر کلونه یې د امریکا په نیوانګلنډ کې تېر کړل. هلته له خپلې مېرمنې کریستیانا کارټو بنیسټر سره و، هغه د افریقایي-امریکايي کلتوري او سیاسي ټولنې؛ لکه د بوستون د له منځه وړولو د خوځښت مهمه غړې وه. بنیسټر په ۱۸۷۶ز کال کې د فیلادلفیا په سل کلن نندارتون کې د انځورګرۍ لومړۍ جایزه وګټله، چې وروسته تر دې په رسمیت وپېژندل شو. هغه همدارنګه د پروویډینس د هنري کلپ او د رهوډ ټاپو د ښوونځي طراح بنسټګر غړی و. د بنیسټر سبک او پاسټورال موضوع د فرانسوي هنرمن ژان فرانسوا میله او د باربیزون فرانسوي ښوونځي پر وړاندې یې د هغه ستاینه منعکسوله. هغه د ټول عمر لپاره یو بېړۍ چلوونکی و او د الهام اخیستو لپاره یې د رهوډ ټاپو ساحل ته هم ور وکتل. بنیسټر هر وخت تجربې کولې او هنري اثارو یې د هغه د ایډیالیسټي فلسفې او پر رنګ او فضا یې د کنټرول ښکارندويي کوله. هغه خپل حرفه یي فعالیت د منظرې د سبک له پراختیا مخکې د یو عکاس او انځورګر په توګه پیل کړ. وروسته یې په ژوند کې د منظرې د انځورګرۍ سبک له منځه لاړ. د نقاشۍ د خرڅلاو کموالی د دې لامل شو، چې هغه او کریستیانا کارتو په پراوویډنس کې له هیل کالج نه بوستون او بیا په پراوویډنس کې د ویلسون پر سړک خپل کوچني کور ته کډه وکړي. بنیسټر تر مرګ وروسته په ۱۹۰۱ز کال کې د امریکا د هنر په تاریخي نندارتونونو او مطالعاتو کې له پامه وغورځول شو. تر څو چې د افریقا د هنر د ملي موزیم موسسې هغه ته په ۱۹۶۰ز او ۱۹۷۰ لسیزه کې ملي پاملرنه وکړه. لومړی ژوند[سمول]بنیسټر د ۱۸۲۸ز کال د نومبر په ۲مه د نیوبرانزویک په اندروز کې، چې د سنت کروکس له سیند سره نږدې دی، وزېږېد. پلار یې اډوارډ بنیسټر باربادویي تورپوستی و او د مور اصل و نسب یې نامعلوم دی. ځينې وختونه خپله بنیسټر د توکمونو د ترکیب په توګه پېژندل کېږي. د بنیسټر پلار په ۱۸۳۲ز کال کې ومړ؛ نو اډوارډ او کشری ورور یې ویلیم د خپلې مور هانا الکساندر بنیسټر له خوا لوی شول. په لومړیو کې، بنیسټر له یوه موچي سره شاګردي وکړه، خو د انځورګرۍ مهارت یې مخکې تر دې د کورنۍ او ملګرو ترمنځ د پام وړ و. بنیسټر له هنر سره د خپلې لومړۍ علاقې امتیاز خپلې مور ته ورکړ. هغه په ۱۸۴۴ز کال کې مړه شوه، تر هغه وروسته بنیسټر او ورور یې د وکیل او شتمن سوداګر هریس هچ په کرونده کې ژوند کاوه. هلته یې د هچ د کورنۍ د انځورونو د بیا تولید او په کورني کتابتون کې د برتانوي نقاشیو د کاپي کولو له لارې، د انځورګرۍ تمرین کاوه. بنیسټر او ورور یې مخکې تر دې چې بوستون ته کډوال شي، په ۱۸۴۰ لسیزه کې یې د څو میاشتو لپاره په کښتیو کې د اشپز په توګه کار وکړ. په متحده ایالاتو کې د ۱۸۵۰ز کال په سرشمېرنه کې ویل شوي، چې دوی په لیلیه کې د ریولون له کورنۍ سره اوسېدل او د سلمان په توګه یې کار کاوه. د سلمان په توګه دغه دوه ورونه او د ګډ توکم په توګه د هغوی موقف په بوستون کې دوی ته د متوسط پوړ په توګه لوړ دریځ ورکړ. [۱۱] مړینه[سمول]بنیسټر د ۱۹۰۱ز کال د جنوري په ۹مه هغه مهال د زړه د حملې له امله ومړ، چې کله یې د ایلمود د سړک په باپټیسټ کلیسا کې د ماښام لمونځ کاوه. یو څه موده د زړه له ناروغۍ رنځېده، خو دوه ورځې مخکې یې دوه نقاشۍ بشپړې کړې وې. لمونځ یې وکړ او څو شیبې وروسته یې ژر ژر ساه واخیسته او د راپورونو له مخې یې د پای خبرې همدا وې، چې «عیسی، مرسته راسره وکړه». هغه د پروویډینس په North Burial Ground کې تر ډبرین څلي لاندې، چې د هنري ټیم له خوا یې جوړ شوی و، خاورو ته وسپارل شو. د بنیسټر د ژوندانه په پای کې د هغه د مالي ستونزو ترمنځ توپیر او تر مرګ وروسته یې د پروویډینس د هنرمندانو ملاتړ د دې لامل شو، چې