ايملي ډيويسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ايملي ډيويسن
(انګلیسي: Emily Davison د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ايملي ډيويسن
ايملي ډيويسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۱ اکتوبر ۱۸۷۲[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 8 جون 1913 (41 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیم لندن پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)
ښوونکی   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ايملي ويلډنګ ډيويسن (Emily Wilding Davison) (۱۸۷۲ز کال،اکتوبر،۱۱ مه – ۱۹۱۳ز کال،جون ،۸ مه) د ښځو د رايې ورکولو د حق پلوې انګرېزه وه، چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې يې د ښځو د رايو لپاره مبارزه وکړه. نوموړې چې د ښځو د ټولنيزې او سياسيې اتحاديې (Women’s Social and Political Union “WSPU”) غړې او د خپلې انګېزې يا موخې د تر لاسه کولو لپاره پوځي مبارزه وه، نهه ځلې په بېلابېلو موکو کې ونيول شوه، اوه ځله يې د لوږې اعتصاب وکړ او نهه څلوېښت ځلې په زوره خواړه ورکړل شول. نوموړې په ۱۹۱۳ ز کال ډيربي “Derby” کې وروسته له هغې مړه شوه، چې د انمور “Anmor” په نوم د پاچا پينځم جورج “King George V” د اس له لورې ووهله. پېښه هغه مهال وشوه، چې ډيويسن د اس ځغلونې د سيالۍ پر مهال د لوبې د پيل کېدو کرښې ته ورغله.

ډيويسن د منځني پوړ کورنۍ کې لويه شوه او د ښوونکې او روزونکې په توګه له دندې تر لاسه کولو څخه مخکې يې د لندن په رويال هولووی کالج “Royal Holloway College, London” او د اکسفورډ په “St Hugh’s College” کې يې زده کړې وکړې. نوموړې د ښځو له ټولنيزې او سياسي اتحاديې (WSPU) سره د ۱۹۰۶ ز کال په نومبر کې يو ځای شوه او د لاريونونو پر مهال د يادې ادارې يوه لوړ رتبه ماموره او مشره څارونکې يا ناظره شوه. نوموړې په لږ وخت کې د خپل زړه ور فوځي عمل له امله په اتحاديه کې وپېژندل شوه. د هغې د جګړه ييزې لارې چارې يا هنرونه د ښيښو ماتول، د تيږو ورول، پوسټ بکسونو ته اور اچول، د بمونو ځای پر ځای کول او د ۱۹۱۱ ز کال سرشمېرنې د شپې په ګډون درې ځلې د ويسټمينسټر په ماڼۍ “Palace of Westminster” کې ټوله شپه پټېدل وو. د ۱۹۱۳ ز کال د جون پر ۱۴مه نېټه يې د (WSPU) له لورې د جنازې دود ترتيب شو. د ښځو د رايې ورکولو ۵۰۰۰ تنو پلويوو او د هغوی ملاتړو د نوموړې په تابوت پسې روان وو او ۵۰۰۰۰ تنه خلک يې د جنازې په يونلور کې ليکه شول او تابوت يې د اورګاډي په واسطه د نارتمبرلېنډ په مورپيت “Morpeth, Northumberland” کې خپلې کورنۍ ځمکې ته ېووړل شوه.

ډيويسن د ښځو حقونو د برابرۍ يوه پياوړې پلوې او احساساتي عيسوۍ وه او فکر يې کاوه، چې سوسياليزم د غوره يا ښه لپاره يو اخلاقي او سياسي ځواک دی. د نوموړې د ژوند ډېری برخه د هغې د مړينې د دود له لارې ژباړل شوې ده. نوموړې وار له مخه د هغه څه په اړه هيڅ تشرېح ورنه کړه، چې په ډيربی “Derby” يې د کولو پلان درلود او د نوموړې د انګېزو او ارادو ناڅرګندتيا د تاريخ له لورې د نوموړې په اړه د قضاوت څرنګوالی اغېزمن کړی دی. د پېښې، ځان وژنې او د پاچا اس ته د ښځو د رايې ورکولو د بيرغ تړلو د هڅې په ګډون بېلابېلې نظريې وړاندې شوي دي.

