اټوم بم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اټوم بم په شپږم د اګست ۱۹۴۵م کال، د سهار پر اتو بجو د لږ تر لږه نهه زرو مترو ارتفاع څخه، د نړۍ لومړی اټوم بم د يوې اې نولاګای نومي بي نهه ويشت الوتکي (B-#* bomber Enola Gay) څخه د جاپان هېرو شيما په ښار باندي، د امريکا پوځي واکدارانو له خوا واچول شو. همدا رنګه درې ورځي وروسته، يعني د اګست د مياشتي پر نهمه نيټه، د ناګازا کي په ښار باندي، دويم اټوم و کارول شو. دواړو اټوم بمونو په ګډه سره لږ څه ۱۵۵۰۰۰ وګړي سمدلاسه مړه کړه او ۱۱۰۰۰۰ وګړو څو مياشتي وروسته دراديو اکتيو وړانګو د ناوړه اغيزو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر نن ورځي پوري د پاتې نورو هغو کسانو شمېر چي د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوي دي او د راديو اکتيو وړانګو سره تړاو لري، د سلو زرو څخه هم اوړي. د اټوم بم بنسټيز فزيکي پرنسيپ:- د البرت اينشټاين يو نامتو فورمول په ډاګه کوي، چي د هر يوه شي کتله د انرژي سره معادل ده. دا په دې معنْی چي کتله په انرژي او برعکس انرژي په کتله بد لېدای شي. که ديوه شي خوځېدونکې کتله په M، د نور سرعت په C او انرژي په E وښيو، نو د کتلې او انرژي تر منځ اړيکي د يوه رياضي معادلې په ډول داسي ليکلای شو. (ÐE= Ðm× c#): کله چي يوه هسته وچوي، نو د کتلې کمښت Ðm يې په انرژي بدلېږي د بېلګي په ډول د يورانيم يوه اټوم د چاودني په پايله کي لږ څه دوه سوه ميګا الکترون ولټه انرژي ازادېږي. په طبيعت کي داسي عنصرونه شته دي، چي که يونيوترون هستې ته ورننوځي، نو سمدلاسه چوي نو کله چي يو آزاد حرارتي نويترون د يوه داسي راديو اکتيو عنصر په اتوم ولګېږي، چي په اساني سره چوي، د بېلګي په ډول لکه يورانيم دوه سوه پنځه دېرش (Uranium-#$&) او يا پلوتونيم دوه سوه نه ديرش (Plutoium- #$*) نو د نوموړو عنصرونو هستې چوي، او په پايله کي نور نوي راديو اکتيو عنصرونه، د تودوخي انرژي، هستوي وړانګې او دوه يا درې نيوترونه منځ ته راځی. کله چي دغه ازاد شوي نيوترونونه بيا په خپل وار سره او پرله پسې، د يورانيم اويا پلوتونيم په نورو ګاونډيو هستو ولګېږي، نو په همدې ډول نوره پرېمانه انرژي او نور نوي راديو اکتيف هستې منځ ته راځي. يوداسي ځنځيري هستوي تعامل په ډېر کم وخت کي ترسره کېږي. اټوم بم يوه هستوي وسله ده، چي د يوې مايکرو ثانيې نه په لږ موده کي او په يوه وار په ملياردونو هستې د يو ځنځيري هستوي تعامل په کړنلاره سره چوي. د يوې هستې په چاودنه کي لږ څه دوه سوه مېګاالکترون ولټه انرژي ازادېږي. که چيرته يو ګرام کتله وچوي، ازاده شوې انرژي يې لږ څه دوه ويشت زره ټنه ټي اېن ټي سره مساوي ده. (gramm× c#" TNT Tonn ##!!!=) د اټوم بم زېږېدنه : په ۱۹۴۲م کال کي د لومړي ځل لپاره په امريکا کي، د اټوم بم د جوړولو په موخه د منهاتن پروژې (Mannhattan Project) تر نامه لاندي، يوه غټه علمي پروژه پرانيستل شوه. نوموړي پروژې په ډېره پټه کار پيل کړ، او د کا رکوونکو شمېر يې لږ څه دوه سوه زره وګړو ته رسېده. په نوموړې پروژه کي د نړۍ لږ څه دوه زره د فزيک، رياضي، بيالوژي، کيميا او طب څانګو پېژندل شوو. نامتو ساينس پوهان شپه او ورځ په کار بوخت وو. په شپاړسم د جولای ۱۹۴۵م کال د امريکا نوي مکسيکو په سيمه کي د نړۍ لومړۍ هستوي ازمو ينه تر سره شوه. د هيروشيمااټوم بم : د هيرو شيما اټوم بم ته د ( کوچني هلک) Little Boy نوم ورکړ شوی وو. دا ځکه چي نوموړی اټوم بم د يوه بل بم په پرتله، چي په نهم د اګست په ناګازاکي ښار باندي واچول شو، نری او لږ څه اوږد وو. د اټوم بم چاودېدونکي مواد يورانيم دوه سوه پنځه دېرش U#$& وټاکل شوه.