ملګری یې جان نلسون آرنولد د دغه یادګار په اړه داسې ولیکي: «د دغه اثر د پنځولو په پېښه کې، ما په دوامدار ډول د رابرت برنز مور ته د پرتمین څلي په اړه، چې د خپل استعداد لرونکي زوی په یاد یې جوړ کړی و اظهارات کول او یادونه مې کوله، چې هغه ډوډوۍ غوښته او دوی یې پر ځای ډبره ورکړه». [۱۲] کارتو د ۱۹۰۲ز کال په سپټمبر کې د رنګه توکم د زړو ښځو کور لپاره وګومارل شوه، خو د ۱۹۰۳ز کال د کرانستون په یوه دولتي رواني انسټیټیوټ کې مړه شوه. هغه او بنیسټر دواړه څنګ په څنګ خاورو ته سپارل شوي. هنري سبک[سمول]بنیسټر خپل ځان د یو ځوان نقاش په توګه یو انځورګر معرفي کړی و، خو په پای کې د سمندریزو منظرو، افسانوي صحنو او ژانري نقاشیو له امله محبوب شو. پر خپلې پوهې یې تکیه لرله او له شعر، کلاسیک او انګلیسي ادبیاتو نه یې؛ د انجیل، افسانې او ژانر صحنې هم نقاشي کړې. د جورج اینس په څېر، د هغه په اثارو کې د فرانسوي باربیزون د نقاشانو؛ لکه د ژان باپټیسټ کامیل کورو، ژان فرانسوا میله او د شارل فرانسوا دوبیني اغېزې او حالات څرګندېږي. بنیسټر له میلت نه په دفاع کې په «هنرمند او منتقدین یې» هغه یې «زموږ د مهال روحاني هنرمند» ګاڼه، د هغه غمجن او بې پرتمه ژوند یې لیده او په ژوره یې د هغه خواخوږي کوله.[۱۳] میراث[سمول]بنیسټر د نولسمې پېړۍ په پای کې یوازینی لوی افریقایي-امریکایي هنرمند و، چې پرته د اروپایانو تر اغېز لاندې یې خپلې وړتیا ته وده ورکړه او هغه د پراوویډینس په هنري ټولنه کې ډېر ښه پېژندل شوی و. همدارنګه د ختیځ ساحل په لویه هنري نړۍ کې هم وستایل شو. تر مړینې وروسته په شلمه پېړۍ کې د هنر د تاریخ له خوا د توکمیز تعصب له امله له پامه وغورځول شو. ارامې او له خپګان ډکې منظرې هم له برمه پرېوتې. له دې سره هغه او نقاشیانې یې د افریقایي توکمه امریکا د کلتور او د بیارغونې د دورې د امریکایي منظرو ترمنځ یوه نه هېرېدونکې رغونکې اړیکه شوه. [۱۴] کور[سمول]په ۱۸۸۴ز کال کې بنیسټر او کارتو له پانسیون رانسوم پارکر نه د ۹۳ خیریه سړک ته کډه وکړه او تر ۱۸۹۹ز کال پورې یې هلته ژوند کاوه. دغه ځای د پاین او اوس د «واولټ» یا د «بینسټر کور» په نامه پېژندل کېږي. دغه لرګین کور چې دوه نیم پوړه لري په ۱۸۵۴ز کال کې د انجینیر چارلز له خوا جوړ شو. یوچلن ریویس او لویس هیریشوف د ۱۹۳۰ لسیزې په پای کې دغه کور وپېره او هغه یې بیا ورغاوه، ترڅو د خښتو یوه نما ور اضافه کړي. دغه بیارغونه یې د څنګ کور لپاره هم وه، چې غوښتل یې د دواړو ترمنځ همغږي رامنځته شي او دواړه کورونه وکولای شي د لرغونو څیزونو یو کوچنی موزیم جوړ کړي. هیریشوف په ۱۹۶۷ز کال کې ومړ او چیني ظروفو، چې د بنیسټر کور یې ډک کړی و، د واشنګټن او لي پوهنتونونو ته په ډالۍ کې ورکول شول.[۱۵][۱۶] دغه کور اوس د هیل کالج په تاریخي ټاکنه کې د همکارۍ په توګه پاتې دی. د براون پوهنتون په ۱۹۸۹ز کال کې دغه سیمه وپېرله او په هغه کې یې یخچالونه او فریزر ساتل. د دې لپاره چې د دغه کور د ساتنې او کارونې لپاره کوم پلان نه و؛ نو د پراوویډینس د ساتنې ټولنې، د بنیسټر کور د ۲۰۰۱ز کال د تر ټولو خطرناکو ودانیو په لړلیک کې شامل کړ. د براون پوهنتون رئیس روث سیمونز، تاریخ لیکونکي او د رهوډ ټاپو د بهرنیو چارو پخواني وزیر ري ریکمن ته ډاډ ورکړ، چې کور ساتل کېږي، که څه هم پوهنتون د کور د خرڅولو لپاره له درېیمې ډلې سره بحث وکړ.[۱۷] سرچينې[سمول] |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ subject named as: Edward Mitchell Bannister — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Bannister, Edward Mitchell — نشرونه لخوا د: Benezit Dictionary of Artists — https://dx.doi.org/10.1093/BENZ/9780199773787.ARTICLE.B00011182