ژوندليک[سمول]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

ايملي ويلډنګ ډيويسن د ۱۸۷۲ ز کال د اکتوبر پر ۱۱ مه نېټه د لندن په سويل ختيځ کې د ګرینوېچ په روکسبرګ “Roxburgh” سيمه کې وزېږېده. پلار يې چارلس ډيويسن “Charles Davison” نومېده، چې يو متقاعد سوداګر و او مور يې مارګريت نومېده، چې کورنی نوم يې سايسلي “Caisley” و او مور او پلار دواړه يې د نرتمبرلېنډ له مورپيت “Morpeth, Northumberland” څخه وو. چارلس په ۱۸۶۸ ز کال کې له مارګريت سره د واده پر مهال ۴۵ کلن او مارګريت ۱۹ کلنه وه. ايملي د يادې جوړې د څلورو ماشومانو له ډلې درېيمه ماشومه وه. کشره خور يې په ۱۸۸۰ زکال د شپږ کالونو په عمر د “Diphtheria” له امله مړه شوه. مارګريت د چارلس دويمه مېرمن وه او لومړۍ مېرمن يې په ۱۸۶۶ ز کال کې مړه شوه، چې نهه ماشومان يې ورڅخه درلودل. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

په داسې حال کې چې ډيويسن لا تر اوسه کوچنۍ وه، کورنۍ يې د هرټفورډشاير سابرېج اورت “Sawbridgeworth, Hertfordshire” ته لاړه. ډيويسن تر يوولس کلنۍ پورې په کور کې زده کړې وکړې. کله يې چې مور او پلار خپله کورنۍ بېرته لندن ته وېوړه، ډيويسن هم يو ورځني ښوونځي ته لاړه او بيا يې د فرانسې په ډنکېرک “Dunkirk, France” کې په زده کړه تېر کړ. هغه د ۱۳ کلنۍ په عمر په کينسينګټون عالي ښوونځي “Kensington High School” کې ګډون وکړ او وروسته يې په ۱۸۹۱ ز کال د ادبيات لوستلو لپاره د “Royal Holloway College” ته بورسيه تر لاسه کړه. د ۱۸۹۳ زکال په لومړيو کې يې پلار مړ شو او هغه ځکه د خپلو زده کړو پای ته رسولو ته اړ شوه، چې مور يې د يوې دورې لپاره د ۲۰ پونډ فيس د ورکولو وس نه درلود. [۱۱][۱۲]

ډيويسن د “Holloway” په پرېښودلو سره يې د يوې روزونکې په توګه ژوند وکړ او ماښام يې زده کړو ته دوام ورکړ. نوموړې د اکسفورډ په “St Hugh’s College” کې د شاملېدلو په موخه پوره پيسې زېرمه کړې، چې اصلي موخه يې يوازې د يوې دورې لپاره په خپلو وروستيو ازموينو کې ګډون و. په انګيسي کې يې د لومړۍ درجې وياړونه تر لاسه کړل، مګر د نه فارغېدلو لامل يې دا و چې اکسفورډ ښځينه فارغانو ته بری ليکونه يا سندونه نه ورکول. نوموړې د ۱۸۹۵ او ۱۸۹۶ ز کالونو تر منځ د لنډې مودې لپاره د “Edgbaston” سيمې د کليسا اړوند ښوونځي کې کار وکړ، مګر کار ورته سخت ښکاره شو او په “Worthing” کې د “Seabury” په نوم شخصي ښوونځي ته لاړه. ډيويسن په سيبري کې د يو څه زياتې مودې لپاره پاتې شوه، اورتنګ ښارګوټی يې په ۱۸۹۸ ز کال کې پرېښود او په نارتمپټنشاير “Northumptonshire” کې د يوې کورنۍ د کوچنيانو شخصي روزونکې شوه. هغې په ۱۹۰۲ ز کال د لندن پوهنتون “University of London” کې د سند تر لاسه په موخه لوست پيل کړ او په ۱۹۰۸ زکال د ټولګي د درېيمې درجې وياړونو سره فارغه شوه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

فعاليت[سمول]

ډيويسن د ۱۹۰۶ ز کال په نومبر کې د ښځو له ټولنيزې او سياسي اتحاديې “Women’s Social and Political Union (WSPU)” سره يو ځای شوه. ياده اتحاديه چې په ۱۹۰۳ ز کال د ايميلين پنکورسټ “Emmeline Pankhurst” له لورې جوړه شوې وه، هغه خلک يې راټول کړل چې فکر يې کاوه چې د ښځو د رايې کارونې خپل وروستي هدف ته د رسېدلو لپاره فوځي او مخالفتي جګړه ييز هنرونو ته اړتيا وه. ډيويسن د “WSPU” په مبارزو کې ګډون وکړ او د لاريونونو پرمهال د يادې ادارې لوړ پوړې ماموره او مشره څارونکې شوه. نوموړې په ۱۹۰۸ او ۱۹۰۹ ز کالونو کې خپله د استادۍ دنده پرېښوده او ځان يې په بشپړ ډول اتحاديې ته ځانګړې کړ. هغې په زياتېدونکي ډول مخالفتي چارې پيل کړې، چې سيلويا پنکورسټ “Sylvia Pankhurst” يې دې ته اړ کړه چې نوموړې «د فوځيانو تر ټولو زړه ورې او بې پروا» غړې په توګه تشرېح کړي. د يادونې وړ ده چې سيلويا د ايميلين لور او د اتحاديې د پوره وخت غړې وه. ډيويسن په لومړي ځل د ۱۹۰۹ زکال په مارچ کې ونيول شوه. نوموړې دا مهال د هغو ۲۱ ښځو د يوې جرګې غړې وه، چې د لومړي وزير ايچ ايچ اسکوېت “H. H. Asquith" د ليدلو په موخه يې له “Caxton Hall” سيمې څخه لاريون پيل کړ. لاريون له پوليسو سره په شخړه پای ته ورسېده او ډيويسن پر پوليسو د بريد له امله ونيول شوه او د يوې مياشتې بند سزا ورکړل شوه. نوموړې له خوشې کېدلو څخه وروسته «د ښځو لپاره رايې :Votes for Women» په نوم د اتحاديې ورځپاڼې ته وليکل، چې «د دې ټولو لاملونو په دې غوره اصل کې د خپل عاجز کار له لارې زه د خپلې دندې له بشپړتیا او هغه ژوند سره لېوالتیا ته ورسېدم، چې وار له مخه مې هيڅکله نه و ازمايلی. [۱۰][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

ډيويسن د ۱۹۰۹ ز کال په جولای کې د ښځو د رايې ورکولو د برخې له ملګرو ماري ليګ “Mary Leigh” او اليس پاول “Alice Paul” سره د هغه عمومي ناستې د پرېکولو له امله ونيول شوه. ياده غونډه چې د خزانې رئيس ډيويډ للويد جورج “David Lloyd George” له لورې تر سره شوه، ښځو ته په کې د ګډون حق نه و ورکړل شوی. نوموړې ته د دوه مياشتې بند سزا واورول شوه، مګر د نه خوړلو اعتصاب يې وکړ او له پينځه نيمو ورځو بند څخه وروسته په داسې حال کې خوشې شوه، چې ۲۱ پونډ (۹،۵ کېلو) وزن يې له لاسه ورکړی و. نوموړې وويل چې هغې په پای کې «خورا کمزوري احساس کړه». ډيويسن د همدې کال په سپټمبر کې يو ځل بيا د دې له امله ونيول شوه، چې په يوې سياسي غونډه کې يې په تېږو سره ښيښې ماتې کړې او دا هغه ناسته وه، چې د ۱۹۰۹ ز کال د بوديجې په اړه د خواشينۍ څرګندولو لپاره رابلل شوی و او يوازې نارينه وو په کې د ګډون حق درلود. نوموړې د دوه مياشتو لپاره د سټرېنجويس “Strangeways” زندان ته واستول شوه. يو ځل بيا يې د لوږې اعتصاب وکړ او له دوه نيمو ورځو بند وروسته بېرته خوشې کړای شوه. نوموړې وروسته مانچسټر ګارډين “The Manchester Guardian” ته وليکل، چې د هغې عمل داسې څرګند او ثابت کړي، چې د هغه شخصي ګواښ په اړه عمومي خلکو ته د خبرداري په معنا و، چې که چېرې دوی په راتلونکي کې هر چېرته د کابينې د وزيروانو غونډو ته ځي؛ نو عملي يې کړي. ډيويسن د خپلې ليکنې په دوام وليکل: «دا د هغو عمومي غونډو په نښه کولو کې د کابينې وزيرانو د ناقانونه عمل له امله عادلانه ثابت شوی دی، چې د ولس يوه لويه برخه ورڅخه بې برخې شوې ده». [۲۰][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Emily-Davison — subject named as: Emily Davison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6n87ncx — subject named as: Emily Davison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10754918 — subject named as: Emily Wilding Davison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: Emily Wilding Davison — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=7112 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Emily Wilding Davison — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=7112 — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  6. Tanner 2013، ص. 156.
  7. Sleight 1988، صص. 22–24.
  8. Howes 2013، 410–422.
  9. Sleight 1988، صص. 22–23.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ San Vito 2008.
  11. Sleight 1988، صص. 26–27.
  12. Colmore 1988، صص. 5, 9.
  13. Sleight 1988، صص. 28–30.
  14. Tanner 2013، ص. 160.
  15. Crawford 2003، ص. 159.
  16. Colmore 1988، ص. 15.
  17. Davison, Votes for Women, 1909.
  18. Tanner 2013، ص. 167.
  19. A. J. R. 1913، ص. 221.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Crawford 2003، ص. 160.
  21. Naylor 2011، ص. 19.
  22. Pankhurst 2013، 6363.
  23. Sleight 1988، ص. 32.
  24. Naylor 2011، ص. 18.
  25. Purvis 2013a، ص. 354.
  26. Gullickson 2008، ص. 465.
  27. Colmore 1988، ص. 24.
  28. Davison, The Manchester Guardian, 1909.
  29. Bearman 2007، ص. 878.
  30. Colmore 1988، صص. 21–22.