نوموړي مواد، د دوو ټوټو څخه جوړ وو، چي د هري يوې برخي کتله د بحراني کتلې (Subcritical Mass) څخه لږ وه. څرنګه چي په دغه اټومي وسله کي، د يورانيم دوه سوه پينځه دېرش هره يوه ټوټه، د يوه توپک ډوله اوږ دې ميلې (سيلينډر)په څنډو برخو کي ځای په ځای شوي وې، نو له دې کبله دغه ډول اټوم بم ته د توپک بيرل تيوپ (gun barrel type) هستوي وسلې نوم ورکړ شو. د ميل په يوه څنډه کي د کيمياوي چاودېدونکو موادو په مرسته، د يورانيم يوې ټيتي بحراني ټوټې ته ډېر زيات سرعت ورکول کېږي او د يورانيم يوې مخامخ بلی ټيټي بحراني ټوټې سره په دومره زور او قوت لګېږي، چي په يوه بل کي بيخي ننوځي، او په پايله کي په يوه هسکه بحراني کتله (Supercritcal mass) بدلېږي. بحراني کتله د يورانيم هغه کچه کتله ده چي د هغې کثافت؟ او حجم داسي ټاکل شوی وي، چي په هره يوه چاودنه کي په کافي اندازه نيو ترونونه پيدا شي او له دې کبله په خپل سر يو پايښت لرونکی ځنځيري هستوي تعامل منځ ته راشي. نو کله چي يو ځل د بحراني کتلې څخه هسکه کتله منځ ته راشي، نو سمدلاسه د يورانيم ګڼ شمېر اټومونه پرله پسې د يوې ثانيې په مليونمه برخه کي چوي او د غه ډول هستوي کړنلاره د کنترول څخه وځي. په اټوم بم او يا يوه هستوي وسله کي، د هستوي بټۍ په برخلاف، د کنترول څخه وتلی، ځنځيري هستوي تعامل پيل کېږي، چي په پايله کي حرارتي انرژي، حرکي انرژي، نيوترونه، نوي راديو اکتيو عنصرونه د ګاما وړانګې، بيتا وړانګې او الفا وړانګې ور څخه خپرېږي، هغه انرژي چي د هيرو شيما اټوم بم څخه آزاده شوه، لږ څه پنځه لس زره (۱۵۰۰۰) tonn TNT ټنه ټي ان ټي TNT اټکل کېږي. د هيرو شيما اټوم بم په پر تله د ناګازاکي اټوم بم مزی او ګرده بڼه درلوده نو له دې کبله د (مزي سړي) Fat Man نوم ورکړ شو. د نوموړي اټوم بم چاوېدونکي مواد د يورانيم په ځای پلوتونيم دوه سوه نهه ديرش ۲۳۹ plutonium Pu وټاکل شوه. نوموړي مواد د څو کوچنيو ټوټو څخه په داسي بڼه جوړ شوه، چي غونډ منډ کُروي شکل يې ځان ته غوره کړ، د پلوتونيم د غو ټولو کوچنيو ټوټو کتله د بحراني کتلې څخه کمه وه. ورپسې د پلوتونيم چاودېدونکي او تحت بحراني مواد د يوه کُروي شکله فلزي پوښ په پلازمينه کي کلک ځای په ځای شوه. فزيکي کړنلاره: کله چي د پلوتو نيم U#$* اويا يورانيم ؟ UU #$& يوه کروي شکله تحت بحراني کتله په ډېر زور او د هرې خوا په متناظر ډول تر فشار لاندي راوستل شي، تر څو چي حجم يې کوچنی او کثافت يې پورته لاړ شي، نو په پايله کي يوه بحراني او يا مافوق بحراني کتله منځ ته راځي. د ناګازاکي اټوم بم لکه د يوه پياز په څېر کروي شکله تکنالوژي لرله او د دريو پټونو څخه جوړوه. نننی او لومړنی پټ يې د پلوتونيم دوه سوه نهه دېرش U#$* څخه جوړوه او په دويم ياني منځني پټ کي يې د توپک کيمياوي دارو په کُروي بڼه خواره واره شوي وو، دريم پټ يې بهرنۍ برخه تشکيلوي، چې د يوه ډېر کلک فلز لکه يورانيم دوه سوه اته دېرش U #$) څخه جوړه وه. کله چي د چاودېدونکو کيمياوي موادو منځنی پټ په برېښنايز کړنلاره سره بل او بيا وچوي، نو ډېره زوروره ميخانيکي څپه د اټوم بم مرکزي برخي ته خوځيږي په پايله کي د څپو ميخانيکي انرژي په ډېر لوړ فشار او قوه سره د پلوتونيوم په چا ودېونکو موادو لګيږي او په خپل ځان کي يې دومره ټيګوي، چي تحت بحراني کتله په مافوق بحراني کتله اوړي نوموړې ډول تکنالوژي او ډيزاين ته د ايمپلوزيون تيوپ اټوم بم (Implosion type bomb ) نوم ورکړ

تړلې لیکنې[سمول]

اټوم