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6km0x5q — subject named as: Edward Mitchell Bannister — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11628962 — subject named as: Edward Mitchell Bannister — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ subject named as: Edward Mitchell Bannister — سرليک: Bannister, Edward Mitchell — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T006170
- ↑ http://vocab.getty.edu/ulan/500006433 — د نشر نېټه: ۱۷ ډيسمبر ۲۰۲۰ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
- ↑ http://vocab.getty.edu/ulan/500006433 — د نشر نېټه: ۱۷ جون ۲۰۲۱ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
- ↑ http://vocab.getty.edu/ulan/500006433 — د نشر نېټه: ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۱ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
- ↑ http://vocab.getty.edu/ulan/500006433 — دوتنه: Deborah Willis — ISBN 0-8240-9147-7
- ↑ http://vocab.getty.edu/ulan/500006433
- ↑ http://vocab.getty.edu/ulan/500006433 — سمونګر: Thomas Riggs — سرليک: St. James Guide to Black Artists — خپرونکی: Gale او Schomburg Center for Research in Black Culture
- ↑ "Edward Bannister: United States Census, 1850". Family Search. د لاسرسينېټه January 6, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Edward Mitchel Bannister: Memorial Exhibition, Providence Art Club, May 1901. Providence, Rhode Island: Providence Art Club. 1901. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Appiah-Duffell, Salima (February 26, 2015). "African American Artists and the Hudson River School". Unbound. Smithsonian Libraries and Archives. مؤرشف من الأصل في December 18, 2020. د لاسرسينېټه January 12, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Armstead, Myra B. Young (2005). "Revisiting Hotels and Other Lodgings: American Tourist Spaces through the Lens of Black Pleasure-Travelers, 1880–1950". The Journal of Decorative and Propaganda Arts 25: 136–159. ISSN 0888-7314. https://www.jstor.org/stable/40007722. Retrieved January 5, 2021.
- ↑ Fuchs II, Ron (28 January 2014). "The Reeves Collection Of Ceramics At Washington And Lee University". InCollect (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في January 9, 2021. د لاسرسينېټه June 26, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په September 29, 2010 باندې). "The Vault" on Benevolent St. Remains Closed, for Now. The Brown Daily Herald.
- ↑ (په March 1, 2009 باندې). Black Contributions Kept Alive. The Providence Journal.
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- 1901م وفاتونه
- 9 جنوري وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P172
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- ليکنې په کومو کې چي د انګلیسي ژبې توري موجود دي
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- Pages containing cite templates with deprecated parameters
- ليکنې په کومو کي چي د انګلیسي (en) ژبې سرچينې موجودې دي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره